مقالې
منظور پښتین او د پنجابي پوځ د تابو/طلسم ماته
منظور پښتین او د پنجابي پوځ د تابو/ طلسم ماته! دوهمه برخه د پنجابي پوځ څځه د ډار او وېرې خپسکه چې پر ټول پاکستان او په تېره بیا پر پښتونخوا خپره وه، د PTM او د دې غورځنګ د مشر منظور پښتین په پرلپسې نیوکو او ولسي لاریونونو والوځول شوه. د منظور پښتین، علي وزیر او د غورځنګ د نورو مشرانو او پلویانو ويښوونکو او پاڅوونکو شعارونو او ویناوو پر پنجابي پوځ د پاکستان ځمکه تنور کړه. دلته غواړم د دوی د څو غوښتنو او ویناوو یو لنډیز وړاندې کړم: ــ د جنګي جرمونو ستر جنایکار د پنجاب پوځ دی!
فکري غلامي مه هېروئ !
فکري غلامي مه هېروئ ! نورالحق ن. څلی ۰۶/۱۱/۲۰۲۵ څه ښه وایي:«مریی( غلام )تر هر چا ډېرې چیغې وهي چې زه آزاد یم». د اوسنۍ نړۍ علمي او تکنالوژیکي پرمختګونو دا شونې کړې ده، چې بشریت تر کنټرول لاندې راشي. فکري غلامي هغه بې آوازه وژونکی دی، چې ډېری یې نشي لیدلی خو د بشپړ کنټرول کارنده وسیله ده. استعمارګر او زورور پردي خپل قربانیان (ولسونه) داسې پروګرام کوي تر څو هغسې فکر وکړي چې د همدوی په ګټه واوسي. د فکري مرییتوب یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې قربانیان یې په دې نه پوهېږي چې دوی لا
د مطالعې او زده کړې ارزښت
کچيرې پنځه دقيقې د مطالعې او زده کړې په ارزښت ژور فکر وکړو دی پايلې ته به ورسيږو چې دوامداره مطالعه انسان خپل ځان ښه پېژني، د پرمختګ لار ورته پرانيزي،ارزښت یې لوړوي او نړۍ سره سيال کوي. هغه ملتونه چې د علم او مطالعې قدر کوي، د پرمختګ، سوکالۍ او عزت لوړو څوکو ته رسېدلي دي او راتلونکې د هغوي دې چې هر ورځ زده کړه او مطالعه کوي،د هر لحظی څخه اعظمي ګټه پورته کوي،خپل مغزو ته وده ورکوي چې ارزښت پيدا کړې او نړۍ هغه چاته ارزښت ورکوي چې نوی عصري علومو او ټکنالوژۍ سره سمبالښت ولري. زده کړه یوازې د کتاب
د اېپېک ۳۲ مه سرمشریزه به د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختګ هڅونه پیاوړې کړي
د اېپېک ۳۲ مه سرمشریزه به د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختګ هڅونه پیاوړې کړي لیکوال: ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنونکی اندیښمن ځاځی چین او امریکا چې اوس مهال په نړۍ کې دوه ستر اقتصادي قدرتونه بلل کيږي له کالونو را په دې خوا په اقتصادي ناندریو کې ښکیل دي. دا ناندرۍ د سوداګرۍ، ټیکنالوژۍ، پانګونې ، په سیمه او نړۍ کې د سیاسي نفوذ پر سر روانې دي. د چین او امریکا تر منځ دا اقتصادي ناندرۍ چې ډېر کله ورته د (سړې اق
د وجدان تمدن: د لوېدیځ د اخلاقي بحران په وړاندې بدیل/۴
د وجدان تمدن: د لوېدیځ د اخلاقي بحران په وړاندې بدیل/۴ سره د دې چې په تېرو پېړیو کې لوېدیځ تمدن د علمي، اقتصادي او نظامي پرمختګونو په برخه کې د ځواک او اغیزمنتوب بېسارې بریاوې لري، خو د اخلاقو او انساني وجدان سره یې اړیکه ډېره کمزورې شوې. علم د ځواک، اقتصاد د ګټې او سیاست د تسلط او مطلقې واکمنۍ وسیله ګرځېدلې چې دا ټول په ګډه د لوېدیځ تمدن د داخلي تضاد یوه ستره نښه ده! د دې اخلاقي او وجداني تضاد په حل کې ښه دا ده چې موږ داسې فلسفي مکتبونو ته مراجعه وکړو چې د انساني روح د ودې، د ټولنیز
مطالعه؛ د فکر او پرمختګ کيلي
مطالعه د انسان د فکر پراخېدو، د حافظې پیاوړتیا او د پوهې د کچې د لوړولو له ټولو اغېزمنه وسیله ده. څېړنې ښيي، چې دوامداره مطالعه نه یوازې د حافظې ځواک زیاتوي؛ بلکې د دماغ د نوښت وړتیا هم لوړوي. دغه وړتیا په ورځني ژوند کې د ستونزو د حل، منطقي تصمیم نیولو یا د نویو نظریاتو د رامنځته کولو لپاره حیاتي اهمیت لري. مطالعه انسان ته دا فرصت برابروي، چې له پوهې، اختراعاتو او نویو پرمختګونو سره ژوره بلدتیا پیدا کړي. مثلاً یو زدهکوونکی، چې تل علمي کتابونه، مقالې او سرچینې لولي، نه یوازې خپله حافظ
تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در افغانستان (بخش سوم)
۷. ویژگیهای فرهنگ سیاسی مطلوب برای افغانستان فرهنگ سیاسی مطلوب برای افغانستان باید بر پایهٔ ارزشها و اصولی شکل گیرد که همزمان بتوانند میان اقوام، مذاهب و گروههای اجتماعی احساس همبستگی ملی را ایجاد کنند و بنیانهای ثبات و توسعهٔ سیاسی را تقویت نمایند. در چنین فرهنگی، شهروندی فعال، قانونمداری، عدالت، مدارا، شفافیت، اعتماد متقابل و مسئولیتپذیری سیاسی از اصول اساسی بهشمار میروند. فرهنگ سیاسی مطلوب، تفاوتها را نه منبع تفرقه، بلکه عامل غنا و تکامل اجتماعی و ملی میداند. در این چارچ
د بلا څخه په تیښته ځان نه شې خلاصولی
په بیلا بیلو پلمو د پاکستاني پوځیانو له خوا د افغان مقدسې خاورې تکرار تکرار بمباري ددې څرګندوې دی چې پاکستان د افغان شلیدلی ګریوان خوشې کونکی نه دی. دا چې اسلامي امارت د ډیورنډ د منحوسې کرښې په امتداد ورته غچ اخیستونکي ځوابونه ورکړل، بیا په دوحه کې د اوربند هوکړه لیک وشو او په ترکیه کې مذاکرات دوام مومي، دا ټول ددې معنی نه لري چې د څو لسیزو جنګ ځپلی ټپي ټپی افغانستان د پاکستان د مالګې شیندلو څخه خلاص شو. ښکاري دا یواځې د نوې پړاو پیل دی. د پاکستان او پاکستاني پوځ وجودي فلسفه همدا ده چې په
تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در افغانستان (بخش اول)
۴. وضعیت کنونی کلتور سیاسی در افغانستان در پرتو دیدگاه آلموند و وربا، فرهنگ سیاسی افغانستان هنوز عمدتاً در مرحلهٔ «محدود و تابع» قرار دارد. به این معنا که اکثریت شهروندان آگاهی نظاممند از ساختارهای سیاسی، حقوق شهروندی و کارکرد نهادهای حکومتی ندارند و نقش خویش را بیشتر در اطاعت از قدرت، تبعیت از نخبگان، یا وابستگیهای قومی و سنتی میبینند تا در مشارکت فعال در تصمیمگیریهای سیاسی. این وضعیت بازتابی از تاریخ طولانی نظامهای اقتدارگرا، ضعف آموزش مدنی، گسست میان دولت و جامعه، و تداوم ذهنیته
ملنګ جان: پښتو، پښتونواله او پښتونستان
ملنګ جان: پښتو، پښتونواله او پښتونستان د ارواښاد ملنګ جان د ۶۸ تلین په مناسبت: ملنګ جان، پښتو، پښتونواله او پښتونستان سره هممانیز یا مترادف مفاهیم دي. کله چې له ملنګ جان څخه غږیږو په حقیقت کې موږ له پښتو، پښتونولۍ او پښتونستان څخه یادوونه کوو. د ملنګ جان نوم سره دا ټول تړلي دي. بلخوا بې ځایه نه ده چې ووایو: ملنګ جان یعنې پښتونستان او پښتونستان یعنې ملنګ جان! پښتنو کې به موږ د ګوتو په شمېر شاعران لکه خوشحال بابا او یا څو نور ولرو چې د ملنګ جان په څېر، له هغه مفاهیمو سره نږدې پا
له مجازي پیژندنې تر واقعي لیدنې
له مجازي پیژندنې تر واقعي لیدنې شېرمحمدامیني ستانکزی د څو کلونو تر اوږده ځنډ وروسته، زما د یو لنډ سفر پر مهال له یو پخواني مجازي ملګري سره مخامخ لیدنه وشوه، دغه لیدنه، چې زموږ پېژندګلوی یې په مجازي نړۍ کې پیل شوې وه، د اتفاق له مخې یوه جالبه، خواږه او یادګاري پېښه وګرځېده. نن سبا د مجازي شبکو لکه؛ فیسبوک، ټویټر، واټساپ او نورو ټولنیزو شبکو له لارې انسانان کولای شي، نه یوازې زاړه دوستان ومومي؛ بلکې نوي ملګري هم پیدا کړي. دا شبکې د فزیکي واټنونو خنډونه له منځه وړي او انسانان له یو ب
