لیکوال : طاهر اڅکزی
« خپله لاسه ګله لاسه »
دا متل چي ما د خپلي دې تبصرې عنوان ټاکلی دی د پښتو متلونو په لړ کي دونه پوخ ، هراړخیز او په هر وخت او زمان کي د تطبیق وړ دی چي هیڅوک یې ردولای نه سي او لکه څنګه چي پښتو متلونه « د کاڼو کرښي » بلل سوي دي، دا متل هم « د کاڼي کرښه ده » خو دا چي کوم وخت به ویل سوی وي او چا به ویلی وي دا نو معلومه نه ده، ځکه چي د متلونو وخت او ویونکي معلوم نه دي او ریښې یې د تاریخ پخوانیو او ډېرو پخوانیو کلونو ته رسیږي.
که موږ د غه فقط له څلورو لغاتو څخه جوړ سوی متل پورته کښته کړو او د افغاني ټولني په اوسنیو حالاتو کي څېړنه پر وکړو، نو کتاب څه چي کتابونه پر لیکل کېدای سي، خو زه خبره کتاب یا کتابونو ته نه رسوم، غواړم د هغه په اړه خپل یو لنډ نظر وړاندي کړم.
موږ ته چي تر اوسه څه را پېښ سوي دي او له ډېرو ستونزو او کړاونو سره چي مخامخ سوي یو، د هغو ملامتي پر نورو اچوو. وایو چي دا ټول د نورو له لاسه را رسیږي. وایو چي دا پردی لاس دی چي موږ په خپلو کي سره جنګوي. وایو چي دا نور هیوادونه دي چي پښتانه او په عام ډول افغانان یې دې حال ته چي یو بل سره وژني رسولي دي، خو نه وایو چي دا ټول موږ ته له خپل لاس او له خپل « ګل لاس » څخه را رسیږي. خپل لاس خو خپل لاس دی او ګل لاس هم خپل لاس دی خو د طنز یا طعنې په توګه یاد سوی دی یعني دا چي د یو چا ښه او بد کارونه ټول د هغه د خپلو اعمالو نتیجه ده.
مړي وکړي د قومونو دښمني کي ژوندي ښخ کړي چي غچ واخلي تربوري کي وایي دا خو پردی لاس دی جنګوي مو هیڅ شک نه سته زما و ستا په بې عقلي کي
لیري تاریخ ته نه ځم د داود خان له کودتا څخه یې را شروع کوم.
۱۹۷۳ع کال و او ما په چین رادیو کي تازه پښتو خپرونه پیل کړې وه. په دې خپرونه کي زما د دندي یوه برخه دا وه چي له انګریزي څخه خبرونه او نور مطالب په پښتو وژباړم او خپروني ته یې تیار کړم. یوه ورځ یو نوی خبر چي ظاهرشاه ته د داود خان د کودتا په باره کي و را ورسېد.اول ما په دې خبر باندي باور نه سو کولای او عجب را ته ښکاره سو، حتی ومي غوښتل ژباړل یې وځنډوم، خو د چين رادیو د پښتو څانګي آمر را ته وویل چي خبر باوري دی. ما هم په ډېري حیرانتیا وژباړی او د نورو خبرونو په لړ کي خپور سو.
حیرانتیا له دې کبله را ته پیدا وه چي که د افغانستان پاچا ظاهرشاه ته کودتا کېدله نو بل هر چا به ورته کوله نه داود خان، ځکه چي داود خان خو د ظاهر شاه د اکا زوی و او تر ډېر وخت پوري په شاهي ارګ کي یوځای ور سره اوسېدی، څرنګه چي تر ظاهر شاه مشر و نو ظاهر شاه د دې مشرتوب او خپلوۍ له کبله کورنی نوم هم پر ایښی و او « آغا لاله » یې باله، نو « آغا لاله » څنګه د خپل تره زوی ته کودتا کوي.
