پــټــي لوبـــــي

یو تحلیلي نظر

لیکونکی : طاهر اڅکزی

دا مضمون په ۷ دقیقو کي لوستل کېدای سي

 

د نړۍ له تاریخ او جغرافیې څخه ښکاري چي کوچني هیوادونه تل د لویو او په تېره بیا د سترو هیوادونو د لوبو میدانونه دي او ستر هیوادونه کوشش کوي د دې لوبو ګټندوی وي، په دې پسې نه ګرځي چي دغو خوارو کوچنیو هیوادونو ته څه پېښیږي. که خبره را لنډه کړو نو له دغو کوچنیو هیوادونو څخه یو افغانستان دی چي پخوا هم د سترو هیوادونو د لوبو میدان و او اوس هم دی.

خو پخوانۍ لوبي ښکاره وې او دا اوسنۍ لوبي پټي دي.

د مثال په توګه ظاهر شاه ته د داود خان کودتا، داود خان ته د نور محمد تره کي او حفیظ الله امین په مشري د خلقیانو کودتا، د حفیظ الله امین له خوا د نور محمد تره کي قتل، پر افغانستان باندي د شوروي اتحاد د قواو یرغل، د حفیظ الله امین وژل اود پرچمیانو مشر ببرک کارمل ته واک اختیار سپارل، بیا د مجاهدینو په لاس د پرچمیانو د وروستي واکمن ډاکټر نجیب الله قتل او د مجاهدینو له حکومت څخه را وروسته د طالبانو لومړۍ واکمني. 

دا پېښي خو ډېرو خلکو په خپلو سترګو لیدلې دي او ما د خپلوژورنالیستیکي ماموریتونو په وخت د افغانستان او نړۍ د بېلو بېلو رادیوګانو له لاري د هغو په اړه خبرونه خپاره کړي دي او چي اوس یې راپیادوم ټولي یې داسي لوبي راته ښکاري لکه د سینما پر پرده یا د تلویزیون او کمپیوټر پر مخ چي ورته ګورم. او څرنګه چي د هغو عوامل معلوم وو نو چاته یې ډېر سوالونه پرې نه ښوول.  

خو پټي لوبي څه وخت شروع سوې؟

کله چي په ۱۹۹۶ کال کي د ملا محمد عمر په مشري د طالبانو حکومت تاسیس سو نو ور سره د سیمي القاعدې ته موقع برابره سوه چي خپل زیاتره تروریستي فعالیتونه له افغاستان څخه پیل کړي. القاعدې د دې فعالیتونو په لړ کي د ۲۰۰۱ کال د سیپټمبر په ۱۱مه پر نیویارک، پنسلوانیا او پنټګان باندي په تښتول سوو الوتکوحملې وکړې او درې زره خلک یې ووژل. امریکا د دې حملو مسؤلیت د طالبانو پر حاکم نظام او القاعدې واچاوه. جمهورریس جورج ډبلیو بوش د دواړو د راپرځولو په لټه کي سو. هغه په لسګونو زره امریکایي او د ناتو عسکر افغنستان ته واستول او د طالبانو د مخالفو افغانانو په ملګرتیا یې د طالبانو حکومت را وپرځاوه، د دیموکراسۍ اعلان یې وکړ او دعمومي رایګیرۍ له لاري یې واک اختیار حامد کرزي ته ورکړ چي له دې وروسته په افغانستان کي پټي لوبي شروع سوې. دا ځکه زه پټي لوبي بولم چي د پخوانیو لوبو په خلاف یې خلکو ته ډېرسوالونه را پیدا کړي دي او دا په لاندي ډول:

۱ـ امریکا چي په څونه عجله او تلوار په لسګونو زره عسکر افغانستان ته واستول، شل کاله وروسته یې په هغونه عجله او تلوار بیرته راوایستل. د امریکایي منابعو له قوله امریکا په دې شلو کالو کي په افغانستان کي څه د پاسه دوه ټریلیون ډالره مصرف کړي دي،انګلیسي ویکي پېډیا د وژل سوو امریکایي عسکرو شمېر۲۴۴۸ او د ناتو د وژل سوو عسکرو شمېر ۱۱۴۴ کسه ښوولی دی.