د لوېدیځ تمدن د علمي او فرهنګي پرمختګ او نظامي ــ سیاسي تجاوز ترمنځ تضاد
د لوېدیځ تمدن د علمي او فرهنګي پرمختګ او نظامي ــ سیاسي تجاوز ترمنځ تضاد د پنځلسمې او شپاړسمې پېړۍ د سمندرۍ اکتشافاتو دور، د لوېدیځ د تمدني او اقتصادي پراختیا پیل وو؛ خو هممهاله یې د استعماري سلطې بنسټ هم کېښود. د اسپانیې، پرتګال، هالنډ، فرانسې او انګلستان استعماري سیالیو د« تمدن د خپرولو» تر پوچ شعار لاندې د اسیا، افریقا او لاتین امریکا ولسونه د طبیعي زیرمو، کاري ځواک او عقیدې له پلوه وتروړل! د تمدن د خپرولو او رسولو « Civilizing Mission»، مفکوره د لوېدیځ د اخلاقي بر ترۍ او له نورو څ
تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در افغانستان (بخش اول)
۱.خلاصه این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی بهمنظور اشتراک در ششمین کنفرانس علمی و سیاسی مجمع دانشمندان و متخصصان افغانستان تهیه گردیده است؛ کنفرانسی که با هدف استماع طرحها و نظریات اندیشمندان کشور، تحت عنوان «ایجاد وحدت نظر در جهت تدوین یک طرح ملی و همهجانبه برای استقرار ثبات دایمی در کشور» به تاریخ یکشنبه، ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، از طریق برنامهٔ زوم برگزار شد. با توجه به اینکه برای هر ارائهکننده در این کنفرانس ـ همانند پنج کنفرانس پیشین ـ تنها پانزده دقیقه وقت تعیین گردیده بود،
ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ
ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ| حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د تمرکز اصلي مرکزونه ګرځېدلي دي. د نفوس د زیاتوالي، اقتصادي فعالیتونو او ټکنالوژۍ د پرمختګ له امله، د ښاري ژوند اداره او ژوند پکې اسانول د هر حکومت او ټولنې یوه مهمه موخه ګرځېدلې ده. د ښارونو د ښه مدیریت لپاره، د ډیجیټل ټکنالوژۍ کارول او سمارټ حللارې ډېر اغېزمن رول لري. ډیجیټل ښارونه یا "سمارټ ښارونه" هغه ښارونه دي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا (AI)، انټرنېټي شبکو (IoT) او ډیټا تحل
د آزادۍ د سنګر نښان؛ د نایب امینالله خان لوګري تاریخي کلا
د غازي نایب امینالله خان لوګري تاریخي کلا، چې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ، د برکي راجان په سیمه کې پرته ده، له دوه پېړیو څخه زیاته تاریخي لرغونتیا لري او د دې ولایت له مهمو تاریخي آبداتو څخه ګڼل کېږي. یاده کلا په دولس جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده، د خونو او دهلیزونو معماري یې د غزنوي پېر له هنري سبک سره نږدې والی لري، د دغې کلا په دننه کې یوه تاریخي خونه یا مېلمستون شتون لري، چې نایب امینالله خان لوګري به پکې، د وخت له نومیالیو جهادي او سیاسي شخصیتونو سره د انګریزي ښکېلاک پر ضد د مبارز
په بهر کې د افغانستان ديپلوماتيک مرکزونو ته لنډه کتنه
په وروستۍ نيمه پېړۍ کې په افغانستان کې بېلابېلې واکمنۍ رامنځ ته شوې دي، چې افغانستان يې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړی دی او له دې سره غبرګ په بهر کې افغان ديپلوماتيک مرکزونه هم له ګڼشمېر ستونزو او ګواښونو سره مخامخ شوي دي. وروسته د طالبانو له دويمځلي يا بيا راتګ سره او د لوېديز-اشغال له ختمېدو سره د افغانستان په ديپلوماتيک مرکزونو کې هم خپلسري او سليقوي چلندونه نور هم پیاوړي شول او له کنټروله ووتل. په دې څو کرښو کې به هڅه وشي، چې په بهر کې د افغان ديپلوماتيک مرکزونو فعاليتونو ته لنډه کتنه وشي.