دا به هم ځیني مني او ځیني به یې نه مني چي د افغانستان ټول جنجالونه، جنګونه او قتلونه له همدغي کودتا څخه را پیل سول. دا چي داود خان څوک و؟ ولي یې کودتا وکړه؟ په خپل لاس یې وکړه که په پردي لاس؟ د دې پوښتنو جوابونه هم معلوم دي، په خاص ډول د دریمي پوښتني جواب چي زما د دې تبصرې موضوع ده.
داود خان ظاهرشاه ته چي ایټالیا ته په سفر تللی و کودتا په خپل لاس او په خپل « ګل لاس » وکړه نه په هغه لاس چي زموږ خلک یې پردی لاس بولي او کومي غلطۍ او اشتباه ګاني یې چي له کودتا څخه مخکي کړي وې او نوري یې چي وروسته پسې وکړې، ټولي یې په خپل لاس وکړې.
کله چي داود خان له ۱۹۵۳کال څخه تر ۱۹۶۳کال پوري د افغانستان صدراعظم و د شوروي اتحاد سره یې دنظامي وسلو یو ډېر قیمتي تړون وکړ. تر کومه ځایه چي زما پیادیږي د دې وسلو قیمت پنځوس ملیون ډالره و. پنځوس ملیون ډالره په هغه وخت کي افغانستان ته بېخي ډېري پیسې وې او دا فکر یې ونه کړ چي دا دونه پیسې به له کومه کیږي چي د دې وسلو قیمت په ادا کړي، نو مجبور سو ټولي خپله له شوروي اتحاد څخه په پور واخلي بېله دې چي د دې پور د اداکولو امکانات وسنجوي.
که څه هم چي د داودخان طرفدارانو ویل چي داودخان بله لار نه درلوده چي دا قرارداد ونه کړي، ځکه چي امریکا ته یې لاس ور اوږد کړ خو امریکا د رد جواب ورکړ. د امریکادا جواب هم ځانته علل او عوامل درلودل چي لوستونکی یې له بېلو بېلو خبري منابعو په تېره بیا له ګوګلز او نوري ټولنیزي میډیا څخه ترلاسه کولای سي.
خو یوه خبره چي د یادولو وړ ده هغه دا ده چي داود خان سوسیالیستي تمایلات ډېر درلودل او د شوروي اتحاد سره یې د نظامي اړېکو په ګډون د نورو اړېکو پراختیا غوښته چي له همدې کبله یې له هغه هیواد سره د نظامي وسلو د قرارداد په لاسلیکولو کي بېله دې چي د هغه عواقب په پام کي ونیسي ځنډ ونه کړ.
د دې قرارداد له مخي د شوروي اتحاد د قواو یا سره اردو لومړۍ جوپه وسلې په ۱۹۵۸ع ( ۱۳۳۷هجري شمسي ) کال کي افغانستان ته را ورسېدې. کله چي دا وسلې چي زیاتره یې نظامي ټانکونه، زغره لرونکي وسایل، ماشین ګڼ، هلیکوپتري او جیټ الوتکي وې کابل او د هیواد نورو لویو ښارونو ته را ورسېدلې، خلک له کورونو څخه ورته را ووتل چي ننداره یې وکړي.
زما نیکه محمد انور خان اڅکزی چي په دې وخت کي په عمر تر نوي کالو اوښتی و هم د نندارې لپاره له خپل کور څخه ور وتلی و، خو کله چي بیرته کورته راغی چندان خوشحاله نه ښکارېدی او ویل یې چي اوس خو زموږ خلک خوشحالي ورته کوي، مګر زه چي ورته ګورم یو وخت به دا وسلې خپله پر موږ باندي استعمالیږي.
هغه دا خبره یوازي د خپل احساس له مخي نه کوله، بلکي د مرکزي آسیا له هیوادونو سره د روسانو د اړېکو او یرغلونو په اساس یې کوله. په خاص ډول هغه د بخارا حال ته کتل چي څه ورپېښ سول.
