د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالغني (هاشمي)

19.01.2016 15:27    |   عبدالغني (هاشمي) دولت دې د ځينو مهمو رپوټونو جدي څېړنه وکړي

سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د ځنو افرادو، ډلو او کړیو له خوا ډېرې ناانساني او د بشري موازینو خلاف کړنې ترسره شوي او په ډېریو برخو کې په ملي او نړیواله کچه د خیانت، جنایت، فساد، چور او تالان ډېر کره او مستند رپوټونه خپاره شوي، خو دولت یې د ډېرو لږو او په نشت شمارو مواردو په اړه عملي اقدامات ترسره کړي او د ډېریو په اړه یې د رسنیزو رپوټونو، لاریونونو او نورو وګړنیزو اقداماتو سره هم د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو لاملونو او فشارونو له کبله هیڅ ډول قانوني ګام نه دی پورته کړی.

05.01.2016 11:56    |   عبدالغني (هاشمي) بېکاري د جګړې خس او د ټولنیزو ستونزو مور ده

په افغانستان کې د بېکارۍ ستونزه نوې خبره نه ده، دا ستونزه په بېلابېلو وختونو، دورو او حکومتونو کې په بېلابېلو کچو شتون درلوده او په اړه یې تل د ملي او نړیوالو اړونده ادارو او سازمانونو له خوا رسمي اندېښنې او غبرګونونه رابرسېره شوي دي، خو دا ستونزه دا مهال نږدې خپل اوج او د ډېرې اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې ده. دا کچه په تېرو درېیو - څلورو کلونو کې د بېلابېلو ملي او نړیوالو ادارو او سازمانونو له خوا په بېلابېلو کلونو کې په بېلابېلو کچو ښودل شوې، چې له بده مرغه په پرلپسې توګه د بېکارۍ ګراف مخ په لوړېدو ښيي.

15.12.2015 11:21    |   عبدالغني (هاشمي) د سولې نوې خبرې، نوي دریځونه غواړي

په دې وروستیو کې د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې خبرو – اترو مسئله یوځل بیا توده شوې او د ژبو پر سرونو ده. په نړیواله او سیمه ییزه کچه په دې اړه پر ځانګړو پرمختګونو سربېره، د نړیوالو او سیمه ییزو ناستو او کنفرانسونو په څنډو کې هم په دې اړه د پام وړ خبرې ترسره شوي، چې له هیلو ډک پیغامونه له ځانه سره لري. د سولې خبرو منځګړتوب په اړه د پاکستان رغنده ژمنتیا، په پاریس کې د ژوند چايېریال او په اسلام اباد کې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانسونو کې د افغانستان ولسمشر ګډون او په څنډو کې یې د سولې په اړه له اړونده نړیوالو او سیمه ییزو لوریو سره اړیکې او خبرې او همداراز د ټاپي پروژې په اړه نوي چټک او پراخ پرمختګونه، ټول د سولې لپاره د رښتینو ورونو د پرانستلو زېري راکوي.

01.12.2015 11:30    |   عبدالغني (هاشمي) کابل د جرایمو په ګردابونو کې

کابل اوسېدونکي په دې وروستیو کې د بېلابېلو جرمونو او جنایتونو شاهدان دي، په دې وروستیو کې په کابل کې د سپکو او درنو جرمونو او جنایتونو کچه دومره لوړه شوې، چې د کابل ښار او شاوخوا سیمو وګړي یې له سختو اندېښنو سره مخ کړي دي.

