د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

(دوهشت انځور)

محبوب شمال 01.12.2015 12:25

تياري هرځلمى ته په جنت کى (70 ) حورى شى*
چه دهريوانتحارسره په لسګونو ميندى بورى شى*

وکړه انفجا ر په جناز و کى قتل عام و کړه*

يادننه په جومات يائي په وره کى ياپه بام وکړه*

که دلته خلک کم ٶ په واده کى ئي دافغان وکړه*

هرکله چه کونډى په خيرات غوښتو مجبورى شى*

تيارى به بياتاته په جنت کى (70) حورى شى*
چه ستا دانتحار سره په لسګونو ميندى بورى شى*

جنت ته رسيدل خو قربانى غواړى*

دحورو مخ ليدل مخ ديدنى غواړى*

جهادخوصداقت رښتينولي غواړى*

ټوټى کړه ځان ټوټي کړه چه په برخه دسرى سپينى شى*

تيارى به بياتاته په جنت کى (70) حورى شى*
چه ستا دانتحار سره په لسګونو ميندى بورى شى*

چيرته چه دخلکوګڼه ګوڼه څومره ډيره وى*

دومره به ستا برخه پکشى ډيره وى*

چيرته چه تورسرى ،ماشومان پکشى سربيره وى*

غږ دانفجارسره به دى ميندى خويندى هيرى شى*

تيارى به بيا تاته په  جنت  کى (70) حورى شى*
که دهر يوانتحارسره په لسګونوميندى بورى شى*

عجبه ده ترڅوبه په هرچاپسى روان ٶ*

ترڅوبه په انګريزاوګوډملا پسى روان وو*

ترڅو به يادپيراوياحضرت صاب مريدان وو*

دوعاکوه (شماله)چه خوږلن په ملاپورى شى*

نوربه زموږميندى نه بى ستره نه سرتورى شى*

هلته به دى ټګ اود ټګمارکاسى نسکورى شى*