په ۱۹۲۲ کال کي د شوروي اتحاد د جمهوري دولت له منځ ته راتګ څخه وروسته پر دغه کوچني ملک باندي د شوروي اتحاد د حملو او یرغلونو له کبله په ډلو ډلو بخارایانو افغانستان ته پناه راوړې وه. په هغوی کي محدود شمېر کندهار ته هم راغلي وو او د کندهار خلکو یې ښه هرکلیوکړ. ځینو شتمنو کسانو د هستوګني ځایونه ور کړل. په دغو کسانو کي یو زما دغه نیکه و.هغه د کندهار د ( بي بي حوا ) په کوڅه کي دوه کورونه درلودل او د یوه کور د سر خونه یې چي موږ بالا خانه ورته ویل او د ژوند کولو ترتیبات یې برابر وو دوو تنو بخارایي مهاجرو ته چي مېړه او ماینه وو وړیا وسپارله. دواړه په عمر زاړه سوي وو. د هغوی راتګ زما نه پیادیږي، خو وروستي وختونه یې کله چي زه یوڅه لوی سوم ډېر لږ را پیادولای سم. دواړو تر ډېر وخت پوري په دې ځای کي ژوند وکړ. داسي سول لکه زموږ د کورنۍ غړي چي وي. موږ به « قاري صاحب » او« عمه ببو » بلل. عمه ببو به له خپلي بالا خانې څخه را کښته سوه، زما له اناګانو سره به یې په فارسي ښه تود مجلس وکړ، او نیکه به مي د قاري صاحب د مجلس لپاره د هغه بالا خانې ته وروخوت او د بخارا او سیمي د حالاتو په باب به یې پوښتني ځني کولې. د قاري صاحب له مجلس څخه هغه ته دا ښه معلومه سوې وه چي د روسیې کمونیستي قواو د مرکزي آسیا هیوادونه څنګه ونیول ـ داسي لکه افغانستان ته چي راغلل ـ اول یې وسلې ور شوه کړې او بیا یې عسکر ور واستول.
دلته دا سوال پیدا کیږي چي داود خان د یوه دولتي مشر او « پاخه سیاستمدار » په توګه څنګه د خپلو ګاونډو هیوادونو حال ته ونه کتل، په لوی لاس یې خپل هیواد د ښامار خولې ته ور واچاوه او نتیجه یې موږ ولیده چي خپله ده ته څه ور پېښ سول او وطن د څه حال سره مخامخ سو؟ ده ته د ۱۹۷۸ کال د اپریل په ۲۷مه د خلقیانو له خوا کودتا وسوه او د خپلي کورنۍ د غړو سره د هغو جنګي الوتکو په بمباریو کي ووژل سو چي له شوروي اتحاد څخه یې رانیولي وې.
داود خان د خپلي واکمنۍ په وخت کي یوه بله لویه اشتباه هم وکړه او هغه د پخواني صدراعظم محمد هاشم میوندوال وژل وو. میوندوال د هیواد یو نامتو سیاستمدار، ملي شخصیت او د سپېڅلي عقیدې خاوند انسان و. د هغه په اعدامولو سره داود خان ته داسي یوه توره لکه پاته سوه چي د ژوند تر پایه یې پاکه نه کړای سوه او لا به ور پاته وي.
دا هم یو اوږد بحث دی او زیاته څېړنه غواړي چي داود خان ولي میوندوال د هغو کسانو په لاس چي په حقیقت کي د ده خپل لاس او « ګل لاس » و وواژه؟ که یې په دې « ګناه » وژلی وي چي د میوندوال سیاسي دریځ امریکا او لوېدیځو هیوادونو ته نژدې والی او له شوروي اتحاد او کمونیستي نړۍ څخه لیري والی و، په داسي حال کي چي داودخان له کمونیستانو سره دوستي پیل کړې وه، نو دا خو دونه غټه ګناه نه وه چي په هغې سره دي د هیواد دغه ستر شخص اعدام کړای سي.
