ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمننې پيغام
13.05.2009 13:11ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمننې پيغام
بسم الله الرحمن الرحيم
لكه څرنګه موچې دوه ورځې وړاندې دهيواد دملي امنيت دكاركوونكوله خوا ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوي دغړي اوددريځ خپرونې دمسئول مديرمحمداجمل هوډمن دنيول كيدو په هكله په ګڼوچاپي ، غږيزو ، انځوريزو اوبريښنايي خپرونوكې خبرونه خپاره شول اوپدې اړه يې له دريځوالوسره خپله خواخوږي وښودله ، چې له نيكه مرغه دغو فرهنګيانواودګران هوډمن دكاري دفترهمكارانودنوموړي په راخوشې كيدوكې نه ستړې كيدونكې منډې ترړې كړې .
نولدې امله ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې مشرتابه اوغړي له ټولوهغوكسانوڅخه چې دمحمداجمل هوډمن په راخوشې كيدوكې يې له دريځوالوسره مرسته كړې ، دزړه له تله مننه كوي اوكورودانى ورته وايي اوله سترڅښتن ( ج ) څخه ورته په ټولوورځنيوچاروكې دپوره برياوو هيله كوي .
په تل پاتې كليواله پښتني مينه
ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوى اوغړي