د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

كرزی صيب ! همداموسزاشوه

فضل الرحمن عمرخيل 20.12.2009 09:19

دادی له اوږده انتظاروروسته هغه ورځ راورسيده چې دروان ليږديزلمريز۱۳۸۸ كال دولسمشرۍ په جنجالي ټولټاكنوكې بېسياله ګټونكي ښاغلي حامدكرزي دخپل لومړي مرستيال قسيم فهيم پواسطه دخپل راتلونكي حكومت غړي ( وزيران ) دهيوادولسي جرګې ته وروپيژندل ، ماهم چې له مودوراهيسې مې ددغه نوملړداوريدوپه موخه دراديوڅپې تعقيبولې باآلاخره مې نن دغه تنده دناهيلۍ اونااميدۍ په اوبوماته شوه .
ماپه خوراليوالتيادغه بهيردتلويزيون په پرده له پيله ترپايه تعقيب كړكله مې چې په ولسي جرګه كې پدغه مناسبت په جوړې شوې غونډه كې په پارلماني چاروكې ددولت دوزيرښاغلي محمدانورجګدلك له خولې ددغونوماندو وزيرانونوملړترغوږشو، په رښتياچې سخت خفه اوناهيلی شوم ، هغه لدې كبله چې مونږ افغانانوسره لدې چې زمونږ په سياسي تاريخ كې موترټولودبدنوم لرونكې دولسمشرۍ ټولټاكنې ترشاپريښودې ، هيوادوالوموتش پدې نوم چې پدغه ټولټاكنوكې يې برخه اخيستې وه ، دخپل خواږه بدن غړي پكې له لاسه وركړل خوبيايې هم تمه داوه چې زمونږ دسرونواودبدن دغړوپه بيه دترسره شووټولټاكنوپه پايله كې دګټونكي ولسمشرله خوابه زمونږ په ټپونودمالګې پرځای پټۍ ولګول شي خوافسوس اوسل ځله افسوس چې زمونږ هيلې داځل هم دتيرپه څيردتشووعدوخوراك شوې اوپرقسمت موهغه پچه وختله چې يوځل مومخكې هم په برخه شوې وه دغه پچه په نوې كابينه كې دګڼونوروهغومجهول الهويته څيروترڅنګ چې په نوملړكې موجودول ، يوهم سيدمخدوم رهين وه .
سيدمخدوم رهين دښاغلي كرزي په تيره كابينه كې يوله هغوكسانوڅخه وه چې دنوموړي دپښتون ضد ، اسلام ضد اوافغان ضدفعاليتونوله امله يوځل ولسي جرګې په غوڅ اكثريت سره وراټه اودخپلې باوررايې له لورينې څخه يې بې برخې كړخوداځل بياولسمشركرزي دهغوافغانانودسرونو، لاسونو، ګوتواوغوږونودقربانۍ په بدل كې نوموړی يوځل بياداصيل افغاني اواسلامي كلتوردساتلو ( ؟ ) لپاره ولسي جرګې ته ورمعرفي كړ، زه وايم چې آفرين اوسل ځله آفرين هرڅوك دې همداسې ولسمشرولري اوهرڅوك دې دهغه دواك ته رسيدولپاره همداسې قرباني وركوي لكه چې په تيروټولټاكنوكې دپښتون ميشتوسيموپښتنووركړه اودهغوی دقربانۍ په بيه بريالی شوی ولسمشردې هم همداسې بدله وركوي لكه سيدمخدوم رهين يې چې دهغوی په كلتوريوځل بيامسلط كړ.
زماپه آندولسمشركرزی ګرم ندی ښايي هغه دواك په مزواوچړچوكې غرق وي خوګرم هغه قوم دی چې لاتراوسه يې له خپل تاريخ څخه څه ندي زده كړي تل دواكمنوپه غوړواونرمووعدوباوركوي اودهغوپه يوه تشه اوغولونكې وينااوشعارتيروځي ، كله چې دتيروولسمشرۍ ټولټاكنې ترسره كيدی زه له هيواده بهرپه يوه تحصيلي سفرتللی وم خوله هغه ځايه مې درسنيوپه مټ دغه بهيرله نږدې څاره ، كرزي صيب چې هغه مهال كومې وعدې ولس اوپه ځانګړې توګه په افغان لانجه كې اصلي زيانمن لوري پښتون قوم ته وركولې چې ګنې زه به تاسوته يوه رښتينې مسلكي ، كارپوه اومسلمانه كابينه جوړوم تاسوته به امنيت راولم ، ددولت له وسله والومخالفينوسره به په هره بيه چې كيږي ، خبرې كوم خوپرون مې چې وليدل دهغوټولووعدوپايله سيدمخدوم رهين په ګډون ديوڅوهغوڅيروشتون وه چې ښايي نه به په افغانيت باورلري اونه هم ددولت له وسله والومخالفينوسره په خبرواترو.
