په وروستۍ نيمه پېړۍ کې په افغانستان کې بېلابېلې واکمنۍ رامنځ ته شوې دي، چې افغانستان يې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړی دی او له دې سره غبرګ په بهر کې افغان ديپلوماتيک مرکزونه هم له ګڼشمېر ستونزو او ګواښونو سره مخامخ شوي دي. وروسته د طالبانو له دويمځلي يا بيا راتګ سره او د لوېديز-اشغال له ختمېدو سره د افغانستان په ديپلوماتيک مرکزونو کې هم خپلسري او سليقوي چلندونه نور هم پیاوړي شول او له کنټروله ووتل. په دې څو کرښو کې به هڅه وشي، چې په بهر کې د افغان ديپلوماتيک مرکزونو فعاليتونو ته لنډه کتنه وشي.

د تاريخ پر ګواهي داسې ښکاري، چې له انګرېزه د خپلواک کېدو نه وروسته سردار امان الله خان په دېپلوماتيک برخه کې ګڼشمېر اقدامونه تر سره کړل، چې د هغه مهال د شوروي اتحاد لخوا د خپلواک افغانستان واکمني په رسمیت وپېژندل شوه، چې ولاديمير ايليچ  لېنن هم له افغانستان سره ديپلوماتيک او د ګاونډيتوب ارزښت ته په خپلو ويناوو کې ډېر ځله نغوته کړې وه. د شوروي د واکمني له پيله د افغانستان سفارت په مسکو کې خپل فعاليت هم درلود، چې افغان-ديپلوماتيک اړيکې د وخت پر تېرېدو سره تر ۶۰ ملکونو وغځېدلې او وروسته له دويمې نړيوالې جګړې افغانستان د ملګرو ملتونو او ډېرو نورو ديپلوماتيک جوړښتونو غړی هم شو.  

وروسته د امان الله خان د واکمني له سقوطه د امير حبيب الله کلکاني ۹ مياشتنۍ انارشي رامنځ ته شوه، چې د افغانستان په تاريخ کې يوه له وحشت او دهشته ډکه ملکولطوايفي ګڼل کېږي، چې د افغانستان پر ديپلوماتيک فعاليتونو يې هم منفي اغېز پرېښود، خو دغه ټولنيزه انارشي وروسته له ۹ مياشتو پای ته ورسېدله. د اعليحضرت محمد نادرخان او بيا د ملت د بابا مرحوم اعليحضرت محمد ظاهر شاه واکمنۍ افغانستان تر ۴۵ کلونو پورې په يو سولییز حالت او له نورو ملکونو سره په متوازن سیاست کې اداره کړ، خو له بده مرغه د کورنيو کشمکشونو په ترڅ کې مرحوم شهيد محمد داود خان د چنګاښ په ۲۶ نېټه يوه نظامي کودتا وکړه او د لومړني جمهوريت بنسټ يې په افغانستان کې کېښود، خو مملکت يې له نويو ګواښونو سره مخامخ کړ. 

د سردار محمد داود خان واکمني تر ۶ کلونو پورې وغځېدله، خو د سردار داود خان له کودتا وروسته يو شمېر نظاميان، مُلکې مشران، مسلکې او متخصصين د پوهاندي او جنرالي تر کچې بنديان شول او یو شمېر يې تريتام هم شول. سياسي اشخاص ترور شول، چې د مساوات د ګوند مشر ميوندوال وژنه د پرچمې منصبدار ازهر لخوا ته نغوته کېدلی شي. ډېر ځوان کودتاچي منصبداران په لوړو څوکيو وګومارل شول. له بد مرغه د سردار داود خان له واکمني سره غبرګ په افغانستان کې  د ګاونډیو او نورو بهرنيو استخباراتي کړيو فعاليتونه هم پياوړي شول او ديپلوماتيک مراکز هم د استخباراتو ښکار شول. 

