د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يوپټى ريشقه يې وخوړه لا يې هم مږه بولي؟

فضل الرحمن عمرخيل 19.10.2008 23:11

پدې وروستيوكې په ملي اونړيوالوخبري رسنيوكې دسعودي عربستان دمكې معظمې په ښاركې دافغان دولت اودهغه دعمده وسله وال اپوزيسيون ( طالبانو ) داستازوترمنځ دترسره شوو احتمالي خبرواتروپه اړه اوازو زوراخستى چې په اړه يې بيلابيل غبرګونونه اوريدل كيږي ځينې هغه افغانان چې همدااوس دجګړې له مستقيم ګواښ سره مخ دي ددغوخبرواتروپه اړه خوښ بريښي خوهغه پاتې نورچې څه ناڅه دجګړې له سيموڅخه لرې دي اودخبروپه پايله كې درامنځته كيدونكې سولې په نتيجه كې خپلې ګټې له خطرسره وينې ، دهغوپه اړه ګڼې انديښنې لري ، اودبيلابيلوخنډونوپه ايجادولوسره دهغومخنيوي كوي اونه پريږدي چې عام ولس چې دسياسي دلالانوله كړو ، وړوڅخه ترپوزې راغلى څه ناڅه دآرام ساه واخلي . په هرصورت پدې هكله دننګونوسره سره لا په رسنيوكې بحثونه تاوده ول چې افغان حكومت پخپله كابينه كې ديولړبدلونواعلان وكړچې دغې چارې دپخواپه پرتله دپورته يادې شوې وروستې ډلې كسانوانديښنې څوبرابره كړې هغوى چې له لويه سره په سوله كې خپل زيان ويني ، نودحكومت دغه وروستۍ چاره يې ددوى په آند ددولت درهبرۍ په قومي بنسټونودولاړې پاليسۍ يوه برخه وبلله اوګوتڅنډنه يې وكړه چې دولت دې داسې يواړخيزې پريكړې نه كوي اوكه نه بيابه ښې پايلې ونلري .
زماپه اند هرسړى حق لري دخپل هيواد په روانوحالاتوباندې نظروركړي خوشرط به پكې داوي چې دهيواد لوړوملي اواسلامي ارزښتونوته پكې درناوى شوي وي اوكه داسې نه وي نوبياخوهغه نه افغان دى اونه هم دافغانستان ملي ګټوته ژمن كس .
داچې نوروته دخپلو نظرياتودرسولولپاره وسايلوته اړتياوي نوداوسمهالوتخنيكي اسانتياووله بركته خبري (( چاپي ، تصويري ، غږيزې ، انټرنيټي )) رسنۍ ددغې چارې لپاره ترټولواسانه اوارزانه لاره ده چې هرڅوك له هغوڅخه په استفادې سره كولاى شي خپل نظريات خپلوپلويانواوخواخوږوته ورسوي چې دهمدغواسانتياووڅخه په ګټې اخيستنې سره دافغان دولت هغومخالفينوچې دلنډمهالې ادارې له جوړيدوڅخه بياترننه پورې دنظام په سياسي اونظامي جوړښت كې غوښنه بر خه لري ، دحكومت له وروستۍ پريكړې سره دمخالفت په لړكې د ملي آرمان ورځپاڼې دروان كال د تلې دمياشتې د دوه ويشتمې نيټې په (( ۱۳۰۷ )) ګڼه كې دهغوى يوتن ښاغلي دعصردولتشاهي په نوم د (( كرزى كودتاكرد ! )) ترسرليك لاندې يوه ليكنه خپره كړې وه زه نه وايم چې دغه ښاغلي ولې دغه ليكنه كړې اوبيايې دخلكودلوستلوپه موخه خپره كړې بلكې نوموړى دهيواد داساسي قانون دڅلورديرشمې مادې : (( د بيان آزادي له تېرې څخه خوندي ده ، هر افغان حق لري چې خپل فكر د وينا، ليكنې، انځور او يا د نورو وسيلو له لارې په دې اساسي قانون كې د راغلو حكمونو په رعايت، څرګند كړي. )) اودافغانستان درسنيودقانون د څلورمې مادې : (( هر كس د فكر او بيان د آزادۍ حق لري. د دولتي مسوْولينو له خوا له مداخلې او محدوديت پرته، د معلوماتو او نظريو غوښتل، ترلاسه كول او انتقال په دې حق كې شامل دي او د بيان او د معلوماتو د خپرولو،وېش او تر لاسه كولو د وسايلو آزادي هم په خپله لمن كې رانغاړي. )) له مخې حق لري خپل نظر ، فكر په ليكلي توګه په هره خپرونه كې چې وغواړۍ ، خپوركړي پدې شرط چې دافغانستان په اساسي قانون كې دهيواد تعريف شوې خپلواكۍ ، ملي حاكميت اودخاورې تماميت ته پكې درناوى شوى وي خودښاغلي دولتشاهي ترپورتني سرليك لاندې په خپره شوې ليكنه كې چې له لويه سره