د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپرونيوټاكنوبهيرته په كتوبه راتلونكی نظام مشروعيت ولري؟

فضل الرحمن عمرخيل 21.08.2009 22:11

لكه څرنګه چي درنو اوقدرمنو لوستونكووليدل باالآخره دروان كال دزمري دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه دافغانستان په تاريخ كې دولسمشرۍ دوهم ځل ټاكنې ترسره شوې دغه ټاكنې سره لدې چي دملګروملتونودامنيت شوری په ګډون ، افغان حكومت اودهغه ګڼولويديځوملاتړوهيوادونوبريالۍ وبللې خوداچې هغه په رښتيابريالۍ وې اوكنه .....؟ زماپه آنددابه تروخت مخكې خبره وي ځكه دهرسياسي بهيربرياليتوب دهغه په نتيجه پورې تړلی دی نه دهغه دسمبالونكواوتمويلونكوپه تبليغاتوپورې .
زماپه آند په يوه هيوادكې انتخابات ددې لپاره ترسره كيږي ترڅودهغوپه مټ هلته شته سياسي ستونزې اونيمګړتياوې له منځه ولاړې شي خوله بده مرغه چې په افغانستان كې ټولټاكنې داسې مهال ترسره شوې چې زمونږستونزې نه يوازې داچې له منځه ندي تللي بلكې زه ويريږم چې دتيروستونزوپه دوام به دايران پيښوته ورته دكړكيچ يوه نوي پړاوته ورننوزي ځكه زمونږدهيواددټولټاكنوپه تورنمنټ كې څه باندې څلويښت تنودخپلوټيمونولوبغاړي معرفي كړي ول نونتيجه به يې هرومروديوه ټيم چې په زيات ګومان سره به دكرزي ګروپ وي ، په ګټه پايته رسيږي چې پدې سره به پاتې نورهغه دډاكټرعبدالله دكمپاين دمشر په ويناخپلووسلوته لاس كوي ، همدارازدهرټيم مشردخپلې ډلې دبرياليتوب په صورت كې دټيم له لوبغاړوسره دګڼوامتيازاتووعدې هم كړې نوكله چې سړی دامتيازاتو ( وزارتونو ، معينيتونو ، ولايتونو) شميرته وګوري نوهرومروبه يې چغ پورته كيږي چې زماپه آند دغه چاره به دافغانستان ستونزې لاپسې اوږدې اوخلك به لاپسې وځوريږي .