د روسيې د (KGB) استخباراتي موسسې فعاليتونه هم په افغانستان کې پياوړي شول، چې د افغانستان ټوله جغرافيه يې تر پوښښ لاندې وه. د (KGB) يوهّ کارکوونکي واسيلي ميتروخين (Vasili Mitrokhin) په خپل کتاب «کې جي بي په افغانستان کې» د افغان کمونیستانو د ګڼشمېر جاسوسانو نومونه ليکلي دي، چې د (نورمحمد ترکي، ببرک کارمل، ډاکتر نجیب، مستنطق ازهر، باختري، سروري، ګلابزوی..... او ډېرو نورو) نومونه يې له مستعار نوم سره ليکلي دي، چې د باختري مستعار نوم ته يې د «رقاص» نغوته کړې ده. د حفيظ الله امين د غضب په ترڅ کې يې همدا ډول په کابل کې د شوروي له سفارته د سروري، ګلابزوی، مزدوریار او وطنجار پټ انتقال شوروي ته هم نغوته کړی ده، چې همدا ډول د سروري د موټر په ټولبکس کې تقریباَ تر ۳ لکو ډالرو موندل هم ياد شوي دي او نورې پيسې هم د شوروي د سفارت لخوا موندل شوې وې، چې ټولې شوروي اتحاد ته منتقلې شوې وې. ځېنې وايي، چې کمونيستانو غلا نه ده کړې، خو د غوايي له کودتا سره سم په ۱۳۵۷ کال کې له لومړنيو فرمانونو يې یو د لوړپوړو چارواکو د معاشونو تعينېدل وو، چې د رئيس دولت، لومړي وزير، وزيرانو، بيرويي سياسي، کومېتې مرکزي، واليانو لپاره د عاموتام واکمني سره له ۲ لکه تر دوه نيم لکه افغانۍ معاشونه وټاکل شول، چې هغه مهال يو ډالر په ۲۰ تر ۲۲ افغانۍ تبادله کېدلو، چې د یو مامور معاش له ۱۲۰۰ تر ۱۴۰۰ افغانۍ وو، نو قياص تاسو پخپله وکړی، چې کمونيستانو خپل معاشونه د کوم مملکت پر معيار ټاکلي ول. د دې تر څنګ په نويو مکروريانونو کې يوازې دولتي چارواکو، چې حزبي مخينه يا شاتينه يې درلودله د دې حق او واک درلود، چې په مکرويان کې کور واخلي، مګر آيا عادي خلکو هم په مکرويان کې کور اخيستلی شوی؟.‎ ځواب، هو! دی، ځکه وايي، چې (واسطه قانونه پايمال ميکند و پول سنګه آب ميکند!).

زه په ۱۳۶۴ يعنې ۱۹۸۵ کال په ډېر کم عُمر له افغانستانه ووتلم. ماته دولتي بورس د کانکور د نومرو پر بنسټ راکړی شوی وو، خو د لوړو زده کړو وزارت زما بورس د منتظرينو ليست ته ورټېلوهلی وو، تصادفي دعالي تحصیلاتو د وزارت د بهرنيو چارو رياست ته ورغلم، چې د بورس په اړه پوښتنه وکړم، خو ما ته يې د ببرک کارمل په واکمني کې وویل، چې زه سرحدي یم، نو د اقوام او قبايلو د وزارت په سهميه کې بايد خپل اسناد وګورم، هلته به زما اسناد پراته وي، دلته ستا بورس نه دی منلی شوی. زما تذکره يا پېژندپاڼه د هلمند ده، ځکه زه يې پر پښتونستانيانو ورګد کړی وم! هغه مهال له کراچۍ، ژوپ، چمن، پېښور او نورو سيمو ډېر پښتانه په افغاني پاسپورتونو سوسياليستي ملکونو ته د تحصيل لپاره تلل، نو زه هم د مرحوم ساربان له خبرو سره سم (ګل ګل ميري بود، بروبرو بود، من هم در همین بروبرو به شوروي رفتم!)، نو زه هم د (ايڼ شهر شهر خربوزه است و خر در بست شېر کار ميکنه!) له اصطلاح سره سم، لکه یو پښتونستانی شوروي اتحاد ته ولاړم. د دغه پېښې کيسه به بيا بل وخت مفصله وکړم، خو اوس به د دغو تورو کرښو لومړنۍ موخې ته راوګرځم. 

په تاشکند کې موږ محصلينو ۲ اونۍ تېرې کړې، ګڼشمېر افغانان يې د شوروي اتحاد په آسيايي ملکونو کې ووېشل او له اوزبکستانه نه د شوروي نورو آسيايي ملکونو ته ولېږدول شول. ما هغه مهال د شوروي اتحاد لخوا د محصلينو له مسوّله وپوښتل، چې ما څه وخت پوهنتون ته استوي، نو راته وويل شول، چې زما پاسپورت يوه نښه لري، چې بايد د شوروي اتحاد اروپايي ملکونو ته واستول شم! نو وروسته له دوو اونيو د سپتامبر په ۱۲ نېټه زه له يو شمېر نورو افغانانو سره په یوه ډېره لويه الوتکه کې د مسکو پر لور والوتلم. د سهار وختي په ۵ بجو مسکو ته ورسېدلو. هلته تر ۸ بجو منتظر شولو، خو پوليسو راته وويل، چې خپل سفارت ته ولاړ شو او هلته پوښتنه وکړو. موږ هم يو ټکسي په ۶ تنو ونیو، ټکسي کې د ۵ تنو اجازه وه، خو ټکسيوان روسی وو او موږ نابلده، نو له خندا يې وويل، چې خير دی راپورته شی، نو په دې ډول زه د لومړي ځل لپاره په مسکو کې د افغانستان له لومړني ديپلوماتيک مرکز سره مخامخ شوم. 

