د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپاكستان اقتصادي ستونزوته يوه لنډه كتنه

فضل الرحمن عمرخيل 26.10.2008 22:22

پدې وروستيوكې دامريكې دمتحده ايالاتواوځينواروپايي ملكونوپه ګډون دنړى يوشميرهيوادونه له ګڼواقتصادي ستونزوسره مخ دي . پدغوهيوادونوكې دونډوبيې ورځ تربلې راټيټيږي ، خلك دخپل راتلونكي په اړه زياتې انديښنې لري ، هلته ورځني اقتصادي فعاليتونه سخت زيانمن شوي ، دكورونوبيې ترهربل وخت خوراټيټې شوي ، له همدې امله څوورځې وړاندې دنړۍ دستروصنعتي هيوادونودماليې وزيران اودمركزي بانكونومشران سره جرګه شوي ول ، ترڅولدغې ستونزې څخه دراوتوپه لاروچارووغږيږي ، دولسمشربوش حكومت ددغه اقتصادي ناورين سره دمبارزې پخاطركانګريس ته داوه سوه ملياردوډالرويوه طرحه وړاندې كړې وه ترڅويې له منظورۍ وروسته خپلوبانكونوته دبسپنې په توګه وركړي .

زماپه آند دامريكې دمتحده آيالاتوپه ګډون دنړۍ سترپانګه وال اوصنعتي هيوادونه كولاى شي لدغې اقتصادي ستونزې سره دمبارزې لپاره ګڼې لارې چارې ولټوي ، دهغوى اقتصادي زيرمې كولاى شي تريوه بريده دغه ستونزه هواره كړاى شي خودافغانستان په ګډون ددريمې نړۍ هيوادونه چې دورځې ډيرى اقتصادي فعاليتونه يې په يونه يوډول له ستروپانګه والوهيوادونوسره تړلي دي ، كه چيرې هلته لږ اقتصادي ستونزې هم راپيداشي نوپه مخ پرودې اووروسته پاتې هيوادونوبه يې اغيزې ډيرې زياتې وي چې زه غواړم له هغوڅخه پرپاكستان باندې يې اغيزه ددغې ليكنې په لړكې دامكان تربريده وڅيړم :

پاكستان چې د ۱۶۸ مليونه استوګنوپه درلودلوسره دسهيلي آسيادوهم اټومي ځواك دى ، له برتانوي هندڅخه دخپل زيږون له نيټې څخه تراوسه پورې يې له هندسره دكشميرپه سردرې ځلي جګړه كړې اوددغې مودې په بهيركې يې دخپلې كلنۍ بوديجې ډيره برخه له هندسره دسيالۍ په موخه په پوځي چارولګول كيږي ، دنوموړي هيواد داستوګنوزياته برخه همدا اوس هم دخپل ژونددتيرولولپاره له ګڼوستونزوسره مخ دي ، دپاكستان په تاريخ كې دپوځي جنرالانوواك ته رسيدو ، په حكومتي چاروكې دمالي فساد او بيروكراسۍ شتون له يوې خوا اوله هندسره دسيالۍ لپاره ددولت په پوځي چارولګښتونوله بلې خوادعادي پاكستانيانوملاماته كړيده ، پاكستان يوازې دخپل اټومي پروګرام دپرمخ بيولولپاره دلويديځوهيوادونواوپه ځانګړې توګه دامريكې دمتحده آيالاتو په مليونوډالره پوروړى دى چې لاتراوسه دپاكستاني اولس پرسردزوړندې تيږې په توګه ، هغوى ځوروي اوهمداوجه ده چې دپاكستاني اولس اقتصادي ژونديې دامريكاپه ګډون له ګڼواروپايي هيوادونوسره تړلى دى چې په پاكستان كې دنوازشريف دواك پرمهال دجمعې دورځې درخصتۍ پرځاى ديكشنبې (( اتوار )) دورځې رخصتي بدلول زمادپورته مدعاسترثبوت دى .