دروغ در ساختار جامعه فساد وګناه کبیره است
دروغ رسانه ای، یوتیوبی ، تی وی، اخباری وپروګرامی بنام ترقی تکنالوژی ، هوش مصنوعی ، کارشناس ارشد مسائل بین المللی جریان دارد ریشه بسیاری از گناهان است که در هرکلتور انسانهای دروغ گو، خود را با دروغ بزرگ جلوه می دهند، به همه کس و همه چیز بدبینی و سوءظن دارند و نګاه میکننند و با سخنان دروغ خود تملق گویی می کنند خصوصا درین اواخر که درسراسر دنیا تشنج وبحرانها بوقوع پیوسته یکعده دروغګویان بنام مهمان میاید وازهرچمنی دروغهای شاخدار تحلیل وارزیابی میکنند ! . یکی از روشهای درمان دروغ این است واقعیت است
پاکستان کې د پوځ واک: دایمي امنیت که سیاسي انحصار؟
پاکستان کې د پوځ واک: دایمي امنیت که سیاسي انحصار؟ پاکستان په ۱۹۴۷م کال د خپل تاسیس راهیسې چې د انګریز په یوه دسیسه کې له هند رابېل شو، د پوځ د ژور نفوذ تر اغیز لاندې پاتې شوی هېواد دی. د دې هېواد په سیاسي تاریخ کې درې ځل پوځ په کودتاوو په هېواد واکمن شوی او د ملکي حکومتونو تر شا هم تل د پوځ لاس محسوس دی. دا پوښتنه اوس تر هرڅه مهمه ده چې ایا د پوځ دوامدار واک د پاکستان دایمي امنیت تضمینولی شي او که برعکس، دې هېواد کې یې د ولسواکۍ او ثبات مخه نیولې ده؟ په ښکاره، پوځ ځان د نظم او ثبات س
من افغان نیستم !
من افغان نیستم ! ولي الله ملکزی اګر کسې از نسل حسن و حسین رضي الله عنهما باشد و یا از اولاد ابوجهل و ابولهب. اګر کسې مدعی وراثت کوروش کبیر، سکندر مقدومي، صلاح الدین الایوبي، چنګیز خان و یا ناپلیون بوناپرت است. اګر مسلمان است، مسیحی است، یهودی است، هندو است، بودایی است، سیک است، ایتیست است و ملحد. چه کسی علوی باشد یا عباسی، عثمانی، سلجوقی، غزنوی، غوری، ابدالی، صفوی، گورگانی و یا مغولی. احمدزی باشد، کرزی باشد، یوسفزی باشد و یا ملکزی، همه ما اکسیجن را یکسان تنفس میکنیم و زیر یک آسمان
پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو د ویشتلو حق نه لري
د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي پلوه تل له امنیتي، سیاسي او سرحدي ترینګلتیاوو ډکې پاتې شوې دي. د دې اړیکو یو له تازه بحثونو څخه دا دی چې پاکستان وخت ناوخت ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې څخه د «تحریک طالبان پاکستان» (TTP) ډله د پاکستان پر ضد عملیات ترسره کوي. په دې خاطر د ځان څخه د دفاع تر نامه لاندې ځان ته حق ورکوي چې د افغانستان په داخل کې ددې ډلې پر ضد هوايي او ځمکني بریدونه وکړي. خو له نړیوال حقوقي، سیاسي او اخلاقي نظره دا ډول کړنه نه یوازې غیر قانوني ده، بلکې د سیمې ثبات ته هم جد