د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې نوې خبرې، نوي دریځونه غواړي

عبدالغني (هاشمي) 15.12.2015 12:21

په دې وروستیو کې د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې خبرو – اترو مسئله یوځل بیا توده شوې او د ژبو پر سرونو ده. په نړیواله او سیمه ییزه کچه په دې اړه پر ځانګړو پرمختګونو سربېره، د نړیوالو او سیمه ییزو ناستو او کنفرانسونو په څنډو کې هم په دې اړه د پام وړ خبرې ترسره شوي، چې له هیلو ډک پیغامونه له ځانه سره لري.
 د سولې خبرو منځګړتوب په اړه د پاکستان رغنده ژمنتیا، په پاریس کې د ژوند چايېریال او په اسلام اباد کې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانسونو کې د افغانستان ولسمشر ګډون او په څنډو کې یې د سولې په اړه له اړونده نړیوالو او سیمه ییزو لوریو سره اړیکې او خبرې او همداراز د ټاپي پروژې په اړه نوي چټک او پراخ پرمختګونه، ټول د سولې لپاره د رښتینو ورونو د پرانستلو زېري راکوي.
خو د سولې خبرې او نوې غوښتنې:
زه په دې باور یم، چې د مخالفینو په لیکو کې نوو بدلونونو ته په پام، له هغوی سره د سولې خبرو اترو کړنلارې، دریځونه او اجنډا باید له پخوانیو هغو ډېر توپیر ولري، ځکه اوس هغه وخت نه دی، چې وسله وال طالبان به د ملا عمر په خوله ټول سره همغږي وو او خبرې به له یوه دریځ او سیاسي مورچله ترسره کېدې، بلکې اوس سربېره پردې چې وسله وال طالبان په څو برخو او ډلو وېشل شوي او هره ډله ځان ته بېل مشر او بېل دريځ لري، اوسمهال د داعش په نامه نوی ځواک هم د دولت پروړاندې جنګېږي. ځکه نو دغو بدلونونو او حساسیتونو ته په پام، دولت باید له مخالفینو سره تر پخوا متقاوت دریځونه ولري او له هغوی سره د یوې نوې او متفاوتې اجنډا پربنسټ خبرې وکړي:
لومړی: دولت باید د امکان تر بریده هڅه وکړي، چې په لومړي ګام کې د داعش په ګډون ټول مخالف وسله وال ځواکونه د خبرو مېزته کېنوي، که بیا داعش د ځينو نړیوالو لاملونو له کبله خبرو ته نه حاضرېږي، نو لږ ترلږه دې د وسله والو طالبانو ټول اړخونه او ډلې خبرو ته چمتو کړی شي، ځکه که یوازې د طالبانو له لویو ډلو سره خبرې کېږي او کوچنۍ ډلې له پامه غورځول کېږي، نو بیا کېدای شي دا ډلې له داعش سره پر یوځای کېدو بیا هم دولت ته سرخوږی جوړ کړي او یا هم د تېرو تجربو له مخې د ځينو سیمه ییزو او نړیوالو شبکو له خوا یې ملاتړ وشي او بیا هم په سترو ډلو بدل شي.
دویم: د سولې په خبرو کې باید ملي مصالح په پام کې ونیول شي، په دې معنا چې خبرې باید د افغانستان د ټول ملت په اراده او په هېواد کې د ټولو سیاسي، قومي، مذهبي، ژبنیو او نورو مسایلو او حساسیتونو له جدي په پام کې نیولو او د ملي همغږۍ او باور په فصا کې ترسره شي، ځکه په دې اړه وروستیو تجربو وښودله، چې د سولې له تېرو خبرو زموږ ډېری هېوادوال راضي نه وو او بېلابېل شکونه یې درلودل. که بیا هم راتلونکې خبرې د ملي اجماع او باور په فضا کې ترسره نه شي، نو کېدای شي په دولت کې د ننه او بهر کورني مخالفتونه له ځانه سره ولري، چې دا به هم له وسله والو مخالفینو لږ خطرناک او ننګوونکی نه وي.