سره لدې چې دنوازشريف ددغه بدلون پروړاندې هغه مهال دپاكستان ديني علماوو سخت غبرګون وښود خودنوموړي استدلال يواځې داوو چې پاكستان چې له لويديځ اوپه ځانګړې توګه له امريكې سره ګڼې اقتصادي معاملي لري ، دجمعې دورځې درخصتۍ له امله په اونۍ كې دوه ورځې زيان ويني دهغه په ويناچې يوه ورځ به دجمعې په ورځ اويوه ورځ به ديكشنبې (( اتوار )) په ورځ زمونږ دراكړې وركړې بازارونه تړلي وي چې دغه چاره به دنوموړي پروينادپاكستان اقتصادي ټيكاوته چې ترډيره بريده دلويديځ په اقتصادپورې تړلى دى ، سخت زيان ورسوي .

زماپه آنددپاكستان اوسنۍ مالي ستونزې داپه ډاګه كوي چې په رښتيادپاكستان اقتصادپه لويديځ پورې تړلى دى ځكه كله چې په لويديځوهيوادونوكې مالي كړكيچ رامنځته شو نوسمدلاسه يې دپاكستان پراقتصاداغيزترسترګوشو، پاكستانۍ روپۍ دخپل تاريخ ترټولوټيټې كچې ته راولويده ، دبريښنااوسونددتوكوپه بيوكې دپام وړزياتوالى رامنځته شو، دعادي پاكستانيانولپاره دكارموندل ستونزمن شول ، په بانكونوكې دنغدوپيسوكمى محسوس شو . دغوټولوچارودپاكستاني حكومت دمالي چارومسئولين ديته اړكړل چې لدغې ستونزې څخه دراوتوپه موخه بيلابيلې لارې چارې ولټوي ، مخكې هم چې پاكستان له داډول ستونزوسره مخ شوى وو نوهڅه يې كړې وه چې دخپلودوديزوملګروهيوادونوپه مرسته هغه هوارې كړي ، داځل هم پاكستان لومړى دامريكې متحده آيالاتواوورپسې سعودي عربستان ته لاس وروغځاوه ترڅودخپل هيواددمالي ستونزودهوارولوپه موخه له دغوهيوادونوڅخه مالي مرستې ترلاسه كړي چې په همدې هيله دپاكستان دلومړي وزيردمالي چاروسلاكاراودمالې وزيرشوكت ترين اودمركزي بانك (( state bank )) ګورنر شمشاداخترڅه موده وړاندې دامريكامتحده آيالاتوته يوكاري رسمي سفردرلودترڅووكولاى شي دخپل هيواددمالي ستونزودهواري په موخه له خپل دغه ملګري هيوادڅخه څه دپاسه لس مليارده ډالرنغده مرسته ترلاسه كړي خوداچې دامريكې متحده ايالات خپله هم له ورته ستونزو سره لاس اوګريوان ول نوځكه يې پاكستاني لوري ته دمرستوله وركولوڅخه ډډه وكړه .

خوپاكستاني لورى سره لدې چې له امريكې څخه يې څه ترلاسه نكړل دسعودي پرلوريې سترګې ورواړولې اوله هغه څخه يې غوښتنه وكړه ترڅودپاكستان داړتياوړتيل ورته په ارزانه بيه وركړي خوسعودي هم دپاكستان دمالي سيستم پرراتلونكي باندې دنه باورله امله دنوموړي هيواد ، دغه غوښتنه ردكړه يوازې دايې ورسره ومنله چې پرپاكستان باندې دپلورل شووتيلوله دركه دهغودپخوانيوپورونوموده اوږده كړي .

