د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هند ته د افغان دولت پلاوي سفر او احتمالي پایلې یې

عبدالغني (هاشمي) 10.11.2015 11:27

له هند سره د افغانستان اړیکې اوږد تاریخ لري، خو د کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمنځ تاریخي مخالفتونو او خونړیو جګړو تل دا اړیکې تر خپل سیوري لاندې ساتلې دي.
که څه هم افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د خپلو سیاسي – اقتصادي ګټو لپاره له نړۍ، په ځانګړي ډول د سیمې له هېوادونو سره اړیکو ته ډېره اړتیا لري، خو په وروسیتو لسیزو کې د افغانستان په کورنیو جګړو کې د پاکستان پراخ لاس لرل او ونډې او په افغانستان کې د هند له نفوذ څخه د هغه هېواد د وېرې پلمه ځينې وختونه افغانستان له هند سره د اړیکو په ساتلو او پراختیا کې احتیاط او محافظه کارۍ ته اړ ایستی دی.
 په افغانستان کې د پاکستان پراخو لاسوهنو او ناټو غړو ډېریو هېوادونو، په ځانګړي ډول امریکا متحده ایالتونو وروستیو ځانګړو سیاستونو که څه هم تر یوه بریده د سیمې له ځينو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې تر خپل سیوري لاندې راوستلې، خو بیا یې هم ونه شو کړای د هند، ایران، چین او روسیې په ګډون د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې په بشپړ ډول پرې کړي او یا یې په دښمنۍ واړوي، ځکه دواړه لوري (افغانستان او د سیمې هېوادونه) په ښو متقابلو اړیکو کې خپلې ګټې او په ناوړه اړیکو کې خپل زیان ګوري.
زماپه اند په لومړي سر کې د ملي وحدت دولت یوه تېروتنه دا وه، چې د سیمه ییزو حساسیتونو تر اغېز لاندې یې د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول هندوستان سره د اړیکو په ساتنه او پراختیا کې متوازن اقدامات ونه کړل، دولت داسې فکر وکړ، چې د افغانستان د ستونزو ټولې جرړې له پاکستانه افغانستان ته راغزېدلې دي، نو هڅه یې وکړه له دې هېواد سره د ناانډولۍ تر بریده اړیکې ښې او پراخې کړي او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره د دغه هېواد رښتینې همکاري خپله کړي، که څه هم ملي وحدت دولت په غیر مستقیم ډول له هند سره د اړیکو د سستولو په تړاو د پاکستان غوښتنې او فرمایشونه ومنل، چې د هند او افغانستان پر اړیکو یې څه ناڅه ناوړه اغېزې وښیندلې، خو له بده مرغه د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر ښه والي یې کومه دوامداره مثبته اغېزه ونه کړه او پاکستان د تل په څېر بیا هم له افغانستان سره په بېلابېلو ډولونو او ډيپلوماسیو خپلو ناوړه سیاستونو ته دوام ورکړ.
اوس چې افغان دولت یوځل بیا له هند سره د اړیکو د ساتلو او ودې په موخه عملي هڅې او ګامونه پیل کړي او هند له دغو ټولو مسایلو او ناانډولیو سره چې ملي وحدت دولت د بریا له پیله تر دې دمه له پاکستان او هند سره د نامتوازنو اړیکو په برخه کې ترسره کړي، بیا هم په پراخه سینه له افغانستان سره د پوځي او اقتصادي همکاریو او له ترهګرۍ سره د مبارزې رښیتې سینه ډبولې او دا ژمنه یې افغانستان ته د څلورو جنګي چورلکو له ورکولو سره، چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې ورته ډېره جدي اړتیا لري؛ په زبات رسولې ده.
که څه هم ډېری شنونکي له هند سره د افغانستان د اړیکو پراختیا په اوسنیو حساسو شرایطو کې له ځينو اړخونو د افغانستان په زیان بولي او وايي، چې دا اړیکې د افغانستان پروړاندې د پاکستان حساسیت راپاروي، چې ښايي پاکستان به په دې غبرګون په افغانستان کې جګړه ییز فعالیتونه لا پراخ او چټک کړي، څو افغانستان اړباسي، چې له هند سره له پوځي او اقتصادي نږدېوالي څخه لاس واخلي، خو زه دا وایم چې ایا د پاکستان په غوښتنه او فرمایش له هند سره د افغانستان د اړیکو په برخه کې د ملي وحدت دولت لومړنیو نا انډولیو او نا متوازنو اړیکو په دې برخه کې کوم مثبت اغېز درلود؟ ځواب په بشپړ ډول (نه) دی.