دحكومت له خواپه كابينه كې په بدلونوباندې راڅرخي ، داسې ټكي هم ترسترګوكيږي ، كه چيرې دعمل جامه واغوندي نه به مونږ وو اونه به زمونږ اوسنى واحدافغانستان ، چې دنوموړي له ټولې ليكنې څخه د (( مشت نمونه خروار )) په توګه دښاغلي ليكوال دليكنې په يوه برخه كې داسې ليكل شوي : (( درفرهنگ جهانى امروزكشورتازمانى مقدس وقابل دفاع است كه منافع ، آزادى ، امنيت ، هويت وملكيت آدم درآن محفوظ است . هرزمانى كه اين اصل هابه مخاطره بيفتد ، ديگرقدسيت وطن به معنى تابعيت ازيك نظام سياسى واحد ازبين مى رود وبايد به فكرساختن وطن ديگرى شد . )) زماپه نظر ليكوال داسې انګيري چې دنوموړي په آند ددولت په دننه كې دنظام سياسي مخالفين چې همدا اوس دمتحدې جبهې په چوكاټ كې سره راټول شوي ، دولسمشرد مرستيالانو ، دولسي جرګې دمشر، دحكومت دګڼووزيرانو ، دوسله وال فوځ دلوى درستيز ، دځينوخپلواكودولتي ادارودمشرانو ، دحكومت په ملكي اونظامي برخه كې د سلګونو لويواوكوچنيو ريسانوپه ګډون چې دهيواد په بيلابيلومهمواداري اوامنيتي څوكيوباندې يې خيټه اچولې ، لاهم ورته بې ونډې ښكاري هغه دچاخبره يوپټى ريشقه يې وخوړه لا يې هم مږه بولي .
زماپه آند نوموړى ليكوال په نظام كې په پورتنۍ ونډه ناخوښه بريښي اوداسې فكركوي چې دافغانستان نورقومونه دې خپله شيړۍ په اوږه اولدې ملكه دې كډه باركړي زه نه پوهيږم چې دولتشاهي اودولتشاهان ولې دومره حريص شوي چې د (( ميم زورماټوله زما )) له فورمول څخه په ګټې اخيستوټولې ګوتې يوځاى پخپله خوله منډي اوكه څوك يې ورسره په اصولي اوقانوني توګه نه مني نوبيابايد (( به فكروطن ديگرى شد )) ليكوال بايد پدې پوه شي چې داهيواد پنځه زره كلن لرغونى تاريخ لري چې پخپل دغه اوږده تاريخ كې يې تل خپل ملي هويت ، ملي حاكميت اوخپل ملي يوالى ساتلى داسمه ده چې ددولتشاهي په څيرډيرى كسانوبه دهغه دويشلوطرحې چمتوكړې وي اوله مخې به يې په بيلابيلوپلمودهغه دويش خوبونه ويني خوزه ورته وايم چې داهيواد نه يوازې زمادى اونه هم دښاغلي دولتشاهي ، دلته په مليونونو ، نوركسان هم اوسيږي چې ددغه هيواد له ويشلوڅخه دهغه په وحدانيت باندې خوښ دي . نومونږ ته لازمه ده چې دهيواد داساسي قانون دلومړۍ مادې (( افغانستان، خپلواك، واحد، اونه بېلېدونكى اسلامي جمهوري دولت دى. )) په پام كې نيولوسره ددغه ويجاړهيواد په بياابادولوباندې فكروكړو نه داچې خپله دهغه دورانۍ سبب وګرځو .
په پاى كې بايد ووايم چې افغانستان دټولوافغانانوګډكوردى هيڅوك حق نلري چې دخپلو ګوندي ، سيمه ايزو ، ژبه نيزو ګټودلاسته راوړلولپاره دهغه دويش پلانونه جوړكړي . دادارې (( منجمنت )) دعلم داصولوله مخې دهراداري تشكيل مشر ، كه هغه لوى وي ، ددولت دمشر په توګه اوكه كوچنى وي ديوه عادي مديريت دمديرپه توګه ، حق لري خپلوخلكوته دخدماتودرسولوپه برخه كې دچټكټياپه موخه دخپلې ادارې په جوړښت ، دهغې په كاركوونكوكې دوخت دغوښتنوسره سم بدلون راولي دابه سمه نه وي چې مونږ وزارتونه قومونوته ورډالۍ كړو لكه ښاغلي ليكوال يې چې سپارښتنه كړې چې داوزارت يې دهغه قوم اودايې دهغه بل قوم ، زماپه آند داپه يوه هيوادكې دحكومت جوړولوله تيورۍ څخه دهغه ناسم تعبيردى ، دمنجمنت اصول داحكم كوي چې دهراداري تشكيل په جوړښت كې بايد ديوې انساني ټولنې غوښتنې په پام كې ونيول شي اودچارودچټكټياپه موخه بايدداسې كسان په دندو وګمارل شي چې نه يوازې پخپلوورسپارل شوو چاروكې پوره پوهه اومهارت ولري بلكې دهغې ادارې ګټوته ژمن وى ، نه داچې (( له غله سره دجوال خوله ونيسي )) .