د پاکستان TTP د دې هېواد کورنۍ ستونزه ده!
د TTP ډله چې له نوم هم څرګندېږي یعنې د «پاکستان د طالبانو تحریک» د ۲۰۰۷ کال د ديسمبر په میاشت کې د پاکستان په خېټه کې جوړ شو. د جوړېدو په مهال یې مشر خان محسود او بیا وروسته په نوبت سره کمال خان محسود، باقر محسود او ملا فضل الله ول.
په پیل کې دا ډله د اسلام اباد لخوا په پښتونخوا او د ډیورند د استعماري کرښې په بره غاړه، د افغان وطن د نشنلیزیم د له منځه وړلو او د ملي ځواکونو د بدنامولو او ځپلو په موخه جوړه او پیاوړې شوه. په تېرو دوه لسیزو کې اسلام اباد د یادو موخو د پلیتوب لپاره د امریکا او عربو له جیبونو ښایسته ډېرې پیسې راوشکولې چې کوزو پښتنو ملتپالو به ورته د پنجابي اردو د ډالرو جګړه ویله.
په دې ډالري جنګ کې د اسلام اباد پوځیانو پریمانه ډالر تر لاسه کړل او له پاکستانه بهر یې پرې په نورو هېوادو کې د عیاشۍ لپاره شخصي ټاپوګان او جزایر وپېرل.
د روانې پېړۍ په دریمه لسیزه کې د TTP په موخو کې د تېرو او نورو موخو تر څنګ یو بدلون پېښ او ولېدل شو. د دوی پام دې ټکي ته واوښت چې کله اسلام اباد په نورو ځایونو کې اسلامي شریعت غواړي، ولې په پاکستان کې هغه نه پلی کوي؟ دا چې پاکستان وایې د اسلام په نوم جوړ شوی، خو پکې انګریزي قانون چلېږي، دا منافقت او دوه مخی سیاست او چلند ولې موږ ومنو؟ ورو ورو د TTPاو د اسلام اباد ترمنځ اختلافات راڅرګند او رسنیز شول. نن د TTPغټه غوښتنه په پاکستان کې د اسلامي شریعت پلي کول دي. دا چې پاکستان د اسلام په نوم جوړ شوی او وایې چې سوچه مسلمانان بویه پنجابیان دي خو ټي، ټي، پي یې ورسره نه مني او د اسلام د تعبیر او تفسیر په سر، د دوی تر منځ لوی جنګ روان دی.
بلخوا اسلام اباد په پخوا کې د داسې ډلو په ایجاد او پیاوړتیا کې له لوېدیځ او عربو ډېر ډالر تر لاسه کول، نن یې هم پر کابل د برید په ورځ له امریکا څخه ۱،۲ میلیارده ډالر تر لاسه کړل، خو اسلام اباد چې په پورونو کې تر پزې ډوب دی تردې زیاته اشتها لري!
دا چې اسلام اباد ادعا لري چې بویه ټي، ټي، پي له کابل څخه پیاوړې کېږي او مشران یې په کابل کې اوسي، یوه پوچه ادعا ده. د روان کال د اکتوبر په ۹ مه په همداسې پوچه ادعا اسلام اباد د کابلښار ملکي سیمې بمبارد کړې او بېګنا افغانان یې ووژل چې د افغانانو او نړیوالو د کلک غبرګون او جګړې سره مخ شو. د اکتوبر په ۱۰ یعنې د کابلښار د بمبارۍ په سبا د ټي، ټي، پي مشر نورولي مسعود په ویدیو کې پخپل غږ وویل چې نوموړی په خیبر پښتونخوا کې دی او له هغه ځایه د اسلام اباد په وړاندې د ازادۍ او شریعت د پلي کولوغورځنګ رهبري کوي!
نورولي محسود په ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۲ مه، د TTP مشري په غاړه اخیستې او هیڅکله هم په افغانستان کې نه دی لېدل شوی.
