د نړيوالو اړيکو او دولتونو ترمنځ د متقابل درناوي اصل د نړۍ د ثبات بنسټ دی. هر هېواد د خپلواکو هېوادونو د حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او سياسي استقلال په وړاندې د درناوی کول خپل اساسي مکلفيت بولي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو، امنيتي عملياتو او سياسي تاوتريخوالي په رڼا کې دا پوښتنه رامنځته کېږي چې
آيا پاکستان د نړيوال قانون له مخې حق لري چې د افغانستان په خاوره تعرض وکړي، کلی او کورونه او ان د کابل ښار بمبارد کړي؟
که د نړيوال قانون، اسلامي اصولو او سياسي واقعيتونو له نظره وڅېړل شي، پاکستان هېڅ ډول قانوني، اخلاقي او شرعي حق نه لري چې د افغانستان په خاوره هر ډول نظامي اقدام ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو منشور چې نړیوال معتبر قانون دی وایی چې “ټول غړي هېوادونه د نورو هېوادونو د سياسي استقلال او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی ته مکلف دي او چې ... “هيڅ دولت نه شي کولای د بل دولت د ځمکنۍ بشپړتيا يا سياسي استقلال پر ضد د زور د کارولو ګواښ وکړي او يا دا کار ترسره کړي.” نو د افغانستان په خاوره د پاکستان هوايي او ځمکني عمليات د ملګرو ملتونو د منشور له موادو ښکاره سرغړونه ده.
د افغانستان په خاوره د هر ډول هوايي برید، د توپچي ګولیو یا ځمکنيو عملیاتو ترسره کول، د افغانستان د حاکميت ښکاره نقض دی؛ ځکه چې هر حکومت د خپلو پولو دننه د سياسي، نظامي او اقتصادي پرېکړو بشپړ واک لري او د هر بهرنی ځواک مداخله ورپکې په ملی حاکمیت تیری بلل کیږی.
د پاکستان دا ادعا چې د افغانستان په خاوره کې د “خپل ځان د دفاع” په خاطر حملې کوي، د ملګرو ملتونو د منشور د موادو له مخې غلطه ده. ددې منشور د ۵۱ مادې له مخې د یوه هېواد د ځان دفاع يوازې هغه وخت قانوني ده چې “يو هېواد تر وسله‌وال برید لاندې وي او دفاعي اقدام یې فوري، ضروري او متناسب وي.” تر اوسه هېڅ داسې باوري نړيوال شواهد نشته چې د افغانستان له خاورې د پر پاکستان منظم دولتي بريد شوی وي. نو د ځان د دفاع ادعا بې‌اساسه او یوه سياسي توجیه ده، نه حقوقي دليل.
پاکستان زموږ د اسلامي او ګاونډی هېواد په حیث د شريعت له مخې هم دا جواز نه لري؛ ځکه چې يو مسلمان هېواد ته د بل مسلمان پر خاوره تعرض کول حرام، ظالمانه او د اسلامي امت د وحدت خلاف کار دی.
د افغانستان پر خاوره نظامي تیری نه يوازې د نړيوال قانون او اسلامي شریعت خلاف دی، بلکې د سيمې د ثبات لپاره هم خطرناک عمل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالي زياتوي؛ د ترهګرۍ د ودې لپاره زمينه برابروي او پاکستان هم د نړیوالې ټولنې لخوا منزوی کوي.
اوس چې د پاکستان نظامیانو دا سهوه کړې چې د افغانستان پر مختلفو ولایاتو او ان د کابل په زړه باندې یې یرغل او افغاني لوري هم غچ اخیستونکی اقدام کړی دی، د معضلې د حل ښه لاره د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي خبرو اترو او ډيپلوماتيکو لارو د اختلافاتو حل کول؛ د سرحدي امنيت لپاره د ګډ ميکانيزم جوړول؛ د ملګرو ملتونو يا اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) تر چتر لاندې د منځګړيتوب د هڅو پيلول او د سولې او تفاهم د پياوړتيا لپاره د دواړو هېوادونو د رسنيو، پوهانو او مدني ټولنو رول غښتلي کول دی.
لنډه دا چې د نړيوال قانون، اسلامي اصولو او سياسي منطق له مخې، پاکستان هېڅ قانوني، شرعي يا اخلاقي حق نه لاره او نه یې لري چې د افغانستان په خاوره تعرض وکړي. د پاکستان د نظامي تعرض په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوی یا زیاتې شوې دښمنۍ، بې‌ باورۍ او کړکېچ د ژورتيا مسئولیت د پاکستاني لوري پر غاړه دی. د سيمې امنيت، ثبات او پرمختګ هغه وخت ممکن دی چې د يو بل حاکميت ته درناوی وشي او د ګډو ګټو پر اساس متقابل احترام رامنځته شي.
۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵ کال