د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان بیا زنګ وهلې سکې شرنګوي

عبدالغني (هاشمي) 22.09.2015 11:03

که د افغانستان پروړاندې د پاکستان وروستیو نږدې څلورو لسیزو سیاسي او استخباراتي دریځونو او کړنو ته ځير شو، نو په زغرده او له شک پرته دې پایلې ته رسېږو، چې پاکستان تل هڅه کړې، اوښ به بډه ووهي، د خپل بام واورې د بل پر بام واچوي او په اصطلاح د افغانستان پروړاندې د (غل مه نیسه، چې غل تا نیسي) کړنلارې څخه کار واخلي.
اوس نو دا حقیقت د هیچا له سترګو پټ نه دی، چې پاکستان پر افغانستان د ډیورنډ کرغېړنې کرښې د منلو، زموږ په هېواد کې د خپلو نورو استعماري، متجاوزو او له دښمنیو ډکو سیاسي او اقتصادي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، افغانستان ته هرډول زیان واړوي، ناامنه یې وساتي، کمزوری یې کړي او تر فشار لاندې یې راولي، څو دده دغو غوښتنو ته غاړه کېږدي.
له بله پلوه په دې حقیقت باندې هم ټوله نړۍ پوهېږي، چې پاکستان د هند او افغانستان په ګډون په سیمه کې خپلو اهدافو ته د رسېدو په خاطر له ترهګرو ډلو او شبکو څخه پراخه ګټه پورته کوي او د خپلو نیواکګرو اهدافو لپاره وسیله ګرځولې او ګرځوي یې.
دا یو عام متل دی، «څوک چې د مارانو په سوړو کې لاس وهي، مار به اخر ټک ورکوي» او داده هغه ورځ رارسېدلې، چې د پاکستان په خپل لاس روزل شوي ماران په خپله ده ته ټک ورکوي.
په هرحال! ډېر لرې نه ځو، څه موده وړاندې پاکستاني طالبانو د پېښور د ماشومانو په یوه پوځي ښوونځي برید وکړ، ډېر شمېر ماشومان یې ووژل او پاکستاني طالبانو یې په زغرده مسوولیت ومنه، خو پاکستان ددې برید مسوولیت د افغانستان پرغاړه واچوله او بې بنسټه ادعا یې وکړه، چې دا برید په افغانستان کې پلان شوی او هغه یې د غچ اخستنې یو هدف تعبیر کړ.
پاکستان اوس تازه بیا ادعا کړې، چې په پېښور کې تېره جمعه د هوايي ځواکونو پر یوه مرکز د پاکستاني طالبانو په هغه ډله ییز برید کې چې ۲۶ پوځيان او ۱۳ برید کوونکي پکې ووژل شول او پاکستاني طالبانو یې مسوولیت پرغاړه واخست؛ د افغانستان لاس وو، دوی ادعا کړې، چې د پاکستان څارګرو ادارو د دغه برید په تړاو څېړنه کې د برید کوونکو غږونه ثبت کړي، چې له پاکستاني طالبانو سره یې تړاو درلود او ټول بریدګر له افغانستان نه برید ته ورغلي وو، خو د افغانستان حکومت دا بې بنسټه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان خپله د تاوتریخوالي او ترهګرۍ قرباني دی او هېچا ته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي.
له دغو ادعاوو څخه د پاکستان هدف څه دی؟
لومړی: ځينې شنونکي په دې اند دي، داچې په نږدې راتلونکي کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله جوړېږي، نو پاکستان هڅه کوي دې اسمبلې ته په سیمه کې د نا امنیو په تړاو ځان بې ګناه وښیي؛ نو په همدې موخه غواړي په خپله په خپل لاس په خپله خاوره کې داسې حملې تنظیم او عملي کړي.
دویم: ځينې نور بیا وايي، چې په پاکستان کې نه یوازې د طالبانو تحریک دی؛ بلکې هلته خلک ازادي هم غواړي، د ازادي غوښتونکو ډله او بلوچان د خپلې ازادۍ لپاره جنګېږي؛ په همدې ډول پاکستاني پوځ د شمالي او جنوبي وزیرستان پر وګړو ظالمانه حملې کړې دي؛ پاکستاني چارواکي د پاکستان د تجزیې په وېره کې دي او دا چې افغانستان یادوي، دا یوازې بهانې دي.
درېیم: موږ په دې اند هم یو، چې پاکستان په دې توګه غواړي، چې په افغانستان کې خپلې سړې جګړې او ښکاره لاسوهنو ته توجیه پیدا کړي، په دې معنا چې له یو لوري وښيي، چې ترهګري د پاکستان تولید نه، بلکې نړیواله ستونزه ده، ځکه نو نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په پاکستان کې هم ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي او له بل لوري که کوم وخت په افغانستان کې په کومه پېښه کې د پاکستان لاسوهنه څرګندېږي، نو پاکستان ووايي، چې افغانستان هم په پاکستان کې لاسوهنه کوي، چې په دغو دغو تخریبي کړنو کې یې لاس درلود.