17.11.2015 11:15    |   عبدالغني (هاشمي) ملي ویښتیا د وخت مهمه اړتیا

کله چې د خپل هېواد تاریخ لولو، ګورو چې ښکېلاک ګرو په ځانګړي ډول انګرېزانو زموږ د هېواد د نیولو او د خپلې امپراطورۍ د یوه جز ګرځولو په موخه، پر وسله والو جګړو سربېره له بېلابېلو استخباراتي تاکتیکونو او پلانونو کار اخستی او دغو استخباراتي پلانونو آن د جګړو په پرتله هم ډېر اغېز کړی، چې د غازي امان الله خان د دولت پرزول یې جوته بېلګه ده. ښکېلاک ګر تل د « بېل یې کړه؛ اېل یې کړه» یا هم «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» تر ښکېلاک ګرو شعارونو لاندې د هېوادونو د وګړو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي او له دغو اختلافاتو نه د ځان په ګټه کار اخلي. دا چې زموږ هېواد له بېلابېلو قومونو او د بېلابېلو مذهبونو لرونکو وګړو څخه جوړ شوی، نو د ښکېلاکګرو لپاره پکې د لاسوهنې زمینه هم ډېره برابره وه او ده. خو له پخوانیو دورو سره د اوسنۍ دورې جوت توپیر دادی، چې هغه مهال زموږ د هېواد ټول وګړي که هغه په هر قوم، ژبې یا مذهب پورې تړاو درلود، د ملي مسایلو پروړاندې واحد دریځ درلود او د پردیو یرغلګرو پروړاندې په متحدانه او یو موټي توګه له خپل هېواد څخه دفاع کوله، خو له بده مرغه، اوسمهال د هېواد په دغو ډېرو سختو، حساسو او خطرناکو شرایطو کې ښکلېلاک ګرو زموږ هېوداوال په بېلابېلو نومونو سره بېل کړي او د قوم، ژبې، سیمې، مذهب او... په نامه یې سره ویشلي او په خپلو منځونو کې یې سره اچولي دي.

10.11.2015 11:27    |   عبدالغني (هاشمي) هند ته د افغان دولت پلاوي سفر او احتمالي پایلې یې

له هند سره د افغانستان اړیکې اوږد تاریخ لري، خو د کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمنځ تاریخي مخالفتونو او خونړیو جګړو تل دا اړیکې تر خپل سیوري لاندې ساتلې دي.

03.11.2015 11:04    |   عبدالغني (هاشمي) افغانستان د جان کري د سفر په تت سیوري کې

په سیمه کې د ډېر حساس او کړکېچن سیاسي – امنیتي وضعیت په شتون کې، د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو (قزاقستان، قرغیرستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري د وروستي سفر هدف، که څه هم په ظاهره کې ډېری د اقتصادي مسایلو په اړه ښودل شوی، خو له پخواني شوروي اتحاد څخه د منځنۍ اسیا بېل شوو هېوادونو، په ځانګړي ډول ترکمنستان سره د روسیې د اوسنیو کړکېچنو او ستونزمنو اړیکو او شرایطو کې له یوې خوا او په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلو نوو پرمختګونو، منځنۍ اسیا ته ددغو ځواکونو د لېږد او نفوذ وېرې او په دې اړه د روسیې سختو اندېښنو ته په پام، دا سفر د سیمې او نړۍ په کچه ډېرې جدي اندېښنې هم له ځانه سره لري.

27.10.2015 11:18    |   عبدالغني (هاشمي) پاکستان دې یوازې له لاسوهنې لاس واخلي؛ بس!

د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف سره په ورستۍ کتنه کې پر نوموړي فشار راوړی، چې په خپله خاوره کې دې د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو او د هغوی د ځالو په ورانولو کې جدي اقدامات وکړي. د پاکستان او امریکا د مشرانو له کتنې وروسته، په يوې ګډې اعلاميه کې ويل شوي، چې دوی دواړه غواړي طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او د دايمي سولې لپاره هڅې وکړي.

07.10.2015 12:06    |   عبدالغني (هاشمي) خواره دې شي وینځه چې د وینځې کالي مینځي

په کندز کې د وسله والو طالبانو، پاکستاني پوځ، استخباراتو او د هغوی نړیوالو متحدینو ګډ یرغل له ننګه ډکې ماتې او په دې جګړه کې د پاکستاني لوړ پوړو پوځي چارواکو او نورو په پاکستان کې جوړو شوو تر هګریزو ډلو د مشرانو او غړو تر وژل کېدو وروسته، د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار، له غلط ادرس څخه په ډېره غیر مسوولانه توګه ددې تېري په اړه د افغان دولت نړیوال مستند اعتراض په غبرګون کې له سوز او قهره په ډکه لهجه ویلي، چې ګوندې «پاکستان د افغانستان پېره دار نه دی»

