مقالې


استرالیا کې د پناه غوښتونکو د ازادۍ لپاره لاریون ترسره شو

د «توقیف پای ته ورسوئ او پناه غوښتونکي ازاد کړئ!» تر شعار لاندې دغه لاریون د مۍ میاشتې په دیرشمه د استرالیا د زده کوونکو د چاپیریال شبکې لخوا ترسره شو، چې څه دپاسه ۴۰ د سپرلۍ موټرې پکې د (ویلاووډ) مهاجرت توقیف مرکز مخته درول شوې وې. د استرالیا د پناه غوښتونکو د عمل ایتلاف په یوه بیانیه کې ویلي چې د یاد لاریون په تنظیم او ترسره کولو کې یې د زده کوونکو د چاپيریال شبکې سره ملاتړ درلوده.

14.06.2020 خوشحال صافی

په کالیفورنیا کې د ایران د اخوندانو کړنې وغندل شوې

لږې اوبه راکړه وسوځیدم، د افغانانو ژوند هم ارزښت لري، مړه دی وي مذهبي فاشستان،‌ مونږ د خپلو سوځیدلو ورونو لپاره عدالت غواړو. دا هغه شعارونه وو چې نن په لسګونو افغانانو چې اکثره یې نوي کډوال، د پوهنتونونو او کالجونو محصلین او محصلانې او یو تعداد سپین ږیري وو، د کالیفورنیا د پایتخت سکرمنټو په ښار کې د ددغه ایالت د ګورنر( والي) د ودانۍ په وړاندې زمزمه کول. د هرات، مزار،‌ پروان او بامیان په ګډون، د هیواد د اکثرو سیمو او ژبو افغانان او د لسو په خواو شا کې تورپوستې امریکایې میرمنې هم دی سوله ایزې غ

14.06.2020 فرهاد ځدران

ایران سره مو فرهنګی او آبی جګړه ده

ملی فرهنګ یعنی ملی وثیقه، هویت، شناسنامه او پیژندنه. دا ټول د یوه ملت لپاره ډیر مهم دی، تر ژوند هم لا مهم دی او آب(اوبه) خو؛ آبرو ده. له قاجاریانو اوګرګینینانو نیولی، تر صفویانو اوبیا د رضا شا له وخته تر اوسه ایران هڅه کوی چی خپل فرهنګی امتیاز او برتری پر موږ وتپی. په پخوانی پارس(اوسنی ایران) کې دغه ټول نظامونه او فاشیستان آن خپل ملت ته هم لوی ماتم او مصیبت وو. دوی کله سیدجمال الدین افغانی هم خپل ګڼي او ټول افغانستان دپارس یوه برخه بولی، بیا ځان په غلطه خراسان کړی او افغانستان دخراسان یوه برخ

14.06.2020 عقیل احمد راسخ

انګریزان د میوند او مکناټن انتقام اخلي

که له یوی خواه زموږ ویاړمند تاریخ د غازی وزیر محمداکبرخان، ایوب خان، میربچه خان او لسګونو نورو غازیان، ښاغلو او د افغان ساتني له نوموتو او مبارکو غورځنګونو، انقلابونو او حماسو ډک ده، په مقابل کې زموږ د دښمنانو، د انسانیت د ښیرازۍ د بدخواحانو او د اسلامي امت د عزت د ورځی د قسم خوړلیو مخالفانو تاریخ هم د غچ، انتقام، کیني، نفرت، شرارت او فتني له بوږنونکو کیسو او روایتونو مالامال ده. دوی د موهن لال کشمیری پر څیر د فساد پیشوو مخبرانو، اجنټانو، خبرچینانو او جاسوسانو پر څیر پرون د عبدالله خا

14.06.2020 قاضي نجیب الله جامع

موږ کومې خوا ته روان یو او څه کوو؟

په اوسني حکومت کې د پلان، همغږۍ او سازماندهۍ نه شتون او په خپل سري تر وروستي بریده رسېدلې ده. د حکومت ټول کارونه پر غونډو، خبري کنفرانسونو او په ټلویزوني خپرونو کې محدود شوې دي او بس. د حکومتي مسوولینو په خبرو کې تناقض لکه لمر روښانه دی؛ وزیر مو یو څه وايي، معین بل څه، والي له قرنطینه غږېږي، وزیر یې د لغوه کېدو خبره کوي، د بېړنیو حالاتو کميټه خلکو سره د مرستو سندرې وايي ښاروالۍ بیا خلکو ته د مرستو درېدو اعلان کوي، وزیر مو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو موضوع رابرسېره کوي، مرستیال

14.06.2020 خوشحال آصفي

د ولسمشر او موسکا نجیب له څرګندونو نه ښای سواستفاده وشي!

