د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نړیوالې ژمنې د کورنیو امکاناتو پربنسټ عملي کېدای شي

عبدالغني (هاشمي) 29.09.2015 13:39

د افغان دولت اجرائیوي رییس ښاغلي عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د عمومي اسامبلې په غونډه کې ویلي، د افغان دولت پروګرامونه د ملګرو ملتونو د کاري پراختیا نوي دستورالعمل سره همغږي کوو.
خو آیا په بېلابېلو ډګرونو کې د هېواد اوسنیو عیني شرایطو ته په کتو به د ښاغلي عبدالله عبدالله دا ژمنه عملي بڼه خپله کړي؟
ددي پوښتنې د ځوابولو په خاطر اړ یو په لنډه توګه د وروستیو کلونو په بهیر کې په بېلابېلو برخو او ډګرونو کې د افغانستان عینې وضعیت، پېښو، پرمختګونو، ستونزو او ننګونه ته وروګرځو.
په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ړنګېدا او د ښاغلي حامد کرزي په مشرۍ د حکومت له جوړېدا وروسته نړیوالې ټولنې په بېلابېلو ډګرونو کې په بې ساري ډول زموږ له هېواد سره مرستې پیل او په پراخه توګه یې دغو مرستو ته دوام ورکړ، خو د بېلابېلو ننګونو، ستونزو، نیمګړتیاوو او لاملونو له کبله دا مرستې بېرته ټیټې کچې ته راکښته شوې، ځکه د همدغو یادو شوو لاملونو له کبله نړیواله ټولنه پر افغانستان بې باوره شوه، خپلې مرستې یې کمې کړې او ځينو هېوادونو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو خو آن لا بېخي ودرولې.
اوس نو راځو دې ته، چې آیا د ښاغلي حامد کرزي د واکمنۍ د مهال هغه ننګونې، ستونزې او لاملونه، چې د نړیوالې ټولنې د بې باورۍ لامل ګرځېدلي وو، اوس له منځه تللي که نه؟
اداري فساد: هغه څه چې نړیواله ټولنه یې په پراخه او جدي توګه پر افغانستان بې باوره کړه، د ارګ په ګډون د افغانستان په نږدې ټولو ادارو او ارګانونو کې د اداري فساد پراخ شتون و، چې د یوې نړیوالې سروې له مخې افغانستان د ښاغلي کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې په نړیواله کچه د فساد شتون په دویم مقام کې ولاړ وو، همدا مسله ددې لامل شوه، چې نړیوالې مرستې خپلې ټیټې کچې ته ورولوېږي.
خو ایا دا ننګونه اوس هم شته که نه؟
که څه هم دې پوښتنې ته باید ملت ځواب ووايي، خو د ملت د یوه غړي په توګه په زغرده وایم، چې دا کرغېړنه ښکارنده (پدیده) که څه هم تر پخوا څه ناڅه کمه شوې، خو هومره نه، چې دومره پر افغانستان د نړیوالې ټولنې د باور وړ وګرځي، چې دغه ټولنه بې له شک او ځانګړو شرطونو په بشپړ ډاډ سره خپلې مرستې پر افغانستان ولوروي....
امنیت: که په افغانستان کې امنیتي وضعیت وڅېړل شي او له څو کلونو وړاندې مهال سره پرتله شي، نو په زغرده څرګندېږي، چې امنیتي وضعیت په افغانستان تر پخوا خرابه شوې ده، ځکه اوسمهال سربېره پردې چې امنیتي پېښې لږ ترلږه کمې شوې نه دي او په هماغه کچه دوام لري؛ د هېواد د خاورې ډېره برخه د دولت وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده، پر دې سربېره اوسمهال د (داعش) په نامه په افغانستان کې نوی ځواک رامنځته شوی. که څه هم په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه په افغانستان کې د داعش د ظهور او چټک پرمختګ په اړه بېلابېل نظرونه، تحلیلونه او انګېرنې هم شته، چې په راتلونکي کې د نړیوالې ټولنې د مرستو په مخینوي یا کمېدو کې د پام وړ ونډه ترسره کولی شي، خو هغه زموږ د بحث موضوع نه ده.
بله خبره دا هم ده، چې د ملا عمر د مړینې له رسوا کېدو وروسته د ملا منصور په مشرۍ د طالبانو نوی مشرتابه هم وټاکل شو، چې په لومړیو کې یې د خپل ځواک او وړتیا ښودنې په موخه ډېر پراخ پوځي عملیاتونه هم ترسره کړل، خو دا چې د مني موسم راورسېد، د تل په څېر د افغانستان په ډېریو سړو سیمو کې وسله وال طالبان د یخنۍ له کبله سیمې پرېږدي او د پسرلي په رارسېدو سره بېرته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
له بل لوري د خپاره شوو رپوټونو له مخې اوسمهال د وسله والو طالبانو لس سلنه غړي له داعش وسله والو سره یوځای شوي او هڅه روانه ده، چې دداعش او وسله والو طالبانو ډلو ترمنځ هم ډېر ژر داسې یو تفاهم رامنځته شي، چې په ګډه د افغانستان دولت پرضد خپل فعالیتونه تنظیم او عملي کړي، چې دا د امنیت لا خرابېدا او ورسره د نړیوالې ټولنې د بې باورۍ یو بل عمده لامل دی....
