د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له بيړنيوپيښوسره دمبارزې دكميسيون چارواكي په څه لګيادي ..؟

فضل الرحمن عمرخيل 04.02.2008 14:02
روان 1386 ليږديز لمريزكال په هيوادكې داوبوله پلوه دتيروكلونوپه پرتله خورا ښه كال وو دهيواد په هره سيمه كې بزګرو دپام وړكرنيز حاصلات لاسته راوړل اولدې لارې يې دخپل ورځني ژوند اړتياوې څه ناڅه پوره كړې خوبياهم داسې سيمې شته چې استوګن يې په خورا بدحالت كې خپل ژوند تيروي هره ورځ دهغوسيموپه ځانګړې توګه دهيواد دسهيلي سيمواستوګن دنړيوال فوځي اشر دځواكونودبمباريو ، اولدغوځواكونوسره دافغان دولت دمخالفينوپه جګړوكې ګڼ شمير بې ګناه ښځې ، ماشومان اوسپينږيري خپل خوږ ژوند له لاسه وركوي اوپاتې كورنۍ يې پدې تمه چې نن به هيوادته ددوى دخوښې وړ سوله راځي اوسبابه راځي ، خپلې شپې ورځې تيروي . خوددغوستونزو سره سره دادى دسږني ژمي يخني يوه بله هغه ستونزه ده چې دټول هيواد استوګن اوپه ځانګړې توګه د هيواد دسهيلي اوسهيل لويديځوسيمواستوګن ورسره لاس اوګريوان دي دسږكال دژمي سړې څپې اوواورو په هيوادكې سخته مرګه ژوبله واړوله ، ګڼ شمير هيوادوال موووژل ، اوياهم سخت ټپيان شول دهغوى په زرګونوڅارويو دسپينوبوسو اوداړينو ساتنځايونودنه شتون له كبله خپل ژوند له لاسه وركړ چې دغې پيښې زمونږ هيوادوالوته سخت مالي اوځاني زيانونه واړول . داچې هرڅومره زيان ورته واوښت داطبيعي پيښې دي دلوى خداى ( ج ) دامرله مخې په هره سيمه اوهرهيوادكې رامنځته كيږي دوه كاله وړاندې داندونيزياپه ګډون دختيځې آسياپه ګڼ شمير هيوادونوكې دسونامي پيښې په لكونوخلك ووژل خولدې ټولوسره سره هرهيواد دخپل حكومتي اودولتي تشكيل په چوكاټ كې له طبيعي پيښوسره دمبارزې په نامه يوه ځانګړې اداره لري چې دنده يې دهمغه هيواد دمالي منابعواوامكاناتوپه رڼاكې له طبيعي پيښوسره مبارزه اوددغوپيښوله امله له زيانمن شويوكسانوسره پخپل وخت مرسته ده چې له نيكه مرغه افغانستان هم دتاريخ په اوږدوكې له داډول پيښوسره دمبارزې په موخه يوه ځانګړې اداره درلوده اولري يې چې ددې ترڅنګ اوس خولاافغان دولت دهيواد دولسمشرددوهم مرستيال ښاغلي كريم خليلي ترمشرۍ لاندې يوه كميسيون هم په دنده ګمارلى چې داړتياپروخت دداډول پيښودرامنځته كيدوله امله له زيانمن شويوكسانوسره مرسته وكړي ددغه كميسيون په چوكاټ كې دفوايدعامې ، دكليودبيارغونې اوپراختيا ، عامې روغتيا ، كرنې اوملي دفاع وزارتونه ، دافغاني سرې مياشتې عالي ټولنه ، له پيښوسره دمبارزې ملي اداره له يوبل سره دمرستې اوهمغږۍ په رڼاكې كاركوي خوپه هيوادكې دوروستيوورښتونواويخنۍڅخه دزيانمنوشويوكسانوسره دنوموړي كميسيون داړوندووزارتونواوخپلواكواداروغبرګون ته په پام سره داسې بريښي چې دغه كميسيون اوپه سركې يې دنوموړي كميسيون مشر ( ؟ ) پخپله دنده كې ناكام شوى سره لدې چې افغانستان اوسمهال له طبيعي پيښوسره دمبارزې اړين وسايل اوامكانات نلري خودنوموړي كميسيون دمشرتابه داغيزمنې ادارې دنه شتون له كبله يې ونشواى كړاى په هيوادكې له شته امكانانوڅخه دزيانمنوشويوكسانوپه ګټه دهيواد په بيلابيلوسيموكې يخنۍ ځپلوسيموته پخپل وخت اړين توكي وروليږدوي . بله ستره ستونزه چې زه يې يادول غواړم هغه دهيوادله يوشميرولايتونوسره ددغه كميسيون دسردسړيو ( ؟ ) ځانګړې خواخوږي ده چې دغې چارې هم زيانمنوشويوخلكوته دمرستې په رسولوكې خنډونه پيداكړي څوورځې وړاندې پدې اړه له يوې راديوسره په ولسي جرګه كې دكابل دخلكواستازې آغلې شكرې باركزۍ په يوه ځانګړې مركه كې دغه ټكي ته اشاره وكړه اوزياته يې كړه چې دځينوراپورونوله مخې له بيړنيوپيښوسره دمبارزې دځانګړي كميسيون مشرتابه يوشميرهغوولايتونوته چې دځينونورو ولايتونوپه پرتله وروستيووروښتونوډيرندي ځپلي ، ځانګړې پاملرنه كړي اوهغوته يې زيات مواد ورليږلي دي همداراز دروان كال دسلواغې دمياشتې په 14 نيټه ماښام مهال په كابل ښاركې له لمرتلويزيون سره په ولسي جرګه كې دكوچيانودچارودكميسيون مشرښاغلي علم ګل كوچي په يوه ځانګړې مركه كې زياته كړه چې ماڅوڅوځله دهيواد دكرنې وزيرته وويل چې كوچيان دژوند په خورا بدحالت كې دهيواد په بيلابيلوسيموكې ميشت دي كه چيرې دهغوى څارويوته واښه ونه ليږل شي ښايي هغوى له يوه سترناورين سره مخ شي خوبياهم ددې ستونزې دحل په برخه اړين ګامونه ندي پورته كړي دنوموړي پرويناچې دهيواددكرنې وزير ښاغلي رامين يواځې د 270000 ددوه سوه اويازره افغانيوپه لګښت دهيواد دشمالي سيمودمالدارانولپاره واښه پيرلي چې هغوى له آره كوچيان نه بلكه كليوال خلك دي دنوموړي په ويناچې ماڅوځله دغه ستونزه دهيواد دولسمشرترغوږوهم ور رسولې . يوه بله لويه ستونزه چې ددغه كميسيون داړوندو اداروترمنځ شتون لري ، هغه ددوى ترمنځ دنه همغږۍ موجوديت دى چې په همدې تړاو كله چې دروان كال دسلواغې دمياشتې په 13 نيټه دنوموړي كميسيون غړي چارواكي ددوى دچارودسپيناوي په موخه ولسي جرګې ته وربلل شوي وه ، پردوى باندې دوكيلانودپرله پسې نيوكوپه لړكې دعامې روغتياوزير ګواښنه وكړه كه چيرې ورسره دهيواد په بيلابيلوسيموكې دوروستيوورښتونوله كبله دهغوګڼ شميرناروغانوددرملنې په موخه ددغه كميسيون غړي چارواكي مرسته ونكړي ، دى به لدغه وزارت څخه استعفاوكړي . دښاغلي فاطمي له ويناڅخه داسې انګيرل كيږي چې ددغه كميسيون دغړوترمنځ د نظريووالي شتون نلري اولدوى څڅه يې هريوهڅه كوي چې د هيواد له دغوناڅيزه اكماناتوڅخه هم دخپل كوركلي په ګټه استفاده وكړي نه ديوې ملي غميزې دمخنيوي لپاره . زماپه آند كه چيرې دنوموړي كميسيون دغړو اړوندې چارې په همدې ډول روانې وي نولرې نده چې هيواد اوهيوادوال به مودطبيعي پيښوڅخه دوراوښتوزيانونوترڅنګ دقومي اوځان غوښتونكوسياستونوقرباني شي لكه څرنګه چې دتاريخ په اوږدوكې دهيواد ټولوقومونوددغه هيواد په غم اوښادۍ كې په ګډه برخه اخيستې اوس هم بايد افغانان په مساويانه توګه ددغه هيواد له شته امكاناتوڅخه ګټه پورته كړي .
په پاى كې زماهيله دهيواد له ولسمشرڅخه داده چې مهرباني وكړه دحكومتي چارو دسرته رسولوپه برخه كې وړ اوپه كارپوه كسان وګماره ، هسې كسان چې دپوهې اوكارې وړتياترڅنګ دهيواددميشته ورونو قومونوترمنځ ديووالي اودهيواد لوړوملي ګټوته ژمن وي اوكه داسې نه وي نولرې نده چې دافغانستان كښتۍ به ددغوځان غوښتونكوكسانودځاني اوقومي ګټودترلاسه كولوپخاطرپه سيند لاهوشي .