29.09.2015 11:39    |   عبدالغني (هاشمي) نړیوالې ژمنې د کورنیو امکاناتو پربنسټ عملي کېدای شي

د افغان دولت اجرائیوي رییس ښاغلي عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د عمومي اسامبلې په غونډه کې ویلي، د افغان دولت پروګرامونه د ملګرو ملتونو د کاري پراختیا نوي دستورالعمل سره همغږي کوو. خو آیا په بېلابېلو ډګرونو کې د هېواد اوسنیو عیني شرایطو ته په کتو به د ښاغلي عبدالله عبدالله دا ژمنه عملي بڼه خپله کړي؟ ددي پوښتنې د ځوابولو په خاطر اړ یو په لنډه توګه د وروستیو کلونو په بهیر کې په بېلابېلو برخو او ډګرونو کې د افغانستان عینې وضعیت، پېښو، پرمختګونو، ستونزو او ننګونه ته وروګرځو.

22.09.2015 11:03    |   عبدالغني (هاشمي) پاکستان بیا زنګ وهلې سکې شرنګوي

که د افغانستان پروړاندې د پاکستان وروستیو نږدې څلورو لسیزو سیاسي او استخباراتي دریځونو او کړنو ته ځير شو، نو په زغرده او له شک پرته دې پایلې ته رسېږو، چې پاکستان تل هڅه کړې، اوښ به بډه ووهي، د خپل بام واورې د بل پر بام واچوي او په اصطلاح د افغانستان پروړاندې د (غل مه نیسه، چې غل تا نیسي) کړنلارې څخه کار واخلي. اوس نو دا حقیقت د هیچا له سترګو پټ نه دی، چې پاکستان پر افغانستان د ډیورنډ کرغېړنې کرښې د منلو، زموږ په هېواد کې د خپلو نورو استعماري، متجاوزو او له دښمنیو ډکو سیاسي او اقتصادي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، افغانستان ته هرډول زیان واړوي، ناامنه یې وساتي، کمزوری یې کړي او تر فشار لاندې یې راولي، څو دده دغو غوښتنو ته غاړه کېږدي. له بله پلوه په دې حقیقت باندې هم ټوله نړۍ پوهېږي، چې پاکستان د هند او افغانستان په ګډون په سیمه کې خپلو اهدافو ته د رسېدو په خاطر له ترهګرو ډلو او شبکو څخه پراخه ګټه پورته کوي او د خپلو نیواکګرو اهدافو لپاره وسیله ګرځولې او ګرځوي یې.

15.09.2015 11:09    |   عبدالغني (هاشمي) دولت کله اقدام کوي ؟

په دې وروستیو کې په حکومتي دستګاه کې د واک د تشې یا خلا رامنځته کېدلو، له وسله والو مخالفینو سره د دولت لوړ پوړو واکمنو چارواکو اړیکې او همکارۍ، په دولتي لوړو او ټیټو پوسټونو کې د بېلابېلو بهرنیو استخباراتي شبکو اجنټانو د شتون تورونه، په برښنايي پېژند پاڼو کې د اسلام او افغان کلمو لیکلو او نه لیکلو او نورو ګڼو کوچنیو او سترو سیاسي او امنیتي مسایلو په اړه د بېلابېلو کړیو رسنیو او اشخاصو ترمنځ ځینې بحثونه، انګېرنې او تبلیغات راولاړ شوي او مخ په تودېدو دي، چې د هېواد عامه ذهنیت یې تر خپل فشار او سیوری لاندې راوستی دی.

08.09.2015 10:30    |   عبدالغني (هاشمي) ملي مسایل په ملي اجماع هوارېږي

په برښنايي پېزند پاڼو کې د (اسلام) او (افغان) کلمو لیکلو او نه لیکلو په اړه له اوږدې مودې راهیسې په بېلابېلو رسنیو، ډلو او ټولنو کې بېلابېل اختلافي بحثونه راوان دي، خو په دې وروستیو کې دې مسئلې دومره زور واخست، چې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زموږ زرګونه هېوادوال واټونو ته راووتل او په کابل کې خو تېره ورځ زرګونه اعتراض کوونکي ان د و لسمشرۍ ماڼې دروازو ته هم ورنږدې شول، چې چغې او شعارونه به یې ښايي ولسمشر او اجرائیه رییس هم اورېدلي وي.

