د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

محبوب شمال 22.11.2015 13:33

عمربه تيرشى دجنون بندى خانو کى*

يوځل که شوى بندى دتورو زلفوزولنوکى*

دسترګوپه کونجوکى به باڼه کړم لومى لومې*

بازان کړى پروازونه ستا دحسن سردروکشى*

دزړه په بام مى ګرځي ستا دحسن شنى کوترى*

دډيروشنو طوطيانو وزرمات شول په دامو کى*

 مجنون دعشق څپړه په ټول عمر هيره نه کړه*

ليونيان څيرى ګريوان ډيرماليدلى بيابانو کى*

دعشق په جوارى کى (شمال)ځکه ډيراحتياط کړى*

چازړه پکشى بايللى دچا اوښکى په ليمو کى*