د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

باجوړچې نه خورۍ نوبد خوپرې مه وايئ

فضل الرحمن عمرخيل 05.08.2008 12:18

افغانستان هغه هيواد دى چې دخپل پنځه زره كلن تاريخ په اوږدوكې دبيلابيلوكورنيواوبهرنيو ستونزو سره مخ شوى خوله نيكه مرغه چې افغان غيرتي ولس پدې توانيدلى چې په هيوادكې دميشتوقومونودپوره يووالي په پايله كې ټولوهغوكورنيواوبهرنيودښمنانوته چې دنړيوالواوسيمه ايزوښكيلاكګروځواكونوپه لمسون يې دهغوى داستعماري موخودلاسته راوړلولپاره دغه ولس ته ستونزې زيږولې ، غاښ ماتوونكى ځواب وركړى اوخپل دښمنان يې له تاريخي ماتې سره مخ كړيدي .
افغانانوسره لدې چې دخپل تاريخ په اوږدوكې يې خپلوهغودښمنانوته چې دجګړې په ډګركې ورسره مخامخ شوي ، سخته ماتې وركړې اودخپلوګڼوجګړو اومبارزوپه يايله كې يې هغوى ديته اړكړي ترڅودماتې په منلوسره دافغان غيرتي ولس ټآټوبى پريږدي خوبياهم دهغوى له كورنيوپاتې شونوسره چې دوخت استعمار دخپلواوږدمهالوپراختياغوښتونكوموخودلاسته راوړلولپاره روزلي ، لاس اوګريوان ول اودي.
دغه كسان چې يوشميريې بهرنيان دي اودلاروينس په بڼه يې په بيلابيلونومونوپه افغانستان كې نيغ په نيغه دنړيوالووينوڅښونكواستعماري ځواكونولپاره كاركاوه خوهغه پاتې نوريې بيادپدرام په څيرسره لدې چې په خټه افغانان دي ، دافغانستان پيژندپاڼه يې په جيب كې وي ، دټولټاكنوپرمهال ځانونه دهيواد لومړي لمبرواكمن پوست ته كانديدوي خوكله چې دافغان اوافغانيت ځاى راشي نوبياپرې منكرشي ددغه ډول كسانوله كړنوڅخه داسې ښكاري چې دوي په رښتياهم افغانان ندي نوهمدالامل دى چې هغوى دافغانستان پرځاى دهغوهيوادونوګټوته لومړيتوب وركوي كوم چې دغه ښاغلي ورسره په يونه يوډول تړاولري اوتل هڅه كوي داسې څه ترسره كړي ترڅويې پرمټ دخپلوبادارانودخوشالولوپه بدل كې له هغوى څخه يوه اندازه مالي امتيازات ترلاسه كړي چې دافغانستان اوافغانانوددښمنانوله وروستۍ ډلې څخه يوهم عبدالطيف پدرام دى . عبدالطيف پدرام چې دنوموړي دپيژندپاڼې له مخې دافغانستان دبدخشان ولايت اوسيدونكى دى خوله بده مرغه چې هغه لاهم ځان افغان نه بلكې افغانستانى بولي خودهغه ددري ژبې له لهجې څخه داسې ښكاري چې ښايي نه به هغه افغان وي اونه هم افغانستانى بلكې كيداى شي چې هغه دګڼوكلتوري اړيكوله پلوه دافغانستان په لويديځ ګاونډي هيواد ......؟ پورې تړاوولري نوهمدالامل دى چې هغه دافغاني دري دبدخشۍ لهجې پرځاى دايراني فارسي لهجه او ويوكي چې له افغاني دري سره ژورتوپيرلري ، كاروي نوپدې سره سړى داسې نشي انګيرلاى چې ګنې هغه به يوافغان وي .
پدرام چې اوسمهال په افغانستان كې د ملي .....؟ كنګرې په نوم ديوې داسې فاشيستي ډلې مشري پرغاړه لري چې دافغانستان داساسي قانون دپنځه ديرشمې مادې .((( د ګوند تګلاره او كړنلاره د اسلام د سپېڅلي دين د احكامو او په دې اساسي قانون كې د راغلو نصوصو او ارزښتونو مخالف نه وي . دګوند تشكيلات او مالي سرچينې يې څرګندې وي. نظامي او شبه نظامى تشكيلات او هـدفونه ونه لري. له بهرنيو سياسي ګوندونو يا نورو بهرنيو منابعو سره تړلى نه وي. د قوم، سيمې، ژبې او مذهب پربنسټ د ګوند جوړول او فعاليت كول، جواز نه لري ))) دغوښتنوبرخلاف پكې داسې كسان راټول شوي چې ټول يوه قوم ، يوې سيمې اويوې ملي ضد مفكورې پورې تړلي دي ، دوى تل هڅه كوي دخپلې هغې كرغيړنې مفكورې له مخې چې دنوموړي له سلف طاهربدخشي څخه ورته په ميراث پاتې ده اوپه ښكاره له اسلام ، افغانيت اوديوه واحد اوخپلواك افغانستان له لوړوملي ګټوسره ټكرلري ، په افغانستان كې دميشتوورونوقومونوترمنځ دبې اتفاقۍ تخم شيندي .