هغه مهال د افغانستان سفیر حبيب منګل وو، لومړی سکرټر يا قونسل انجينير محمد سرور ماموند وو او دويم سکرټر يا قونسل ښاغلی وارث وو، چې وروسته بيا ښاغلی حبيب منګل په هالنډ کې مهاجر شو، ښاغلی سرور ماموند اوسمهال د جرمني په هامبورګ کې دی او ښاغلی وارث په اغلب ګومان د انګلستان په لندن کې ژوند کوي. موږ شپږ تنو خپل پاسپورتونه ښاغلي ماموند ته ورکړل، چې څو دقيقې وروسته ښاغل وارث ما ته راغی او زه يې وپوښتم، چې د (PSO یا PLO) او يو څو نورلنډکي يې راته ياد کړل، د کوم يو غړی يم؟ په زړه کې مې تېر کړل، چې زه خو دا یو هم نه پېژنم او دا محترم زما څه غواړي! د کابل په حبيبيه کې موږ د شوخي دوره تېره کړې وه! نو ما هم ورغبرګه کړه، چې دلته په (MGU يا UDN ) کې غواړم پاتې شم. لنډه دا چې زما پاسپورت له ښاغلي وارث سره پاتې شو او وروسته له ۳۰ دقيقو يې ټکسي راغوښتی وو او ما ته يې د (Universitet) د مېلمستون يا هوټل پته راکړه. هغه نورو افغانانو ته هم قونسګري د همدغه هوټل پته ورکړې وه، مګر ورته ويل شوي ول، چې ټکسي به پخپله نیسي! خو کله چې زما لپاره ټکسي راورسېد، نو له افغاني دود سره سم ما دغه نور محصلين هم ټکسې ته راوبلل او دوی هم سواره شول، ټکسيوان وويل، چې سفارت يو کس ياد کړی وو، خو موږ په يوه خوله ورته وويل، چې نه موږ ټول يو ګروپ یو! په دې ډول موږ ټول د محصلينو مېلمستون ته ولاړلو. 

موږ ۶ تنه هم ووېشل شولو، زه د بېلاروسيې (BGU) ته د روسي ژبې د زده کړې لپاره واستول شوم. په بېلاروسيه کې تر ډېرې مودې افغانانو فکر کولو، چې زه د هندوستان يم! ځکه د پښتونستان محصلينو يو او بل ليا له پښتونستانه او بیا په کابل کې له هوټلونو پېژندل، ځکه زما سره يې چندانې اړيکې نه درلودلې، خو په خوبتون (ليليه) کې په کوټه کې راسره دوه تنه بهارتيان او بېلاروسان ول، ځکه نو زه له افغانانو تر يوې مودې پورې ورک وم او غوږونه مې له حزبي فعالينو په کرار ول. 

وروسته روسانو په ۱۹۸۶ کال کارمل پر ډاکتر نجيب تبديل کړ، په محصلينو کې د کارمليستانو او نويو نجيبيستانو تر منځ اړې دوړې رابرسېره شوې، نو د ۱۹۸۶ کال د می مياشت کې حبيب منګل او یو شمېر نور د سفارت کارکونکي د بېلاروسيې د مينسک ښار ته راغلل. د محصلينو لويه غونډه نيول شوې وه، چې له محتوا يې زه وروسته خبر شوم، زه يې نه وم غوښتی، ځکه زه له دوی څخه نه وم. په همغه کال د رياضي او فزيک له پوهنځيو ۶ تنه افغانان فارغېدل، چې د حبيب منګل لخوا ګواښل شوي ول، چې لومړی به عسکري ته ځي او بيا به د کدر په بڼه په پوهنتون او يا انستيتوت کې جذبېږي. د بېلاروسيې د پوهنتون لخوا دغه افغانان د کدر په بڼه افغانستان ته لېږل کېدل، خو پرچمي حزبيانو ورته د کنډک تجمع پلان درلود، چې دغه ځوان کدرونه هم د توپ غوښه شي، چې د يو شمېر لپاره يې همداسې هم وشول! 

