کچيرې پنځه دقيقې د مطالعې او زده کړې په ارزښت ژور فکر وکړو دی پايلې ته به ورسيږو چې دوامداره مطالعه انسان خپل ځان ښه پېژني، د پرمختګ لار ورته پرانيزي،ارزښت یې لوړوي او نړۍ سره سيال کوي. هغه ملتونه چې د علم او مطالعې قدر کوي، د پرمختګ، سوکالۍ او عزت لوړو څوکو ته رسېدلي دي او راتلونکې د هغوي دې چې هر ورځ زده کړه او مطالعه کوي،د هر لحظی څخه اعظمي ګټه پورته کوي،خپل مغزو ته وده ورکوي چې ارزښت پيدا کړې او نړۍ هغه چاته ارزښت ورکوي چې نوی عصري علومو او ټکنالوژۍ سره سمبالښت ولري. زده کړه یوازې د کتاب لوستل نه دي، بلکې د فکر وده، د نظر پراخوالی، او د حقیقت لټون ته هڅونه ده. مطالعه انسان ته دا توان ورکوي چې د تېرو خلکو تجربې زده کړي، د نن ورځې ستونزې حل کړي، او د سبا د راتلونکو نسلونو لپاره یو رڼا لرونکی لوری وټاکي او که چیری دا کار ونکړي، نړۍ مخ پر وړاندې روانه ده، عذر او معذرت نه منې او پر چا رحم نه کوي.
زمونږ د ټولنې او خصوصاً ځوانانو يوه لويه بد بختي داده چې کله ښوونځی يا پوهنتون څخه فارغ شي وايې زده کړه او مطالعه پای ته ورسيده په لهولب کارونو بوخت شي او دې ته فکر او سوچ نکوي چې نړۍ هره ورځ کار کوي،بدلونونه مينځ ته راځي،ادارې او سازمانونه په نوی تکنالوژی سمبالیږي، د نن مهارت او تکنالوژي د راتلونکې لپاره ځواب نشي ويلی او کله چې زده کړه او مطالعه بنده شي د زوال ورځ شروع کيږي انتخاب ستاسو لاس کې دی چې په ټولنه او نړۍ کې د ځان لپاره موقف او ارزښت پيدا کوې او يا د يو عام شخص په څیر ژوند کوی، که چېرې موقف او ارزښت پيدا کول غواړې لږ تر لږ په څلورویشت ساعتو کی نیم ساعت د مطالعې لپاره ځانګړې کړې چې د کال یو سلو دری اتیا(۱۸۳) ساعته کیږي چې دا به ستاسو د ژوند ترټولو زرین ساعتونه وي چې ستاسو د کار،نوښت او اقتصادي پیاوړتیا لپاره کارول کیږي،ستاسو د پرمختګ او ودی سبب کیږي.
زده کړه او مطالعه د ورزش مثال لري کچیری ته هره ورځ ورزش کوی بدن عضلات مو پیاوړې کیږي او کچیرې ورزش پریږدی نو بدن عضلات مو کمزوره کیږي او کمزورې بدن وزن نشې پورته کولی همداسې مغزه هم دي کچیرې زده کړه او مطالعه پریږدی ستاسو فکري سطحه ضعیفه او ننګونی نشی زغملی او کچیرې هره ورځ زده کړه او مطالعه کوې نو ستاسو ذهن تیزیږي،هر ننګونې او ستونزی ته به د فرصت په نظر ګوری او د هغې لپاره به د حل لارې لټوی.
په اوس وخت کې زده کړه دومره ساده او ارزانه شوې چې د زده کړې ټول سهولتونه د تکنالوژی او انترنت په ‌‌‌ذریعه برابر شوې دي، په کور کې ناست یو د نړۍ بهترین پروفیسوران او متحصصین څلوریویشت ساعته د انترنت او تکنالوژی د لارې زمونږ په خدمت کې دي او بار بار کولای شو چې تحقيقي ويډيوګانې، پودکاستونه،علمي برنامې،آنلاين کورسونه په دوامداره توګه تعقيب، وخت ورته ځانګړې او استفاده ورڅخه وکړو. مونږ څو لسیزی جګړې ځپلی یو،زمونږ د هیواد تعلیمی برخه ډیر زیات زیانمن شوېده نو پکار ده چې د تکنالوژی او انترنت په مرسته د نړۍ بهترین تعلیمي او اکادمیک مرکزونو سره ځانونه ونښلو،تعلیم او زده کړه مو په نړیوال معیار برابره کړو. نړۍ د هغه چا ده چې زده کړه او مطالعه کوي نو راځئ د مطالعې دود پیاوړی او راتلونکی خپل روښانه کړو.