د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې او داعش تر منځ راګير طالب ته

محمدکريم نور 24.06.2015 12:31

که د غرب او پنجاب پروژه ده، که د هغو ميندو ښيرې چې طالبانو يې ماشومان حلالول او که د الله ج امر چې حق به په حقدار سپارل کېږي، هغه چاړه چې د طالب په لاس کې وه، نن د داعش په لاس کې ده . پرون به طالب د تکبير په نارو د خلکو سرونه غوڅول، نن داعش د همغه طالب سر د تکبير په نارو غوڅوي . لکه څنګه به چې بې ګنا ولسي وګړو يا د دولت سرتېرو د رحم نارې وهلې، همغسې زارۍ نن طالب داعش ته کوي . که ښه دي که بد، د افغان ولس تباهي پکې هرو مرو نغښتلې ده . وروستي خپاره شوي فېلمونه يې ښې بېلګې دي .

بلخوا طالب له يوه ريښتيني آزمون سره مخ دی :
سوله، ورورولي، له روان ناتار څخه د افغانستان او مظلوم ملت ژغور.

اوس نو خوښه د طالب ده چې سوله کوي، ځان، وطن او ولس ژغوري که هر څه د داعش د چاړې تېغ ته ور برابروي .

که چېرې داعش په افغانستان کې پښه ټينګه کړي، لکه څنګه يې چې ګومان هم کېږي، بې له شکه چې لمړی به د طالبانو او د دوی پلويانو سټه وباسي . وېروونکې ننداره به دا وي چې هره ورځ به د افغانانو ککرۍ په يوه او بل نامه غوڅوي . نو که چېرې طالبان ريښتيا هم د دې ولس زامن وي او د ولس د ژغور لپاره منډې ترړې کوي، هرو مرو بايد د داعش مخه له افغان دولت سره په سوله کولو ونيسي . او پرېنږدي چې داعش خپله شومې موخې دلته زموږ په خوار او ځورېدلې ملت پلي کړي .

بې له شکه چې جګړه امريکايانو پيل کړه او امريکايان يې بايد پای ته ورسوي، خو دا به د امريکا لپاره د منښت وړ نه وي چې په دومره لوی کلتوري، اقتصادي، سياسي او نظامي ځواک سره يو دم وتښتي، ډګر طالبانو ته پرېږدي او وسلې پنجاب ته وسپاري . له کمونيستي بلاک سره چې د بپنځوسو کلونو سړې جګړې وس لري، زموږ په کليو او کورونو خو د سلګونو کلونو لپاره د ويجاړولو نور بمونه هم لري . تر لمر روښانه دا ده چې امريکا سربېره پر خپل نظامي قوت، دومره وحشي او دومره د غير انساني اخلاقو خاونده ده چې سل کاله نور هم د افغان ماشومانو پر وژن وياړي . له همدې امله بايد امريکا ته د خټو پزه ورجوړه شي تر څو د وتون لپاره ورته لاره هواره شي .

همداسې بايد افغان دولت په ريښتينې مانا سره د جګړې د پای هڅې وکړي، په طالبانو او امريکايانو هر اړخيز فشار راوړي تر څو افغان وژنه بنده کړي . افغانستان ته د داعش په راتګ سره نه يوازې د جګړې ډګر پراخېږي، بلکي همداسې ورسره جګړه او جګړه ماران پيچلي کېږي . له طالب سره به خبرې په غره، کلي، ښار، دوبۍ، قطر او .. کې تر سره کېدې، ملا دغه اخوند او ملا هغه اخوند خو به مالوم وو، له داعش سره به لمړی لس – پينځه لس کاله جګړه وي، وروسته به بيا مالومه نه وي چې چيرته ورسره خبرې وکړل شي .

د جګړې د پای لپاره بايد اوس کوټلي ګامونه پورته شي . د طالبانو لپاره تر ټولو ښه موکه همدا اوس ده چې د افغان دولت غځېدلی لاس د ريښتينې روغې جوړې لپاره ونيسي .

دا به نه يوازې د داعش مخنيوی وي، بلکې همداسې به افغان ولس ژغور وي . ديارلس کلنې جګړې دومره ناورينونه راوړل چې په دې ولس کې يې نور زغم هم پای ته رسېدلی دی .