د تڼي له کودتا ليا مخکې په مسکو کې ګلابزوی سفير شو. د سفارت لومړی قونسل لنګر نومېده. زما يو ملکری سفارت ته د خپلو تحصيلي اسنادونو د کارونو لپاره تللی وو، چې کيسه يې ډېره په زړه پورې ده. کله چې زما ملګری قدرت الله د لنګر شعبې ته ورځي، نو ژبنيز پرخاش ورسره کوي، چې کار يې ولې ځنډول کېږي، د پټکو په ترڅ کې لنګر ورته وايي، چې زور مېزني! او خپله کورتۍ وباسي او د سفارت له قونسګري د (بوکس رينګ) جوړوي! قدرت يادوله، چې ما ليا لاسونه نه وو راغونډ کړي، چې لنګر په ښي غوږ په سوک ووهلم، په سترګو مې تپه تياره شوه، ګنګس شوم او پر څوکۍ پرېوتم! چې په حال راغلم له قونسلګري لنګر صاحب تښی وو، خو په زينو کې مې ګلابزوی وليد، هغه پوښتنه وکړه، چې ولې دې غوږ کلک نيولی! قدرت الله وايي، چې ما ټوله پېښه ګلابزوی ته توضیح کړه! هفه وويل چې سبا راشه، کار به دې وشي! سبا لنګر په دهليز کې منتظر وو او زه يې شعبې ته بوتلم او د غوږ پوښتنه يې راڅخه وکړه! او زما ټولې پاڼې يې په سفير لاسليک کړې وې او کارونه مې له سفارته خلاص شول. 

د مسکو د ديپلوماتيک مرکز کېسې ډېرې دي، خو د مجاهدينو په واکمني کې د کابل د ملکلطوايفي انځور يو افغان کولی شوی د مسکو په سفارت کې هم محسوس کړي. پرچميان ولاړل. سفارت چور شو. جمعيتيان، وحدتيان، جُنبشيان د مسکو په سفارت ورننوتل!! سفارت خانه نور نو ديپلومتيک مرکز نه وه، مګر د مجاهدينو تجارت خانه وه! زما تحصيلي پاسپورت د تمديدېدو نه وو، ځکه د پرچميانو ټاپه پرې لګېدلې وه. په سفارت کې يو ږېرور د قونسلګري پر ځای د سفارت په پياده خانه کې شعبه درلودله. زه لومړی د سفارت ودانۍ ته ورغلم، چې د نوي پاسپورت لپاره عريضه ورکړم، مګر ما ته يې نغوته وکړه، چې قونسل دلته شعبه نه لري، یوازې سفیر صاحب دلته دی. زه ږيرور قونسل ته ورغلم، چې پاسپورت مې پکار دی. هغه پرته له کومې عرېضې راته وويل، چې (۱۲۰ دالر مېشه!) پاسپورت ۶۴ صفحه دارد. ما ورته وويل، چې پیسې، چېرې تحويل کړم؟ قونسل صاحب رډ رډ راته وکتل او ويې ويل، چې همينجا به من! ما ۱۲۰ ډالره ورکړل او قونسل صاحب هم ما ته يو نوی آبي پاسپورت وروسته له ۲۰ دقيقو راکړ او له ځان سره يې زما نوم او پاسپورت په یو ليست کې راجستر کړل او ليست يې په خپل ديپلومات بکس کې يې کېښود.

د مجاهدينو په ملکلطوايفي  او بيا په لومړي امارت کې افغان-ديپلوماتيک نماينده ګۍ هم لکه د مرحوم رباني رياست جمهوري، سيارې وې، ځکه هر سفير د سفارت ټاپه، پاسپورتونه او نور د خرڅلاو اسنادونه سيار ورسره ګرځول. د بلګراد (يوګوسلاويا) په سفارته کې سرور منګل سفير وو، چک سفارت د مجددي ډلې ته سپارل شوی وو، د انګلستان سفارت د مرحوم احمد شاه مسعود ورور (ولي مسعود) ته په برخه رسېدلي ول او هر چا خپله حکمروايي چلوله. 

د مرحوم ډاکتر نجيب په وروستيو کې د داود رزميار په نامه کوم څوک سفير وو، چې څه موده د مجاهدينو په واکمني کې هم د جبلالسراج له تفاهمنامې سره سم په سفارت کې پاتې شوی وو. وروسته د ډاکتر نجيب د واکمني له سقوطه د ټولو حزبيانو پاسپورتونه د سفارت لخوا د څو کلونو لپاره تمديد شول. د شوروي په نورو جمهوريتونو کې هم د پیسو په بدل کې د محصلينو او مهاجرينو پاسپورتونه او اسنادونه ټاپه کېدل، چې زما تحصيلي پاسپورت هم د همدا ډول سفارتي ټاپې ښکار شو. 