له هر څه مخکې باید هېره نه کړو چې د پخواني ولسمشر دوکټور نجیب الله په وړاندې پخواني کودتاچیان نن هم د ولسمشر اشرف غني د واک چپه کولو لپاره په کافي امکاناتو د هغه تر شاوخوا په کمین کې دی او له بهره هم طالبان د پخوانیو مجاهدینو په نقش کې د ولسمشر غني په مشرۍ د مرکزي حکومت په وړاندې د موقت حکومت او نورو پلمو په بڼه په توطیه کې دي. نننی کړکېچن سیاسي چاپیریال چې ولسمشر غني يي مدیریت کوي په ډېرو نښو او علامو سره، هغه چاپیریال ته ورته ښکاري چې د ۹۰ لسیزې په پیل کې يي مدیریت پخواني ولسمشر دوکټور نجیب

13.06.2020 سرلوڅ مرادزی

طالب او جميعت

كله چه طالب ئی رانسکور کړی ، نو بازي د جمیعت و لاس ته ولوېدل ، او د قدرت انتقال ته په خلاص لاس و ایله سو ، او د سیاسي قدرت داخستلو او ساتلو له پاره ئي ډېري غټي مختبیلې ټکوهلې ، او داسي فکر يي کولی چه دا کوچنۍ دره او کم نفسوس به دا لویه د امپراتورانو هدیره به د ځان کړي ، او د چپنمآب  صاحب (نه سياسي قدرت أو نه ئې د توپک قدرت ) له بېوسۍ نه ئې سوء استفادې وکړه ، هره خوا ئې تر ګنډه وکښل ، او شخ شخ برېتونه هري خواته پورته کښته کېدل ، داچه سیاسی قدرت ته ورسېد ، دوهم قدم ئې داسي واخستلی چه : چه د کاب

13.06.2020 Karim Halimi

ظالم انسان

یو ځل د زمری په نظر کې یوه پیشو راغله راویې غوښته او پوښتنه یې ور نه وکړه چې ستا شکل او څېره بیلکل زما په شان دی لیکن جسم او قد دې ډیر وړوکی دی دا څه علت دی ؟هغه وویل داداجانه !زه په اصل کې ستاسو خاندان سره اړیکی لرم خو داظالم ، کم بخت ، په نفس سپور،او مغرور انسان دی چې مامروړی اوزه یې دومره باریکه کړې یم زمری لکه د پیمان ناتو لوده ستولتن بیرګ به قهر شواو ویې ویل زه همدا اوس انسان ته ددې ظلم خوند ورڅکم راځه ماسره لاړه شه او انسان راته وښیه. پیشو په کافی اندازه دانسان خواص بیان کړل چې انسان ډی

13.06.2020 ع.شریف زاد

دریمه برخه ؛ آیا خدای ممکن دی؟

  لومړني انسانان:  انسانانو کې د خدای د تصور په هکله سوچ هم له یوه اوږده تکاملي دور تېر دی او لا هم د تکامل حالت کې دی. له سیند، سپوږمۍ، لمر او ستورو واوښت او د آسمان د پاسه یې بللو. پخوانیو انسانانو فکر کولو چې اسمان یو چت دی او خامخا خدای ددې د پاسه دی ځکه لوی باچا باید پاس وي. د ابراهیمي ادیانو متنو کې هم اسمان چت یاد شوی او په نا لیدونکو ستنو ولاړ دی. حقیقت دادی چې اسمان م

13.06.2020 ګهیځ ریښتین

اعتماد او باور

د يوه شخص د تیارۍ او امادګۍ اندازه چې څومره د بل شخص (يا ډلې ، سازمان ، ادارې او دولتي اورګانونو) خبرې ، ادعا او اظهارات ورته د منلو او اعتبار وړ دي اعتماد بلل کيږي . هر څومره چې ديوه شخص د تيارۍ او امادګۍ دا اندازه د بل (شخص ، ډلې ، سلزمان او دولتي اورګانونو ) د اظهاراتو دمنلو او معتبر ګڼلو دپاره زيات وي په همغه اندازه د اعتماد کچه هم لوړه او اعتماد کوونکي مقابل لوری د خپل حمايت او تائيد وړ ګرځوي. په ټولنه کې د سولې ، ثبات ، ترقۍ او سوکالۍ د راتلو او استقرار له پاره د ټولنې د افرادو

13.06.2020 د،ب،هيښ

که د مثبت بدلون هڅه ونکړو نو دا وړۍ نه شړۍ کيږي!

