د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښکلامرغلره دواده نه مخکى کونډه شوه

محبوب شمال 03.01.2016 12:30

ﺯﻣﻮژدکلي شکلي پيغله چه ديوځوان سره پاکه سپڅلي مينه درلوده دهغه سره يي کژده وکړه وروسته چه زموژدکلي ملا دجنت دحوروپه صفتونو خوله پوري کړه نودهغي دميني دنياګي يي ړنګه کړه اودا شکلي ځوان بمونه په ځان پسي وتړل دکوزکلي په جومات کي يي ځان توتي توتي کړ.
نوهغه شکلي پيغلي خپل دزړه تکي اوزموژدکلي دملا او دهغه جادوګري ناليدليي حوري نه په داسي ګيله ګي بيان کړ.

(دشکلاملغلره دواده نه مخکى کونډه شوه)

نه پوهژم  څوک يي ته دکومي بدري خوريي

کومــه جادوګــره دکابــل که دي لاهــوريي

ستاسوتصويرونوتصورکي نړي ورانه کړه
ستاسوصفتونوزمادميني کيژدي ورانه کړه
ستسوپــه صفت زمــوژدکلي ملامــوړنــه شو
ستاسوناليدلي ښايست هڅکله هم زوړنه شو

نه پوهيژم څوک يي ته دکومي بدري خوريي
کومــه جــادوګــره دکابــل کــه دلاهــور يي

تادډيروپيغلوارمانونه خاوري خاوري کړل
تاډيري ځوانان په ځان تړي   بموپوري کړل
ملازمـــــوژدکلي تـــــــه ليـــــــــــــــــدلي يي
ځکه دصفت هره جمعه کړي څومره شکلي يي

نه پوهيژم څوکي پي ته دکومي بدري خوريي
کومـــه جادوګره دکابل که دلاهـــــــــــــوريي

ملازموژدکلي موژته تل دجنګ ميدان غواړي
خوځانتــه ښي بنګلي ښه موټــــران غواړي
موژتــــه تـــل صفت ستـــادشکلاکـــــــــوي
خوځـــان تــه 4 ښځي پــه نکاح کــــــــــوى

نه پوهژم څوک يي ته دکومي بدري خوريي.
کومــه جادوګره دکابــل که دلاهــــــــــــوريى
تاســوڅــه جــــادوزمـــوژپـــــه ځلمــــــوکړي
هرڅه تري نه هيرشول اوس تکل يي د درتلو کړي
تاپـــه ددنيــازمــاهــرڅه پـــه اوربدل کړل
تازماښادي هجره جومات په ويربــدل کړل

نه پوهيژم څوک يي ته دکومي بدري خوريي
کومــه جادوګره دکابــل که دلاهـــــــــــــوريي

دهرچاودني غږکي ارمانونه خاوري کيژي
زموژدکلي پيغلي به په ټول عمـــرژړيژي
خدايه. ستالويه خدايي کي هغه مات زړونه ماتيژي
بــوري ميندي بـــوري بــه تــرڅووپــوري ځوريژي

نه پوهژم څوک يي ته دکومي بدري خوريي
کومــه جادوګره دکابــل کـــــــه دلاهـــوريي

آظالمي حــوري زمامينــه مخه ښــه کوي
وګوره چه څنګه يي ملګروته غوسه کوي
ځم ناوخته کيژي بيابه وينو په جنت کي
اخلوبه خوندونه موژ د حوروپه وصلت کي

نه پوهيژم څوک يي ته دکومي بدري خوريي
کومـــه جــادوګــره دکابــل کــه دلاهــــــوريي

سوځي هغه ځمکه چــه دپاسه اورپــري بــل دي
ملاته يي فرق نشته خپل يي نه دي زوي دبل دي
زموژدغه پاکي اودااخلاص دي ستا جيګروخوري
هغه ښايسته ګلالي حـــوري دي ستـــــاسروخوري