ما په ۱۹۹۶ کال غوښتل د چک په پراګ کې په یو نړيوال علمي کانفرانس کې ګډون وکړم، خو د پاسپورت تمديد ته اړتيا وه. په مسکو کې افغان سفارت ته چا زړه نه ښه کولو، ځکه  وېره دا وه، چې د محصلينو معلومات د افغانستان استخباراتي کړيو ته استوي. له بل پلوه شوروي له منځه تللی وو، پرته له ويزې مسکو ته تګ ناممکن وو او د مسکو ويزه يې په آسانۍ نه ورکوله. د بېلاروسيې په مينسک کې يو بازار وو، چې ډېرو افغانانو پکې کاروبار درلود، نو هلته زموږ د وخت محصلين هم ډېر ول، نو له يوهّ سره مې د پاسپورت د تمديد پېښه ياده کړه، نو هغه هملته يو افغان ته وروستم، چې دغه سړی له سفارت سره اړيکې لري، ما خپل پاسپورت ورکړ او سبا مازديګر مې بيرته ورڅخه واخيست. پاسپورت د ۳ کلونو لپاره تمديد شوی وو او د مسکو د سفارت ټاپه پر لګېدلې وه.

بله ورځ زه د پراګ په تمه په رېل کې کېناستم. د بېلاروسيې د بريست په سرحد کې د سرحدي قواوو لخوا تر تحقيق لاندې ونيول شوم. ما هم ټوله ريښتنۍ کیسه ورته وکړله. ټاپه د کمونيستي سفارت وه او په سرحد کې د جمعيتي قونسل ټاپه نوې ثبت شوې وه، ځکه سرحديانو زما د پاسپورت نوی  تمديد نه منلو. هغه افغان چې ما په بازار کې ليدلی وو، نه يې پته راسره وه، نه يې نوم او نه يې هم کار راته معلوم وو، خو د خپل ملګري له شناخته مې سرحديانو ته انکار وکړ. د برېست ښار سرحدي منصبدارانو زه بيرته مينسک ته راواستوم، چې په مسکو کې له سفارته نوی پاسپورت واخلم، چې مخکې مې د پاسپورت د اخيستلو يادون په څو کرښو کې وکړ. 

لنډه دا چې وروسته له يوې اونۍ مې د چک ويزه بيا واخيسته او د بريست له سرحده پرته له ستونزې تېر شوم او سهار وختي پراګ ته ورسېدلم او په درې ورځني کانفرانس کې مې ګډون وکړ. له يو شمېر افغان محصلينو سره په پراګ کې معرفي شوم، چې يوه ورځ د هغوی په ليليه کې ميلمستيا ته ورغلم. هلته مې ښاغلی سرور منګل هم وليد. وروسته له ډوډۍ ښاغلي سرور منګل هم څو پاسپورتونه په محصلينو يو پاسپورت په ۱۰۴ ډالره، وپلورل. د بلګراد ټول سفارت يې لکه جمعيتي قونسل په یو ديپلومات بکس کې وو او پاسپورتونه يې خرڅول او وثيقې يې جوړولې. 

د کرزي او غني د واکمنيو په موده کې په سفارتونو کې ډېرې خوالې او نا خوالې روانې وې. ډېر سفارتونه د مجاهدينو په تېره بيا د جمعيت، جُنبش او وحدتيانو تر منځ وېشل شوي ول، چې د لويدېز اشغال موخو ته وفادار پاتې شوي ول. د جرمني د بون په قونسلګري کې تجارتي کاروبار پيل شوی وو. د يوې تذکرې بيه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ ډالره رسېدله، پاسپورتونه لکه په ډېرو سفارتونو کې په پاکستانيانو، ايرانيانو، تاجکانو او حتی هندوستانیانو خرڅېدل. يو پاسپورت تر (۱۰۰۰۰) لس زره آیرو هم خرڅ شوی دی، چې په يوتيوب کې يې فلمونه هم شته دي، چې په څه ډول پاسپورتونه په غير قانوني بڼه پلورل کېږي او چېرې تر لاسه کېدلی شي. 

