طالباني منزوي رژیم او افغان خاوري ته د بهرنیو نیواک ګرو سترګي
د افغانستان ملي پرمختګ غورځنګ اصولي دریځ:
د طالبانو لمړی امارت چي مشري يی ملا عمر په نامه شخص ته منصوبیږي د غلط، نامتمدن، استبدادي او دیکتاتورانه کړنو له امله دي ته زمینه همواره شوه چي افغانستان د بهرنیو دولتونو او نړیوالو تندلارو ډلو د نظامي او استخباراتي رقابتونو او تقابل په مرکز بدل شي، او له امله يي په لکونو افغانان مړه، معیوب او یا په داخل کي بي کوره او خارجي هیوادونو ته مهاجر شي.
سره له دي چي ملا عمر مدعي وو چي افغانستان يي د شر او فساد د عناصرو څخه ژغورلي او ملا هیبت لله مدعي دی چي دده په اصطلاح افغانستان يي د بهرنیو د اشغال څخه خلاص کړي خو د حکومتولي او واک چلولو له پلوه د طالبانو د لمړی او دویمي دوري په تګلارو ،کړنو او کورنی سیاستونو کي کوم واضح توپیر نه لیدل کیږي، ملا محمد عمر افغانستان د بهرنیو تندلارو ډلو په امن مرکز بدل کړی وو، مګر په رسمی ویناو او څرګندونو کي تل له دي خبري انکار کیده چي ګواګي د امارت تر کنترول لاندي سیمو کي بهرني یاغیان فعالیت لري، د ملا عمر د امارت دعوا دا وه چي راغلي خلک مهاجرین دي او هر حکومت حق لري چي خپل هیواد کي بهرنیو اتباعو ته چي د خپلو دولتونو د ظلم نه بل دولت ته پناه ویسي ځاي ورکړي او ساتنه يي وکړي، خو واقیعت کي دا هغسي مهاجرین نه وو لکه څنګه چي ملا عمر دعوا کوله دوي اکثر داسي روزل شوي فکري جنګیالي وو چي د طالبانو په نظامي صفوفو کي تنظیم او د افغانستان په شمال کي چي هغه وخت برهان الدین رباني په مشری د امارت د وسله والو مخالفینو په کنترول کي وو، په وړاندي جنګیدل او له بله پلوه بیا د افغانستان د کرښو نه دباندي نورو هیوادونو کي حملي او نظامي تاسیسات يي هدف ګرځول، د کنینا، تنزانیا،او د امریکي په متحده ایالاتو بریدونه چي د القاعدي سازمان یا اسامه بن لادن چي هغه وخت د ننګرهار په توره بوړه کي پټنځاي جوړ وو، مسولیت په غاړه واخیست ددغو بریدونو ښکاره بیلګي دي. د طالبانو لمړی دور کي څومره چي د بهرنی جنګیالي او د بهرنیو اتباعو درناوي او احترام کیده د ملا عمر امارت هماغومره د افغان ملي ارزښتونو څخه کرکه څرګندوله او د افغان وګړو سره يي خشن او ناوړه چلند کاوه، د داخلي مشروعیت د ترلاسه کولو برخه کي د ملا عمر بي اعتنایي، نړیواله ټولنه کي انزوا، د ښځو په کار او تعلیم بندیز، د افغان وګړو د سیاسي او مدني ازادیو صلبول، د قیمتي منرالونو، مخدره توکو، نا قانونه وسلو قاچاقچیانو ازادنه فعالیت، صحرايي محکمي او د افغانستان د عامو خلکو سره ناسم او له تشدد نه ډک چلند د ملا عمر د پنڅه کلن دوري کارنامو څخه شمیرل کیږي.
ملا عمر ته د منصوب لښکر صفوف چي اکثریت يي پښتانه تنکي زلمیان او د دیوبندي مدارسو شاګردان وو یو نامنظم، بي دسپلینه، نا روزل شوي او ملیشه يی لښکر وو چي د شمال جبهي سره يي په هره جګړه کي زرګونه کسان يي وژل کیدل او د سر درانه زیان ورته رسیده، خو ملا محمد عمر د خپل جعلي واک چي پردیو په مټ يي ترلاسه کړی وو دومره مست او مغرور وو چي حتا خپلو افغان جنګیالیو ته يي هم په درنه سترګه نه کتله، او ددغه نا بسامانه لښکر د روزني او تجهیز دپآره يي کومه کوچنی هڅه يي نه کوله تر څو تلفات او د سر زیان يي کم کړي.
په داخلي سیاست کي ملا هیبت الله تر ملا عمر کم نه دی او نه کومه کمي يي پریښي خو ملا هیبت الله بیا د بهرنیو جنګیالو د شتون څخه چورلت انکار ځکه کوي چي د ملا هیبت لله رژیم دوحه کي نړیوالي ټولني ته ژمنه ورکړي چي د ده د واک لاندي سیمه به د بهرنیو هیوادونو په ضد نه استعمالیږي او دوي به بهرنیو جنګیالیو ته پټنځای نه ورکوي.