څلورم: په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو په تړاو پاکستان ضد ملي روحیه ډېره پیاوړې شوه او ددغه هېواد پروړاندې روښانه ملي دریځونه او خوځښتونه راوپارېدل، چې پاکستان وېره لري، په دې اړه د خپل ملت له مخالفتونو سره مخ نه شي، نو هڅه کوي په لوی لاس داسې او دې ته ورته پلانونه جوړ او عملي یې کړي او په دې توګه د خپل ملت عامه ذهنیت بلې خواته واړوي.
او داسې نور لسګونه نور لاملونه....
څه کول په کار دي؟
زه په دې اند یم او بشپړ باور لرم، چې په لومړي ګام کې افغانستان په هیڅ صورت دا امکانات نه لري، چې د پاکستان په خاوره، بیا په داسې یوه مهم پوځي مرکز کې داسې یوه تخریبي کړنه ترسره کړي او په دویم ګام کې که یې ولري هم، داسې یوه تخریبي کړنه نه ترسره کوي، نو افغان دولت ته په کار ده، چې د پاکستان دولت ددې ادعا په اړه یوازې په عادي ردولو بسنه ونه کړي، بلکې پاکستان اړباسي دا ادعا په اسنادو او شواهدو ثابته کړي، څو په دې توګه له یو لوري نړیوالو ته د پاکستان کرغېړن استخباراتي پلانونه رسوا شي او له بل لوري ددې پرځای چې د پاکستان د شریف ملت عامه ذهنیت د افغانستان پروړاندې تحریک شي؛ په خپله پاکستان حکومت له ګرېوانه ونیسي او د داسې خاینانه او ناانساني کړنو مخه یې ونیسي.
افغانستان باید په دې اړه نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي او ترې وغواړي، چې پر پاکستان فشار راوړي، څو په سیمه کې د خپلو هدفونو لپاره د لاسوند او قانوني توجیه پیدا کولو لپاره له داسې بې ځایه او بې بنسټه کړنو په کلکه لاس واخلي. که افغانستان دا خبره سسته پرېږدي، نو لرې نه ده، چې پاکستان په افغانستان کې تر پخوا لا ډېر په لاسوهنو او تخریبي کړنو لاس پورې کړي او خپلو دې کړنو ته توجیه او دلایل هم پیدا کړي.
موږ په ځانګړي ډول د افغانتستان اجرائیه رییس ښاغلي عبدالله عبدالله څخه، چې په پام کې ده له ځانګړې اجندا او طرحو سره په نږدې راتلونکي کې د ملګرو ملتونو اسامبلې په عمومي ناسته کې ګډون وکړي؛ هیله او غوښتنه کوو، چې په افغانستان کې د پاکستان د ټولو لاسوهنو او تخریبي کړنو او همداراز د افغانستان په تړاو د پاکستان بېلابېلو استخباراتي، سیاسي او پوځي کړنو او لاسوهنو په اړه له ځانګړو اسنادو او انکار نه منونکو معلوماتو او شواهدو سره، چې له نېکه مرغه په دې اړه هیڅ کمی نشته؛ په دې ناسته کې ګډون وکړي او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د پاکستان ناوړه سیاستونو په اړه قانع کړي او په دې توګه له نړیوالې ټولنې وغواړي، چې پر پاکستان فشار راوړي، څو په افغانستان کې خپلو هر راز لاسوهنو ته د پای ټکی کېږدي او افغانستان او سیمه له هغې تباهۍ څخه وژغوري، چې نړۍ یې هم له سووزوونکي تاوه خوندي نه ده.
له بل لوري د افغانستان رسنۍ باید د پاکستان دداسې ناوړه کړنو او شرموونکو استخباراتي پلانونو په اړه له هرې لارې پراخ تبلیغات او پروګرامونه پر لار واچوي، څو په دې توګه د نړیوالې ټولنې، سیمې هېوادونو او د افغانستان او پاکستان پتمن او ویاړلي ملتونو ته حقایق روښانه او ټول ذهنیتونه قانع او باوري کړي، چې پاکستان تل په افغانستان او سیمه کې د خپلو شومو او کرغېړنو اهدافو لپاره له هیڅ ډول کړنې درېغ نه کوي، آن که د خپل ملت په تباهۍ هم تمام شي.
موږ ولیدل، چې په دواړو هېوادونو کې بېلابېلو دولتونو کلونه کلونه ونه شول کولی، دې ناورین ته د پای ټکی کېږدي، ځکه نو اوس د ملتونو وار دی، چې پر دولتونو د فشار او مستقلانه عاقلانه او قانوني کړنو له لارې، اړین اقدامات وکړي او ځانونه له راتلونکې تباهۍ وژغوري.