شک نشته چې ديني عالمان زمونږ د ټولنې د اروايي رنځونو معالجين او هغه قشر ده چې زمونږ په عنعنوي مذهبي تولنه کې ورته تر هر چا زياته پاملرنه او درنښت کيږي. په اسلامي هېوادونو کې بالعموم او په افغانستان کې بالخصوص له هر چا سره، په هره برخه کې هر ډول مخالفت د توجیه وړ ده، خو د محراب او منبر له ادرس څخه د شوې خبرې مخالفت جرم او ګناه ګڼل کېږي. مګر ديني علماو ته دغه درنښت او احترام يوازې د عام ولس په منځ کې شتون لري. دربارونه او د واک په ماڼيو کې ناست خلک له دغه قشر سره يوازې د اړتیا د پوره کولو لپاره

12.06.2020 عبدالوحید وحید

ایران او افغانستان روابط

افغانستان او ایران دوه گاونډی اسلامی هیوادونه دی، خو یو یی له امریکی سره تاوده او بل یی ډیر ساړه مناسبات لری، له بلی خوا افغانستان کورنیو جگړو سخت ځپلی، مگر ایران د لومړنیو اړتیا وړ اجناسو، درملو، کرنیزوتوکو، تخنیک او گڼ شمیر ضرورتونو له پلوه نسبتاً په خپل ځان متکی دی. همدا اوس گڼ شمیر افغان مهاجر ایران کی دی او ډیر افغانان د بیکاري او بیوزلی له امله غواړی د ایران له لاری د قاچاقبرو په واسطه اروپایی هیوادو ته ورسیږی. له بلې خوا افغانانو ځینی وخت کی بهرنیو هیوادو او له هغی جملی ایران کی داسې ت

11.06.2020 اسدالله پغمانی

امریکا به له چين څخه د خپلو تصديو د وتلو په نيت کې بريالۍ شي؟

امریکا به له چين څخه د خپلو تصديو د وتلو په نيت کې بريالۍ شي؟   دا هغه موضوع ده چې ځينې امريکايي سياستوال يې د ترسره کولو په لټه کې دي او په دې ليکنه کې له چين څخه د امريکايي تصديو د احتمالي وتلو د پايلو او په دې اړه چې آيا امريکايي شرکتونه به د چين لوی بازار پرېښودو ته چمتو شي؟ بحث شوی. ليکواله: زرينه؛ د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبرياله د امريکايي سياستوالو څخه د اقتصادي لارې ورکېدل:   والسټريټ ژورنال پدې وروستيو کې د  (( آيا امريکا له چي

11.06.2020 اندیښمن ځاځی

د یو ماده پرست (ګهیځ رشتیا) او یو مسلمان (طاهرثابت) له لیکنو زما خلاصه

{ د یو ماده پرست (ګهیځ رشتیا) او یو مسلمان (طاهرثابت) له لیکنو زما خلاصه} ګرانو د ټول افغان لوستونکو ! تاسو به داڅو اوونۍ د پورتنیو ۲ ښاغلو لیکنې لوستلې وي. البته د هرچا خپل نظر دی او خپل قضاوت؛ خو د یو پښتون،مسلمان او افغان په صفت سړی داسې لیکنو ته بیتفاوته نشي پاتې کیدای او ما د ټول افغان اوبسایټ چلوونکو ته هم په دې لیک کې لیکلی چې دغسې کفري،ملهدي،مشرکي او... لیکنو خپرولو ته څه حاجت؟ ؛ بیا دې خیر یوسي طاهر خان ثابت ساب چې ښه دیني،منطقي اوعلمي ځوابونه ېې ورته لیکلي ؛ خو هغه د خدای بی

10.06.2020 ډ. حمیدالله زړور ساپی

د لېنېن دوکتورین او د مسلمه امت د تاړاک اتلان

که لېنین اوس ژوندی وای، د خپلو پلیدو نظریو د اثبات لپاره به یې د افغان مجاهدینو د وحشت زرګونې بېلګې راوړلې چې دین یا مذهب د څومره بدبختیو لامل ګرځي۔ همداسې به یې نړیوالو ته د لوېدیز امپریالېستانو د پروژو او کرایي قاتلانو ناولې څېرې بربنډولې۔ په بشپړ باور چې د هرې خبرې لپاره به یې یو لاسوند (ثبوت) وړاندې کوه او په بپشړ باور چې د لاسوندونو له کمښت سره به نه وای مخ شوی۔  دا دي د لېنېن له مرګه څخه کابو شپږ نوي کلونه تېرېري، خو د ده یوه او بله وینا یا سیاسي او نظامي دوکتورین په ډېرو اسلامي