24.08.2015 14:20    |   عبدالغني (هاشمي) فشارونه باید مقطع‌يي نه وي

په یوه حساس او برخلیک ټاکونکي وخت کې، چې د افغان دولت او وسله والو طالبانو استازیو ترمنځ د سولې خبرو اترو دویم پړاو پیلېدونکی وو، د پاکستان دولت له خوا د ملا محمد عمر د مړینې افشا کول، د هغه پرځای د نوي مشر ټاکل کېدل او په ټول افغانستان کې د وسله والو طالبانو د جګړه ییزو عملیاتو پراختیا او چټکتیا او د شاه شهید په ګډون د خونړیو امنیتي پېښو ترسره کول؛ د سولې د خبرو اترو دویم پړاو له خنډ، ځنډ، بن بست، آن ناکامۍ سره مخ کړ.

17.08.2015 10:43    |   عبدالغني (هاشمي) له پاکستان سره باید "مشروطه" کړنلاره غوره شي

په افغانستان کې د پاکستان له خوا د نا اعلان شوې جګړې موده له درېیو لسیزو اوړي، خو په دې ټوله موده کې له کره او موثقو اسنادو سره بیا هم پاکستان هیڅکله په افغاننستان کې خپلو مستقیمو یا غیرمستقیمو لاسوهنو مسوولیت ته غاړه نه ده ایښې او هڅه کوي چې لمر په دوو ګوتو پټ کړي، پاکستان تل ځان د افغانستان نږدې دوست معرفي کوي او تل همدا چغې وهي چې (د افغانستان سوله د پاکستان سوله ده)، (پاکستان تل په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته ژمن او هر راز همکارۍ ته چمتو دی.) په دې توګه له هماغه مهاله تردې دمه پاکستان علت (متعرض) او افغانستان معلول (مدافع) پاتې شوی دی. له تېرو لسیزو تېرېږو راځو په افغانستان کې د ملي وحدت دولت تر جوړېدا وروسته د افغانسان او پاکستان ترمنځ د سولې او ورورګلویزو اړیکو د ټینګښت او ښه والي په برخه کې د ملي وحدت دولت د مشرتابه هڅو ته؛ چې ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسېدو سره سم خپله ټوله پاملرنه سیمې، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان د اړیکوو ښه والي او د ترهګرۍ پر وړاندې د دواړو هېوادونو ګډې مبارزې ته راواړوله او په همدې موخه یې خپل لومړنی بهرنی سفر هم پاکستان ته ځانګړی کړ، ځکه ولسمشر محمد اشرف غني په زغرده پوهېده، چې په افغانستان کې د ټولو ستونزو د مشوړې سر په پاکستان کې دی او دا غوټه باید په هغه هېواد کې یا د هغه هېواد له لارې پرانستل شي.