دلته زه د شهید میوندوال سره د لیکوال زمري محقق د مرکې یوه برخه را نقلوم. محقق صاحب دا مرکه په خپل کتاب کي چي عنوان یې دی « د پښتنو د شجرې تاریخي ریښې » چاپ کړې ده. په دې مرکه کي د شهید میوندوال ملي او سیایي دریځ په ښه توګه څرګند سوی دی.
محقق صاحب لیکي:
« ما مرحوم میوند وال ته دا پوښتنه طرحه کړه چي نن ورځ نړۍ پر درو برخو ویشل سوې ده: امپریالیستي نړۍ، سوسیالیستي اردوګاه او د دریمي نړۍ د ودي په حال کي هیوادونه ( د آسیا، افریقا او لاتیني امریکا هیوادونه ). تاسي ته معلومه ده چي د دریمي نړۍ هیوادونه په یوازي ډول نه سي کولای چي په تېره بیا په اقتصادي ډګر کي پرته د نړۍ د نورو پرمختللو صناعتي هیوادونو له مرستي څخه پر خپلو پښو ودریږي، ځکه نو د افغانستان په شمول پرمختیایي هیوادونه د پرمختللو صناعتي هیوادونو مرستي ته اړ دي. له همدې امله ځیني هیوادونه د شوروي اتحاد سره نژدې اړیکي لري او د هغوی له مرستو څخه ګټه اخلي، ځینو بیا له سرمایه داري هیوادونو سره اړیکي ټینګي کړي دي، نور یې بیا د چین په مرستو تکیه دي، نو یو ګوند هم داخلي پالیسي او هم بهرنۍ پالیسي لري. ستاسو د سوسیال دیموکرات ګوند په مرام کي دغه خارجي پالیسي له کومو هیوادونو سره پر نژدې اړېکو تکیه ده او یا کوم هیوادونه باید د هیواد د عام المنفعه پروژو په تطبیق کي مرسته وکړي؟
مرحوم میوندوال په ډېره آرامه لهجه په دغه هکله زیات تفصیل راکړ خو د خبرو خلاصه یې دا وه چي زموږ خارجي پالیسي آزاده او مستقله ده په هیڅ یوه هیواد پوري ځانونه نه تړو. له ټولو شتمنو او پرمختللو هیوادونو څخه د مرستي غوښتونکي یو. »
لکه چي مخکي وویل سول د داود خان کودتا ډېري ستونزي را پیدا کړې او هیواد یې د زیاتو کړاونو سره مخامخ کړ چي له منځه وړل یې د افغانستان بې وسه ولس ته ډېر سخت وو.
خو دا هم باید وویل سي چي داود خان د وطن او وطنوالو لپاره ځني مهم او ګټور کارونه هم کړي دي چي تر ټولو مهم یې د ښځو مخ لڅي او آزادي وه چي تاریخ پر هغې باندي سترګي نه سي پټولای. د دې پرېکړي او د هغې د عملي کېدو په نتیجه کي ښځي له خپلو کورونو څخه را ووتلې، ښوونځي او پوهنځي یې ولوستل او د نارینه و په شان یې په دفترونو کي په کارونو پیل وکړ.
( دا هم یو لوی فصل و باب دی خو زما د دې تبصرې موضوع نه ده. )
دا یوازي داود خان نه و چي ملک یې د ډېرو نا آرامیو سره مخامخ کړ. له هغه څخه وروسته هم هر څوک او هر حکومت چي راغلی دی له ولس څخه یې مخ اړولی او د ځان غم یې خوړلی دی.