د طالبانو له دويمځلي راتګ سره په افغان ديپلوماتيک مرکزونو کې هم اخوډب روان دی. امارت اسلامي افغانستان پرته له روسيې بل مملکت په رسميت نه دی پېژندلی، ځکه نو ديپلوماتيک مراکز هم د هر چړو او پړو په لاس کې پاتې دي. په برلين او مونشن کې له طالبانو سره هوکړه شوې ده، مګر د اسنادونو لپاره ملاقاتونه په بيه پلورل کېږي، له مراجعينو سره چلند هم سم نه دی، چې بهر مېشتي افغانان له دغه وضعيته تر پوزې را رسېدلي دي. 

تاسو ته څرګنده ده، چې وروسته د ساختګي جمهوريت له سقوطه د افغانستان ۴۲ چورلکې د افغانستاني پيلوټانو لخوا اوزبکستان او تاجکستان ته تښتول شوي دي، يعنې بيتالمال پرديو ته ورکړل شوی دی، چې ستونزه يې تر ننه پورې هم لکه يو ناسور وينې د افغان ولس پر زړونو نينوي! چې عاقبت به څه شي يو پاک الله ته معلومه ده، خو دغه مختوري پيلوټان به افغان ولس ته په کومو سترګو ګوري آيا جمهوريتخواهان د شرم او حيا په نامه څه پېژني هم! 

په ديپلوماتيک مرکزونو کې به د بون پر قونسلګري لږ څه تم شو. تر څو کاله مخکې د بون قونسلګري په اروپا کې په ۲۶ مملکتونو کې د افغانستان د ديپلوماتيک څانګو مسؤليت درلود او حتی معاشونه له بونه نورو ته لېږل کېدل، خو دغه ديپلوماتيک مرکز هم له ډېرو غير قانوني کړو وړو سره مخامخ شوی دی. د غني په وخت کې يې له يوې افغاني کمپنۍ سره د اسنادونو د جوړولو قرارداد درلود، چې په افغانستان کې د تذکرو جوړول يې يوه غوښنه برخه وه، چې افغانستان ته د اسنادو لېږل، هلته د تذکرو او نورو اسنادونو راجستر او له وزارتونو يې تېرول او بیرته يې جرمني ته د رااستولو دنده تر سره کوله، چې د زرهاوو افغانانو پيسو باندې دغه کمپني سترګې پټې کړې او د خلکو پيسې وخوړل شوې، خو افغان قونسګري هم له مسؤليته پښې سپکې کړې. 

د بون قونسلګري په وروستيو څو کلونو کې د ښاغلي حنيف اتمر لخوا د ټاکلشوي قونسل سادات صاحب لخوا اداره کېدله، چې يو کال مخکې د طالبانو او آلمانانو له تفاهم سره سم استعفا ته اړ ايستل شو او مستفي شو، خو د خپل کور کرايه چې پرته له بريښنا او اوبو ۳۶۰۰ آيرو ده، چې که جانبي لګښتونه (برېښنا، اوبه، ماليه، صفايي) ورسره يوځای شي، نو له ۴۰۰۰ آيرو اوړي. جناب سادات صاحب د خپل کور کرايه د ۲۰۲۵ کال تر پايه چې له ۵۰۰۰۰ آيرو اوړي د بون له قونسلي عايداتو ورکړې ده او اوس په نوي کور پسې ګرځي، ځکه نور نو د داسې لوړې کرايې وسعه نه لري. د سفارت مرسېدېس بينز موټر يې د سږ کال په اکتوبر کې يوه ورځ مخکې له دې چې نوی قونسل راشي سفارت راوړی دی، يعنې وروسته له برطرفېدو يې د سفارت له موټره بشپړ يو کال په غير قانوني بڼه استفاده کړې ده. 

د بون د قونسلګري مخکنی سرپرست ښاغلی حميد ننکيالی کبيري پاتې شوی. د دغه جناب فلمونه به تاسو په يوتيوب کې ليدلي وي، چې پر سفارت يې کولپ واچولو او دروازې يې ورمُهرلاک کړې او په ځغرده يې وويل، چې دی او د سفارت ټول کارکوونکي له نامشروع دولت يعنې اسلامي امارت سره همکاري نه غواړي او استعفی ورکوي. د دې تر څنګ د قونسلګري ګاونډ کورونو ته د افغانستان اسلامي امارت په اړوند يو له توهينه ډک ليک هم د کورونو په پُستبکسونو کې وراچولی شوی وو، چې د قونسلګري همسايګان يې له فکري او رواني فشار سره مخامخ کړي ول، چې له ديپلوماتيک فعاليتونو سره په ټکر کې یوه بېځايه هڅه وه. ښاغلي کبيري په جرمني کې له کوم وکيل سره خبرې کړې دي او د پناهنده ګي سرپناه غواړي، چې په کوم مملکت کې به پاتې شي ليا نه ده څرګنده، مګر د سفارت نور ګڼشمېر کارکوونکي د بون له نوي قونسل ښاغلي سيد مصطفی هاشمي سره د ګډ کار ژمنه کړې ده او زياتره يې بيرته قونسلګري ته راغلي دي. 