10.08.2015 11:07    |   عبدالغني (هاشمي) افغاننستان او د امنیت ورکه بنسټیزه کړۍ

افغاننستان او د امنیت ورکه بنسټیزه کړۍ عبدالغني هاشمي دا موږ او ټولې نړیوالې ټولنې ته په بشپړه توګه په اثبات رسېدلی، چې د افغانستان اوسنۍ جګړه تر ډېره بریده جبهه يي نه، بلکې استخباراتي ریښې لري، زموږ هېواد همدا اوس د سیمې او نړۍ د ډېرو پیاوړو استخباراتي کړیو او سازمانونو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او نورو بېلابېلو تخریبي پلانونو او کړنو سره لاس او ګرېوان دی. موږ وینو چې د ډېرو سترو سیاسي بدلونونو او جریانونو، د دولت ضد وسله والو د ایجاد، پیاوړتیا او تجهیز او ډېریو چاودنو، ځان مرګي بریدونو او نورو تخریبي کړنو ترشا د سترو سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي کړیو او بنسټونو پراخ لاسونه وي. ډېری شنونکي په افغانستان کې په اصطلاح د کمونستي نظام له بریالي کېدو بیا تر ړنګېدو، د مجاهدینو، طالبانو، حامد کرزي او اشرف غني حکومتونو په منځته راتلو او د ځينو په له منځه تګ او اوسمهال د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت په روان بهیر کې د سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي شبکو، ادارو او سازمانونو زغرده لاسوهنې ګڼي. همدا اوس د ډېریو چاپي، غږیزو او انځوریزو رسنیو په تبصرو، تحلیلونو، ګردیو مېزونو او نورو خپرونو کې په روښانو توګه ترسترګو کېږي چې زموږ پر هېواد تپل شوې جګړه په ځانګړي ډول د حامد کرزي له حکومته وروسته نږدې په بشپړ ډول استخباراتي بڼه غوره کړې ده او د استخباراتي جګړې د مخینوي لپاره یوه داسې پیاوړي او مسلکي استخباراتو ته اړتیا ده، چې د دغو پلانونو او تخریبي کړنو د کشف او شنډولو وړتیا، وس او ځواک ولري، پرته له دې به هیڅ ډول ګونګ او تیت پرک پرمخ نیوونکي اقدامات ددغو کړنو مخه ونه شي نیولی. څه موده وړاندې په پکتیکا ولایت کې د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ سخته جګړه او وسله واله نښته روانه وه، په نړیواله کچه په رسنیو کې د هغو افسرانو او سرتېرو له خولې، چې د جګړې په لومړۍ لیکه کې وو، د نوم نه اخستلو په شرط داسې خبر خپور شو، چې د دولت هغو وسله والو مخالفینو ته چې دوی ورسره په جګړه بوخت دي، د جبهې له شا نه د الوتکو له خوا پوځي تجیهزات او نور د اړتیا وړ توکي رسول کېږي، پر دې سربېره د بهرنیانو له خوا د جګړې په لیکو کې د نیول شوو وسله والو طالبانو د بېرته راخوشې کېدو په ګډون، په سلګونه نورې بېلګې شته، چې د افغانستان په جګړه کې د سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي کړیو د لاسوهنو ثبوت وړاندې کوي. استخباراتي جګړه استخباراتي تدابیر غواړي ما په وار وار دا خبره کړې او یوځل بیا یې کوم، چې زموږ اوسني استخبارات له کمي او کیفي پلوه زموږ په هېواد کې له روان اسختباراتي جګړې سره متناسب امکانات او ظرفیت نه لری. استخبارات او کشفي ارګانونه د یوه هېواد سترګې دي، هر هېواد او دهغه حاکمیت د کمزورو استخباراتو پر لرلو ړوند دی او یا دومره د نظر کمزورتیا لري، چې کوچني شیان او مسایل خو پرېږده، چې د غټو غټو هغو د لیدلو وړتیا او ځواک هم نه لري. زه د نورې نړۍ په څېر د هېواد په سیاسي، امنیتي آن اقتصادي سمون، رغون، پراخیتا او پرمختیا کې د استخباراتو ونډه ډېره مهمه او بنسټیزه ګڼم او په دې اند یم، تر څو چې موږ د سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتو د شومو او کړغېړنو پلانونو او کړنو د کشف او شنډولو لپاره پیاوړي او له کمي او کیفي پلوه په ټولو معیارونو ولاړ استخبارات ونه لرو، په بل ډول به په هېواد کې د روان سیاسي او امنیتي وضعیت کابو کول او پرې بری ترلاسه کول له امکانه لرې وي. دا کار له څو لارو ترسره کېدای شي: که څه هم