د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل د جرایمو په ګردابونو کې

عبدالغني (هاشمي) 01.12.2015 11:30

کابل اوسېدونکي په دې وروستیو کې د بېلابېلو جرمونو او جنایتونو شاهدان دي، په دې وروستیو کې په کابل کې د سپکو او درنو جرمونو او جنایتونو کچه دومره لوړه شوې، چې د کابل ښار او شاوخوا سیمو وګړي یې له سختو اندېښنو سره مخ کړي دي.
د جنايي جرمونو په اړه د یوې پلټنې پایلې ښيي، چې د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې په کابل کې د غلا ۴۰۵ او د ترور او وژنو ۱۷۴ دوسیې ثبت شوي دي. د دغو موندنو پر اساس چې پژواک اژانس خپرې کړې دي، د کابل امنیې قوماندانۍ په یاده موده کې د اخلاقي جرمونو ۱۵۷ دوسیې ثبت او په ټوله کې ۱۴۲۵ تورن کسان نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.
دا هغه شمېره ده، چې په امنیتي ارګانونو کې ثبت شوي، د ځينو پېښو ترسره کوونکي یې نیول شوي، خو داسې ډېر جرمونه او جنایتونه هم ترسره شوي، چې د بېلابېلو لاملونو له کبله نه دي ثبت شوي او امنیتي ارګانونه یې د ترسره کوونکو پر نیولو نه دي بریالي شوي.
دا جرمونه او جنایتونه د هېواد په ډېریو ولایتونو کې هم شتون لري او ترسره شوي، خو موږ د (چونګ له خرواره) په توګه په کابل دغه جرمونه او جنایتونه څېړو او له مخې یې په ولایتونو کې ددغو جرمونو او جنیایتونو اټکل درنو لوستونکو ته پرېږدو.
لومړی، سپک جرمونه: دا د کوچنیو غلاوو، په بېلابېلو ډولونو پټې غلاوې او په زور د خلکو لوټول، کیسه بُرۍ او د سپکو جرمونو نور ډولونه دي، چې په دې وروسیتو کې په پراخه توګه په انفرادي او ډله ییزه توګه په کابل کې ترسره کېږي.
دا جرمونه په انفرادي یا ډله ییزه توګه د غلو او جنایتکارانو له خوا د خاوندانو نه شتون پرمهال د شپې او د ورځې پر کورونو، دوکانونو او نورو ځایونو د غلو اوښتل او د قیمتي توکو غلا کول دي، چې بېلګې یې په دې وروستیو کې په کابل کې ډېرې دي.
په دې ډله کې هغه معتادین هم شامل دي، چې په ډېرې سپین سترګۍ غلاوې کوي او که امنیتي حوزو ته هم وسپارل شي، نو هغوی یې ډېری وخت له ساتلو عاجز دي.
په همدې برخه کې ځينې انفرادي کسان، چې د ډېریو کابل مېشتو په وینا له لویو شبکو سره اړیکې لري، پر موټرسایکلونو سپاره یا پلی د خلکو له لاسونو او موټرو تلفونونه، بکسونه، دستکولونه او نور توکي تښتوي؛ په موټرو کې په بېلابېلو ډولونو د خلکو جېبونه لوټوي؛ ماښام تیاره د وسلې یا چړو په زور په لارو او کوڅو کې خلک لوټوي او که مقاومت وکړي آن وژني یا ټپي کوي یې هم، یا هم د چلوونکي په ګډون په موټرو کې ناست کسان د ښار پر سړکونو د یوه کس چې ناخبره په موټر کې کېني پیسې او شته او آن د ښځو له لاسونو او غوږونو زېورات په زوره لوټوي او داسې نور ډولونه، چې دلته یې د بحث د اوږدېدو له امله له بېلګو تېرېږو....