موږ ولیدل کله چي خلقیانو د ۱۹۷۸ کال د اپریل په ۲۷مه داود خان ته کودتا وکړه او هغه یې وواژه او د ملک واک اختیار یې ترلاسه کړ د قدرت ساتني هوا او هوس له حاله وایستل او په دې شعار چي « زموږ جګړه عادلانه ده » د ولس سره په جنګ جګړو اخته سول او مشر یې نور محمد تره کي ځان د افغانستان ستر مشر وباله، خو مرستیال یې حفیظ الله امین پر را پورته سو او په یوه دسیسه کيیې وواژه. حفیظ الله امین هم ډېر وخت پاته نه سو او په ۱۹۷۹کال کي د پرچم د ګوند د مشر ببرک کارمل له خوا کودتا ور ته وسوه او ووژل سو.
دوی ویل مترقي زموږ مفکوره ده په دې لار کي مو جګړه عادلانه ده خو ولس هم توپکونه ورته ډک کړل ویل نه هره جګړه جابرانه ده
تر دې وروسته د مجاهدینو او طالبانو د « حکومت » وار را رسیږي. دوی که څه هم چي جلا جلا راغلل او ما باید « حکومتونه » بللي وای خو څرنګه چي د دواړو ترمنځ په مفکوره کي کوم خاص توپیر نه لیدل کېدی او د یوه نظر خاوندان وو نو ما « حکومت » وباله.
مجاهدینو د خپلي خاصي اسلامي عقیدې په درلودلو سره واک اختیار تر لاسه کړ او داسي یې وښوول لکه له خلقیانو او پرچمیانو څخه د غچ اخیستلو لپاره چي راغلي وو. هغوی د ۱۹۹۶ کال د سیپټمبر په ۱۷مه د افغانستان د دولت مشر ډاکټر نجیب الله ځای پر ځای وواژه ، خپل حکومت یې تاسیس کړ او ډېر نور مړي یې هم وکړل. او طالبانو د ملا محمد عمر په مشري بېله دې چي د هیواد د آبادۍ چارو ته پام واړوي نه یوازي دا چي ډېرخلک ووژل، بلکي هغه څه چي په تاریخ کي را پاته وو د هغو تباه کولو ته یې هم ملا وتړله. بیا هم « خپله لاسه ګله لاسه » دا تباهکارۍ او قتلونه د چا په لاس وسول ؟ دا خو د طالبانو د لومړي حکومت په وخت کي د هغوی په خپل لاس او په « ګل لاس » وسول. د دې تباهکاریو یو ښه مثال په بامیان کي د بودا د سترو مجسمو تباه کول وو.
نیویارک ټایمز ورځپاڼي د ۲۰۰۱ کال د مارچ د میاشتي په یوه ګڼه کي د ملا محمد عمر له قوله داسي ولیکل: « مسلمانان باید وویاړي چي موږ بتان تباه کړل. »
دوی د خلکو د نجات لپاره راغلل خو قتلونه یې ډېر وکړل بیرته ولاړل لا یې وژني بېدریغه وایي دا چي د نجات لپاره دا را ته روا سول
د طالبانو له لومړي حکومت څخه وروسته د دیموکراتیک جمهوریت وار سو. په امریکا او اروپا کي یو څو تنه ټیکنوکراټ افغان مهاجرین د امریکا او ناتو د نورو هیوادونو د حکومتونو په پوست ور ننوځي، په افغانستان کي د طالبانو د حکومت د ړنګولو او پر ځای یې د دیموکراتیک جمهوریت د تأسیسولو سلا مشورې ورکوي.امریکا هم په ۲۰۰۴کال کي د حامد کرزي په مشري لومړنی جمهوري نظام منځ ته راوړي او حامد کرزی له ۲۰۰۴کال څخه تر ۲۰۱۴کال پوري د انتخاباتو له لاري د افغانستان د جمهور رئیس په توګه واک اختیار ترلاسه کوي.
