د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بېکاري د جګړې خس او د ټولنیزو ستونزو مور ده

عبدالغني (هاشمي) 05.01.2016 12:56

په افغانستان کې د بېکارۍ ستونزه نوې خبره نه ده، دا ستونزه په بېلابېلو وختونو، دورو او حکومتونو کې په بېلابېلو کچو شتون درلوده او په اړه یې تل د ملي او نړیوالو اړونده ادارو او سازمانونو له خوا رسمي اندېښنې او غبرګونونه رابرسېره شوي دي، خو دا ستونزه دا مهال نږدې خپل اوج او د ډېرې اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې ده.
دا کچه په تېرو درېیو - څلورو کلونو کې د بېلابېلو ملي او نړیوالو ادارو او سازمانونو له خوا په بېلابېلو کلونو کې په بېلابېلو کچو ښودل شوې، چې له بده مرغه په پرلپسې توګه د بېکارۍ ګراف مخ په لوړېدو ښيي.
 د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې اړه د خپل ۲۰۱۵ کال رپوټ کې ویلي، چې اوس په افغانستان کې د کار پر شرایطو برابر ۱۲ میلیونه وګړي شته چې ۴ میلیونه يې بېکاره دي. د دغه وزارت شمېرې ښيي، چې په ټول هېواد کې ۲۵ سلنه د کار پر شرایطو برابر وګړي بېکاره دي.
دا په داسې حال کې دی، چې نورې ناودلتي ټولنې او سازمانونه دا شمېره تر دې لوړه ان تر ۶۰ سلنې هم ښودلې ده.
په ځینو رپوټونو کې بیا د افغانستان د خلکو د فقر تر کرښې لاندې ژوند ۳۶ سلنه، په ځيو کې ۴۲ سلنه او په څينو کې هم ۹ ملیونه ښودل شوی.
ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۱۰ کال کې په خپل یو رپوټ کې ویلي، په هرو دریو افغانانو کې دوه له بې وزلۍ نه اغېزمن دي. دغه سازمان همداراز په دې رپوټ کې ویلي، په افغانستان کې د فقر او بې وزلۍ دوام ددې لامل شوى، چې بشري حقونه دې مخ په زياتېدونکې توگه ترپښولاندې شي.
دا په داسې حال کې دی، چې زموږ ډېری هېوادوال په دې وروستیو کې له هېواده د بهرنیو ځواکونو او مرستندویه ادارو، ټولنو او سازمانونو د وتلو له کبله بېکاره شوي او هر کال له لوړو زده کړو د زرګونه ځوانانو پر فارغېدو، دا کچه لا پسې لوړېږي.
بېکاري او جګړه: د وروستیو لسیزو جګړه ییزو بهیرونو وښودله، چې زموږ ډېری هېواوال د بېکارۍ، فقر او اقتصادي ستونزو له امله یا د افغان دولت بېلابېلو وسله والو پوځونو او یا هم د مخالفینو وسله والو لیکو ته تللي دي، چې د نورو ګڼو لاملونو ترڅنګ دا هم په هېواد کې د جګړې د غزېدا یو عمده لامل دی.
ځينې شنونکي په دې اند هم دي، چې نړیوال زبرځواکونه په لوی لاس غواړي په هېواد کې فقر او بېکارۍ ته زمینه برابره کړي،څو په دې توګه خلک اړ شي یا د دولت یا هم د دولت د مخالفینو له وسله والو لیکو او پوځونو سره یوځای شي او په دې توګه په افغانستان کې جګړه دوام ومومي او دوی له دې جګړه ییز او ناامنه وضعیت څخه په افغانستان او سیمه کې د خپلو سټراټیژیکو اهدافو د پلي کولو او عملي کېدو لپاره ګټه پورته کړي.
بېکاري او ټولنیزې ستونزې: دا د نړۍ په ټولو ټولنو کې یو ټولنیز اصل او واقعیت دی، کله چې په ټولنه کې بېکاري رامنځته شي، نو ورسره جوخت ولږه، فقر او بې وزلي رامنځته کېږي او د ټولنې ډېری وګړي په بېلابېلو جرمونو او جنایتونو لاس پورې کوي، چې موږ همدا اوس دا حالت په خپل هېواد کې په خپلو سترګو وینو، چې په دې وروستیو کې د غلا، قتل، سړي تښتونې او نورو بېلابېلو جرمونو او جناتتونو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې او دولت یې هم په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
 د جنايي جرمونو په اړه د یوې پلټنې پایلې ښيي، چې د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې یوازې په کابل کې د غلا ۴۰۵ او د ترور او وژنو ۱۷۴ دوسیې ثبت شوي دي. د دغو موندنو پر اساس چې پژواک اژانس خپرې کړې دي، د کابل امنیې قوماندانۍ په یاده موده کې د اخلاقي جرمونو ۱۵۷ دوسیې ثبت او په ټوله کې ۱۴۲۵ تورن کسان نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.
دا په امنیتي ارګانونو کې ثبت شوې شمېرې دي، چې د ځينو پېښو ترسره کوونکي یې نیول شوي، خو داسې ډېر جرمونه او جنایتونه هم ترسره شوي، چې د بېلابېلو لاملونو له کبله نه دي ثبت شوي او امنیتي ارګانونه یې د ترسره کوونکو پر نیولو نه دي بریالي شوي.
