جهادى مشرانوته
30.12.2015 14:48چه په درددوطن سوځي هغه ځوان نشته دى
نــورنــودوطن کى کــوم افغــان نشتـــــه دى
بــل کــوم غيــرتى اوبـــاايــمان نشتـــــه دى
نــورنــودرانى اوابــداليــان نشتــــــــــــه دى
اوس تورکافر شودکعبى نګهبان
ددهشتګرپه نوم اسلام شوبدنام
دقاچبرپه نوم افغان شوبــدنام
ټوله دنياکى مسلمان شوبــدنام
لاهم ستاسوزړه يخ نه شو (نه ځکه)
نشته دوطن کى نورغازى محمدجانخان نشته دى
چه پــه درددوطن ســوځي هغــه ځـوان نشته دى
د هــزاره پــه نــوم افغــــان شــــو حلال
هلته فارياب کى ټول مشران شول حلال
هلته په خــوست کى دسرووينــوسيلاب
دشاه شهيــدنــــــاوريــن مونــه دى پياد
لاهم ستاسوزړه يخ نه شو (نه ځکه)
نشته دى دتــورو اميرمسجدى خان نشتــه دى
چه په درددوطن سوځي هغه ځوان نشته دى
جومات مــوپــوليګــون دانتحارشـــــو
خوشحالى کى مو په رڼاورځ انفجارشو
دلته دبي شرمواوسپين سترګواقتدارشو
هرتــورمخى پنجابى زمــوږه پلارشـــو
لاهم ستاسوزړه يخ نه شو (نه ځکه)
نشته دوطن کى ابراهيم بيګ محمدخان نشته دى
چــه پــه درددوطن سوځي هغه ځوان نشتــه دى
تاســوزمــوږ تـــــاريخ لــه منځه يــــوړلو
تاسوافغانى غيرت غرورله منځه يــــوړلو
تاسوزموږمعلم اورغتياپال له منځه يوړلو
تاسوپه باميانوکى(صلصال)له منځه يوړلو
لاهم ستاسوزړه يخ نه شو (نه ځکه)
نشه دوطن کى هزاره شيرمحمدخان نشته دى
چه په درددوطن سوځي هغه ځوان نشته دى
مينــدى خوپه بيابيابورى بـــــورى شــوى
خوينــدى په ژړاژړارنځـــــورى شــــــوى
کونډي پــه خيرات غوښتومجبورى شوى
وينى موپه خپل کور کى ضرورى شــوى
لاهم ستاسوزړه يخ نه شو (نه ځکه)
نشته دوطن کى ميوندى ميرويس خان نشته دى
چه په درددوطن سوځي هغه ځوان نشتـــــه دى
شپينيوعملياتوزموږخوبـــونـــه تښتــــولى دى
پتيښته غرورغو زموږاولادونه ستړى شوى دى
تــورکافرټـــوپک پـــه ټنډه رتـــه نيــــولى دى
کډي مــو پــه تــوروشپــوبــارشــــــــويي دى خوستاسو زړه يخ نه شو (نه ځکه )
نشته دوطن کى نورچرخى غلام محمدخان نشته دى
چــه پــه درددوطن سوځي هغه ځوان نشتــــــــه دى
تاســوبيګناه خـــورکى پــه دارکړله
تاسورخشانه څنګه سنګسارکړلــــه
ناهيدموله پنځم منزل غورزارکړله
فرخنده موپه اورونوکى مرګبارکړله
لاهم ستاسوزړه يخ نه شو (نه ځکه )
نشته دبيننګو کى رښتياويلوتوان نشته دى
چه په درددوطن سوځي هغه ځوان نشته دى
دلتــه په رښتياويلوډيرخلق پــه دارشول
دلته داغيارپه ژبه ډيرخلق سنګسارشول
دلته دپردوپه خوله قومونــه تارزارشول
دلته بي هرمته نن دهرچاموراوپلارشول
لاهم ستاسوزړه يخ نه شو (نه ځکه)
نورپه دبيننګوکى وجدان نشته غيرت نشته ايمان نشته دى
چـــه پـــه درددوطن ســـوځي هغـــه ځـــوان نشتـــــه دى
بــل کــوم غيـــــــرتى اوبـــاايــــــمان نشتـــــــــــــــــه دى
نــــورنـــــودرانى اوابـــــداليـــــان نشتــــــــــــــــــــــه دى