د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آياافغان پوليس په رښتياملي دي؟

فضل الرحمن عمرخيل 13.10.2008 21:02

پوليس دټولنې خدمتګار ، هغه شعاردى چې په افغانستان كې دپوليسودهرې امنيتې پوستې په ټنډه باندې ليكلى وي اوزمونږ دهيواد دامنيتي سكتورمسئولين هم ترډيره بريده دغه نغاره ډنګوي اوتل په هره لويه ، وړه غونډه كې بريت تاووي چې زمونږ پوليس ، ملي اودټولنې خدمتګاردي . پوليس چې له لويه سره يې دنده ديوه هيواد دنافذوقوانينوپه رڼاكې دعامه نظم تامين ، دټولګټوبنسټونوساتل ، دقانون حاكميت دى چې زماپه آندافغان پوليس هم دخپل هيواد ، دنافذوقوانينوپه چوكاټ كې دپورتنيودندوپه ترسره كولوسره مكلف دي ترڅودافغانانودامنيت ساتلوترڅنګ هغوى ته دژوند اوكارخوندي شرايط برابركړي داچې افغان پوليس په رښتياپورتنۍ دندې سر ته رسوي اوكنه .......... ؟ اوآياافغان ملي پوليس په رښتياملي دي ........ ؟ چې دولس په وړاندې دافغان پوليسوورځنيوكړنوته په كتوسره دې اوديته ورته ګڼې پوښتنې زماپه ګډون دزياتوافغانانوپه ذهنونوكې تراوسه پورې لاځوابه پاتې دي چې له بده مرغه دهيواد دكورنيوچارودوزارت دمسئولينوله خوالاتراوسه ورته دولس دقناعت وړځواب ندى موندل شوى اوولس پدې تمه چې نن به پوليس ددوى امنيت خوندي كوي اوسبابه يې خوندي كوي ، شپې ورځې تيروي خولاتراوسه دافغانانوددغه خوب تعبيردهيواددكورنيوچارودوزارت دمشرتابه په ګډون ، هيچاندى موندلى چې زه غواړم دخپلې ليكنې په لړكې دقانون له پلوه دولس په وړاندې دپوليسوپورتنيودندوته په پام سره دامكان تربريده پورته ذكرشوې پوښتنې ځواب كړم :
لكه څرنګه مې چې پورته يادونه وكړه چې ديوهيواد پوليس دنده لري ترڅودخپلوخلكوامنيت خوندي كړي ، دمذهب ، ژبې ، سيمې له توپيرپرته شپه اوورځ دولس په چوپړكې وي ، هغه قانون چې دوى يې په پلي كولوباندې مكلف دي ، دخپلې ټولنې په ټولوغړوباندې يوشان تطبيق كړي چې زماپه آند دكوم هيوادپوليس چې پدې ډول خپله دنده سرته رسوي نومونږ ورته ملي پوليس وايو ځكه په يوه هيوادكې رښتيني ملي پوليس هغوپوليسوته ويل كيږي چې له پورتينويادوشوو توپيرونوپرته دخپلوخلكوپه خدمت كې وي . داچې په ټولوانساني ټولنوكې جرم اومجرم شتون لري نوپوليس بايد دخپل ناپيلتوب اووظيفوي دندې له مخې دهغوپه مخنيوي كې بې له ځنډه اقدام وكړي اوپه مجرمينوباندې دهغوى داصلاح اودنوروړدعبرت په موخه قانون په يوشان پلى كړي ، پوليس بايد دخپلوټولواجراآتوپرمهال قانون ته درناوى ولري ، لومړى يې پرځان عملي كړي اوبيايې پرنوروپلى كړي اوكه داسې ونه كړي نوددوى اوولس ترمنځ واټن رامنځته كيږي . رښتيني ملي پوليس بايد دخپلوقانوني اووظيفوي واكونوپه رڼاكې تل هڅه وكړي داسې څه ترسره كړي چې په ترسره كيدويې له يوې ټولنې څخه دجرمونواوغيرقانونوني اعمالوټغرټول اوامنيت تامين شي نه داچې پوليس خپله په يوه ټولنه كې قانون ترپښولاندې كړي اودګډوډۍ سبب وګرځي .
زماپه آند دملي پوليسوپورتنيوځانګړنوته په پام سره مونږ نشوكولاى تش په نوم هغو مسلحو كسانو ته ملي پوليس ووايواوديوه رښتيني بامسئوليته پوليسي ځواك په توګه ورڅخه ديوه ډاډمن امنيت درامينځته كيدو ، دقانون دپلي كيدو تمه ترې وكړوچې يوازې دپوليسوپه نوم يې سلاپه اوږه اوځانګړى يونيفورم يې پرغاړه دى ، ځكه ددوى ورځينۍ كړنې داپه ډاګه كوي چې دوى له آره ملي پوليس نه بلكې هغه مسلح ځواك دى چې ددوى دځانګړې ښوونې ، روزنې په اړه دكورنيوچارو، وزارت دمشرتابه دبيابياڅرګندونوسره سره يې تراوسه خپل قانوني مسئوليتونه ندي پيژندلي اولاهم جدي پاملرنې ته اړتيالري .
