بګرام د معاملې ندی
بګرام ته دامریکا بیا راتګ که دهرې معاملې پر اساس وشي عام افغانان یې اشغال بولي او تاریخ ثابته کړې ده چې افغانان په خپل وطن کې د هر بهرنې نظامي حضور سره حساسیت لري او دا ورته هیڅ د منلو نده .
امارت اسلامي دې هم په دې برخه کې عام افکار په نظر کې ونیسي او دباګرام پر سر دې له معاملې څخه ځان وساتي که څه هم طالبانو له امریکا سره د باګرام پر سر هر ډول خبرې او معمله رد کړې ده .
زموږ باور دادی چې ژالبان به هیڅکله په افغانستان کې بهرنی نظامي حضور ونه مني .
د بګرام هوايي ډګر نه یوازې یو ساده نظامي اډه ده، بلکې یو ستراتېژيک، استخباراتي، او سمبولیک مرکز دی، چې د افغانستان په جنګ او سیاست کې خورا مهم رول لري. د دې اهمیت نه یوازې افغانان، بلکې نړیوال ځواکونه هم درک کړی دی.
د بګرام هوايي ډګر (Bagram Airfield)، چې د افغانستان په پروان ولایت کې موقعیت لري، د افغانستان د معاصر تاریخ له خورا مهمو او ستراتیژیکو نظامي تأسیساتو څخه شمېرل کېږي. د دې هوايي ډګر فوځي اهمیت لاندې مهمو ټکو کې راځي:
۱. ستراتېژيک جغرافیایي موقعیت
بګرام هوايي ډګر د افغانستان په مرکزي برخه کې موقعیت لري، نږدې د کابل شمال ته، چې دا ځای هغه ته مهم جغرافیایي ارزښت ورکوي. دا ځای د دې وړتیا لري چې د افغانستان شمال، ختیځ او مرکز ته نظامي عملیات تر سره کړي.
۲. د نړیوالو ځواکونو اساسي اډه
د ۲۰۰۱ کال وروسته، کله چې امریکا او ناټو افغانستان ته پوځیان واستول، بګرام د دوی تر ټولو ستره او مهمه نظامي اډه وه. د امریکا پوځ له همدې ځایه خپل زیاتره عملیات پلان او تطبیق کړل.
۳. هوایي ځواک ته لاسرسی
بګرام پراخ او عصري هوايي باندونه (Runways) درلودل، چې درنې الوتکې لکه C-130، C-17 او نورې نظامي الوتکې پکې کښیناستل او الوتنه یې کوله. همداراز، دا هوايي ډګر د بېپيلوټه الوتکو (Drones) د عملیاتو مرکز هم و.
۴. لوژستیکي او استخباراتي اهمیت
بګرام نه یوازې د پوځیانو د ځای پر ځای کېدو مرکز و، بلکې لوژستیکي، طبي، او استخباراتي مرکزونه هم پکې جوړ شوي وو. دلته د پرمختللو څارنیزو وسایلو، معلوماتي سیسټمونو، او د بندیانو لپاره توقیفځایونه هم موجود وو.
۵. اقتصادي او محلي اغېزې
د بګرام شاوخوا سیمه د دې اډې له کبله پراخه اقتصادي وده وکړه. زرګونه افغانان په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له دې اډې سره کار کول، چې دا یې د سیمې د اقتصاد لپاره مهمه منبع وه.
۶. سیاسي سمبول
بګرام د بهرنیو ځواکونو د حضور یو نښه ګڼل کېده. کله چې امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال په جولای کې له بګرامه ووتل، دا پرېښودل یو مهم سیاسي پیغام هم و: د ۲۰ کلن ماموریت پای ته رسېدل
۶ / که اوس څوک اشتباه وکړي او باګرام په معامله امریکا یا چین یا روسیه ته ورکړي دا به د افغانستان لپاره یو بل ناورین وزیږوی افغانستان به د لوي قوتونو د جنګ ډګر وګرځې کیدي شي د دریم جنګ جهان د جنګ میدان هم شي .
حاکم نظام ته پکار ده چې باګرام په اړه له امریکا سره د هر ډول معاملې څخه ډډه وکړي .
که خدای مه کړه باګرام امریکا ته ورکړل شي افغانستان به بیا د جنګ په ډګر بدل شي .
امریکا له طالبانو سره د تعامل هیڅ علاقه نلري البته خپلې موخې تعقیبوې افغانانو پخوا هم دامریکا په دوستې کې تاوان کړی دی تقریبا شل کاله په دې وطن کې د امریکا د شتون له امله جګړه وه زرګونو بیګناه انسانان پکې ووژل شول وطن ویجاړ شوو نو پر امریکا بیا باور خورا زیاته تاریخې تیروتنه ده او هیڅ مسلمان افغان ته د منلو نده .