موږ ولیدل چي دې نظام هم څه چي لازم وو ونه کړل. حامد کرزی لس کاله د افغانستان جمهور رئیس و. هغه او ملګرو یې په دې لسو کالو کي د افغانستان لپاره ډېر ګټور کارونه کولای سول، په خاصه بیا په داسي حال کي چي د امریکایي ډالرو سېلونه ورته را روان وو. خو حکومت او چارواکو یې د دې پر ځای چي له دغو ډالرو څخه مثبته ګټه واخلي او د هیواد زیربناو ته پام واړوي د جګو جګو ماڼیو، لوی لوی مغازو او مارکېټونو په جوړولو پیل وکړ او دا تبلیغ هم پسې شروع سو چي وګورئ د امریکا په سویه مو مارکېټونه درته جوړ کړل. موږ ولیدل چي دغو نوو چارواکو چي د وطن د ودانولو وعدې یې کړي وې د ډالرو را غونډولو ته سترګي ونیولې، هم یې امریکا او اروپا ته ښه ډېر ډالر ورسره راوړل او هم یې په افغانستان کي ځان ته دنګي دنګي ماڼۍ جوړي کړې.
د کرزي له حکومت څخه وروسته کله چي اشرف غني احمد زی په ۲۰۱۴کال کي د هیواد جمهوررئیس سو او د عبد الله عبد الله سره یې ګډ حکومت جوړ کړ هم حالت بدل نه سو، بلکي د حامد کرزي تر حکومت نورهم پسې خراپ سو، ځکه چي په دې وخت کي هیواد د دوو واکمنانو ـ اشرف غني احمد زي او عبد الله عبد االه او د دوي د طرفدارانو تر منځ په دسیسو کي ایسار و. اداري فساد خپل اوج ته ورسېد اود پیسو په را غونډولو کي له څو محدودو کسانو پرته د چارواکو ترمنځ سیالي را پیدا سوه چي دې سیالۍ د ملک وینه وځبېښله. دا څنګه بولئ؟ دا هم د بل لاس بولئ؟ دا ټولي پیسې په بل لاس د چارواکو بانکي حسابو او جېبو ته ولوېدلې نه د هغوی په خپل لاس او په « ګل لاس؟ »
ور رهي سول چي وطن ودانوي له کوکنارو څخه مځکي پاکوي خو وداني یې ماڼۍ کړې ځان لپاره د کوکنارو مځکي هم ورخپلوي
د دیموکراتیک جمهوریت د واکمنانو د زیات فساد او رشوتخورۍ، یو بل ته د دسیسو کولو او نورو کمزوریو له کبله حکومت ناکامه سو چي دې کار طالبانو ته ښه موقع برابره کړه چي بیا افغانستان ته راسي، خو دا وار په ډېر زور او منظمه توګه. هغوی د خپل دوهم حکومت د جوړېدو په وخت که څه هم چي عمومي عفوه اعلان کړه خو هغه یې تطبیق او عملي نه کړای سوه او د خپل لومړي حکومت په شان یې خپل ډېر مخالفین او دښمنان ووژل یا یې بندیان کړل. داسي ښکاري چي هغوی دا وار هم د کوم خاص پلان او آجندا سره نه دي راغلي، له دنیوي چارو څخه یې مخ اړولی دی خو د دنیا مرستو ته یې سترګي نیولي دي. دا نو نه سي کېدلای.
دا خبره هرڅوک مني چي کوچني هیوادونه د لویو هیوادونو له خوا استعمار او استثمار سوي دي او سترو هیوادونو ډېري ګټي ځني ترلاسه کړي دي، خو موږ وینو چي دغو استثمار سوو هیوادونو چي د خپل سرنوشت خاوندان سوي دي تر زیاتي اندازې خپلي نیمګړتیاوي پوره کړي دي او تر ابده هرڅه پر پردي لاس نه اچوي، برعکس د خپل تېر استعماري او استثماري حالت څخه یې ګټه اخیستې او د پرمختګ پرلار روان سوي دي. ځینو خو لکه چین او هند د نړۍ د سترو هیوادونو دریځ ته ځانونه رسولي دي.
په درناوي
طاهر اڅکزی