دپوليسودندو ، كاري مسئوليتونواوله هغوى څخه دخلكوغوښتنوته په كتوسره اوسني پوليس هغه اړينه مسلكي پوليسي پوهه نلري چې ولس يې ترې تمه كوي نوهمداوجه ده چې دپوليسوپه اړه دهرې ورځې په تيريدوسره دافغانانوباوركميږي داځكه چې دغوپوليسوددوى دښوونې ، روزنې په اړه په هغوى باندې دلګول شوومليونوډالرو سره ، سره بياهم ونشوكولاى چې دخپلې ټولنې له خلكوسره دمسلكي چلندله پلوه دخپل ولس ملاتړترلاسه كړي چې پدې هكله زه غواړم خپل دسترګوليدلاى حال بيان كړم : دروان ليږديزلمريزكال دتلې دمياشتې په پنځه لسمه نيټه دميدان وردګوولايت دنرخ له ولسوالۍ څخه دكابل په لوروخوځيدم چې كله دولسوالۍ مركزته راورسيدونودهغې دامنيه قوماندانۍ اړوند يوپوليس چې خپل مخ يې په يوه دستمال باندې پوښلى اوعادي سيمه ايزې جامې يې پرغاړه وې ، دموټرددرولوهڅه يې وكړه ، موټروان دهغه غوښتنې ته په پوره درناوي سره خپل موټربريك كړخولدې سره سره يې بياهم ونشوكړاى پدې هكله (( دننګرهاردپوليسوپه اكاډمۍ كې دنوي روزل شوي ملي پوليس .......... ؟ )) رضايت ترلاسه كړي سمدلاسه يې دموټروان دوهلوترڅنګ وهغه ته په ښكنځلوپيل وكړ .
پورتنۍ كيسه مې ځكه وكړه چې دغه ښاغلى پوليس ددوه مياشتنيومسلكي زده كړودترلاسه كولوپه موخه څه موده وړاندې دخپل قوماندان په ګډون دخپلوګڼوملګروپه ملتيادننګرهارولايت دپوليسواكاډمۍ ته استول شوى وو ترڅووكولاى شي هلته دهغوكونډو ، رنډو ، يتيمانوڅخه په سپمول شوو پيسو چې لاتراوسه يې هم په مړه ګيډه ډوډۍ نه ده خوړلې ، دخپل ولس اوخپلوهيوادوالوسره دچال چلند اودهغوى دډاډمن راتلونكي په هكله پوليسي زده كړې ترلاسه كړي اوپه سپيڅلي قرآن باندې ترلوړې اوقسم كوولووروسته د (( پوليس دټولنې خدمتګار )) دشعارپه مصداق ايله څوورځې وړاندې پدې هيله چې خپلوزوريدلوهيوادوالوته به خدمت كوي ، خپلې اصلي دندې (( دولس دامنيت تامين ، دټولنې پروګړودقانون يوشان پلي كول اوخپلوزوريدلوهيوادوالوته دكاراوروزګاردشرايطوبرابرول )) ته راستون شوخوداچې هغه اودهغه نورګڼ شميرانډيوالان يې دملي پوليسودسپيڅلي نوم څخه په ګټه اخيستواوس په څه لګيادي ........... ؟ ماته هم نده معلومه خوله هغه موټروان سره دهغه روزل شوي اوهغه دچاپروينامسلكي پوليس چلندداپه ډاګه كوي چې نه دوى رښتيني ملي پوليس دي اونه يې هم خلك له كړووړوڅخه راضي بريښي.