په بون کې د افغان قونسلګري په اړه داسې اندېښنې څرګندې شوي دي، چې د قونسکري ډېر اموال عمدَ خراب شوي  یا غلا شوي دي. په قونسلګري کې ګرمې اوبه قطعه شوې وې، د اوبو نلونه ټول خلاص پرېښودل شوي وو، چې د سفارت تهکوي، چې د مراجعينو لپاره د خوړو کانتين پکې وو له اوبو ډک شوی وو. د قونسلګري ټول کمپيوټرونه سپين شوي ول، حتی هارډ ډیسکونه يې ایستل شوي دي. د قهوې ماشينونه او چايبرونه غلا شوي دي. تر ټولو بدتر دا چې د سفارت د موټرونو په ماشين کې مالګه اچول شوې ده، چې د ګڼشمېر موټرونوماشينونه فلج شوي دي. پروسږ کال قونسلګري ته نوی مرسديس بينز په يو لکو څو زره آیرو اخيستل شوی وو، چې د دغه نوي موټر په ماشين کې هم مالګه اچول شوې ده او نه چالانېږي.

د بون د قونسلګري خراب شوي موټرونه د مرسېدېس بينز کمپني د تشخيص او جوړولو لپاره منتقل کړي دي، چې لګښت به يې د افغان ولس لپاره پر څو تمام شي ليا نه ده معلومه. د قونسلګري د خساراتو ليست جوړ شوی دی او د افغانستان خارجه وزارت ته استول شوی دی، چې د آلمان دولت سره په همغږي به له سابقه کارکوونکو سره د قانوني پيګرد امکانات وڅېړل شي او په دې اړه به قانوني پرېکړې وشي او له ملامتيا سره به سم تر قانوني څارنې لاندې نيول کېږي، ځکه اوسمهال سابقه ديپلوماتان ديپلوماتيک ايمونيټي نه لري او هر قانوني چلند ته ځوابګو دي. 

په قونسګري کې د پورته يادشويو پېښو تر څنګ همدا ډول له ۳ زرو تنو زياتو افغانانو د تذکرې او له ګڼشمېرو څخه د پاسپورت په نامه پيسې هم اخيستل شوې دي، چې د دغو بهر مېشتو افغانان ډاتابېس له کمپيوټرونو ايستل شوې ده او د راتلونکې لپاره به يوه لويه سرخوږي د بون قونسلګري ته وي. همدا ډول له قونسلګري په زرهاوو پاسپورتونه هم غلا شوي دي، چې دا ځل به لکه جمعیتي او کمونيستي د جمهوريتي پاسپورت پلورنه پيل شي، خو پاسپورتونه به صرف د هغه سفارت لخوا صادرېږي، چې ليا د جمهوريتخواهانو پر ولکه کې وي. 

په يو سند کې د بون د قونسلګري د قونسل معاش ۶۰۰۰ آيرو، د مستشار معاش ۵۰۰۰ آيرو، لومړی سکرتر ۴۵۰۰ آيرو، د پاسپورت د برخې لومړی سکرتر ۴۵۰۰ آيرو، د دويم اداري سکرټر ۴۱۰۰ آيرو، د هويت د تثبيت دريم سکرتر ۳۸۰۰ آيرو، چې د نورو ۲۱ تنو معاشونه د ۱۷۰۰ تر ۲۱۰۰ آيرو ليکل شوي دي، چې قونسلګري نور له لسو تر ديارلسو تنو نا ثبت شوي محلي کار کوونکي هم لري، چې غير رسمي کار کوي، جمعاَ په قونسلګري کې تر ۴۰ تنو کار کولو. د کارکوونکو د لګښتونو تر څنګ همدا ډول د موټرونو د تيلو او ترميم لګښت هم بايد په پام کې ونيول شي، چې د هر موټر د تېلو د مصرف لګښت له ۱۲ تر ۲۰ زره آېرو تخمين شوی دی. د يو شمېر رسمي کارکوونکو د کور کرايه هم د سفارت له عايداتو ورکول کېدله. د مقايسې په ډول بايد ياده شي، چې د بون د قونسل معاش تر ۳۰۰۰ آيرو اټکل کېدلی شي، نو پرتليز قياص يې بیا تاسو پخپله وکړی. 

