د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان دې یوازې له لاسوهنې لاس واخلي؛ بس!

عبدالغني (هاشمي) 27.10.2015 12:18

د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف سره په ورستۍ کتنه کې پر نوموړي فشار راوړی، چې په خپله خاوره کې دې د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو او د هغوی د ځالو په ورانولو کې جدي اقدامات وکړي. د پاکستان او امریکا د مشرانو له کتنې وروسته، په يوې ګډې اعلاميه کې ويل شوي، چې دوی دواړه غواړي طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او د دايمي سولې لپاره هڅې وکړي.
امريکا همداراز له پاکستانه غواړي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره مهم رول ولوبوي. د امریکايي او افغان چارواکو په باور، اسلام آباد په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبولای شي.
خو ښاغلي نواز شریف له دې کتنې وروسته بیا هم په ماهرانه ډیپلوماټیکه ژبه ویلي، چې (نه شي کولای پر يوه وخت هم طالبان ووژني او هم يې د سولې مېز ته کېنوي).
راځئ د افغانستان پروړاندې د پاکستان د وروستۍ نږدې نیمې پېړۍ سټراټیژیکو اهدافو او کړنو ته په کتو قضاوت وکړو، چې آیا د ښاغلي شریف دا څرګندونه له فشار او موضوع څخه د تېښتې په معنا ده، که واقعیت همداسې دی؟
ښاغلی نواز شریف! اوس ټوله نړۍ په دې پوهېږې چې (غوا توره او شیدې یې سپینې) او زه بشپړ باور لرم، چې ستا خپل زړه هم ستا د ژبې له دې راوتلې وینا سره همغږی نه دی او دا کومه نوې خبره هم نه ده، ځکه دا نږدې نیمه پېړۍ ده، پاکستان د افغانستان پروړاندې د (څه چې وایي هغه نه کوي) چلند غوره کړی، بلکې څه چې وايي د هغه پرخلاف عمل کوي.
که څه هم ددې خبرې تکرار ته هډو اړتیا نشته؛ خو بیا هم د بحث په تړاو اړینه ګڼم چې ووایم، پاکستان په افغانستان کې خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو د ساتنې او په افغانستان کې د هند نفوذ ډېروالي او پیاوړتیا مخنیوي په خاطر نه غواړي په افغانستان کې امن او ټیکاو رامنځته شي. خو زه نه پوهېږم، چې آیا نړیوال، په ځانګړي ډول امریکا متحده ایالتونه، په دې حقیقت نه پوهېږي، که په خپله په سیمه کې د خپلو سټراټيژیکو اهدافو د پلي کولو په خاطر پاکستان ته د احتیاج له کبله په لوی لاس سترګې ترې پټوي او غوږونه پرې کڼوي؟
نه طالبان ووژنه او نه د هغوی او افغان دولت ترمنځ د سولې د خبرو منځګړتوب وکړه؛ بلکې یوازې په رښتینې او صادقانه توګه د طالبانو له ملاتړ، تجهیز، په خپله خاوره کې له ځای ورکولو او د خپل هېواد په نیابت د افغانستان پروړاندې د هغوی له جنګولو لاس واخله او بس!!!
ښاغلی صدر اعظم باید په دې پوه شي، چې افغان دولت او افغانان هیڅکله نه غواړي، هیڅ افغان آن د دولت او خلکو دښمنان یې هم د پردیو په لاس ووژل شي. ځکه دا د افغانانو کورنۍ مسله ده او افغانان باید په خپل لاس او په خپلو افکارو، نوښتونو او هڅو، د خپلو ملي ګټو او مصالحو په رڼا کې دا ستونزه هواره کړي.
دا نه د قطر کار دی، نه د پاکستان او نه هم د کوم بل هېواد؛ خو له بده مرغه ستونزه داده، چې په افغانستان کې د پخواني شوروي پوځونو د حضور او پروړاندې یې د لویدیز سیاست په څېر؛ پاکستان ته تل دا چانس په لاس ورځي، چې په سیمه کې د لودیز د اهدافو د پلي کولو لپاره ښه او ګټوره وسیله شي او د جوارګرو خبره (دوشش) وګټي، ځکه پاکستان غواړي د خپلو سیاسي – اقتصادي اهدافو په خاطر افغانستان تل ناامنه، کمزوری او محتاجه وساتي او د چا خبره چې ( که خدا میته، ده باغ مرزا هم میته) نو دا چې دا په همدې حال کې د سترو سیمه ییزو اهدافو د پلي کولو په خاطر د اوسنۍ نړۍ د لویدیزو زبرځواکونو سټراټيژیک هدف هم دی، دلته دی چې پاکستان ته په مفتو امکاناتو له یوې خوا د افغانستان د ځپلو او کمزوري کولو ښه چانس په لاس ورغلی او له بل لوري د نړۍ له دغو پیاوړي اقتصاد لرونکو هېوادونو څخه د اهدافو لپاره د وسیله کېدو په بدل کې د ډېرو پراخو اقتصادي او سیاسي امتیازاتو ګټلو چانس!