مدیریتي کمزورتیا: د ملي وحدت دولت له رامنځته کېدو سره د افغانستان وګړي په دې تمه وو، چې د هېواد په ټولو ادارو، سازمانونو او ارګانونو کې به کارپوه، مسلکي، سپېڅلي او خدمتګار کادرونه ګمارل کېږي، ځکه دا مسله واک ته له رسېدو وړاندې د ښاغلي اشرف غني له ډېرو کلکو او مهمو ژمنو څخه وه، خو له بده مرغه دا مسئله اپوټه شوه او بیا هم د ضوابطو پرځای راوبطو ته ډېر ارزښت ورکړ شو، چې دې مسلې نږدې په ډېریو دولتي ادارو او ارګانونو کې مدیریتي کمزوریتا رامنځه کړې او سربېره پردې چې زموږ وګړي یې له امله له سختو ستونزو او کړاو سره مخ دي، د نړیوالې ټولنې د بې باورۍ لامل هم شوې ده.
ملي بې باوري: د ملي وحدت دولت له رامنځته کېدو سره د افغانستان خلک په دې باور وو، چې هغه ستونزې او نیمګړتیاوې چې د ښاغلي حامدکرزي د واکنۍ پرمهال شتون درلود او ملت یې له امله له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ وو، دا به د ملي وحدت دولت له خوا له منځه ځي او ملت به یې له شر او درده وژغورل شي، خو له بده مرغه، سربېره پردې چې ملي وحدت دولت د دغو ستونزو او نیمګړتیاوو په له منځه وړلو یا لږ ترلږه کمولو کې پاتې راغی، په ځينو برخو کې لا پسې ډېر او پراخ شول، چې ملت یې پر دولت بې باوره کړ، په دې توګه د ملت او دولت ترمنځ د اړیکو واټن لا پسې پراخ او ډېر شو او ملت له دولت سره له همکارۍ لاس واخست او یا هم دا همکاري ډېرې ټیټې کچې ته راولوېده، چې دا هم د نړیوالې ټولنې د بې باورۍ په ډېرېدو او پراختیا کې د پام وړ ونډه ترسره کولی شي.
ناهیلي: بله مسئله چې د بحث وړ ده او پر افغانستان د نړیوالې ټولنې باور ته زیان رسوي، هغه د خلکو پراخه او مخ په زیاتېدونکې ناهیلې او مایوسیت دی.
تر څه مودې وړاندې هم خلکو دا هیله او تمه درلوده، چې په افغانستان کې به وضعیت ښه شي، خو له بده مرغه سربېره پردې چې هیڅ ښه والی او پرمختګ رامنځته نه شو او خلکو ته د کار زمینه او خوندیتوب زمینه برابره نه شوه؛ حالات نور هم کړکېچن شول او خلک لا له ډېرو او پراخو ستونزو، ننګونو بې باوریو او خطرونو له احساس یا هم عملي خطرونو سره مخ شول.
اوسمهال له هېواده د تېښتې او فرار کچه دومره لوړه شوې، چې په وروستیو لسیزو کې یې ساری نه درلود، په دې کې ډېری هغه پوه او ځوان قشر شامل دی، چې د هېواد راتلونکی یې شتون او وجود ته ډېره اړیتا لري، خو له بده مرغه له هېواده تښتې او ددوی په نه شتون کې په بېلابېلو ډګرونو کې د هېواد راتلونکی له تشو، ستونزو او نیمګړتیاوو سره مخ کېږي، چې دا له یو لوري اوسمهال د نړیوالې ټولنې د بې باورۍ لامل ګرځي او له بل لوري، په راتلونکي کې له دې امله د تشو او نیمګړتیاوو د شتون له کبله زموږ پر هېواد د نړیوالې ټولنې باور او ډاډ له منځه ځي.
کېدای شي، داسې نور لاملونه او معلولونه هم شتون ولري، چې د نړیوالې ټولنې د بې باورۍ له کبله افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د مرستو مانع او خنډ شي، خو پوښتنه داده، چې آیا ددغو ټولو یادو شوو ستونزو او ننګونو په شتون سره به ملي وحدت دولت وکولی شي، په عمومي اسامبله کې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره خپله کړې ژمنه عملي او پلی کړي؟
زه په دې باور یم، تر هغه مهاله چې په افغانستان کې د پراختیايي او پرمختیايي چارو او فعالیتونو د پلي کېدو پرمخ پورته یادې شوې او دې ته ورته بنسټیزې ستونزې، ننګونې او خنډونه له منځه ولاړ نه شي، چې په زغرده د ملي او نړیوالو پراختیايي فعالیتونو د عملي کېدو مخه ډپوي، نو ملګرو ملتونو ته د ښاغلي عبدالله عبدالله د ژمنو په ګډون به د ډېریو فعالیتونو د عملي کېدو امکانات شتون ونه لري.