اوسمهال د نورو برخو په څېر زموږ استخبارات هم تر ډېره بریده د هغو سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو تر اغېز لاندې دي، چې په افغانستان کې خپل ځانګړي اهداف لري او نه غواړي د دغو اهدافو د کشفولو او شنډولو لپاره په افغانستان کې له دې نه فعال، پياوړی او مسلکي استخبارات شتون ولري، نو په لوی لاس هڅه کوي افغان استخبارات او په افغانستان کې نور کشفي بنسټونه کمزوري وساتي، خو زما په اند د افغانستان دولت له هرې ممکنې لارې باید په لومړي ګام کې د استخباراتو د کمي او کیفي وړتیا او پیاوړتیا لپاره اړین اقدامات ترلاس لاندې ونیسي او په دې ډګر کې عملي ګامونه پورته کړي. خو تر هغه مهاله اوسني استخبارات باید په څو برخو کې خپل فعالیتونه پراخ او چټک کړي: لومړی؛ په هېواد کې د کشفي فعالیتونو پیاوړتیا او پراخیتا سربېره پردې چې د دولت په تشکیل کې د استخباراتو ځانګړی لوی ریاست او بیا په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې یې ځانګړې څانګې شتون لري؛ د وسله وال پوځ او ملي پولیسو په تشکیلاتو کې هم ځانګړې کشفي څانګې شته، خو سره له دې هم دولت په پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو او سیمو کې د هغو سترو او کوچنیو تخریبي کړنو په مخنیوي کې پاتې راغلی او راځي، چې له امله یې نږدې هره ورځ زموږ سلګونه آن زرګونه هېوادوالو ته مرګ ژوبله او درانه مالي زیانونه اوړي، نو ښه به وي چې په لومړي ګام کې دا ارګانونه له کمي تشکیلاتي او کیفي پلوه پیاوړي شي او له بل لوري د فعالیتونو په بهیر کې یې ترمنځ کاري همغږي رامنځته شي او په دې توګه د نورو فعالیتونو ترڅنګ په دوو لاندنیو برخو کې پراخ او چټک ګامونه واخستل شي: • د دښمن داستخباراتي تخریبي فعالیتونو او کړنو کشف، شنډ او مخنیوی؛ • د هېواد په ملکي او پوځي ارګانونو او ادارو کې د دښمن د نفوذي افرادو کشف او د قانون منګولو ته یې سپارل؛ دویم، د دښمن په اساسي مرکزونو کې نفوذ: دا د استخباراتو دنده ده، چې له هر امکان څخه پر ګټې اخستنې په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر هغه ترهګریز او بېلابېل مرکزونه، ادارې او سازمانونه کشف او په هغوی کې د نفوذ زمینه برابره کړي، چې زموږ د هېواد په سیاسي چارو کې د لاسوهنو لپاره پکې ځانګړي پلانونه جوړ او عملي کېږي او هغه مرکزونه او ادارې هم کشف او پکې د نفوذ زمینه برابره کړي، چې زموږ په هېواد کې په بېلابېلو نومونو پوځي مداخله، چاودنې، ځان مرګي بریدونه او نور بېلابېل تخریبي کړنې ترسره کوي. استخبارات په دې توګه کولای شي په بېلابېلو برخو کې زموږ د هېواد پر ضد د هرراز تخریبي پلانونو له جوړېدو، هېواد ته د تخریبي کړنو لپاره د توکو او افرادو رالېږلو او نورو پټو رازونو خبر شي او نسبي توګه په اسانه توګه یې مخنیوی وکړي. د معلوماتو له مخې اوس د نړۍ استخبارات د ډېرو عصري او مډرنو تخنیکي وسایلو په وسیله کولای شي، له ډېرو مهمو مرکزونو معلومات راټول او د مخینوي لپاره یې لازمې کړنې تر لاس لاندې ونیسي، خو له بده مرغه زموږ استخبارات یا خو داسې وسایل او امکانات په لاس نه لري او یا هم په دغو یادو شوو مرکزونو، ادارو او سازمانونو کې د نفوذ او له تخینيکي استخباراتي وسایلو څخه د ګټې اخستني وړتیا او امکانات نه لري. که زموږ د هېواد استخباراتو او نورو کشفي بنسټونو کې دا وړتیا او امکانات پیدا نه شي او همدا راز په هېواد کې د ننه هم د چاودېدونکو توکو، د کشف او شنډولو، ځان مرګو بریدګرو نیولو او نورو تخریبي پلانونو او کړنو لپاره لازم انساني او تخنیکي امکانات په لاس ونه لري، نو زما په اند د سرحدي سیمو، ولایتونو په لویو لارو او د ښارونو پر سړکونو به د غیر مسلکي تلاشیو او پلټنو له لارې په هیڅ صورت ونه شي کولای د تخریبي کړنو مخه ونیسي.

