د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آياپښتانه په رښتياالقاعده ياجاسوسان دي ؟

فضل الرحمن عمرخيل 11.01.2011 19:57

پښتانه چې دخپل هيواد ، د ورونوقومونوپه مينځكې ترټولوسترقوم دی چې دافغانستان په نوم پدغه جغرافيوي محدوده كې دخپلې پنځه زره كلنې استوګنې پرمهال يې ګڼې لوړې ، ژورې ليدلي ، كله يې دوخت ديرغلګرانويرغلونه په شاتمبولي اوپه پايله كې يې پرنورو حكومتونه كړي اوكله خوبيا داسې هم شوي چې نورودې پردوی دحكومت كولوتكل كړی وي . خوله نيكه مرغه چې لدې ټولوسره ، سره تراوسه داسې نده پيښه شوې چې دغه قوم دې دنوروارادوته دتسليم سرټيټ كړی وي ، بلكې دخپل دغه اوږده ، زرين اولرغوني تاريخ په اوږدوكې يې دنړۍ دهرښكيلاكګرمخ ته څپيړه وركړې چې ښې بيلګې يې دلوی سكندرڅخه نيولې ترګوډتيمور ، ګورګين ، انګريز ، روس او………..؟ پورې په افغانستان باندې دنړۍ دهرمهال داستعماري ځواكونوديرغلونوپه شاتمبول دي .
سره لدې چې افغانانواوپه ځانګړې توګه پښتنودخپل پيرهريرغلګرپه شاتمبولی اوهغه ته يې سخته ماته وركړې خولدې ټولوسوبواوبرياووسره ، سره بياهم زمونږدښمنان په كرارندي ناست تل يې مونږته دوخت دسياسي اواستعماري دود سره سم ستونزې اومشكلات پيداكړي چې هغه ترټولوستره اووروستۍ يې دنړيوال ايتلاف ، افغان دولت اوددولت دوسله والومخالفينوله خوا ، دالقاعده اوجاسوس په نوم دپښتنوعلماو، سپين ږيرو ، روڼ آندواوقومي مشرانووژل دي ، دغې چارې دآسياپه زړه ( افغانستان ) كې دغه ستراووياړلي قوم له سختوسياسي ، ټولنيزو ، اقتصادي ننګونوسره مخ كړی چې كه چيرې ددغې مهلكې ستونزې دمعقول اوعادلانه حل لپاره پرخپل وخت منطقي اوكوټلي ګامونه پورته نشي نوزماپه آندلرې به نه وي چې ددغې سيمې پاتې نورقومونه دې هم ددغه مصنوعي اورقرباني شي .نوددې لپاره چې خبره راڅخه اوږده نشي ، رابه شم خپل اصل مطلب ته :
لكه څرنګه مې چې په سريزه كې يادونه وكړه چې زمونږ ملايان ، روحانيون ، قومي مشران اوروڼ آندي دناټوپه نوم دنړيوال آشر ( ايتلافي ځواكونو ) ، افغان دولت اوددولت دوسله والومخالفينوله خوا دالقاعده اوجاسوس په نوم ديوويشتمې پيړۍ هغه په ترټولووحشي اوبيرحمانه توګه وژل كيږي اوس پوښتنه داده چې آيامونږ ( پښتانه ) په رښتياالقاعده ياجاسوسان يو……..؟ چې ديوويشتمې پيړۍ دتمدن ، پرمختګ ، عدالت ، بشري حقوقو اوديته ورته دګڼوشعارونوپه پيركې په دومره ظلم اوستم سره وژل كيږو، اوكه ددې ټولوظلمونوترشاكومه له وړاندې څخه پلان شوې لوبه روانه ده …….؟ چې زه غواړم دخپلې ليكنې په ترڅ ورته دامكان تربريده ځواب پيداكړم .
كه چيرې مونږدتاريخ په اوږدوكې دپښتون قوم سياسي اوټولنيز ژوند ته پام وكړو نوجوته به شي چې پښتون ټبرديوه مدني اوسوله پال قوم په توګه په كوردننه دخپلونورو، ورونوقومونواوله هيواده بهردخپلوګاونډيانوسره دمتقابل درناوي داصل پربنسټ ښه ژوند كړی اودخپلواسلامي اوافغاني رواياتوپه رڼاكې يې له هغوی سره نيكې اړيكې پاللي دي ، تل يې په سيمه كې داسې كړنې ترسره كړي ترڅويې هم ځان ته خيرورسيږي اوهم ورڅخه نورقومونه اوولسونه ګټه پورته كړي چې له همدې امله يې تل هڅه كړې په نړۍ كې په عام ډول اوپه سيمه كې په ځانګړې توګه دمحكوموولسونودروا ، اومشروع حقوقودترلاسه كولو، په نړۍ كې ددغه سترانساني اواسلامي ارزښت دپلي كيدا ، او دغلامۍ له غړوندي څخه ددغوولسونو دخلاصون په موخه هرډول ګامونه پورته كړي چې له بريتانوي استعمارڅخه داوسني هندوستان اوپاكستان دخپلواكۍ دداعيې ننګه يې ستره بيلګه ده .
كه چيرې مونږ دپښتنوقومي رواياتواودودونوته وګورونوكله هم داسې ندي ليدل شوې چې هغوی دې پرنوروتيری كړی وي بلكې تل يې پرځان ، مال اوناموس باندې له تيري څخه دفاع كړې چې له نيكه مرغه دخپلې دغې ځانګړنې له امله دنړۍ دګڼوقومونوترمنځ ځانګړی مقام لري ، همدارنګه پښتانه ديواوبل پرضد دجاسوسۍ پرځای يواوبل ته په ميلمه پالنه كې خورا ستر نوم لري چې دنړۍ مسلمان اوغيرمسلمان استوګن هغه چې دپښتنولدغې ځانګړنې سره پوره بلدتياولري ، دهغوی په ميلمه پالنه اعتراف كوي .
