د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فضل الرحمن عمرخيل

11.01.2011 18:57    |   فضل الرحمن عمرخيل آياپښتانه په رښتياالقاعده ياجاسوسان دي ؟

پښتانه چې دخپل هيواد ، د ورونوقومونوپه مينځكې ترټولوسترقوم دی چې دافغانستان په نوم پدغه جغرافيوي محدوده كې دخپلې پنځه زره كلنې استوګنې پرمهال يې ګڼې لوړې ، ژورې ليدلي ، كله يې دوخت ديرغلګرانويرغلونه په شاتمبولي اوپه پايله كې يې پرنورو حكومتونه كړي اوكله خوبيا داسې هم شوي چې نورودې پردوی دحكومت كولوتكل كړی وي . خوله نيكه مرغه چې لدې ټولوسره ، سره تراوسه داسې نده پيښه شوې چې دغه قوم دې دنوروارادوته دتسليم سرټيټ كړی وي ، بلكې دخپل دغه اوږده ، زرين اولرغوني تاريخ په اوږدوكې يې دنړۍ دهرښكيلاكګرمخ ته څپيړه وركړې چې ښې بيلګې يې دلوی سكندرڅخه نيولې ترګوډتيمور ، ګورګين ، انګريز ، روس او………..؟ پورې په افغانستان باندې دنړۍ دهرمهال داستعماري ځواكونوديرغلونوپه شاتمبول دي .

03.01.2010 08:46    |   فضل الرحمن عمرخيل ژمی به تيرشي خودسكرومخ به همغسې تورپاتې وي

په هغه هيوادونوكې چې دسياسي رژيم مراندې يې په ولسواكۍ ولاړې وي دپارلمان اوسياسي اپوزيسيون شتون حتمي دی اوهمدالامل دی چې ولس دخپلوهيلواونظرياتودلاسته راوړلولپاره خپل استازي پارلمان ته ورپيژني ترڅوهلته دخپلومؤكلينوله ګټوڅخه ننګه وكړي چې دغه چاره بايد په افغانستان كې هم ترسره شوې وای خوله بده مرغه چې دلته ددغې چارې پايله هله معكوسه راووته چې دولسي جرګې له خوا دكرزي كابينې ته دتيرې ورځې په رايه وركولوكې فاشيست رهين بريالی راووت ، رهين هغه څوك وو چې يوځل همدغه پارلمان دنوموړي دفاشيستي كړنوپه بدل كې په غوڅ اكثريت سره ردكړخوداځل هغه پداسې حال كې دپارلمان له ړندې ژرندې څخه روغ راووت چې دپيشنهادشوې كابينې نوراوه لس تنه وزيران دهغوی له خواردشول .

20.12.2009 08:19    |   فضل الرحمن عمرخيل كرزی صيب ! همداموسزاشوه

دادی له اوږده انتظاروروسته هغه ورځ راورسيده چې دروان ليږديزلمريز۱۳۸۸ كال دولسمشرۍ په جنجالي ټولټاكنوكې بېسياله ګټونكي ښاغلي حامدكرزي دخپل لومړي مرستيال قسيم فهيم پواسطه دخپل راتلونكي حكومت غړي ( وزيران ) دهيوادولسي جرګې ته وروپيژندل ، ماهم چې له مودوراهيسې مې ددغه نوملړداوريدوپه موخه دراديوڅپې تعقيبولې باآلاخره مې نن دغه تنده دناهيلۍ اونااميدۍ په اوبوماته شوه .

21.08.2009 20:11    |   فضل الرحمن عمرخيل دپرونيوټاكنوبهيرته په كتوبه راتلونكی نظام مشروعيت ولري؟

لكه څرنګه چي درنو اوقدرمنو لوستونكووليدل باالآخره دروان كال دزمري دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه دافغانستان په تاريخ كې دولسمشرۍ دوهم ځل ټاكنې ترسره شوې دغه ټاكنې سره لدې چي دملګروملتونودامنيت شوری په ګډون ، افغان حكومت اودهغه ګڼولويديځوملاتړوهيوادونوبريالۍ وبللې خوداچې هغه په رښتيابريالۍ وې اوكنه .....؟

13.05.2009 11:11    |   فضل الرحمن عمرخيل ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمننې پيغام

04.11.2008 03:20    |   فضل الرحمن عمرخيل ولې يوشميرخلك له سولې څخه ويره لري؟

26.10.2008 22:22    |   فضل الرحمن عمرخيل دپاكستان اقتصادي ستونزوته يوه لنډه كتنه

19.10.2008 21:11    |   فضل الرحمن عمرخيل يوپټى ريشقه يې وخوړه لا يې هم مږه بولي؟

15.10.2008 20:15    |   فضل الرحمن عمرخيل اوسني اربكي هغه دپخوانيودندې نشي ترسره كولاى

13.10.2008 20:02    |   فضل الرحمن عمرخيل آياافغان پوليس په رښتياملي دي؟

05.08.2008 11:18    |   فضل الرحمن عمرخيل باجوړچې نه خورۍ نوبد خوپرې مه وايئ

10.03.2008 22:32    |   فضل الرحمن عمرخيل مسلمانانوته څه پكاردي ..... ؟

04.02.2008 13:02    |   فضل الرحمن عمرخيل له بيړنيوپيښوسره دمبارزې دكميسيون چارواكي په څه لګيادي ..؟

03.06.2007 02:00    |   فضل الرحمن عمرخيل دوستم څه غواړي ؟

02.04.2006 02:00    |   فضل الرحمن عمرخيل ملي كلتور اوملي ستراتيژي

02.03.2006 02:00    |   فضل الرحمن عمرخيل دافغانستان په ځوان سياسي بهيركې دپارلمان اوسياسي ګوندونو ونډه