پدرام چې دپخوانۍ پرچم ډلې په سياسي تشكيلاتوكې دهغه د سياسي كاركولوسابقې ته په پام سره هغه له آره يوكمونيست دى او يومهال يې په افغانستان كې دبلشيويكي روسې دتش په نوم انټرناسيوناليستي ګټودپاللولپاره مبارزه كوله نوموړى چې دسيمې ، ژبې اوتوكم پالې مفكورې له پلوه له طاهربدخشي اودژبې اوسياسي كمونيستي مفكورې له پلوه دافغان ملي تاريخ دترټولومنحوسې څيرې ، ببرك كارمل سره تړاولري ، له خبري رسنيو سره دمركوپرمهال داسې وړاندوينې كوي كه چيرې خداى مكړه دسيمې ديوشميرهيوادونوپه مرسته چې په افغانستان كې دهيواد له سترتوكم پښتنوسره په ډاګه دښمني كوي ، واك ته ورسيږي نوافغانستان به دهغودسيمه ايزو پراختياغوښتونكوګټوښكاركړي . كارمل هم چې كله دوخت دسرولښكروپرمټ دتش په نوم دواك په ګدۍ كيناست نواسلام ، افغان ، افغانان اودافغانستان ملي ګټې ورڅخه هيرې شوې اوپورتني ټول ملي ارزښتونه يې دهغه په وينا د (( كشورشورى ها )) په لمن كې ورواچول اوهڅه يې كوله افغانستان دوخت دمتوفى شوروي اتحاد دشپاړسم غړي په توګه دلينين په كمونيستي دسترخوان ورګډكړي خوداچې لوى څښتن دهرفرعون لپاره موسى پيداكړى نودكمونيست كارمل اودهغه دلارويانو دشومو، موخودلاسته راوړلوپروړاندې يې داسې په دين اوهيوادمين افغانان پيداكړل چې نه يوازې هغوى خپلو آرمانونوته ونه رسيدل ، بلكې ددغه هدف دلاسته راوړلولپاره يې خپلې غوښې اوهډوكي دآمودرياب دكبانوخوراك شول .
پدرام چې دپخواني شوروي پلوه ډلو دپرچم څانګې څخه دجلاشوي طاهربدخشي له ډلې څخه چې يومهال يې په افغانستان كې دستم ملي په نوم ديوې فاشيستي ډلګۍ مشري پرغاړه لرله ، له پاتې شونوڅخه دى څوورځې وړاندې يې دافغانستان دملي ګټوپرضد له يوه خصوصي تلويزيون سره په مركه كې دانګريزي ښكيلاك څخه دافغانستان دخپلواكۍ اخيستونكي غازي امان الله خان ته سپكې سپورې ويلي اوهغه يې په پښتون پالنه تورن كړى اوپدې سره يې نوموړي ارواښاد اوپښتون قوم ته دټولوانساني اواسلامي موازينوپرخلاف داسې كلمات كارولي چې ددوهم ځل لپاره يې دلته راوړل زمالپاره دشرم ځاى دى . دپدرام دغو څرګندونو چې سمدلاسه يې سي ډي په هيوادكې دننه اوبهرګڼ شميرنورو خبري رسنيوخپره كړه ، دهيواد په لراوبركې د افغانانوسخت غبرګونونه راوپارول هغوى دهيواد په ګڼوولايتونوكې په لاريونونولاس پورې كړ اوپه پكتكاكې خولا سوداګروګوتڅنډنه وكړه كه چيرې ددولت عدلي اوقضايي ارګانونه ددغه سياسي مكروب درملنه ( محاكمه ) ونكړي ، نودوى چمتودي چې دهغه وژونكي ته دوه لكه آمريكايي ډالره دانعام په توګه وركړي .
زماپه آند دادپدرام دلومړي ځل څرګندونې ندي هغه دتيرو ولمسمشريزو ټولټاكنوپرمهال هم ورته څرګندونې كړې وې چې هغه مهال هم دهيوادوالوله داډول غبرګون سره مخ شوى وو . زماپه فكركه چيرې يوكس دخپلې ټولنې په اړه لږه سياسي مطالعه هم ولري نوكله به هم حاضرنشي چې داسې اوتې بوتې له خولې څخه راوباسي .