خوله پورتينوتهديدونوسره سره دټولټاكنودمشروعيت په هكله ترټولوستره ستونزه له ټولټاكنوسره دافغان ستونزې داصلي اړخ ( طالبانواوحزب ) نه موافقه ، دهيوادديوې لويې برخې استوګنو( پښتنو ) پراخ نه ګډون دی چې دځينوكورنيواوباندينوعواملوله امله له ګڼوسياسي ، اقتصادي اوامنيتي ستونزوسره مخ دي اوهمدالامل ووچې دافغان حكومت اودهغه د باندينيو ملاتړو د نارو سوروسره سره يې په په ټولټاكنوكې هسې چې اړينه وه ، ګډون ونكړخوبياهم دافغان حكومت چارواكودواړه پښې په يوه موزه كې ننويستلي اونارې وهي چې ماشاالله دغه ټاكنې خورابريالۍ ترسره شوې اوافغان ولس ته دې مبارك وي ، كوم افغان ولس ته .....؟ هغه افغان ولس ته چې دټولټاكنوپه ورځ يې هم سرپه امن كې نه وواوپه بيلابيلونومونوورباندې باړې چلول كيدې ، اوكه هغه افغان ولس ته چې دكابل په شيرپوراووزيراكبرخان مينوكې په لوټ شويوكورونوكې ژوندكوي ......؟ زماپه آندافغانستان اوسمهال له ګڼوستونزوسره مخ دی چې يوه يې هم په كابل كې اوسنۍ اداره ده چې ويې نشوكړای له ولس سره خپلې كړې ژمنې ترسره كړي دغې ادارې اودهغې مشرتابه دلومړي ځل انتخاب پرمهال له ولس سره ژمنه كړې وه چې دوی به يوسوكاله اويوموټی افغانستان جوړوي ، په افغانستان كې به امنيت راولي خلكوته به دكاروړشرايط برابروي خوله بده مرغه چې له دغوڅخه يوه هم پرځای نشوه نه افغانستان سوكاله شواونه هم يوموټی ، همدااوس افغانستان دخپل پيريوترټولوغريب اوبيوزلی هيواددی ، په هرګوټ كې د نويمې لسيزې په څيرپخواني جنګسالان بيرته په راټوكيدودي چې ښكاره بيلګه يې له ټاكنووړاندې دافغان ولسمشرله بيابياټينګارسره سره دبلخ له ولايت څخه دښوونكي عطامحمد نور نه استعفاوه هغه مهال نه يوازې چې نوموړي استعفاونكړه بلكې دكورنيوچارودوزيرله خوايې دبلخ ولايت ددهدادي ولسوالۍ دامنيه قوماندان لرې كيدل هم ونه منل اوهغه لاهم د نوموړي په زورهلته خپله دنده ترسره كوي اودټولټاكنودكمپاين پرمهال يې دټولواړوندوقوانينواومقرراتوپه ترپښولاندې كولوسره نرغوندې ښاغلي ډاكټرعبدالله ته كمپاين كاوه ، همدارازافغان حكومت ولس ته دامنيت په برخه كې په كړوژمنوكې هم پاتې راغی اودادی ددولت مخالفين اوس دكابل ښارپه زړه كې هم خپل عمليات كوي دكابل له زمبورك شاه غره څخه په رڼاورځ ارګ په نښه كوي خوزمونږامنيتي ارګانونه هغه دچاخبره شكرخواب وهي دامې ځكه وويل چې پرون جمعه داګيست دمياشتې په يوويشتمه نيټه دكابل پخواني والي اودكرزي دانتخاباتي كمپاين مشرحاجي دين محمد يوې خبرې غونډې ته په خبروكې وويل چې درايودغيررسمي شميرو څخه داسې څرګنديږي چې اوسنی ولسمشربه دراتلونكوپينځوكلونولپاره يوځل بياولسمشرشي زماپه آندكه چيرې داسې وشي نوداپدې معنی ده چې مونږ پښتانه به پنځه كاله نورهم داورپه بټۍ كې سوځواوولسمشربه زمونږ پښتنوپه اوږوباريوموجودوي اوګټه به يې دتيرپه څيردفهيم اواحمدضيامسعودلنډغراخلي خودالاسمه نده معلومه چې ټاكنې به څوك ګټي ځكه دانتخاباتوكميسيون ښايي دهغوپايلې دروان زيږديځ كال دسپټامبردمياشتې په اولسمه نيټه اعلان كړي اوافغانان هيله لري چې دحاجي صيب دغه خوب معكوسه معنی وركړي .

په پای كې بايد ووايم چې دغه ټاكنې ددې له امله چې دهيوادداصلي اوسيدونكويوې لويې برخې پكې دبيلابيلوعواملوله امله ، پكې برخه وانه خيستله خپل مشروعيت له لاسه وركړی ځكه دهيواديولوی ټبردتيرافغان حكومت دسياسي ، اقتصادي اوامنيتي ناكاموپاليسيوپه پايله كې دخپل سياسي حق له كارولوڅخه محروم شونوهغه نظام چې ددغوټاكنوپه پايله كې په راتلونكي كې په هيوادكې واك چلوي سره لدې چې په ښكاره خوبه يوڅوتنه .............؟ پكې وزيران ، معينان وي ، په هيڅ وجه مشروعيت نلري اونه په هغه دپښتنويواستازی نظام وي .