مګر هغه څه چي عیني واقیعت دی دا دی چي افغانستان اوس هم د مختلفو تندلارو ډلو کوربه او پټنځآي دي، چي اکثریت يي د افغانستان د کرښو نه دباندي د پاکستان تر واک لاندي سیمو کي روزل شوي او بیا افغانستان ته صادر شوي دي، کال 2023 کي ملګرو ملتونو په خپل کلني راپور کي ددی خبري پخلي وکړ چي ټول افغانستان کي 20 شلو پوري وسله وال بهرني تندلاري ډلي فعالي دي، له بلي خوا د ملا هیبت الله ته منصوب نا سنجیده بهرنی سیاست هم افغانستان د ګړنګ په غاړه ودرولی، د ملا هیبت الله امارت که له یوي خوا د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه مرستو په پلمه د امریکي د متحده ایالتونو څخه د کال په میلیاردونه ډالر نقدي کڅوړي ترلاسه کوي، بله خوا بیا سیمه کي د امریکي لوی حریف هیواد ( چین) د افغانستان په معدنونو او ځمکي لاندي زیرمو چور او تالا ګډ کړي، چي تر ډیره وخته دا حالت امریکایانو ته په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده او په دی هکله به بالاخره د دوو هیوادونو ترمنځ د ټکر احتمال نشي رد کیدلی. له بلی خوا په سیمه کي د هند او پاکستان رقابتي سیاستونو دوام هم طالباني رژیم ته یوه لویه سرخوږي ځکه دی چي له یوي خوا ملا هیبت الله او ډله يی د پاکستان د ملاتړ نه غیر ساه هم نشي کښلي خو بله خوا بیا د هند تکنالوژی، طبي پرمختګ او دیپلوماتیکو اړیکو نه غیر هم د سیاسي حیات دوام ورته سخته ده، له بلي خوا د روسي د فدراتیف دولت له خوا د طالباني رژیم د رسمیت پیژندني اعلام د بریتانیا او اروپايي هیوادونو پر دغه رژیم د بي باوري فضا لا سقه کوي، همدا ډول په نړیوال ستیج کي د ایران د اخندي رژیم پلوي او دغه ډلی سره د تفاهم په طرفداري د دوي دریځ د طالبانو د اداري څخه د منځني ختیڅ او خلیجي هیوادونو اړیکي پیکه کوي خاص د سعودي عربستان سره يی روابط ډیره رغنده نه دي او سعودي حکومت طالباني رژیم اړوند محتاطانه دریځ لري، د طالبانو انپړ او کم سواده مشرانو ته چي له نړیوالو اړیکو او دیپلوماسي څخه په بشپړه ناخبري کي ژوند کوي مشکله ده چي د سیمي اوضاع درک او په اړه يی د ملي ګټو پرمبنا یوه معقول دریځ ونیسي.
دا چي اوسني نړی د ابتکاراتو نړی ده او ولسي حکومتونه د خپلو خلکو د هوسایني او سوکالۍ دپآره یوه کوچني موقع نه ضایع کوي ځکه نو د نړی سیاسي، اقتصادی، او امنیتي اوضاع هره لحظه د تغیر او بدلون په حالت کي دی، په دې اساس دلته هغه څه چي د غور او فکر وړ دادی چي نړیواله ټولنه او د سیمي هیوادونه د ملا عمر او او ملا هیبت الله رژیمونو ته د خپلو ملي ګټو پرمبنا له بیلو زاویو څخه ګوري د پاکستان په نامه هیواد چي د تندلاریتوب، افراطیت او بنسټ پالو ډلو د ترویج، تکثیر او روزني ستر مرکز دی او له دي لاري هر کال میلیاردونه ډالر عاید ترلاسه کوي یو له هغو هیوادونو دی چي هم يی ملا عمر سره مرسته وکړه تر څو دلته واک ترلاسه کړي او هم يي ملا هیبت الله د اقتدار په ټینګښت کي ډیر ښکاره مګر پیچلی رول يي لوبولي، د ملا عمر د واک په موده کي پاکستان ته ټولي تندلاري ډلي یو ډول وي خو اوس دا قضیه فرق کوي، سره له دي چي تروریزم او طالباني افکار ټول د پاکستان د هیواد محصولات دي خو اوس پاکستاني واکمنان طالب او تروریزم په دوه کټه ګوریو ویشي یو ښه طالب او بل بد طالب، هغه افراطي ډلي چي د پاکستان ملي ګټو ته تاوان نه رسوي او د دوي د بهرنی تګلاری سره سم فعالیت کوي هغه ښه طالب او هغي ډلي چي له امله يی پاکستانی ریاست د خطر احساس لري هغه نو بد او خراب طالب یا د تروریستانو خطاب ورته کوي.