دا په داسې حال کې دی، چې دا جرمونه او جنایتونه پر کابل سربېره د هېواد په ډېریو ولایتونو کې هم ترسره شوي، چې کره شمېره یې نه ده معلومه. که چېرته د هېواد په کچه ددغو جرمونو او جنایتونو کره شمېره معلومه شي نو ډېره ټکان ورکوونکې او د ډېرې اندېښنې وړ به وي.
پردې سربېره په دې وروسیتو کې زموږ زرګونه ځوانان او کورنۍ په بې ساري ډول د بېکارۍ او نورو ستونزو له امله بېلابېلو بهرنیو هېوادونو ته تښتي. د مهاجرینو وزارت په وینا، په ۲۰۱۵زېږدیز کال کې تر ټولو ډېر وګړي له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي دي. همداراز زموږ ملیونونه هېوادوال د بېکارۍ له کبله په نشه يي توکو روږدي او په بېلابېلو رواني ناروغیو هم اخته دي. له نشه يي توکو سره د مبارزې وزرات د ۱۳۹۲ کال په وروستیو کې ویلي وو، چې د دغه وزارت د موندنو له مخې په هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېره دوه نیم ملیونه کسانو ته رسېږي، چې کېدای شی له هغه مهاله تر اوسه په دې شمېره کې لا زیاتوالی راغلی وي.
له بل لوري که څه هم په هېواد کې په نورو بېلابېلو رواني ناروغیو اخته کسانو کره شمېره نه ده معلومه، خو په ځينو شمېرو کې اټکل شوی، چې له نیمايي زیات افغانان په بېلابېلو رواني ناروغیو اخته او د ناوړه رواني وضعیت لرونکي دي.
حل لارې: د سیاسي او اقتصادي چارو کارپوهان له بېکارۍ څخه د وتلو بېلابېلې لارې چارې په ګوته کوي، چې دلته یې د څو مهمو لارو چارو یادونه کوم:
۱ – امنیت: ډېری شنونکي په دې اند دي، چې جګړه او د امنیت نه شتون د بېکارۍ له تر ټولو عمده لاملونو څخه دي، که په هېواد کې ډاډمن امنیت ټینګ شي، نو اقتصادي وضعیت او پانګونه به ډېره شي او خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.
۲ – د پراختیايي او اقتصادي پروژو پیلول: ډېری شنونکي وايي، چې دولت باید په لومړي ګام کې کورنیو پانګوالو ته د بېلابېلو پراختیايي او اقتصادي پروژو د پیلولو او پانګونې زمینه برابره کړي او دویم ګام کې دې هڅه وکړي بهرنۍ نړیوالې مرستې او پانګونې راجلب کړي.
له فساد سره مبارزه: ځينې شنونکي وايي، په دولتي ادارو کې د پراخ فساد شتون هم د بېکارۍ، بې عدالتۍ او د خلکو د نارضایتۍ لامل شوی، چې دولت باید په دې اړه پراخ جدي اقدامات ترسره کړي.
د نورو هېوادونو له تجربو څخه ګټه اخستنه: شنونکي وايي، په نړۍ کې داسې ډېر هېوادونه شته، چې د افغانستان په څېر وضعیت سره مخ شوي او په همداسې وضعیت کې خپلو وګړو ته د کارموندنې کافي تجربې لري، چې افغانستان کولی شي له دغو تجربو څخه پر ګټې اخستنې له دې روان ناوړه وضعیت څخه ووځي.
مسلکي اقتصادي پروګرامونه: ځینې اقتصادي کارپوهان په دې اند دي، چې په افغانستان کې ډېری مسلکي اقتصاد پوهان شته، چې د بېلابېلو لاملونو له کبله یا دولت ورته د کار او فعالیت زمینه نه برابروي او یا هم هغوی په خپله نه غواړي له دولت سره همکاري وکړي. دوی وايي، که دولت له دغو کادرونو څخه په هېواد کې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار واخلي، نو په دې توګه هم ډېریو هېوادوالو ته د کار زمینه برابرېږي او د بېکارۍ کچه ټیټېږي.
پر دې سربېره نورې ډېرې لارې چارې هم شته، چې دلته یې د بحث اوږدېدو له کبله له یادونې تېرېږو.
موږ په دې اند یو چې په افغانستان کې د بېکارۍ د بې سارې کچې لوړېدنه د ډېرې اندېښنې وړ ده،که څه هم دولت اوسمهال د امنیت په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی، خو که د بېکارۍ له منځه وړلو یا لږ ترلږه په دې برخه کې ددغه روان ناورین د کچې ټیټېدو لپاره اړین اقدامات ترلاس لاندې ونه نیسي او عملي نه کړي، نو کېدای شي پر جګړې سربېره د نورو جرمونو او جنایتونو کچه هم دومره لوړه شي، چې بیا به زموږ هېوادوال یې د لمبو پا تاو کې وریتېږي او دولت به یې د مخنیوي وس ونه لري.