که څه هم د پاکستان صدراعظم له وروستیو چغو داسې ښکاري، چې یوځل بیا په کلکه توګه په افغاننستان کې د خپلو څرګندو لاسوهنو ودرولو او په دې هېواد کې د سولې راتګ او ټینګښت په اړه د لویدیز، په ځانګړي ډول امریکا متحده ایالتونو تر فشار لاندې دی، اوس نو په دې پورې هم تړاو لري، چې آیا دا فشار رښتنی دی او که نه، بیا هم د افغانستان په تړاو د لویدیز په ځانګړي ډول امریکا متحده ایالتونو او پاکستان ترمنځ لوبه؛ خو زه په دې اند یم، که پاکستان او لویدیز متحدین یې غوښتي وای، په افغانستان کې به څلوېښت کاله وړاندې سوله راتلی او ټینګېدی شو او اوس به افغانستان لا وختي د پرمختګ لوړو پوړیو ته هم رسېدلی وای، خو له بده مرغه لویدیز هم تل له پاکستان څخه د افغانستان پروړاندې د (غل ته وايي غلا وکړه او کارواني ته وايي هوښیار اوسه) سیاست غوره کړی....
خو هو؛ له پاکستان څخه د ګاونډي هېواد په توګه زموږ همېشنۍ تمه او غوښتنه!!!
افغانستان او پاکستان دواړه خپلواک او د قانوني حکومتونو لرونکي هېوادونه وو او دي؛ د نړیوالو نورمونو او قوانینو له مخې، هیڅ هېواد د بل هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري، په داسې حال کې چې پاکستان پر پوځي مداخلې او نورو بېلابېلو لاسوهنو سربېره، آن تردې پورې هم د افغانستان په کورنیوچارو کې لاسوهنه کوي، چې زړه یې غواړي په بېلابېلو برخو کې هم افغان دولت ته فرمایشونه او ځانګړې نسخې ورکړي.
د افغانستان او پاکستان شریفو وګړو ترمنځ د تاریخ په اوږدو کې تل ډېرې ورورګلویزې اړیکې شتون درلودې او لري یې، د پاکستان او افغانستان وګړي تل په بېلابېلو بڼو او طریقو د یوبل حکومتونو پروړاندې له دښمنیو ډکو سیاستونو په اړه جدي محالفتونه ښودلي، په دې اړه یې رسا غږونه پورته کړي او دا یې د دواړو هېوادونو د وګړو د زیان او تباهۍ لامل بللی دی، خو له بده مرغه په وروستیو لسیزو کې د پاکستان بېلابېلو حکومتونو، د افغانستان وروستیو حکومتونو پروړاندې له دښمنۍ ډک سیاستونه غوره کړي او په مقابل کې یې افغان دولتونو هم د ځان د دفاع په خاطر یا هم د غچ اخستنې په موخه د پاکستان پروړاندې د خپلې وسې په اندازه تخریبي کړنې ترسره کړې دي.
موږ له پاکستان څخه بې له دې چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه ونه کړي، بل هیڅ نه غواړو. که د وروستیو لسیزو له نورو مسایلو تېر شو، نو په بشپړ ډاډ او باور سره ویلی شو، چې که همدا اوس پاکستان د وسله والو طالبانو او افغان دولت نورو مخالفینو له ملاتړ، تجهیز او ځواکمنوونې او د ځان په نیابت د افغان دولت پروړاندې د هغوی له جنګولو لاس واخلي، له یو لوري به وسله وال طالبان د تسليح او تجهیز امکاناتو او پناه‌ځایونو نه درلودلو له کبله په خپله له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېني او له بل لوري دواړه لوري (افغان دولت او طالبان) به د یوه هېواد وګړو په توګه په خپله خپل کورني مخالفتونه او ستونزې د خبرو او سیاسي فعالیتونو له لارې هوارې کړي.
د افغان دولت له مخالفینو څخه د پاکستان د نه ملاتړ بله پایله داده، چې په دې صورت کې د سولې بهیر خپل عادي او افغاني لاره خپلوي، چې داسې یوه سوله کېدای شي تلپاتې او د ټیکاو او عدالت تضمینوونکې وي. زموږ به اند هغه سوله چې د نورو تر فشار لاندې او ډېری د منځنګړي په ګټه رامنځته شي، نه زموږ د خپلو ملي ګټو پربنسټ؛ نه یوازې کمزورې او ماتېدونکې وي، بلکې جانبي عوارض به یې هم د جګړې له مهاله کم نه وي.