دویم، منځکوري (متوسط) جرمونه: د کابل ښاریانو په وینا دا ډله غله او جنایتکاران منظمې ډلې دي، چې ښه وسایل او امکانات په لاس لري او پلان شوي جرمونه او جنایتونه ترسره کوي. دوی د شپې او کله کله آن د وروځې د مالدارو خلکو پر کورونو اوړي، د کورنۍ غړي د ټوپک، تمانچې او برچو په زور ګواښي، وهي یې، ځوروي یې، د کور د غړو په وژلو یا تښتولو یې ګواښي ترڅو د پيسو او قیمتي توکو ځایونه ورته وښيي او دوی یې لوټ کړي.
د همدغو جنایتکارانو او غلو بله ډله په ځانګړي ډول د موټرو د غلا کاروبار کوي، چې د ځانګړو وسایلو پرلرلو له بېلابېلو سیمو موټر غلا کوي او یا هم په ځينو مواردو کې موټر چلوونکي وژني او موټر ترې تښتوي.
ویل کېږي دا ډلې د دولت په امنیتي ارګانونو کې هم اړیکې لري، چې د هغوی په مرسته دا جنایتونه ترسره کوي او د نیول کېدو په صورت کې دغه امنیتي چارواکي یې د خوشې کېدو په برخه کې مرسته کوي.
درېیم، درانه جرمونه او جنایتونه: دا ډله د ډېریو کابل ښاریانو په وینا سترې مافیايي کړۍ دي، چې په بېلابېلو پلان شوو ډولونو د ډېرو سترو پانګوالو د شته و د لوټولو، وژنې او تښتونې په ګډون، نور درانه جرمونه او جنیایتونه ترسره کوي، چې د ښاغلي حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې ددغو ډلو ځينې کسان اعدام هم شول، خو د خلکو په وینا اوس هم دا ډلې شتون لري او په ډېرې هوښیارۍ د سترو جنایتونو د ترسره کولو په لټه کې دي.
دا سې هم ویل کېږي، چې ګوندې په دغو ډلو کې داسې کسان او کوچنۍ ډلې هم شتون لري، چې د ځينو کورنیو او بهرنیو شبکو او سازمانونو په خوښه او لارښونې سیاسي ترورونه هم ترسره کوي.
کابل ښاریان ددغو ډلو په اړه هم وايي، چې دا ډلې په ځینو لوړو او صلاحیت لرونکو کړیو کې پټې او پیاوړې اړیکې لري، آن ویل کېږي، چې ځينې لوړپوړي چارواکي هم ورسره په جرمونو او جنایتونو کې شریک دي او ورته د جرمونو او جنایتونو وسایل برابروي.
د ډېریو شنونکو په اند کله چې په ټولنه کې فقر او محرومیت واکمن شي، نو د جرمونو کچه لوړېږي، دوی وايي، دا چې زموږ په ټولنه کې په دې وروستیو کلونو کې د فقر لمنه ډېره پراخه شوې، نو ورسره جوخت د جرمونو او جنایتونو کچه هم لوړه شوې ده.
ځينې شننونکي بیا په دې اند هم دي، چې ځينې ماکیاولایی کړۍ بیا غواړي، له بېلابېلو ناروا او ناقانونه لارو ځانونه او خپلې کورنۍ تمویل کړي او د سترو پانګو خاوندان شي، چې دا هم په کابل ښار کې د جرمونو او جنایتونو د ډېروالي یو لامل کېدای شي.
ځکه نو له دې لیکنې څخه زما هدف یوازې دغو جرمونو او جنایتونو ته د امنیتي چارواکو پام اړول نه، بلکې ددغو جرمونو او جنایتونو د اصلي ریښو څېړلو او د هغوی د راسپړلو او له منځه وړلو لپاره په ټولیز ډول د دولت او نړیوالې ټولنې جدي پام راړول دي، چې که د مخنیوونکو اقداماتو ترڅنګ د دغو جرمونو او جنایتونو اصلي ریښې او عوامل له منځه ولاړ نه شي، نو حالت به تردې لا پسې خراب شي او د جرمونو او جنایتونو کچه به دومره لوړه شي او دومره پیاوړې مافیايي ډلې به رامنځته شي، چې بیا به یې دولت او ټولنه په مخنیوي او ريښو په له منځه وړلو کې پاتې راشي.