دپښتنودپورتنيوځانګړتياووسره ، سره د ۲۰۰۱ زيږديځ كال دسپټمبرديولسمې پيښې يوځل بياپه نړۍ كې پښتون ضد حساسيتونه راوپارول اودغې چارې يوشميرهغواستعماري هيوادونوته چې لاله وړاندې يې افغانستان ته دڅلورم ځل راتګ پلمې لټولې ، دا بهانه پلاس وركړه ترڅودهغوی په خبره دالقاعده دله منځه وړلولپاره افغانستان ته راشي اوپرهمدې موخه يې دخپلوپخوانيوماتودجبران كيدولپاره پښتانه اوپښتون قوم خپل هدف وټآكه اوله القاعده سره دتړاوپه توريې تورن اولدغه سازمان سره يې په يوه سياسي تله كې وتلل ترڅووكولای شي پدې پلمه له پښتنوڅخه دمكناټن اوډاكټربرايډن دمرګ اوژوبلې كسات واخلي .
يوه بله ستره ستونزه په افغانستان باندې دامريكاپه مشرۍ دنړيوال آشردځواكونوديرغل سره سم په يوشميرافغانانواوپه ځانګړې توګه په پښتنوپرته لدې چې دهغوی دكاري اومسلكي بوختياووپه هكله پوره څيړنې وشي ، دجاسوس ټاپې ولګيدې او، ووژل شول چې وروسته بياآن ددولت دوسله والومخالفينوشخصي څيړنوهم وښوده چې په ډيری مواردوكې پدې هكله اشتباوې شويدي ، خوزه بياوايم چې له سياسي پلوه نه پښتانه ، القاعده دي اونه هم ددولت دمخالفينوپه تعبيرجاسوسان ، ځكه كه چيرې سړی دالقاعدې سياسي جوړښت اوسياسي غوښتنوته ځيرشي نوداپه ډاګه كوي چې له سياسي پلوه القاعده په نړۍ كې دخپل ډول ځانګړي تشكيلات ، تمايلات اوغوښتنې لري چې دغه چاره داجوتوي چې مونږ ( پښتانه ) له القاعده سازمان سره له سياسي پلوه هيڅ ډول تړاونلرو نوويلای شو چې پښتانه ، نه له القاعده سره كومه سياسي ياايتنيكي اړيكه لري چې دغه چاره دې دنړيوال آشر( ايتلاف ) لپاره دپښتنودوژلوفتوی پلاس وركړي اونه يې هم هسې چې دافغان دولت دوسله والومخالفينوپه ليكوكې تعبيركيږي ، دناټوځواكونولپاره دهغوی پرضد جاسوسي كړې وي ، چې هره ورځ يې په يواوبل نوم سرونه له تنه جلاكيږي .
نوپدې توګه ويلای شوچې پښتانه په سيمه كې پخپلوملي اواسلامي ارزښتونومين خلك دي ، تل خپل خيردبل په خيركې لټوي ، تراوسه داسې نده پيښه شوې چې پښتنودې خپل خيردبل په شركې لټولی وي اويادې يې هم خپل ځانونه دخپلوملي اواسلامي ارزښتونوله پاللوڅخه پرته دبل په ګټه قربان كړي وي نودپښتنوپورتنيوځانګړتياووته په پام سره ويلای شم چې دالقاعده اوجاسوس په نوم دپښتنووژل ، ښايي دنړۍ دستروشيطاني ځواكونواوپه سيمه كې دهغوی دتالي څټوهيوادونوله وړاندې څخه دطرحه شويو پلانونو يوه برخه وي چې له امله يې دغه اوسنی اوردپښتنوپه سيموكې بل شوی دی ترڅولدې لارې دسيمې اونړۍ هغه هيوادونه چې غواړي دخپلوپخوانيواستعماري پلانونودپلي كولوپه دوام ، اوبه خړې كړي اوكبان پكې ونيسي ، اووكولای شي دآسيادزړه ( افغانستان ) دغه غيرتي اووياړلی قوم لكه پخوايې هم چې دخپلوطرحوپه پايله كې په دوه ټوټووويشه ، اوس يې يوځل بيادوخت دنويوسياسي نقشوسره سم دخپلولوبوقرباني كړي .
نوددې لپاره چې په عمومي توګه مونږ پښتانه اوپه ځانګړې توګه هغه پښتنې ميندې ، خويندې اوتورسرې چې هره ورځ دخپلونازولوپه ويراوښكې تويوي ، لدې زيات ونه كړيږونولازمه ده چې افغان دولت اودهغه وسله وال مخالفين دخپلوملي اواسلامي ګټواوتاريخي مسوليت په درك كولوسره اجازه ورنكړي چې دجګړې ددواړوخواووغيرافغاني لوبغاړي دخپلوسياسي ، اقتصادي او................ ؟ موخودترلاسه كولولپاره مونږ پښتانه لدې زيات دخپلې تپل شوې جګړې قرباني كړي اوكه چيرې داسې ونشي نولرې نده چې تاريخ به دجګړې دافغاني لوريوپه هكله خپله پريكړه وكړي چې زماپه آند هغه دچاخبره هغه مهال به اوبه له ورخه تيرې وي .


يادونه : له درنواوقدرمنولوستونكوڅخه په درناوي هيله كيږي چې دقلم عفت ته په درناوي سره پرليكنه خپلې تبصرې وليكي .