د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژمی به تيرشي خودسكرومخ به همغسې تورپاتې وي

فضل الرحمن عمرخيل 03.01.2010 09:46

په هغه هيوادونوكې چې دسياسي رژيم مراندې يې په ولسواكۍ ولاړې وي دپارلمان اوسياسي اپوزيسيون شتون حتمي دی اوهمدالامل دی چې ولس دخپلوهيلواونظرياتودلاسته راوړلولپاره خپل استازي پارلمان ته ورپيژني ترڅوهلته دخپلومؤكلينوله ګټوڅخه ننګه وكړي چې دغه چاره بايد په افغانستان كې هم ترسره شوې وای خوله بده مرغه چې دلته ددغې چارې پايله هله معكوسه راووته چې دولسي جرګې له خوا دكرزي كابينې ته دتيرې ورځې په رايه وركولوكې فاشيست رهين بريالی راووت ، رهين هغه څوك وو چې يوځل همدغه پارلمان دنوموړي دفاشيستي كړنوپه بدل كې په غوڅ اكثريت سره ردكړخوداځل هغه پداسې حال كې دپارلمان له ړندې ژرندې څخه روغ راووت چې دپيشنهادشوې كابينې نوراوه لس تنه وزيران دهغوی له خواردشول .
داسمه ده چې كله يوكس دولس داستازي په توګه پارلمان ته ورپيژندل كيږي نوهلته بايد ديوه هيواد دسياسي چاپيريال په پام كې نيولوسره پريكړه وكړي خوشرط به پكې داوي چې دخپلومؤكلينودګټوڅخه به ننګه كوي خوله بدمرغه چې په پارلمان كې زمونږ دپښتني سيمووكيلانوپرونۍ غيرشعوري اوغيرسياسي پريكړې داپه ډاګه كړه چې هغوی ددې پرځای چې دخپل ولس له سياسي اوحقوقي ګټوڅخه ننګه وكړي ، پخپلوشخصي ګټوپسې ولاړل چې پايله يې په افغان ملي اواسلامي كلتورباندې دفاشيست مخدوم رهين يوځل بياتپل شول .
كله چې دسږكال دولسمشرۍ ټولټاكنې ترسره كيدې نوهيوادوالووليدل چې په پښتني سيموكې پښتنويواځې پدې ګناه چې پدغوناوليوټولټاكنوكې يې ګډون كړی وو ، دخپل خواږه بدن غړي له لاسه وركړل زماپه آندددغوپښتنونه كرزی صيب خوښيده اونه هم دهغه تاجك اوهزاره مرستيالان ، بلكې هغوی يواځې اويواځې دغه قرباني ددې لپاره وركړه چې په راتلونكوپنځوكلونوكې پخپل هيوادكې پښتون قوم له سياسي اوكلتوري پلوه په امن وي خوپه پارلمان كې دپښتون ميشتوسيمودوكيلانوپروني سياسي همت اوميړانې ( ؟ ) داپه ډاګه كړه چې پښتانه بايد پخپل سياسي تقديريوځل بياله سره كتنه وكړي ځكه ددغووكيلانوپرونی پريكړې زمونږ كلتوري اوفرهنګي برخليك يوځل بيافاشيست اوعياش رهين ته پلاس وركړ .
دپښتنوسيموتش په نوم پښتانه وكيلان بايد هيره نكړي چې ددوی پرونۍ پريكړه به دپښتون قوم په سياسي تاريخ كې ځانګړی ځای ولري اوددغه قوم سياسي تاريخ به يې كله هم ونه بخښي اوژرده چې دغه وكيلان به دخپلې غيرشعوري رايې داستعمال نتيجه پخپله وويني . زه دهيواد داطلاعاتواوكلتوردوزيرپه توګه درهين دبياټاكل كيدوپړه ځكه په پښتنووكيلانووراچوم چې ماتيره شپه له يوه پښتون وكيل سره پدې اړه په تليفون خبرې كولې نوموړي پرته لدې چې خپله تيروتنه ومني ، راته وويل چې رهين ته خوښځورايه وركړه خوزه ورته وايم چې په پارلمان كې دپښتون ميشتوسيموښځواونارينه وكيلانوخپله رايه په غيرشعوري توګه استعمال كړې اوكه داسې نه وای نوكله به هم هغه رهين چې يوځل يې دپارلمان ميشتووكيلانودنه باورڅپيړه پرخپل مخ خوړلې وه ، داځل په دومره قوت بريالی شوی وای .
زه سره لدې چې له لويه سره ولسي جرګې ته دپيشنهادشوې كابينې له نوملړسره موافق نه وم اوپدې اړه مې يوه ليكنه (( كرزی صيب ! همداموسزاشوه )) هم په رسنيوكې چاپ شوې وه ، خوبياهم پدغه نوملړكې داسې پښتني څيروشتون درلودچې دكرزي صيب په تيره اته كلنه دوره كې يې دخپلې كاري وړتياپه بركت كافي لاسته راوړنې درلودې ، خوهغوی هم ددغوخوب وړيووكيلانودغيرشعوري پريكړې قرباني شول .
په پای كې بايد ووايم چې په ټوله كې دپارلمان غړي اوپه ځانګړې توګه پښتون ميشتي وكيلان دخپلې رايې داستعمال پرمهال دكرزي صيب په ګډون ديوشميركړيودغوړواونرمووعدوتراغيزې لاندې راغلي وه اوكه داسې نه وای نوبايد تورن اسمعيل خان اووحيدالله شهراني بايد په يوه تله تلل شوي وای ځكه دمسلك له پلوه نه تورن اسمعيل خان داوبواوانرژۍ وزارت وړتيالرله اونه يې هم وحيدالله شهراني دكانونودوزارت وړتيالري خودوی داكارځكه وكړچې ښايي دولسمشرله خواورته سيګنال وركړشوی وي . ددې لپاره چې خپله ليكنه راونغاړم نودافغانستان داطلاعاتواوكلتوروزارت دوزيرپه توګه دفاشيست رهين دوهم ځل ټاكنه له پښتون كلتوراوفرهنګ سره دكرزي اوپارلمان ميشتوتش په نوم پښتني وكيلانو ستره جفابولم اوژرده چې دپښتون قوم سياسي تاريخ به پدې هكله خپله پريكړه وكړي خوهغه دچاخبره (( ژمی به تيرشي خودسكرومخ به همغسې تورپاتې وي )) .