د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روسيې په وړاندې د ناټو بل مورچل

محمدکريم نور 10.10.2015 14:10

له دوو اوونيو راهيسې د روسيې نظامي ځواکونو د امريکا او اروپا د تمې او غوښتنې سره ناباندې (مخالف) په سوريه کې د اسلامي دولت يا داعش او د نورو اسلامي ډلو ټپلو پر مرکزونو بمبار پيل کړی دی . داسې انګازې هم شتون لري چې روسيه به د اړتيا په وخت کې خپل پلي سرتېري هم وکاروي . تر لمر روښانه هرګوره دا ده چې د روسيې له بمبار سره سم حزب الله هم خپل 1500 تازه دمي سرتېري او د ايران سپاه پاسداران بيا په زرګونو تازه دمي سرتيرې هم راوستلې دي تر څو اسلامي دولت، جبه النصر او نورې وړې ډلې ټپلې په يو وار له منځه يوسي . د خبري رسنيو اوپه ټولنيزو پاڼو کې د خلکو د سترګو ليدلي حال پر بنست داسې ښکارېږي چې اسلامي دولت خپلې وروستۍ هلې ځلې او ستومانه ګامونه اوچتوي.

امريکا او اروپايي ملکونو ډېره چيغې وکړې چې روسي ځواکونه نه يوازي اسلامي دولت بمباردوي، بلکې د بشارالاسد د حکومت سم او صالح مخالفين چې امريکا روزلي دي، هم وژني، خو د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګی لاوروف په زغرده وويل چې "هر څوک چې د ترهګر په څېر غږېږې، د ترهګر په څېر کړه وړه کوي، د ترهګر په څېر جګړه کوي او د ترهګر په څېر مالومېږي، نو ترهګر دی" او بمبار به يې کړي.

له افغانستان څخه د روسي فوځ له ماتې وروسته دا لمړی ځل دی چې روسيه په داسې زور او زوږ د امريکا او اروپايانو په مخالفت راپورته شوې ده . خو امريکا او اروپايان به روسيه بې ځوابه او بې خنډه پرېنېږدي . همداسې اسرائېل درواخلئ، ځکه چې د اسرائېلو لومړي وزير بن يمين نټنياهو له بمبارد وړاندې مسکو ته ولاړ او ولسمشر پوتين ته يې خپل مخالفت په ډآګه کړ.

که څه هم چې روسي ځواکونه به اسلامي دولت ښه وځپي او د بشار الاسد حکومت به وکړای شي چې خپله خاوره بېرته ونيسي او څه ناڅه خپل ژوند اوږد کړي، خو واکمن اندواند دا دی چې جګړه به نه يوازې په سوريه، عراق او پاتې عربي وچه کې پراخه شي، بلکې همداسې به ايران هم په خپله لمن کې راونغاړي .
امريکا، اروپايي هېوادونه او اسرائېل به په خپل ټول واک او ځواک سره د روسيې د پرېکنده دريځ او پياوړي نظامي خوځښتونو په وړاندې مورچل ونيسي، خو دوی به په سوريه کې سره ښکر پر ښکر نه شي، بلکې يو بل لوبغالي ته به مخه کړي . بې له شکه چې دا لوبغالی افغانستان نه شي کېدای، ځکه چې هلته د ناټو په تېره امريکا اغېزه دومره ده چې د روسيې لپاره به ملا ماتوونکی بار وګرځي.

که څه هم چې د جګړې بل لوبغالی په اسانۍ سره نه شي پيدا کېدای، خو ناټو په ځانګړې توګه امريکا او اسرائېل له کلونو کلونو راهسيې ايران ګواښي . له همدې امله کېدای شي چې له ايران سره د اټومي انرژۍ د بټيو لانجه دومره کړکېچنه شي چې ناټو به نظامي يرغل ته مخه کړي .

دا چې ناټو له ايران سره د اتومي انرژۍ د لانجې حل په نظامي يرغل کې ويني که نه، بېله خبره ده، خو ناټو به هڅه وکړي تر څو د روسيې لپاره ځواب برابر کړي . او انشاالله چې دغه ځواب به د ايران په بيه پرېوځي!