د افغانستان انترنشنال په نامه يوه بې شرمه، بې وجدانه او پلورل شوې خپرونه، چې افغان ژورناليستان هم ورسره په ډېرې بې ننګي کار کوي، چې په بون کې يې د افغان قونسلي په اړه يو خبري پوښښ تر سره کړی دی، چې ګواکې (چهار طالب درب سفارت و قلف ها را شکستاندند و به شکل غير قانوني داخل قونسلګري شدند!)، عجيبه خو دا ده، چې قونسلګري د طالب چارواکو د جرمني د (ZDF) لخوا هم خبري شوی وو او لنډ فلم يې په يوتيوب کې موجود دی، چې آلماني پوليس او دوه افغانان قونسلګري ته راځي او د دروازې کولپ آلماني پوليس ورته خلاصوي، کلۍ نوي قونسل ته ورکوي او د افغانستان نوی قونسل په بون کې د قونسلګري ودانۍ ته ننوځي. مخکې له دې د ښاعلي کبيري ويديويي انځورونه هم شته، چې له وتلو سره سم، د قونسلګري کلۍ د آلمان چارواکو ته تسلیموي.   

د جمهوريت خواهانو ټولو سفيرانو، قونسلانو او نورو يې په ټولو ملکونو کې غلې کړې دي. په امريکا کې يې يو ديوال په څو ميليونو ډالرو ترميم کړی وو. د تورکيې له انقرې رامين پاچا تر ۶ ميليونه زيات ډالر حيف او ميل کړي دي، په استانبول کې بيا د امرالله صالح زوم تر دوه نيم ميليونه ډېر ډالر تری تام کړي دي. د نورو ملکونو سفارتونه هم چور او چپاول شوي دي، نو له چا به پوښتنه او يا ګيله کوو! موږ هر څه پخپله پر ځان کړي دي. 

د جمهوريت پلوه کوکريو خولې وشړېدلې، چې حقوق بشر په افغانستان کې نه شته، مګر دا چې په  افغانستان کې په شل کلني اشغال کې څه تېر شوي دي، پټې خولې دي او نه يې يادوي. آيا دوی د جمهوريت د مودې د مليونونو ډالرو قصرونه او ماڼۍ نه ليدلې! د دوستم، عطا او په سلهاوو نورو چوروچپاول او په مملکت کې زورواکي هېره کړې ده! د جمهوريت په ۲۰ کلن غوبل کې هر کال په سلهاوو زره نجونې مکتب ته تللې، پوهنتونونه يې ولوستل او ډېر شمېر يې اوسمهال په غربي ملکونو کې ژوند کوي! پرته له شکريې، فوزيې، کروخيلې او يو څو نورې د ګوتو په شمار، چې سپين سترګې کوي، چې د ملت درد دوا کوي او نه هم ګټه لري، صرف سیاسي فحاشي ده! نور نوڅوک یادولی شی، چې د افغان ملت لپاره د علم، ساينس، ادب او نورو برخو کې سر راپورته کړی وي! ځکه په پاک احساس هېڅوک د افغان ولس په غم کې شريک نه دي، مګر ټول پوپوليستان  او سياسي شرلتانان دي. 

پايله

د افغانستان اسلامي امارت بايد هڅه وکړي، چې نړېوال رسميت ترلاسه کړي او خپل حضور په بهرنيو ملکونو کې پياوړی کړي. افغاني ټولنه کې له ۱۵ تر ۴۰ کلنو پورې ۶۰ سلنه نفوس جوړوي، ځکه د ځوانانو لپاره بايد د تحصيل، سپورت او کار شرايط رامنځ ته شي. د ماشومانو چې د ټولنې ۳۰ سلنه دي، د تعليم او تربيې سالم چاپېر رامنځ ته کړي. د تفريحې او سپورتي چاپېر په اړ يې جوت ګامونه واخيستل شي، چې د نجونو تعليم او تربيه او لوړې زده کړې د يوې سالمې ټولنې لپاره ډېر اړين دي. په بهر کې له څو ميليونو ډېر افغانان اوسي، نو د هغوی د اسنادونه بايد ژر تر ژره بررسي او جوړ شي او له افغانستان سره د بهر مېشتو افغانانو د اړيکو مزي بايد پياوړي شي، چې افغان ولس ته د خدمت وړ شي او په افغانستان کې ټول افغانان په امنيت کې هوسا او سولييز ژوند ولري او د افغان ولس يو جوت انځور بهرنيو ته وړاندې شي. د علم او د ساينسي څېړنو په برخه کې دې جوت ګامونه پورته شي، چې د تکنولوژي څپه پر افغانستان خپره شي. 

و من الله التوفيق