پسرليه
22.12.2015 23:16راوړه پسرليــــــــــه دګولونـــــــو هار له ځان سره
باران دســـــــروغميوديـــــــاقوتــــواومرجان سره
زماداميـــدونودښتى غرونـــــــــه مړاوى شوى دى
راوړه څاڅکي څاڅکي درحمت باران له ځان سره
مائي دحجران ژمي ساړه ساړه تيرکړى دى
راوړه دوصال زيرى قاصده له کاروان سره
په سرواوشنوټکريوبياد"جرچينه"رنګينه کړه
ماړه کړه په ديداريوځلى بيادوه مينان سره
ډلي به شى جوړى دى خوبانـوشنو باغـوپه لور
يوځاي به شى نازونــه دخوبانـــوسره ګلان سره
کله چـــه دسروګلــوقطارپـــه اوربـــل جـــوړسى
شمال به ورته جوړکړى دسرټيک دسره پيزوان سره
راوړه پسرليـــــــــه دګلونوهـــــــار له ځان سره
باران دسروغميــــو دياقوتــــــــواومرجان سره