پورتنۍ كيسه مې ځكه وكړه چې هغه كس دپوليسوليكوته ترورتګ وروسته پوليسي زده كړې ، ترلاسه كړي پرروزلويې زښته زياتې پيسې مصرف شوي ، له ملي خزانې څخه دغه پيسې ددې لپاره پردوى مصرفيږي ترڅو په راتلونكې كې دولس دې درد ، دواشي خوددې پرځاى چې خپلوخلكوته دخدمت ، جوګه شي ، دهغوى په ځورولولاس پورې كوي . لدې ټولوسره سره يوشميرنوريې سره لدې چې لوړې مسلكي زده كړې لري خوبياهم دولس دباوروړندي ، زماپه آند عمده لامل يې دادى چې له بده مرغه هغوى دخپل مسلك دغوښتنوپرخلاف دقومي ، سيمه ايزو ، ژبنيوغوښتنو، شخصي ګټو په پاللوسره لګيادي چې دايې ترهغه بلې (( نه مسلكي والي )) څخه په څوڅوځله دهيواداوخلكولپاره خطرناكه ده ځكه دغه ښاغلي پوليس په ډيرى مواردوكې ليدل شوي چې ديوشميرمجرمينوپه برخه كې له ځانګړي سخاوت څخه كاراخلي اوديوشميرنوروپروړاندې چې ښايي جرم يې ترهغونوروخوراكم وي ، داسې عمل كوي چې دنړۍ هيڅ قانون يې نه مني چې دميدان وردګوولايت په ګډون په ډيرى جنوبي ولايتونوكې له ځايي غيرپوځي خلكوسره ددغوښاغلوچلند هرڅه په ډاګه كوي چې پدې هكله يوه بله كيسه راياده شوه :
دتيركال دغبرګولي په مياشت كې له غزني څخه دكابل په لوري راتلم چې كله دميدان ددورانيوسيمې ته راورسيدم نوومې ليدل چې ددولت مخالفينودشپې له خوادپوليسوپه يوه پوسته باندې يرغل كړى وو خوكله چې سهارمهال مونږ ورته راورسيدونودولايت پوليسوچې هغه مهال يې امنيه قوماندان دجنرال مظلوم په نوم يوكس وو ، ولسي خلك يې راټول كړي پدې پلمه چې دهغې سيمې اوسيدونكي دي دبنديانوپه توګه يې ميدان ښارته له ځانه سره بوتلل اوهلته يې تروهلوډبولووروسته مازديګربيرته خوشي كړي ول په جنوبي ولايتونوكې دتروريزم په نوم ددولت له مخالفينوسره دجګړې پرمهال ګڼې داسې پيښې ترسترګوشوي چې له امله يې دملي پوليسومليتوب ترپوښتنې لاندې راولي . سره لدې چې پدې اړه دسيمې خلكوپه بيابيادولتي چارواكوته شكايتونه كړي خوبيايې هم مطلوبه نتيجه نه ده ترلاسه كړې نوپدې اړه مې دكورنيوچاروله نوي نومول شوي وزيرښاغلي حنيف اتمرڅخه هيله داده چې كه يې دولسي جرګې داعتماد رايه ترلاسه كړه دولس اوپوليسواوپه ځانګړې توګه دهيواد دناآمنه ولايتونوداستوګنواوپوليسوترمنځ درامنځته شوي واټن ته دپاى ټكى كيږدي .
دميدان وردګوپه ولايت كې له ولس سره دپوليسوله چلند څخه زماشكايت پدې مانانده چې زه په ميدان وردګوولايت پورې تړاولرم نوځكه هلته دپوليسودكړووړوڅخه سرټكوم،كه چيرې پدې اړه په رسنيوكې خپروشووراپورونوته ځيرشونودكابل دښاراوولسواليوپه ګډون دهيواددټولوولايتونواوسيدونكي په يونه يوډول له هغوى سره دپوليسوله چلندڅخه سرټكوي .
په پاى كې ددې لپاره چې مونږ په رښتينې توګه ملي پوليس ولرواوهغوى هم د (( پوليس دټولنې خدمتګار )) شعارله مخې په رښتياخپل ولس ته ديوه خدمتګار ¸ ځواب ويونكي امنيتي ځواك په توګه خپلې ورځينۍ چارې ترسره كړي نواړينه ده چې حكومت اوپه ځانګړې توګه دهيواد ، دكورنيوچارو وزارت مشرتابه دپوليسوښوونې اوروزنې ، معاش اوله خلكوسره دهغوى كړووړوته جدي پاملرنه وكړي ، هغوى په يوه رښتينې ملي اواسلامي روحيه وروزي ترڅوپدې سره يوكندهارى پوليس په بدخشان كې يوبدخشى خپل وروروګڼي اوهمدارازيوباميانى پوليس په ننګرهاركې ننګرهارى خپل وروروګڼي .
نوزماپه آنديوپوليس بايد دټولوهغه ځانګړنوخاوندوي ، چې يونيك انسان يې په يوه انساني ټولنه كې ولري اوداچاره هله شونې ده چې پوليس دهغوى دمسلكي پوهې دپياوړتياترڅنګ په يوه ځانګړې ملي اواسلامي روحيه وروزل شي اوكه داسې وشول نولرې نده چې زمونږ دنن ورځې پوليس به زمونږ دسباپه دردهم ولږيږي ، پدې ماناچې زمونږ نني پوليس به په هيوادكې دسياسي پيښواوبدلونونوسره ، سره دهيواد ، دملي اواسلامي ارزښتونودساتونكي ، دقانون دپلي كوونكي ، په هيوادكې دامنيت دتامينوونكي رښتيني ملي ځواك په توګه پاتې وي .