كله چې پاكستان له خپلو دغو ملګرو څخه ناهيلى شونودچين په لوريې مخه كړه . له همدې امله تيره اونۍ دپاكستان ولسمشرآصف علي زرداري چين ته يورسمي سفروكړ، زرداري دخپل دغه سفرپه لړكې له خپل چينايي سيال هوجن تاوسره دكرنې ، سوداګرۍ ، كانونواواقتصادپه برخوكې دلسو ( ۱۰ ) تړونونودلاسليك ترڅنګ له نوموړي څخه غوښتنه وكړه چې له خپل سيمه ايزملګري ، پاكستان سره يوملياردډالره مرسته وكړي خوچينايي لوري دهغوله وركړې څخه ډډه وكړه يوازې دايې ورسره ومنله چې چين به پاكستان ته د (( ۶۸۰ )) ميګاواټه په ظرفيت دبرښنادتوليددوه اټومي بټۍ جوړې كړي ،سره لدې چې دپاكستان دجماعت اسلامي ګوند دمشرقاضي حسين احمدپه ګډون ګڼوپاكستاني چارواكوچين ته دپاكستاني ولسمشرآصف علي زرداري وروستى سفرګټوروباله اوهيله يې وښوده چې كه خداى كول نوربه دامريكاله اقتصادي انحصارڅخه خلاص شي خوله چين څخه خپل هيوادته دزرداري په ناهيلي راستنيدوسره دډالرپه وړاندې دپاكستانۍ روپۍ په ارزښت كې دپام وړټيټوالي داپه ډاګه كړه چې دپاكستاني چارواكودغه تعبيرناسم وو ځكه عملا وليدل شول چې دپاكستانۍ كلدارې دلويدوترڅنګ دپاكستان مالي تورم هم دخپل ډول (( ۲۵% )) فيصدوته لوړشو.

دپاكستان په مالي سيستم كې دغوټولوستونزودقيصربنګالي په ګډون دپاكستان داقتصادي چاروماهرين دخپل راتلونكي مالي وضعيت په اړه سخت انديښمن كړيدي ، ښاغلي قيصربنګالي وايي چې پاكستان دخپلې سوداګريزې خلادډكولولپاره لږترلږه لس مليارده ډالروته اړتيالري ترڅويې له خپلودوديزودوستانوڅخه ترلاسه كړي نوموړى زياتوي چې په نږدې راتلونكي كې پاكستان دخپلوپورونودخلاصولوتوان نلري چې دهغه په وينادغه چاره به ددې سبب شي ترڅوپاكستان خپل داړتياوړتيل په نغدو پيسو راونيسي ، دپاكستان داقتصادي چارودغه كارپوه زياتوي كه چيرې داسې وشي نو د پاكستان  اقتصادي پرمختګ به سخت ورو ، كړي خودښاغلي بنګالۍ پورتنۍ وړاندوينې  اودامريكې دمتحده آيالاتو ، سعودي عربستان اوچين هيوادونوته د پاكستاني  چارواكودوروستيوسفرونوپايلوته په كتوسره داپه ډاګه كيږي هغه دچاپرويناچې نورې اوبه له ورخه تيرې دي .

په پاى كې سره لدې چې اسلام آبادهم هڅه كوي ترڅودخپل دوديزملګري واشنګټن په پله پل كيږدي اودخپل مركزي بانك (( state bank )) له لارې ددغه هيوادله نورو بانكونو سره ددې لپاره چې هلته اقتصادي ټيكاو رامنځته كړي ، يوسلواتيامليارده پاكستاني روپۍ مرسته وكړي ، خوڅه وكړي هغه دپښتومتل دى وايي : (( تشه لاسه ته مې دښمن يې )) نوځكه دپاكستان په دري شپيته كلن تاريخ كې دډالرپروړاندې ددغه هيوادسيكه (( روپۍ )) ترټولوټيټې كچې ته رالويدلې ده ، له همدې امله ډيرى پانګه وال چې په پاكستانې بانكونوكې يې خپلې په مليونوډالره پانګې ساتلې وې ، اوس له پاكستانه بهردهغوپه ويستلوفكركوي اوكه داسې وشي نودابه په پاكستانۍ روپۍ اوددغه هيوادپه بانكي سيستم باندې دپاكستانيانوباورته چې همدااوس هم له ګڼومالي ستونزوسره لاس اوګريوان دي ، سخت زيان ورسوي .