پدرام چې تل يې پخپلومركوكې افغانستان يوجعلي نوم يادكړى دافغانستان په بنسټ ايښودونكي ستراحمدشاه بابايې هم نيوكې كړي چې دنوموړې په آند افغانستان يې دپښتون ټبرپه نوم ( افغان ) نومولى خوپدرام بايد پدې پوه شي چې نه افغانستان جعلي نوم دى اونه هم احمدشاه بابا اوغازي امان الله خان افغانستان يوازې دپښتنولپاره غوښته بلكې هغوى دواړو افغانستان دافغانانولپاره ديوه خپلواك هيواد په توګه غوښته اوافغانان هغه كسان دي چې دافغانستان په طبيغي اوسياسي پولوكې دننه دننه ژوند كوي ، دافغانستان سترو ملي اواسلامي ګټوته وفاداروي ، زه نه غواړم چې پدې ليكنه كې پښتون قوم اوغازي آمان الله خان خلكوته وروپيژنم ځكه هغه دواړه لازم اوملزوم دى اودنړيوالوپيژندنې ته هيڅ اړتيانلري ځكه هغوى دواړو دنړۍ په سياسي تاريخ كې داسې ځاى نيولى چې پدرام خولاڅه چې دهغه دقم اوتهران لارښوونكي .....؟ به يې هم دهغوى نړيوال حيثيت ته بدلون ورنكړاى شي .
پښتون قوم دځمكې ددغې خاورينې كرې پرمخ يوله هغوګوتوپه شميرقومونوڅخه دى چې پدغه خاورينه كره باندې دميشت كيدوڅخه راپديخوا ترننه پورې يې دنړۍ هيڅ استعماري ځواك ته دتسليم سرندى ټيټ كړى اونه به يې ټيټ كړي چې له نيكه مرغه غازي آمان الله خان هم دغه قوم ته يوه منسوبه څيره ده . نوموړى غازي داسې يو كس وو چې دتورې له بركته يې داوسني نړيوال ژاندارم دقوماندان (( امريكې )) اودهغې دمرستيال (( انګليستان )) دګڼومستعمرو په ګډون دنړۍ ډيرو محكومو ولسونودخپلواكۍ ساه واخيستله نودپدرام په ګډون ټولوهغوكورنيواوبهرنيوپدراميانوته په ډاګه وايم چې كه چيرې باجوړ نه خورۍ نوبدخومه پرې وايۍ .
پدرام چې هغه ددريځ صيب په وينا (( په هيوادكې دسياسي فحشاپه بازاركې )) دتش په نوم ولسواكۍ له شعارڅخه په ګټې اخيستويې يوڅوتنه فاشيستان په ځان راټول كړي اوهره ورځ دافغانستان دملي ګټوپرضد دخپلې پخوانۍ كمونيستي سيتمي مفكورې دپلي كيداپه موخه بيانونه وركوي دولت يې بايددافغانستان دملي ګټودساتلوپه موخه ، مخه ونيسي اوپرينږدي چې يوڅوكسه معلوم الحاله بهرني ګوډاګيان خپلوشومواهدافوته درسيدوپه موخه په افغان ملي تاريخ اوددغه تاريخ په غازيانواوقهرمانانوباندې ملنډې ووهي اوپه افغانستان كې دورونوقومونوترمنځ نفاق واچوي اوكه چيرې مخه يې ونه نيول شي ښايې پايله به يې يوازې اويوازې دداډول څيروپواسطه دافغانستان دبهرنيودښمنانوپه ژرنده داوبوله ورخوشې كيدوڅخه پرته بل څه نه وي .
لكه څرنګه مې چې پورته يادونه وكړه پدرام ته چې په افغانستان كې دموجوده سياسي چاپيريال څخه په ګټې اخيستوسره په هيوادكې دسياسي فعاليت حق وركړل شوى نودهيواد دعدليې وزارت دې مهرباني وكړي دافغانستان دنافذاساسي قانون دپنځه ديرشمې مادې دحكمونودپه پام كې نيولوسره دې ترهغوپورې دنوموړې ډلې په سياسي فعاليت بنديزولګوي ترڅوچې ديوه واقعي افغان په توګه يې دافغانستان په نوم ددغه هيواد لوړو ملي اواسلامي ګټوته خپله ژمنتيانه وي په ډاګه كړې اوهم يې دخپلې ډلې په تركيب كې دافغانستان نوروقومونوته دمنسوبوكسانوغړيتوب نه وي منلى اوكه چيرې لدې پرته دعدليې وزارت په هيوادكې سياسي ډلوته دسياسي فعاليت دجوازوركوونكي قانوني مسئول ارګان په توګه دافغانستان داساسي قانون اودهيواد دغوڅ اكثريت خلكوغوښتنې په پام كې ونه نيسي نوخداى مكړه چې ډيرژربه هيواد يوځل بيادتيرې اويايمې لسيزې په اوږدوكې دتنظيمونودكورورانې جګړې په څيرداورپه لمبوكې لولپه شي چې هغه مهال به يې مسئوليت دپدرام اوپدراميانوترڅنګ دهيواد دعدليې وزارت دمشرتابه په غاړه هم وي اوافغان ملي تاريخ به هرومرو دهغې وضعې دراوستلوله امله پورتني يادشوي كسان ونه بخښي اوهغوى به دافغان ملي تاريخ وياړونوته په سپكاوي اوپه هيوادكې دورونوقومونوترمنځ دبې باورۍ اوبې اتفاقۍ دتخم دكرلوپه تورمحاكمه شي .

درنواوقدرمنولوستونكو : دقلم عفت ته په درناوي سره تبصرې كول جوازلري .