وروستي بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي شخړې د ډیورند لاین سره نږدې زاړه زخمونه تازه کړې او د سیمې امنیتي او سیاسي وضعیت یې له خطر سره یو ځل بیا مخ کړی. اسلام اباد دا کړنې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نوم بیانوي، خو ددې بریدونو تر شا ډیر ستراتیژیک اهداف پراته دي.
یو دلیل چې شنونکي یې یادوي د پنجاب د فوج داخلی سیاست پوری اړه لري چې پنجابي جنرالان غواړي د جګړې بوج په د پښتونخوا په لیکو کې د پنجاب فوج کی په خپلو پښتنو سرتیرو او سیمه ایزو کسانو واچوي، پداسې حال کې چې د پنجاب اکثریت پوځیان پنجاب کې په خوندي توګه پاتې او فقط د خپلو ستراتیژیو د عملي کولو پخاطر د لویی پختونخوا افسران جنګ ته مخ ته کوي چې تیرو درې ورځو کی یی د راپورنو له مخی تر سلو زیات مړه شول. په دې ډول، د دواړو غاړو پښتانه د جګړې قرباني کیږي، چی پنجاب یی پروا نلري. خو اصلی هدف د پنجاب دادی چی د لر او بر د پښتنو مینځ کی نفرت او دښمنی په حقیقت بدلول دی لاس ته راوړي.
دویم دلیل دا دی چې اسلام اباد غواړي وګوري اوسني افغان ځواکونه کوم وسایل، تاکتیکونه او تجهیزات کاروي او څه لري؟ په ځانګړي توګه دوی ته سوال دادی چې د بهرنیو ځواکونو افغانستان ته نور څه پاتې شوي؟ دوی غواړی چی امریکایانو ته وښایی چی طالبان سیمی ته خطرناک دي او ددوی څخه باید دا امریکایی اصلحی واخیستل شي. دا کوچنۍ شخړې پنجاب ته دافغانانو د توامندی یو عملي نقل ورکوي او هم افغانستان پدې وړو جکړو کی بوخت ساتي چی تضعیف او بلاخره ددوی په نظر خالی سلاح او افغان پوځ او اقتصاد د کمزوری ښکار کړي..
عامه افغانان پدی نظر دی چۍ په ورته وخت کې او هروخت، د افغانانو مورال دپنجابیانو په ضد ډیر لوړ دی. که مشران یې د جهاد غږ پورته کړي، افغان ځواکونه او عامه افغانان به دی شخړو لپاره چمتوالی او د خپل ځان او د وطن دفاع لپاره چمتوالی ونیسی. یو امریکایی جنرال وایی چي د پاکستان دا کړنی، داسی ښایی چې پاکستان ممکن چې په ظاهره د هوښیارۍ دعوی کوي، خو د واقعیت په ډګر کې یې حسابونه سم نه دي.
دا د یادولو وړ خبره ده چې دا بریدونه چی د کال ۱۹۴۸ راهیسی په دوامداره توګه شروع او ددی بریدونو مستقیم زیان د سرحدي خلکو، د افغانستان د ادارو د کمزورتیا او د هېواد د اقتصاد د نور زیان لپاره پیل شوی دی چی پخوانیو حکومتونو ددې بریدنو مقابل کی کوم ښکاره غبرګون نښودلو. د دې دوامدار بحران د مخنیوي لپاره شفافې دپلوماتیکې اړیکې اړینې دي خو همیش ناکامه شوي، داسې ښکاري چې پاکستان هڅه کوي چی خپل ستراتیژیک اهداف لاس ته راوړي. ځینې عناصر هم داسې انګیزه لري چې تاوتریخوالی لا پراخ کړي اود افغان وینه تویېدنه دوام ومومي او داسی اټکل هم کېږي چې دا جګړې کیدای شي د سیمې د اوږدمهاله شخړې سبب شي او پښتانه به پکې ډېر زیان وویني. خو که فرضا داسې وي چې افغانان په پاکستان حمله وکړي او د ډیورند سیمې بیرته خپل کنټرول لاندی راولی، نو دا به د افغانانو لپاره د پنجاب سره د اوږد مهاله روانه او قیمتي مقاومت په پرتله ارزانه پایلې ولري.
نبي حبیبي کانادا
د تورنتو پوهنتون