04.08.2015 10:47    |   عبدالغني (هاشمي) د ملا محمد عمر د مړینې راز ولې پټ پاتې شوی وو ؟

د وسله والو طالبانو مشر او (امیرالمومنین) ملا محمد عمر ظهور او مړینه دواړه لا تراوسه د یوې ګونګې معما په توګه پاتې دي، په افغانستان کې د ملا محمد عمر تر مشرۍ د وسله والو طالبانو جادويي پرمختګ او بیا واک ته رسېدل، د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه ګوته په غاښ کړي وو، د ملا محمد عمر د زېږېدو او اوسېدو ځای په اړه هم ډېر شکونه شتون درلود، ډېریو هغه مهال دی د افغانستان وګړی نه ګڼه، بلکې په پاکستان پورې یې تړه، که څه هم اوس اوس په دې اړه ډېری معلومات خپاره شوي، چې پکې ویل شوي، دی په ۱۳۳۹ هجري لمریز او ۱۹۶۰ زېږديز کال کې د افغانستان په جنوب د کندهار خاکریز ولسوالۍ په "چاه هفت" کلي کې زېږېدلی او د پلار له مړینې وروسته، له خپلې کورنۍ سره د ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ کې خپلو ترونو ته ورکډه شوی و، چې له همدې امله یې ښايي اصلي ټاټوبی همدا وي، خو له دې ټولو سره سره لا هم د ملا محمد عمر د اصلي ټاټوبي په اړه دا شکونه او انګېرنې په خپل ځای پاتې دي.

28.07.2015 10:41    |   عبدالغني (هاشمي) متوازنه باورجوړونه د سولې د خبرو بنسټیز شرط

که څه هم د افغانستان اسلامي دولت او مخالفو وسله والو طالبانو د استازیو ترمنځ د سولې خبرو په تړاو ځیني ځانګړي اقدامات له ډېر وخت راهیسې پیل شوي او ډېرې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ او مراجع پکې بوختې دي؛ خو په دې وروستیو کې د چین او پاکستان هېوادونو په همکارۍ او منځکړتوب او نړیوالې ټولنې په ملاتړ، د ښکېلو لوریو (افغان دولت او وسله والو طالبانو) وروستي عملي او چټک اقدامات په دې ډګر کې د پام وړ هیله بښونکيو پرمختګونو ورونه پرانستل. همدا وروستي چټک او پراخ اقدامات وو، چې بلاخره یې د پاکستان په مري سیمه کې د روان لمریز ۱۳۹۴ کال د چنګاښ پر شپاړلسمه نېټه د امریکا، چین او پاکستان او دواړو ښکېلو لوریو د استازیو په ګډون یې د مخامخ خبرو لومړي پړاو ته لار پرانست.

30.06.2015 18:45    |   عبدالغني (هاشمي) له وخته وړاندې قضاوت او عمل سم نه دی

له ډېرو بحثونو، ناندریو او خپل منځي اختلالاتو وروسته، دادی ملي وحدت دولت د خپلې واکمنۍ نږدې له لسو میاشتو وروسته په دې بریالی شو، چې د کابینې له جوړېدا وروسته، ځینو ولایتونو ته والیان / والیانې وټاکي. او څرنګه چې ښکاري، دا لړۍ به دوام ولري.

22.06.2015 10:18    |   عبدالغني (هاشمي) ایا له فساد سره د مبارزې ځينې طریقې سمې دي ؟

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او سیمو کې د بېلابېلو جرایمو او ناقانونه کړنو پر وړاندې د مبارزې ډولونه او طریقې د هماغه هېواد یا سیمې د سیاسي، جغرافیوي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو او نورو شرایطو او روان وضعیت په پام کې نیولو سره ترسره کېږي او په بېلابېلو هېوادونو کې په دې موخه له بېلابېلو طریقو، اوزارو او تاکتیکونو کار اخستل کېږي. دا هم امکان لري، چې ډېری موډلونه په څو هېوادونو یا د نړۍ په یوه پراخه سیمه کې اغېزمن وي، خو برعکس بیا هماغه موډل په یوه هېواد کې، چې د یادو شوو شرایطو له پلوه له هغو هېوادونو سره بشپړ توپیر لري؛ سربېره پردې چې اغېزمن نه واقع کېږي، بلکې منفي اغېزې هم لري.

