د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د جان کري د سفر په تت سیوري کې

عبدالغني (هاشمي) 03.11.2015 12:04

منځنۍ اسیا ته د جان کري د سفر د کاسې لاندې نیم کاسې

 په سیمه کې د ډېر حساس او کړکېچن سیاسي – امنیتي وضعیت په شتون کې، د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو (قزاقستان، قرغیرستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري د وروستي سفر هدف، که څه هم په ظاهره کې ډېری د اقتصادي مسایلو په اړه ښودل شوی، خو له پخواني شوروي اتحاد څخه د منځنۍ اسیا بېل شوو هېوادونو، په ځانګړي ډول ترکمنستان سره د روسیې د اوسنیو کړکېچنو او ستونزمنو اړیکو او شرایطو کې له یوې خوا او په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلو نوو پرمختګونو، منځنۍ اسیا ته ددغو ځواکونو د لېږد او نفوذ وېرې او په دې اړه د روسیې سختو اندېښنو ته په پام، دا سفر د سیمې او نړۍ په کچه ډېرې جدي اندېښنې هم له ځانه سره لري.
دا سمه ده، چې امریکا ته د منځنۍ اسیا د زمکې لاندې بډایه زېرمې او د افغانستان اقتصادي پراختیا او بډاینې په موخه له دغو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې له ارزښت او اهمیته خالي نه دي او همدا مسله ده، چې ښاغلی جان کري هڅه کوي دغو هېوادونو ته د خپل سیاسي سفر نیم کاسې، تر همدې کاسې لاندې پټې کړي.
زما په اند له دغو هېوادونو سره پر نورو اقتصادي مسایلو سربېره، له افغانستان سره د ورېښمو او لاجوردو تاریخي لارو بیا احیا او د ټاپي پروژې ملاتړ په اړه د ښاغلي کري خبرو تر تتې او نرۍ پردې لاندې، د نوموړي د سفر سیاسي اهدافو د پټولو لپاره ښه زمینه ده.
په هر حال! زه فکر کوم دغو هېوادونو ته د ښاغلي کري سفر د اقتصادي مسایلو په پرتله ډېر سیاسي بنسټ او هدف لري، ځکه دا ټولې نړۍ ته ښکاره خبره ده، چې امریکا په منځنۍ اسیا کې د روسیې له نفوذ څخه وېره لري او دا سفر زما په اند د امریکا له خوا په سیمه او افغانستان کې د روسیې د نفوذ د مخنیوي لپاره لومړنۍ هڅه او عملي ګام دی.
په دې وروستیو کې د چین په پټو او ښکاره هڅو داسې یوه نظریه رامنځه شوه، چې په سیمه کې د امریکا د نفوذ او اقتصادي ولکې او ددغه هېواد په ملاتړ د ترهګرو شبکو د پراختیا اوپیاوړتیا د مخنیوي په موخه د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو، آن روسیې ترمنځ داسې یو اتحاد او یوالی رامنځته شي، چې پربنسټ یې په دې یوالي کې د ګډو هېوادونو ترمنځ پراخې اقتصادي همکارۍ رامنځته او په دې توګه چین په منځنۍ اسیا کې د پانګونې او نورو اقتصادي فعالیتونو له لارې له یوې خوا د سیمې له پراخو اقتصادي امکاناتو، په ځانګړي ډول زمکې لاندې زېرمو څخه پراخه ګټه پورته کړي، له بل لوري خپلو تولیداتو ته پراخ بازار پیدا کړي او له بل لوري هم په سیمه کې د ترهګرو ډلو او شبکو د فعالیت کچه راټيټه او خپل هېواد او منځنۍ اسیا ته یې د لېږد او نفوذ مخه ونیسي، چې د افغانستان ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني نه یوازې له دې پراخ اقتصادي پلان سره همغږي وښودله، بلکې په افغانستان کې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره یې په دې برخه کې د روسیې اغېزمن رول ته هم ارزښت ورکړ، ان له روسیې یې د پوځي مرستو غوښتنه وکړه او ارګ ویلي، چې دې مرستو ته سترګې پر لاره دي.
له بل لوري له ډېرې مودې راهیسې په سیمه ییزه او نړیواله کچه داسې پراخې او جدي تبصرې هم کېږي، چې امریکا غواړي په سیمه کې د روسیې د نفوذ مخنیوي او مسکو ته د ستونزو راولاړولو او همداراز په سمیه کې د چین د اقتصادي نفوذ مخینوي او په ټوله کې د سیمې له زمکې لاندې زېرمو څخه د ګټې اخستنې د مخنیوي په موخه په افغانستان، په ځانګړي ډول له منځنۍ اسیا هېوادونو سره په څېرمو او نښتو سیمو او ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او داعش ځواکونه پیاوړي کړي، په دغو سیمو او ولایتونو کې ورته پراخ او پیاوړي مرکزونه جوړ او په دې توګه د پورته یاد شوو اهدافو د پلي کېدو لپاره دا ځواکونه منځنۍ اسیا ته ولېږي.
څرنګه چې لیدل کېږي، روسیه هم په ډېره جدي توګه هڅه کوي، د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې ښې او پراخې کړي او په دې توګه له یوه لوري په سیمه کې د امریکا د پورته یادو شوو اهدافو د پلي کېدو او له بل لوري په منځنۍ اسیا کې د ترهګرو د نفوذ مخه ونیسي، چې روسیې ته ډېره له خطره ډکه او جدي مسله ده.
یوه بله مسله هم چې د یادونې وړ ده، هغه دا چې، په افغانستان کې دا فکر او تعبیر ورځ تربلې پیاوړی کېږي، چې امریکا په سیمه کې د خپلو سټراټیژیکو اهدافو د پلي کولو او روسیې ته د سرخوږي او ستونزو راولاړولو په موخه غواړي افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل کړي او تل یې ناامنه وساتي، له همدې کبله دا ذهنت رامنځته شوی، چې که د افغانستان دولت غواړي له دې ننګونې څخه بریالی راووځي، نو باید له روسیې سره نږدې شي او دا مسله روسیې ته هم په سیمه کې د امریکا د پلانونو د پلي کېدو د مخینوي لپاره ښه چانس او امکان په لاس ورکړي، چې امریکا دداسې یوه حالت له رامنځه کېدو سخته وېره لري او منځنۍ اسیا ته د ښاغلي جان کري سفر هم زما په اند تر ډېره بریده د همدغو اهدافو پر محرونو څرخي.
ددغو سیاسي بدلونونو او راکړو ورکړو په بهیر کې دا خبره هم له امکانه لرې نه ده، چې که په منځنۍ اسیا کې سیاسي - اقتصادي وضعیت د امریکا په ګټه پراختیا ونه مومي، ښايي نه یوازې دا چې امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم نه کړي، بلکې برخلاف د لا ډېرولو شونتیا یې هم شته. زما په اند دا شونتیا به هغه مهال لا پسې ډېره شي، که روسي پوځونه له منځنۍ اسیا سره د افغانستان په ګډو پولو کې ځای پرځای شي.
دا ټول مسایل به کېدای شي له منځنۍ اسیا هېوادونو څخه خپل هېواد ته د ښاغلي جان کري له راستنېدو وروسته او په لنډ یا اوږد مهال کې د نوموړي د سفر د پټو او ښکاره پایلو او اهدافو له رابرسېره کېدو سره جوخت، د اوبو سر ته راووځي.