راځئ ژور فکر وکړو؛ پاکستان په افغانستان کې ژور سټراټيژیک اهداف لري، چې ټولو ته معلوم دي، ځکه نو هیڅکله نه غواړي دې اهدافو ته تر رسېدو پورې!؟ په افغانستان کې سوله اوټیکاو رامنځته شي، دلته دی چې زما په اند افغانستان ته ښايي چې له هر امکان څخه پرګټې اخستنې ځان پیاوړی کړي او په خپلو مټو په افغانستان کې د پاکستان له خوا پیل شوې جګړې ته ماته ورکړي او ځان له دې شره خلاص کړي.
له بل لوري اوسنیو حساسو سیمه ییزو خوځښتونو او شرایطو او په افغانستان کې امنیتي – اقتصادي ستونزو ته په پام، همداسې چې د نړۍ له نورو هېوادونو سربېره، له پاکستان، ایران، چین او روسیې سره پراخو اړیکو ته اړتیا لرو، له هند سره پر اقتصادي اړیکو سربېره ، له ترهګرۍ سره د تپل شوې جګړې پروړاندې د مبارزې لپاره د هغه هېواد پوځي مرستو ته هم جدي اړتیا محسوسېږي.
 هند ته د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې د پیاوړتیا په موخه د پوځي مرستو د راجلبولو لپاره د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي حنیف اتمر سفر به کېدای شي یوځل بیا د پاکستان پټ یا ښکاره حساسیت راپارولی وي، خو زما په اند موږ په روانو شرایطو کې له بېلابېلو وژونکو ستونزو څخه د راوتلو په خاطر د نورو سیمه ییزو هیوادونو په ګډون د هند پوځي او اقتصادي مرستو ته هم سخته او جدي اړتیا لرو.
بله مسله د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې د هند ګټوره او بنسټیزه ونډه ده، چې دا مهال د فقر په وژونکو ګردابونو کې د ښکېلو افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري.
زما په اند هند ته د ملي امنیت شورا سلاکار په مشرۍ د افغان پلاوي سفر به په دې برخه کې ډېر تمرکز وکړي. دا تمرکز له دې پلوه هم ډېر ارزښت لري، چې هند د ملي وحدت دولت له جوړېدا سره سم له افغانستان سره د پراخو اقتصادي او بیا رغنیزو مرستو ژمنه وکړه او د خپلو ژمنو د ترسره کولو لپاره یې ځینې عملي اقدامات هم ترسره کړل، چې د افغانستان د پارلمان ودانۍ جوړونه، د سلما بند بشپړه بیارغونه، سړک جوړونې او نورې بېلابېلې سترې او کوچنۍ پروژې او ددې ترڅنګ د چابهار بندر د جوړونې په برخه کې د مرستې ژمنه او لېوالتیا په ګډون نور بېلابېل سوداګریزاقدامات یې جوتې بېلګې دي. خو که په افغانستان کې د هند د نفوذ له وېرې ددغو ګټورو پروژو په مخنیوي کې د پاکستان له دښمنۍ ډک چلند او تخریبي اقدامات نه وای، ښايي اوس به هند د افغانستان په بیارغونې او اقتصادي پیاوړتیا کې ډېره رغنده او ګټوره ونډه ترسره کړې وه.
اوس هم کېدای شي هند ته په افغانستان کې په اقتصادي او بیارغونیزو چارو کې ستونزې راولاړې شي، خو کېدای شي دغه هېواد ته د افغانستان په داسې سیمو کې د فعالیت امکانات برابر شي، چې امنیتي وضعیت پکې ښه وي او څوک یې د مخینوي په خاطر تخریبي اقدمات نه شي کولی.
له بل لوري د چابهار بندر په ګډون که له هند سره د پراخو سوداګریزو اواقتصادي اړیکو زمینه برابره شي، نو هند به له دې لارې هم د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا او له دغو سختو اقتصادي ستونزو څخه د افغانستان بېوزلو خلکو رایستلو کې د پام وړ ونډه ترسره کړي.
موږ په دې اند یو، چې د افغانستان ټولې ستونزې د جګړې او ناامنیو له سرچینو خړوبېږي، ځکه نو هیله من یو په افغانسان کې د جګړې پای ته رسولو په موخه د مرستو د راجلبولو په هدف هند ته د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي حنیف اتمر او ورسره پلاوي سفر ښې لاسته راوړنې له ځانه سره ولري او همداراز هیله من یو په سوداګریزو، بیارغنیزو، کادرونو د روزنې او نورو بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد د مرستو د راجلبولو په موخه د افغانستان نور چارواکي هم دغه هېواد او د سیمې نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي او په متقابله توګه افغانستان ته په همدې موخه د هند په ګډون د سیمې د نورو هېوادونو د لوړپوړیو چارواکو د سفرونو زمینه هم برابره شي.