08.06.2015 10:18    |   عبدالغني (هاشمي) تودې خبرې او ساړه غبرګونونه

په وروستیو څو میاشتو کې موږ ټول د وسله والو طالبانو او دولت ترمنځ د سولې غیر رسمي خبرو د چټک بهیر شاهدان یو، څه موده وړاندې د بګواش موسسې له خوا د سولې شورا د استازیو او یو شمېر ازادو شخصیتونو او وسله والو طالبانو د استازیو ترمنځ په قطر کې غیر رسمي ناسته وشوه او پر ځینو مسایلو خبرې وشوې چې ویل شوي دا ناسته به په راتلونکي کې د سولې رسمي خبرو لپاره د لار پرانستلو په موخه اسانتیا رامنځته کړي.

02.06.2015 10:31    |   عبدالغني (هاشمي) افغان ماشوم د سترو ننګونو په منګولو کې

که څه هم زموږ هېواد په وروستیو کلونو کې د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې ځینې د پام وړ پرمخنګونه کړي، خو له دې سره بیا هم د ټولنې د نورو بېلابېلو قشرونو ترڅنګ، افغان ماشومان د خپل ژوند په تاند پسرلي کې له یو لړ ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان دي، چې دلته د هغو درېیو سترو ننګونو یادونه کوو، چې په پراخه او جدي توګه زموږ د هېواد د ماشومانو ژوند له څو اړخونو ګواښي.

26.05.2015 10:39    |   عبدالغني (هاشمي) په ملي مسایلو کې باید ملي تصمیم ونیول شي

له بده مرغه د هېواد په داسې حساسو سیاسي او امنیتي شرایطو کې له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې په اړه د هوکړې تصمیم یوځل بیا له یوې اوونۍ راهیسې زموږ د هېواد سیاسي او ټولنیز افکار او رسنیز ډګر بوخت ساتلی. زما په اند د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو تېرو غرونو غرونو تجربو ته په کتو، هر تصمیم چې په دې برخه کې نیول کېږي یا هر ډول تړون یا هوکړه لیک چې له دې هېواد سره کېږي، باید په اړه یې ډېر دقت، احتیاط او ځیرنه وشي، ټول اړخونه یې په جدي او پراخه توګه وڅېړل شي او وسنجول شي. که څه هم له بهرنیو هېوادونو سره د تړونونو او هوکړه لیکونو موضوع په ځانګړي ډول د دولت واک او صلاحیت دی، خو ښه به وي چې زموږ د هېواد حساسو شرایطو او ملي مصلحتونو ته په پام، په دې اړه د لا ښه دقت او په راتلونکي کې د ملي ستونزو او کورنیو مخالفتونو او ناندریو نه رامنځته کېدلو په موخه داسې

18.05.2015 10:07    |   عبدالغني (هاشمي) د دنګ «چنار» پر هسکه څوکه

کله چې د خوست ځوان شاعر د ګډونوالو د موزونو چکچکو د مستانه موسیقۍ د خوږو ازانګو په څپو څپو کې په مسکو شونډو د مشاعرې له ډګره د ګډونوالو له منځ یا اړخه راتېرېږي او تر دریځه راځي، له څېرې یې د درنښت، تواضع، تدبر، سنګینۍ، باور، متانت، وړتیا، او اخلاقي جرأت د زبات د نور وړانګې ورېږي.

18.05.2015 10:06    |   عبدالغني (هاشمي) د ترهګرو شړل که ځپل ؟

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره د دواړو هېوادونو له خوا او د بېلابېلو نړیوالو سرچینو په مرسته او منځګړتوب هڅې پراخې او ګړندۍ شوې دي، خو له بده مرغه کله کله داسې مسایل راپورته کېږي، چې دغه فضا د خپلو خړو لړو تر اغېز لاندې راولي.