د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملا محمد عمر د مړینې راز ولې پټ پاتې شوی وو ؟

عبدالغني (هاشمي) 04.08.2015 12:47

د وسله والو طالبانو مشر او (امیرالمومنین) ملا محمد عمر ظهور او مړینه دواړه لا تراوسه د یوې ګونګې معما په توګه پاتې دي، په افغانستان کې د ملا محمد عمر تر مشرۍ د وسله والو طالبانو جادويي پرمختګ او بیا واک ته رسېدل، د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه ګوته په غاښ کړي وو، د ملا محمد عمر د زېږېدو او اوسېدو ځای په اړه هم ډېر شکونه شتون درلود، ډېریو هغه مهال دی د افغانستان وګړی نه ګڼه، بلکې په پاکستان پورې یې تړه، که څه هم اوس اوس په دې اړه ډېری معلومات خپاره شوي، چې پکې ویل شوي، دی په ۱۳۳۹ هجري لمریز او ۱۹۶۰ زېږديز کال کې د افغانستان په جنوب د کندهار خاکریز ولسوالۍ په "چاه هفت" کلي کې زېږېدلی او د پلار له مړینې وروسته، له خپلې کورنۍ سره د ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ کې خپلو ترونو ته ورکډه شوی و، چې له همدې امله یې ښايي اصلي ټاټوبی همدا وي، خو له دې ټولو سره سره لا هم د ملا محمد عمر د اصلي ټاټوبي په اړه دا شکونه او انګېرنې په خپل ځای پاتې دي.
دادی د ملا محمد عمر اصلي ټاټوبي په څېر یې مړینه هم یوه معما شوه او په دې اړه هم بېلابېل نظرونه او شکونه رابرسېره شوي دي، چې دلته یې له یادونې تېرېږو، ځکه درانه لوستونکو به په دې اړه په ډېریو رسینو کې بېلابېل خبرونه او رپوټونه اورېدلي او لوستي وي.
د کره او موثقو اوسنیو او وروستیو رپوټونو له مخې که ملا محمد عمر دوه کاله وړاندې مړ شوی، نو بیا دده مړینه ولې تراوسه پټ پاتې شوی وو، چا او ولې یې پټ ساتلی وو؟
د ملا محمد عمر د مړینې د راز پټ ساتل بېلابېل لاملونه درلودل، چې ځينې یې په لاندې ډول تر بحث لاندې نیسو:
لومړی، د طالبانو ترمنځ د یوالي ساتنه: ډېری شنونکي په دې اند دي که د ملا محمد عمر مړینه افشا شوی وای، نو د طالبانو د مشرانو او جګړه مارو لیکو ترمنځ به د مشرتابه په سر اختلافات پیدا کېدل او په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو او افغان دولت پروړاندې جګړې ته زیان رسېده او سربېره پردې به طالبان سره په ډلو وېشل کېدل، چې له امله به یې د طالبانو مشرتابه او اورپکو ډلو ترمنځ اختلافات هم پیدا کېدل او په افغانستان کې د ننه به د بېلابېلو ډلو د مخالفینو او پلویانو ترمنځ وسله والې نښتې هم رامنځته کېدلې.
دویم، د ملا محمد عمر په نامه د جګړې دوام: دا معلومه خبره وه، چې ملا محمد عمر ته د امیر المومنین لقب ورکړ شوی وو او هیڅ طالب مشر د ملا محمد عمر په اندازه د وسله والو طالبانو په مشرتابه او اورپکو ډلو کې محبوبیت نه درلود، نو د ځینو شنونکو په اند د وسله والو طالبانو د مشرتابه له خوا او د پاکستان استخباراتي شبکې په مشوره او تفاهم د ملا محمد عمر مړینه ځکه پټه پاتې شوه، چې په افغانستان کې جګړه له خنډ او ځنډ سره مخامخه نه شي.
درېیم، د نوي مشرتابه ټاکلو لپاره چمتوالی: ځيني شنونکي بیا په دې اند دي، چې د ملا محمد عمر مړینه ځکه پټه پاتې شوې، چې د طالبانو مشرتابه د هغه پرځای د نوي مشر د ټاکلو په سر سره هوکړې ته ورسېږي، چې ددې لپاره وخت ته اړتیا وه، دوی وايي، همداسې چې د وسله والو طالبانو د ظهور، تمویل، تجهیز، سیاست لوبونې او نور مسایل ډېر پټ پاتې شوي، همداسې د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د مهمو رازونو پټ ساتل هم ډېره مهمه مسله وه او ده، نو د وسله والو طالبانو محدود مشرتابه چې د ملا محمد عمر له مړینې خبر وو، د پورتنیو او ځينو نورو اهدافو او اړتیاوو په خاطر هڅه کړې ده د هغه مړینه تر یوه وخته پورې د یوه راز په توګه وساتي.
