پاکستان کې د پوځ واک: دایمي امنیت که سیاسي انحصار؟
پاکستان په ۱۹۴۷م کال د خپل تاسیس راهیسې چې د انګریز په یوه دسیسه کې له هند رابېل شو، د پوځ د ژور نفوذ تر اغیز لاندې پاتې شوی هېواد دی. د دې هېواد په سیاسي تاریخ کې درې ځل پوځ په کودتاوو په هېواد واکمن شوی او د ملکي حکومتونو تر شا هم تل د پوځ لاس محسوس دی. دا پوښتنه اوس تر هرڅه مهمه ده چې ایا د پوځ دوامدار واک د پاکستان دایمي امنیت تضمینولی شي او که برعکس، دې هېواد کې یې د ولسواکۍ او ثبات مخه نیولې ده؟
په ښکاره، پوځ ځان د نظم او ثبات ساتونکی بولي، خو د پاکستان د تاریخ له تجربې څرګندېږي چې مطلق نظامي واک د اوږدمهاله امنیت پر ځای د سیاسي بې ‌ثباتۍ لامل شوی. د ایوب خان، ضیاءالحق او پروېز مشرف د کودتاوو پر وخت لنډمهال نظم که څه هم شتون درلود، خو د ولسواکۍ بنسټونه کمزوري شول، سیاسي ګوندونه محدود شول او د بیان ازادي زیانمنه شوه. امنیت یوازې د پوځي ځواک له لارې نه؛ بلکې د مشروع سیاست، عدالت او د خلکو د ګډون له لارې ټینګېدای شي.
د پوځ دوامدار واک د پاکستاني ولس د اوږدمهاله ګټو پر ځای، د واکمنې طبقې او پوځ د اقتصادي امتیازاتو د ساتنې لپاره کارېدلی. پوځ په سوداګرۍ، ځمکو او شرکتونو کې پراخ نفوذ لري چې دا د «پوځي پانګوالۍ»یوه بڼه ده. د دې اقتصادي ځواک له امله پوځ یوازې امنیتي اداره نه، بلکې یو اقتصادي لوبغاړی ګرځېدلی چې د ولسي حساب‌ ورکونې څخه بهر پاتې شوی.
د پاکستاني پوځ د واک دوام یوازې د کورني جوړښت محصول نه دی، بلکې د نړیوال ملاتړ، په ځانګړي ډول د امریکا او لوېدیځ د ملاتړ پایله ده. د سړې جګړې پر مهال امریکا د پاکستان پوځ ته د میلیاردونو ډالرو نظامي مرستې ورکړې، دغه ملاتړ پوځ ته دا توان ورکړ چې د کورني سیاسي نظام پر وړاندې خپل مطلق تسلط وساتي.
پاکستان شاوخوا ۷۵۰ زره پوځیان لري چې د هېواد د اقتصادي وضعیت او امنیتي اړتیاوو په پرتله ډېر زیات دي. دا لوی پوځ نه یوازې د کورني امنیت لپاره، بلکې د سیمه ‌ییزو او نړیوالو ستراتیژیکو موخو د پلیتوب وسیله ګڼل کېږي. ډیری څېړونکي په دې اند دي چې دا پوځ د امریکا او لوېدیځ د ستراتیژیکو ګټو د خوندیتوب په موخه هم ساتل کېږي، په ځانګړي ډول د افغانستان او هند په اړه د ځواک د توازن او کنټرول لپاره!
د پاکستان په بهرني سیاست کې، په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه، واک له ملکي حکومت څخه زیات د پوځ او استخباراتو (ISI) په لاس کې دی. د افغانستان په اړه د ستراتیژیک ژوروالی (Strategic Depth) سیاست له پوځ سره تړاو لري چې هدف یې د کابل په سیاست کې د اسلام‌اباد نفوذ ساتل دي. دې کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌اعتمادۍ فضا نوره هم ژوره او سړه کړې ده!
د پاکستان د پوځ دوامدار سیاسي او ستراتیژیک واک نه یوازې د ولسواکۍ او اقتصادي پرمختګ مخه ډب کړې، بلکې د سیمې د امنیت پر جوړښت یې منفي اغېزه کړې. تر څو چې په پاکستان کې پوځ له سیاست څخه جلا نه شي، نه به پاکستان دایمي ثبات ومومي او نه به د سیمه ‌ییزه سولې په هڅو کې رښتینی رول ولوبوي. د ولسواکۍ بنسټیزه اړتیا دا ده چې پوځ د قانون تر چوکاټ لاندې یوازې د ملي دفاع چارې پرمخ یوسي او د سیاست او بهرني سیاست اداره ملکي منتخب حکومتونو ته وسپاري!
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۲۰ مه
سرلوڅ مرادزی