درېیم: دا جوته خبره ده، چې وسله وال مخالفین د سولې په خبرو کې له افغان دولت نه سیاسي او اقتصادي امتیاز غواړي، چې په دولت کې ورته د ځانګړو چوکیو او واکونو ورکولو مسئله به یې په سر کې وي، ځکه نو اړینه ده، چې له همدې اوسه په راتلونکي ګډ دولت کې د ټولنیز عدالت مسئله په پام کې ونیول شي، داسې ونه شي، چې په دولت کې شامل شوي مخالفین داسې چارې او کړنې ترسره کړي، چې ټولنیز عدالت تر خپل سیوري لاندې راولي، زموږ ربړېدلی ملت لا له ستونزو او کړاوونو سره مخ کړي او دولت یې هم د مخینوي وس ونه لري، ځکه نو د سولې په خبرو کې باید دا مسئله په جدي توګه په پام کې ونیول شي او اړین بریدونه او کړنلارې ورته وټاکل شي.
څلورم: بله مهمه مسئله د وروستیو ډموکراټیکو لاسته راوړنو د ساتنې او پراخیتا مسئله ده، چې د سولې په خبرو کې باید په جدي توګه په پام کې ونیول شي.
زما په اند او دتېرو تجربو له مخې، که وسله والو مخالفینو ته په حکومت کې ځای او واک ورکړل شي، نو بې له شکه له ځينو ډموکراټيکو ارزښتونو، اصولو او پرمختګونو سره به جدي مخالفت ښيي او په دې برخو کې د ژورو بدلونونو غوښتنه کوي او یا به د خپل قانوني واک او صلاحیت په چوکاټ کې یې عملاً د مخنیوي لپاره اقدامات ترسره کوي، چې دا مسئله بیا زموږ پر ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د هېواد د ښځو پر کار او ژوند ډېره ناوړه اغېره ښيندي، ځکه نو اړینه ده، چې دا مسئله هم مخکې له مخکې د سولې په خبرو کې په پام کې ونیول شي او اړین اصول او کړنلارې ورته وټاکل شي، څو له امله یې په راتلونکي کې زموږ هېودوال د ژوند په سختو شرایطو کې له ستونزو او ننګونو سره مخ نه شي.
پنځم، څو اړخیز تضمینونه: په دې ډګر کې وروستیو بهیرونو او تجربو وښودله، چې د سولې له خبرو اترو وروسته اړوند لوري د شوو پرېکړو پر بنسټ عمل نه کوي او هغه ترپښو لاندې کوي، دا چې د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې پر مستقیمو ښکېلو لوریو سربېره غیرمستقیم سیمه ییز او نړیوال ښکېل لوري هم شتون لري، نو دې ټکي ته باید جدي پاملرنه وشي، چې په دې اړه له مستقیمو ښکېلو لوریو سربېره په سیمه ییزه او نړیواله کچه هم رسمي تضمین لیکونه لاسلیک شي او د سرغړونې په صورت کې پکې اړین اقدات درج او تسجیل شي، څو په راتلونکي کې ټول لوري د شوو پرېکړو پر بنسټ کړنې ترسره کړي، پرته له دې به د سولې پر خبرو له یوې خوا د دولت ډېر وخت ضایع شي، له بل لوري به ډېر لګښت پرې وشي او بیا به دا پرېکړې د یوه یا څو لوریو د سرغړونو له امله له ناکامۍ او بن بست سره مخ شي.
دا هغه انګېرنې او اندېښې وې، چې د سولې خبرو له پیلېدو ډېر وړاندې یې زموږ د هېوادوالو ذهنونه ترخپل اغېز راوستي، کېدای شي د سولې خبرو اترو د پيلېدو په بهیر او له هغه وروسته به نور داسې مهم مسایل رابرسېره شي، چې دولت یې باید په اړه له همدا اوسه جدي پاملرنه وکړي او له یوې بشپړې روښانې او سنجول شوې اجنډا سره د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، چې راتلونکي جانبي عوارض او ناوړه عواقب ونه لري.