پنجابي ریاست کله هم ملا هیبت الله امارت ته د بد طالب ( تروریست) له زاويي څخه نه کتلي او نه ګوري او دا ځکه چي دوي د نوموړي په وفاداری باندي پوره باور مند دي، خو پاکستانیان او افغانستان کي ددوي لاسپوڅي واکمن طالباني رژیم د افغان ملت پال او پرمختګ پالو نهضتونو څخه کرکه او نفرت په اوج کي دی چي دا ډول کینه او بغض يی کله هم نشي پټیداي او نه يي دوی پټوي. د روان 2025 کال د اکتوبر میاشت د پاکستاني فوځیانو مستقیم یرغل په واقیعت کي د ملا هیبت الله په امارت برید نه، بلکه په ملت پال او د افغانستان د ولس په اکثریت خاموش برید وو پاکستاني جټ الوتکو په عوض د دي چي د هیبت الله پوري اړوند نظامي تاسیسات په نښه کړي چي د پاکستان د ظاهري داعيی په اساس تندلارو ډلو ته يی پناه ورکړی په کابل، پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کي ملکي او بي دفاع خلک يي په نښه کړ.
افغانستان کي خاموش اکثریت او ملت پاله افغانان خپل د پاکستان ضد احساسات هر ځلي د کرکټ په نړیوال ډګر کي څرګند کړی او پاکستاني ضد افکار اکثره د افغانستان له ښآرونو څخه راڅرګندیږي ځکه خو پنجابي جټ الوتکو د کابل ښآر ګڼ میشته ملکي سیمه او د پکتیکا د کرکټ لوبغاړی په نښه او هدف وګرځاوه چي له امله يي لسګونو بي دفاع افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د بشری حقونو نړیوال سازمان نه علاوه نور بهرني هیوادونه، نړیوال سازمانونه حتا د ملګرو ملتونو سازمان د پاکستاني رژیم دغه بریدونه ونه غانده او د خاموشی داسي فضا خوره وه چي فکر کیده نړی ټول د پاکستان دغه وحشت سره توافق لري. په همدي حال کي د طالب او پاکستاني پلاوو ترمنځ د ډز بند هوکړي ته بیا یو شمیر هیوادونو غبرګون وښوده او خپل ملاتړ يي څرګند کړ.
افغان لوري، طالب ضد جریانونه یا طالب پلوه جهادي تنظیمونو مشران او افغان سیاسي څهري هم هر یو يی د خپل لرلید په اساس د افغان په خاوره د پآکستان بریدونو ته يي بیلابیل غبرګونونه وښودل چي له دي څخه د افغان سیاسونو د بي اتفاقي او د طالباني رژیم په وړاندي د واحدي تګلاري نشتون ثابتوي. طالب پلوه ډلي، د انجو ګانو مشران دا برید د افغانستان او پآکستان جګړه وبلله او مدعی شول چي طالبان د افغانستان د دفاع جنګ کوي، ځیني بهر میشتي سیاسیون بیا دا جنګ د پاکستان او طالب جوړه شوي ګډه سناریو وبلله چي قرباني به يی افغان ولس وي او ځیني نور ګروپونه دغه جګړه د پاکستان دوه مخیتوب وبلله چي د تروریزم سره د جنګ په بهانه غواړي سیمه کي خپل نفوذ زیات کړي او د طالبانو د رژیم بهرني سیاست بشپړ ډول په خپل کنترول کی وساتي.
خو هغه څه چي ډیر واضح دی دا دی چي د طالباني رژیم او د اسلام آباد د اداري د نورو ډیرو مشترکاتو تر څنګ یو مشترک او د تفاهم ټکي دا دي چي دغه دواړه اداري ټول لر او بر وطن کي د افغان روڼ انده، وطن پالو او ازادي غوښتونکو ولسونو او نهضتونو څخه کرکه او نفرت لري او له دغه قشر څخه تل د خطر احساس لري.
پورته ذکر شوو مسایلو ته په کتو ویلي شو چي د طالباني رژیم نا سنجیده او نا متمدنه فکري تګلاره او د پنجابي ریاست شیطاني توطیی او دسیسي به بالاخره یو ځل بیا افغانستان د لویو قدرتونو د مستقیم نظامي او استخباراتي تصادم په سیمه بدله کړي چي ګټه يي پنجاب او ډیر تاوان به يی عام افغانانو ته ورسیږي.
د افغانستان ملي پرمختګ غورځنګ د پاکستان هر ډول خسمانه سیاسي، نظامي او استخباراتي برنامي چي په نتیجه کي دلته د یو مقتدر ملي دولت د ایجاد مخنیوي کیږي د پنجابي ریاست پلان شوي دسیسه بولي، په وافیعت کي دا هر څه د وطن پال، روڼ انده او افغان اکثریت خاموش ولس څخه د پنجابي ریاست روښانه او واضحي کرکي او انزجار په نتیجه کي رامنځته کیږي، په دي ډول پاکستاني ریاست له شومو او نا مشروع لارو غواړي په سیمه کي مترقي نهضتونه وځپي تر څو خپل شیطانی توطيی پلي کولو ته لاره هواره، کابل کي خپل لاسپوڅي استبدادي رژیم ته ځوان پلویان زیاد او په دي شکل عامه افکار منحرف کړي.
درنښت
د افغانستان ملي پرمختګ غورځنګ
دخپرونو څآنګه