څلورم، پر سیاسي دريځ د پوځي دریځ بدلېدل: ځينې کار پوهان په دې باور هم دي، چې اوس مهال وسله والو طالبانو د خپلو کورنیو او بهرنیو ملاتړو په خوښه او مشوره او یا هم په خپله خوښه د وچ پوځي او جګړه ییز دریځ پرځای سیاسي ډګر ته د ننوتو په درشل کې دي، چې سولې ته د رسېدو هڅې د هغې یوه بېلګه ده، ځکه نو اوس د ملا محمد عمر د مړینې افشا کول له دې بهیر سره د زیان پرځای ګټه رسوي، نو دوی په لوی لاس دا راز رسوا کړ، تر څو دا بهیر چټک پرمخ ولاړ شي.
پنځم: د داعش ظهور او طالبانو د نقش پای: ځینې بیا دې مسئلی ته د ډېر شک په سترګه ګوري او هغې ته ډېرمنفي اړخ ورکوي، دوی حتی دا هم وايي، چې له یوه ځانګړي پروګرام سره سم د ځينو نړیوالو او سیمه ییزو کړیو له خوا د خپلو ځانګړو اهدافو د پلي کولو او تعقیبولو په موخه، له هغې ډلې منځنۍ اسیا ته د افراطیت وروړلو او آن تر روسیې او چین هېوادونو پورې د هغه د لمن پراخولو په هدف د داعش په نامه نوی ځواک رامنځته شوی، نو د طالبانو د نقش د ختمولو لپاره اوس (دوه کاله پس) د ملا محمد عمر د مړینې راز په لوی لاس افشا شو، تر څو د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو پر رامنځته کېدو او د ملا محمد عمر د پلویانو له خوا له جګړې څخه د لا س اخستنې له لارې دا ځواک ختم او پرځای یې د داعش ځواک په ټول افغانستان کې د جګړه ییزو فعالیتونو ولکه او واک په خپل لاس کې واخلي او په دې توګه یې فعالیتونه ګاونډیو هېوادنو، منځنۍ اسیا آن روسیې ته وغزېږي.
د ملا محمد عمر د مړینې پټ ساتنه، مصلحت که وېره او فشار: ډېری شنونکي بیا وايي، چې د وسله والو طالبانو له خوا د ملا محمد عمر د مړینې پټ ساتنې ترشا د ځينو ځانګړو اهدافو په خاطر پر ځينو مصلحتونو سربېره، ځینې فشارونه او وېرې هم شتون درلودلې. دوی وايي د امریکا متحده ایالتونه او پاکستان دولت په ګډه د خپلو ځينو ځانګړو اهدافو لپاره پر وسله والو طالبانو فشار راوړی وو، چې د ملا محمد عمر د مړینې راز تر هغه مهال پټ وساتي، چې تر څو دوی په افغانستان او سیمه کې خپل ځانګړي اهداف، چې د ملا محمد عمر د مړینې د راز پر افشا کېدو ورته زیان رسېږي؛ پلي او عملي کړي.
پاکستانی خبریال سمیع یوسفزي نیوزویک مجلې ته د پخواني طالب مشر د مړینې اړوند خبرونو ته په کتنې د همدې مجلې له قوله د خپلې لیکنې په یوه برخه کې چې په ژمن وبپاڼه کې خپره شوې، لیکلي: «.... ملا عبدالجبار، چې کله کوټې شورا خبره کړه دوه اونۍ وروسته د شورا مشر ملا اختر منصور او ملا عبدالقیوم ذاکر له دوو دیني عالمانو سره ناسته وکړه، سرچینه وايي ملا عبدالسلام او ملا عبدالحکیم د ملا محمد عمر لونګۍ اختر منصور ته وسپارله او د(امیرالمومنین) په توګه یې وټاکه، ملا عبدالحکیم مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه: ته اوس مشر شوې، په کار ده، چې د ملا عمر لار ته ادامه ورکړې.»
لیکوال دخپلې سرچینې له خولې لیکي : «ملا عبدالقیوم ذاکر غوښتل، چې سمدلاسه د ملا عمر د مړینې اعلان وکړي، خو نورو یې مخالفت وکړ او دې ته یې قانع کړ، چې دا راز باید وساتل شي، کویټې شورا ډېره وړاندې ولاړه او خبرپاڼه یې خپره کړه، چې د ملا محمد عمر د برخلیک په اړه هیڅوک پوښتنه نه شي کولای او که هر چا دا راز رسوا کړ، هغه به د طالبانو محکمې ته وړاندې کېږي.»
کېدای شي د ملا محمد عمر د مړینې د راز پټ ساتلو ترشا نور لاملونه او اهدف هم شتون ولري او یا هم وروسته افشا شي، خو اوسمهال د هغو جزئیاتو ته لاس رسی له امکانه لرې ښکاري.