د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژوند ته د درنښت په پلمه

محمدکريم نور 27.06.2015 03:18

هغه کسان چې پارلمان ته د خون لپاره ننوتل، د عيسی خان لخوا "ټق چپه" شول . په دې توره او ننګ سره عيسی خان د کور، موټر، نقدي روپيو، پېژند او ګرانښت خاوند شو . په نوم يې ولسونه وياړي، د افغانستان ټولې اردو او نورو امنيتي اورګانونو ته يې حماسه وليکله . څلور لارې يې په نامه شوه . تر ټولو ستره توره يې دا ده چې د غازي لقب يې وګټلو .

په طالب جنګياليو هر ګوره لعنتونه وويل شول، ترهګر او د بې شمېره خلکو په خولو دوزخيان وګڼل شول . خو د دوی څېرې نه د مرګ وړ وې، نه د لعنت او نه هم د دوزخ . ځوانان ول . الله ج خبر دی چې ماشومان او مېرمنې به ترې پاتې وي که نه، خو خوينو ميندې به يې نن د غم پر ټغر ناستې وي.

د طالبانو په مجلسونو کې عيسی خان قاتل، د يهودو او نصاراوو مزدور، مرتد ... ونومول شو او د وژن لپاره يې ځانګړې ويناوې وشوې، پلانونه جوړ شول اوپه بې شمېره دليلونو يې کافر وګڼه .

هاخوا په کندوز او بدخشان کې چې طالبانو کومې پوستې نيولې وې او د اردو سرتېري يې وژلي ول، د هغوی پر مرګ يې خوښې کوله . په خپور شوي فلم کې ښکارېدل چې طالبان د سرتېرو جسدونو ته په کرکه کتل، لعنتونه يې پې ويل، اجير، مزدور، مرتد، کافر او دوزخيان يې ګڼل . په دغه وژل شويو سرتېرو کي يو سرتېری داسې مالومېده لکه مرګ ته يې چې په وياړ لبيک ويلی وي، خوله يې له خندا ډکه وه، سترګې يې نيمې خلاصې وې، هو، داسې ښکارېدې لکه د وطن او ناموس د ساتنې لپاره يې چې مرګ ستر وياړ وي . همداسې د نورو سرتېرو څېرې در واخلئ، نه دې مرګ وې، نه د لعنت او نه د دوزخ . د دوی به هم خويندې، ميندې، ماشومان او مېرمنې د غم په ټغر ناستې وي .

بلخوا بيا داعش په خپله خپره شوې ويديو کې د يوه طالب سر پرې کړ او دوه ځوانان يې د الله اکبر په نارو په ډزو سره ووژل . له دې وروسته يې د طالبانو پر ضد حديثونه هم پيل کړ، د طالب او دولت پر ضد يې د جهاد نارې وهلي .

حيرانوونکې نندارې دي. داسې راته ښکاره شوه لکه لحد چې يوازې د مسلمانانو په تېره د افغانانو لپاره جوړ شوی وي . خدايه ستا په سپېڅلي نامه ګمراهانو څومره قتلونه وکړل او څومره به لا نور وکړي .

خدايه مغفرت غواړم، ربنا ظلمنا انفسنا و ان لن تغفرلنا و ترحمنا لنکونن من الخسرين.