(( بايد يادونه وكړم چې دكرزي صيب دهغه مهال دتشووعدوپرسرخوزمادوه تنه نږدې ملګري اوس هم داسې سره خفه دي چې تراوسه يې هم دپخلاكيدوهيڅ څرك نه ليدل كيږي اولاهم دخپلې كينې له مخې په يواوبل پسې ليكنې كوي خودكرزي صيب پروني اعلان دواړه داسې ناهيلي كړل چې ښايي تيره شپه به يې ډوډۍ نه وي خوړلې .))
په هرصورت كه چيرې په اعلان شوې كابينه كې دكانديدوزيرانو ، نوملړته وكتل شي ديوڅوتنوڅخه پرته چې مسلكي وړتيااوافغاني تعهدبه ولري پاتې نوريې ټول هغه كسان دي چې نه مسلك لري اونه هم دهيواد اوحاكم نظام سياسي ګټوته وفاداردي بلكې ددغوارزښتونوپرځای دخپل دوهم هيوادګټوته لومړيتوب وركوي ، كله چې دتيرې كابينې دكارپرمهال داوبواوانرژۍ وزارت اودسيدمخدوم رهين دوزارت پرمهال داطلاعاتواوكلتوروزارت فعاليتونواوكړنوته وكتل شي نوزماپورتنۍ ادعاپكې له ورايه ثابيتيږي . دغودواړووزارتونوته اوسنيوكانديدوزيرانودخپل كارپرمهال هڅه كړې چې هرڅه دايراني اخندانوپه خوښه ترسره كړي دايران فرهنګ ته يې په افغانستان كې دپلي كيدوهڅې پيل كړې كه چيرې دهغه مهال دتش په نوم ملي راديواوتلويزيون دخپرونوآرشيف وكتل شي نودرهين صيب ايرانيتوب پكې له ورايه معلوميږي اوښايي لوستونكي به له ماسره درهين دايرانيتوب په برخه كې همغږي وي .
همدارنګه كله چې سړی داوبواوبريښناوزارت تيروكاري اومسلكي فعاليتونوته ځيرشي نوجوتيږي چې پدغه وزارت كې هرڅه دكرزي صيب ددوهم ځل پيشنهادشوي دمسلكي اوكارپوه وزيرصيب دتخصص اوكاري وړتيانتيجه ده چې نن افغانان دنوموړي دبې توپيره بريښناويشنې له امله دبريښناخاوندان شوي همدارنګه كه چيری سړی دنوموړي كانديدوزيردكارپرمهال داوبواوبريښناوزارت تړونونوته پام وكړي نودهغو غوښنه برخه هغه ته داوسني مسلكي اوكارپوه ( ؟ ) كانديدوزيرله ملاتړي هيواد ايران سره ترسره شوي ، زماښه په ياددي چې داوبوانرژۍ وزارت له ايران هيواد څخه هغه جنراتورونه وپيرل چې لاله وړاندې په ايران كې دډيروكاريدوله امله استهلاك شوي وه ، همدارازدنوموړي ددندې پرمهال خودننګرهارښاراستوګنوپرله پسې شكايتونه وكړل چې دويته دبريښناپه برخه كې دهرات په پرتله دموراوميرې چلندكيږي .همدغه كانديد وزيرهغه مهال له فزيكي پلوه دافغان دولت وزيروه خوله فكري پلوه يې ددغه نظام جرړې په تبروهلې اوټول وخت يې دنظام پرضد په ټلواله كې په كارتيراوه خونن يوځل بيادولسمشردسخاوت اوپيرزوينې له امله وزيرشو.
په پای كې كه چيرې په لنډه توګه دكرزي صيب داوسنۍ كابينې تركيب ته وكتل شي نوويلای شم چې نه پكې ملي تركيب په پام كې نيول شوی اونه هم دهيواد ملي اواسلامي ګټې ، نه پكې مسلك په پام كې نيول شوی اونه هم هيواد اونظام ته وفاداري چې دمشت نمونه خروارپه توګه مودپورتنيودوه تنومسلكي ( ؟ ) اوافغاني ( ؟ ) كانديدوزيرانونومونه يادكړل چې كه چيرې دهيواد دويده پارلمان دغړودسخاوت ، پيرزوينواومعاملوپه پايله كې يوځل بيازمونږ دحكومت دغړوپه توګه وټاكل شي نولرې نده چې دهيواد اوسنۍ بيړۍ به مويوځل بيادولسمشردتشووعدوله امله په سين لاهوشي .