10.06.2020 محمدکریم نور

دحج فرضيت، فضيلت، شرطونه اواحکام

داسلام تشریعي اساسات ! (د حـــج فرضیت ،فضیلت ،شرطونه او نور اړوندمسایل ) مفتي فضل هادي (سالک) مشهور محقق اودحنفي مذهب خور انوموتی عالم (علامه زین ابن نجیم ) رح دکنزالدقایق په څیړیزه شرح(البحرالرایق )لومړي جلدکې داسې کاږې چې :(اعلم ان مدار الدین متعلق بالاعتقادات والعبادات والمعاملات والمزاجر والآداب ......)دحنفي فقه ددې علامه دڅیړنې په بنسټ داسلامي دین ګردې چارې پدې پنځوبنسټونو راڅرخي ،چې هغه عقاید،عبادات معاملات ،عقوبات یاحدود او آداب دي ،زین ابن نجیم رح ددې اجمال دتفصیل پر وخت ک

09.06.2020 مفتي فضل هادی (سالک)

ځيني اذکار سره د هغوی فضيلتونو:

🌹بِــسْــمِ اللّٰهِ الـرَّحْـمٰـنِ الـرَحِـیْـم 🌹 د ذکر مينه والو لپاره په زړه پورې ډالۍ! خپله دنيا او اخرت ښايسته کړئ! ځينې اذکار سره د هغوی فضيلتونو: .................................................................................... ★★(1)- (سبحان الله و بحمده ) ۱۰۰ ځله★★ *خضرت ابوذر رض فرمايي چې حضور ص وفرمايل: چې زه تاته داسې کلمې ونه ښايم، کومې چې الله تعالیٰ ته د ټولو نه ډېرې خوښې دي؟ ما عرض وکړ، تاسو ماته هغه کلمې وښايئ، کومې چې دالله تعالی خوښې دي· حضو

09.06.2020 عمر قانت

مؤمنان څوک دي؟

مومنان څوک دي؟ --- راځئ سم مؤمنان شو! *👈الله سبحانه و تعالی د قران کريم په "۲۳-ام" سورة کې (سورةالمؤمنون) کې د ۱-اول نه تر ۱۱-ام ايتونو کې وايي چې: مومنان هغه خلک دي چې بریا یې نصیب شوه او بیا د بریا لاسته راوړلو لپاره چې څنګه بریالي شول د مومنانو صفات بیانوي:⬇ قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ - سورة المؤمنون - ایة - ۱ ژباړه: په تحقیق سره (په باوري ډول) هغو مؤمنانو برى موندلى دى: الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ - سورة المؤمنون - ایة - ۲ ژباړه: (چې) په

09.06.2020 عمر قانت

مساوات وعدالت اجتماعی

• یا ایها الناس انا خلقنکم من ذکر وانثی وجعلنکم شعوبا وقبایل لتعارفوا ان اکرمکم عندالله اتقکم ان الله علیم خبیر. صدق الله العظیم ---------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------- هنوزهیچ نهاد دموکراسی ، حقوق بشر، فعالان مدنی وکار شناس سیاسی تفرقه افگن ، تکنالوژی ، هیاهو وهاهای بشر درک نداشت که خداوند (ج) بدون سانسور وت

09.06.2020 ع.شریف زاد

د مسلمانو په ضد د بیدینه ملحد د بی منطقی په هکله

    ګهیځ او که توره شپه په مسلمانانو مسخری کړی. هغه خپله بی منطقی د منطق تر نامه لاندی لیکلی: سره لدی چه د خپلی بیدینی دلیل یی سم نده ویلی بیا هم په سپکه د خدای نوم یادوی او د اوسنی استعماری جنګ پړه په خدای او اسلام ور اچوی. دا د ده بی عقلی او یا فریب ده چه دا کار کوی. د خپل دین ایدیالوژی او کلچر او د خپلی خاوری نه دفاع تنها د مسلمانانو کار ندی. دا بیدینه او بادیانته خلک ټول کوی. اوس چه دولت د امریکایانو په روپو چلیږی، اساسی قانون اسلامی جمهوریت وایی خو بیا دیموکراسی ا

08.06.2020 طاهر ثابت

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more