په کابل کې د نورولي محسود د شتون ادعا او په دې پلمه پوځي برید، اسلام اباد هغه مهال راپورته کړ چې د بهرنیو چارو طالب وزیر ښاغلی امیر خان متقي د هندوستان په سفر وو. همدې سفر اسلام اباد یو دم لیونی کړ او د افغانستان په وړاندې یې بیا د پخوا پشان د تېرو لسیزو ناکامه او بدنامه د جګړې پالیسي له سره راپیل کړه.
اسلام اباد تل دا خام فکر کوي چې ګنې د کابل بهرنۍ پالیسي او سیاست لکه د برتانوي هند د مهال پشان اوس هم د برتانوي پاکستان په لاس کې دي او باید د دوی په فرمان وچلېږي. له دې کبله د اسلام اباد د برید په وړاندې د افغانانو او طالبانو غبرګون او مقابل ځواب ډېر پر وخت، غوڅ او کاري وو. په سپین بولدک جوړه شوې پنجابۍ دروازه یې په اور وسوځوله او د پنجابي پوځ او پوستو په وړاندې یې بریدونه د پنجابي پوځ پر تندي د یو تور داغ په توګه تل پاتې شول.
بلخوا اسلام اباد پر کابل پوځي برید په دې فکر وکړ چې ښای افغانان به په کور دننه له طالبانو په خپګان، په داسې برید غبرګون ونه ښۍ او طالب به په میدان یوازې پاتې شی. خو دا یې له یاده وتلي چې افغانان د بهرني او پنجابي یرغل په وړاندې یو موټی دي. له طالب سره خپګان د افغانانو د کور دننه خبره ده او باید حل یې کړو، ځو د بهر په وړاندې موږ ټول په یو سنګر او یو مورچل کې جنګېږو.
طالبانو تل ویلي چې د ټي ټي پي مشران په کابل کې نشته او د نورو هېوادو په وړاندې په کور دننه له هیڅ ډلې ملاتړ نه کوي. کاشکې اسلام اباد هم په کور دننه د افغانستان، کشمیر، هندوستان او نورو هېوادونو په وړاندې وسلوالې ډلې ونه روزي او د دې هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د امریکا د نیابتي جګړې له دندې غاړه وغړوي!
د روان عیسوي کال د سیپټمبر په ۲۹ ــ ۳۰ د ISI په بلنه د « Towards Unity and Trus» په نوم یوه غونډه چې هلته نه یوازې د طالبانو مخالفین، بلکې د افغانستان د هویت او تاریخ مخالفین پکې راټول شوی ول، په اسلام اباد کې جوړه شوه. د غونډې ګډونوالو چې نږدې ۳۶ تنه کېدل په پای کې له اسلام اباده وغوښتل چې دوی ته د کابل د حکومت په وړاندې سیاسي دفتر ورکړي چې له هغه ځایه خپل افغاني ضد فعالیتونه منظم او راپیل کړي.
دا د اسلام اباد لخوا د نړیوالو اړیکو او د دولتونو د حاکمیت (sovereignty) د یو مهم اصل تر پښو لاندې کول دي چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۲مې مادې په (بند ۷) کې تسجیل دي.
هغه اوربند چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د کابل او اسلام ابد ترمنځ وشو، پایښت یې د اسلام اباد په صدافت پورې اړه لري چې افغانان د پنجاب په صداقت هیڅ باور نه لري!
په افغانستان کې د سراسري او مرکزي حکومت او امنیت سره د اسلام اباد دښمني پخوانۍ ده، خو نن یې چې په هېواد دننه د خپلو ناوړو سیاستونو له کبله امنیت خراب او ګډوډ دی، پړه یې پر افغانستان وراچول، یوه بله او نوې توطیه ده.
اسلام اباد په سیمه کې تل د امریکا د ګټو لپاره نیابتي جګړه کړی او نن هم د هغه هېواد لپاره په سیمه کې د «Proxy war» دولت دنده په غاړه لري!
که امریکا د نړۍ په یوځای نه، یوځای کې د جګړې د نښلولو دنده لري، اسلام اباد په سیمه کې داسې دندې ته ژمن دی!
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۲۱ مه
سرلوڅ مرادزی