تاسو تر دا نن پوري  نظامنامه او یا دستور ندی  اعلان کړې  او له جهان نه مشروعیت غوښتنه لرې ، په غالب ګمان چه سیاسي بې سوادي ( عرفي جهل ) در سره مل وی 

ټول علوم  مثلاً  (کیمیا ، ریاضي ، هندسه ، جیالوجي او فیزیک )خپله ژبه لري

شریعت او فقهه هم خيله ژبه او  مصطلحات  لري ، دغه سبب دی ، که څوک ځني اظهارت په هغه مسلک او فن کي وکړي چه پکښي وارد نه وي  ، لکه جنرال صاحب چه په شریعی مسائلو کی خبري کوي  ، مونږ ټول په وپوهېږو  چه جنرال صاحب د علم دین نه ښه پوره لیری دی ، ولي ؟  چه جنرال صاحب په خبرو کښي کوم شرعي او فقهی  اصطلاحات  نه کاروي   ، پس مونږ و پوهېږو چه موصوف د علماء له جملې نه ندی ،

 اوکه یی په سیاسي مسائلو کښي خبري شروع کړي او سیاسی الفاظ او  مصطلحات او سیا سی تحلیل ورته معلوم نه وو  نو واضح به سی چه جناب په سیاست کی وارد نه دی. ولي ؟  چه دسیاست په ژبه نه پوهیږی ( سیاسي مصطلحات او روزمره اصطلاحات  مو نه تر غوږ کیږي.)

 

زه نه پوهېږم چه طالبان پخپله د رهبرۍ په سطحه کښي په کوم تعداد با تجربه کاره تکنوکرات لري او په کوم تعداد تئوریسین  او   بوروکراسۍ پوهان لري 

تر کوم ځایه چه ما طالب تر خپلي څېړني لاندي نیولی ، طالب نعرې وهي چه سیاسي بې سواده یم ، زه دا په دې  دلیل سره وایم چه : دا یو ۱۰۱ سیاسی مسئله ده ، طالب دستور نه دی اعلان کړی ، د حکومت طرزالعمل ندی معلوم او له نړۍ نه دا غوښتنه کوي چه : په رسمیت مي وپېژنۍ . 

د طالب دغه انداز د هغه چا سره مشابهت لري ، ملا صاب پر منبر ووايی چه د امبارو پر کوټه لمونځ نه کیږي ،  او کاکو جان ورته ووایي چه یا کېدای سي دا پرون ورځ ما د امبارو پر کوټه لمونځ وکړي 

طالب جانه ، امریکا راغله او افغانان تکنوکرات او بوروکراسان يې ومندل او ته د دغه وطن او ملک سړی ئې ، نسي کولی چه د حکومت داري د فن تجربه کاره (مجرب )پیدا کړې . 

زه فکر نه کوم  ، چه ته ئې نسې پیدا کولی ، زه ګمان کوم چه : ته ډارېږې که تر ځان دانشمندان او کار پوهان مقرر کړي نو قدرت دي له ګوټو وزي 

فکر مه کوه ، صدام حسین ، قذافي  خلک په معاش مقرر کړي وه ، او دېرش کاله ئې پر قدرت تیر کړه ، په داسي حال کي چه له دیني عقیدو لري وه او د قدرت غاصبان او ستم ګران وه ،

دا چه تاسو مسلمانان یاست ، ستمګر نه یاست ، د قدرت غصب ته اراده نه لري ، او وزارت دفاع ټوله ستا طلاب په لاس کښي ده او ډار لری چه : مجرب سیاست مداران مقرر کړي ، که داسي وي نودا دي بل د سیاسي بېسوادۍ دلیل