د دې ټولو مالي او ځاني تلفاتو سره سره امریکا وايي چي هیڅ یې ترلاسه نه کړل. دا پټه لوبه نه بولئ؟ څوک به یې ومني چي د نړۍ یو ستر هیواد دي شل کاله په خپل ټول قوت په یوه کوچني هیواد کي پاته وي او هیڅ شی دي ترلاسه نه کړي؟

۲ـ جمهور ریس اشرف غني وایي چي زه له هیواد څخه ځکه ووتلم چي ډېري ویني توی نه سي. څوک دا پوښتنه نه ځني کوي چي ته خو د افغانستان جمهور ریس او د قانون له مخي د دې هیواد د اردو ( نظامي قواو ) اعلی قوماندان هم وې. آیا د نظامي قواو اعلی قوماندان کولای سي د وینو تویولو د مخنیوي په خاطر د جګړې میدان پرېږدي؟ ښاغلی غني دا هم نه وایي چي طالبان څنګه داسي ژر پر ټول افغانستان مسلط سول او د افغان ځواکونو قوماندانان څنګه یو په بل پسې طالبانو ته تسلیم سول؟ دا هم پټه پاته ده چي اکثرو استخباراتي مامورینو او مسؤلو کسانو به ویل چي طالبان به په شپږ میاشتو کي افغانستان ونیسي خو هغوی په شپږ ورځو کي دا کار وکړ.

۳ـ په افغانستان کي زیاتره خلک او ډېر بهرني خبریالان او کار پوهان دا خبره تاییدوي چي طالبانو د پاکستان په مرسته او ملاتړ افغانستان نیولی دی. که دا خبره ریشتیا وي نو بیا څنګه پاکستان ته د امریکا د اقتصادي مرستو بهیرونه روان دي؟ څنګه دا هم پټه لوبه نه بولئ؟

۴ـ د پاکستان حکومت به د دې مرستو په ترلاسه کولو کي ځان پر حق بولي. ځکه چي په هغه هیواد کي ډېر مهم کارونه د داسي کسانو له خوا تر سره کیږي چي خانونه یې پټ نیولي دي او د حکومت زور نه په رسیږي.

له شواهدو څخه ښکاري چي د پاکستان ملکي حکومت تش په نامه حکومت دی. هلته دوه نور « حکومتونه » هم موجود دي چي یو د جاسوسۍ د دستګاه ( آی ـ ایس ـ آی ) « حکومت » او بل د نظامي قوماندانانو « حکومت » دی. درې سره یو د بل خبره نه مني او لکه چي وینو د پاکستان دې حالت پر افغانستان باندي ښه پوره تاثیر کړی او دا هیواد یې د پټو لوبو میدان ګرځولی دی.

اوس به راسو دوو نورو پوښتنو ته او هغه داچي طالبانو څنګه داسي ژر افغانستان ونیو او دا پټي لوبي ولي شروع سوې؟

وایي چي مېړه مړ کړه خو مېړانه یې مه وژنه. 

دا ښکاره ده چي طالبانو په سرښندني داسي ژر افغانستان فتح کړ او څوک چي له خپل سر څخه تیر سي ډېر کارونه که څه هم نا ممکن وي کولای سي. خو په دې کي هم شک نه سته چي طالبانو دي په دې پټو لوبو کي لاس نه وي درلودلی.

د دې بل سوال جواب چي دا پټي لوبي ولي شروع سوې دا دی چي افغانستان پخوا هم د سترو هیوادونو د لوبو مرکز و او دا د افغانستان د ستراتیژیکي موقعیت له کبله، خو اوس یې پر ستراتیژیکي موقعیت برسېره نور اهمیت  هم پیدا کړی دی. 

وایي چي په افغانستان کي د لیتیوم غني منابع کشف سوي دي او لیتیوم داسي معدني ماده ده چي په راتلونکي وخت کي به د نړۍ د تیلو ځای ونیسي. لیتیوم په برقي بیټرۍ ګانو او د عصري ټیکنالوجۍ په ځینو نورو آلو او وسایلو کي په کاریږي. نړۍ اوس دې ته ملا تړلې ده چي ټول شیان برقي کړي لکه موټران، الوتکي، کښتۍ او نور هغه شیان چي اوس په تیلو چلیږي. ځکه نو د نړۍ سترو هیوادونو د افغانستان لیتیوم ته د امید سترګي نیولي او د هغه د ترلاسه کولو لپاره یې پټي هلي ځلي شروع کړي دي. فکر نه کوئ چي دا پټي لوبي دي د دې هلو ځلو په نتیجه کي راپیدا سوي وي؟

د لیتیوم په اړه په انګلیسي ویکي پیډیا کي مفصل معلومات ورکړه سوي دي خو په لنډ ډول به ووایو چي لیتیوم د تودوخي په عادي درجه کي چي د هستوګني د خوني د تودوخي درجه یې هم بولي یو نرم او سپین رنګه جامد فلز دی او د القلي فلزاتو په ډله کي راځي. هغه په وزن تر ټولو فلزاتو سپک دی، ډېر ژر اور اخلي او انرژي تولیدوي.

----------------