د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د سياسي نظام د پاشل کېدو مخنيوی

محمدکريم نور 24.06.2015 12:33

ګرانو لوستونکيو،
لاندې تبصره د ولسمشر غني او اوسني دولت پر ضد د علي بابا او څلورلکو غلو د ملګرو ده چې په الجزيزه وېبپاڼه کې يې خپره کړې وه .

ليکوال : داوو مراديان، د پخواني ولسمشر کرزي د دفتر د پروګرامونو مشر او د بهرنيو چارو د وزارت سر اعلی مشاور

د افغانستان رېږدېدلي بنسټونه
د جون د 23 نيټې په راتګ سره به د دولت ټول اساسي تشکيلات خپل قانوني بنسټ له لاسه ورکړي . د افغانستان د پارلمان موده به د جون پر 22 پای ته ورسېږي، حال دا چې نوی پارلمان نه تر سترګو کېږي چې د اوسني هغه ځای ونيسي . د دې لامل هم د دولت ناکامي ده چې په تېر اپرېل کې يې ټاکنې ونه شوای کړی . په همدې توګه د وولت اجرايوي څانګه چې د ملي وحدت د حکومت لخوا پر مخ وړل کېږي، قانوني بنسټ نه لري ځکه چې دولت د يوې سياسي معاملې زېږد وو، نه د رسمي ټاکنيزې پروسې .

ستره محکمه، لوی څارنوالي او د اساسي قانون د پليتاب کميسون ټول د اوسنيو مشرانو لخوا پر مخ ځي . په داسې حالت کې چې هېواد د طالبانو د "پرسلني يرغل" له امله له امنيتي کړکېچ سره مخ کېږي، د اساسي قانون يو چټک ناورين په افغانستان نازلېدونکی دی . سر بېرپر دغه کمزوري بنسټ، د هېواد کمزوری کېدونکی اقتصادي حالت کولای شې د اساسي قانون، سياسي او امنيتي بحران له بد څخه بدتره کړي .

په داسې حال کې چې ايران، روسيه، هند، د آسيا مرکزي هېوادونه او ان چين کابل ته د بې ثباته او بې باوره ملګري په سترګو ګوري، د افغانستان بهرنۍ اړيکې له همغږۍ څخه د ټوټه کېدو يا تضاد پر لوري درومي .

امريکا کوم تشويش نه لري ځکه چې له قهرجن حامد کرزي سره يې چې ډېر قاطع اوداسې سړی وو چې مشوره به يې اخيسته، کومه معامله نه لري، حال دا چې انګلستان، سعودي او پاکستان د خپل په زړه پورې کس –اشرف غني- سياسي بريا لمانځي. هممحال اجرايه رييس عبدالله عبدالله د خپل ننداريز (نمايشي) دوتر له غرور سره خوښ ښکارېږي .

ګڼې ننګونې
د اقتصادي، چاپيريال او امنيتي ننګونو له امله د افغانستان د سياسي نظم له منځه تلل په هېواد کې د ډېرو لپاره يوه لويه وېره ګرځېدلې ده . روانه بې ثباتي د تړلو دروازو شاته د افغان سياسي ممتاز قشر او د بهرنيو څارمنو (فعالينو) د سياسي معاملو څخه سرچينه اخلي، حال دا چې د افغانانو په خوښه هېڅ غور نه کوي . پخواني ولسمشر کرزي په ډېره ماهرانه توګه په ټاکنيزه پروسه خپله اغېزه وشيندله او په پای کې د 2014 کال ټاکنې د دموکراتيک تعهد او توکم پالنې تر منځ يوه شخړه وګرځېده.

سربېره پر دې چې افغانانو پر ډله ييزه او زړوره توګه په ټاکنو کې ګډون وکړ، خليجي عربي هېوادونو، انګلستان، امريکا او پاکستان د خپلو ستراتيژيکو موخو لپاره توکمپالنه بريالی کړه. غني د دغې نندارې (توکمپالنې) ګټه پورته کړه .

که څه هم چې د امريکا او انګلستان ګټې يو له بل سره همغږې او يو شان نه دي، انګلستان داسې ښکارېږي چې د افغانستان په اړه سيمه ييز ماهر دی . د انګلستان له نظره څو لاملونه (فکتورونه) د افغانستان د غټې شخړې بنسټ جوړوي . دغه لاملونه په افغانستان کې د پاکستان ورکېدونکی (لږېدونکی) شتون، له واک څخه د طالبانو لری ساتل او د ژبنيزو او قومي ګروپونو تر منځ د واک د نه جوړېدونکي توازن په خپله لمن کې رانيسي .

دغه اټکل ته په پام سره، غلجي پښتنو ته چې د پاکستان پلوي کوي، په داسې سترګه کتل کېږي چې امکان لري افغانستان ته ثبات ورکړي . غلجي پښتانه له پاکستانيانو او د طالبانو له رهبرۍ سره په افغانستان کې د ننه د خبرو اترو پلوي کوي . دغه ګروهه چې (غلجي پښتانه) په يوه ګډوډ ملک کې ټيکاو او ثبات بښونکی قدرت دی، لندن اړ کړ چې له غني څخه- له غلجي پښتانه څخه - بې دريغه پلوي وکړي . کرزی هرګوره درانی پښتون وو.

د افغانستان د سياسي نظام د پاشل کېدو مخنيوی يوازې داسې کيدای شي چې د غني د شخصيت، د پاليسي د انتخاب او د سياسي مهارتونو نيمګړتياوې وپېژندل شي . همداسې بايد د ده د هغو هڅو نيمګړتياوې وپېژندل شي چې دی يې د خپل اجرايئه رييس د لري کولو لپاره کوي .

غني د ژبنيو او قومي ليکو په اوږدو کې فعاليت کوي او د ده اصلي ناکامي چې يو دموکرات حکم لاسته راوړي، د نورو سهوو په وړاندې نور هم بدتره ده. او د ده نورې سهوې :
پاکستان ته د غني ساده او خام نيږديوالی (د اړيکو تمه)، د فساد په وړاندې د ده انتخابي مبارزه (د يوه په وړاندي اقدام، د بل په وړاندې چوپتيا) ، له کرزي او د مجاهيدينو له مشرانو سره ډېرېدونکې دوښمني .
دی داسې فکر کوي چې دغه ملک د ده د واک شخصي لوبغالی دی .

له دې ټولو څخه که تېر شو، د افغانستان ستونزې پاتې کېدونکې دي . افغانستان نېستۍ معيوب کړی دی، دولتي انستيتوتونه يې کمزوري دي، د نيږدي جګړې وېره شته ده، همداسې د عقيدوي ترهګرۍ د غورڅنګ شتون دی چې د مخدره توکو له مافيا او فساد څخه ګټه اخلي . داسې پراخې او پېچلي ننګونې نه شي کېدای چې په يوه يوازيني سړي سره او يا د "چټک حل" له لارې يې غم ونه خوړل شي .

ټوليزه سياسي پروسه
د پرمختګ لپاره د غني تر ټولو لمړنۍ دنده دا ده چې له خپلو اصلي ګناوو څخه توبه وباسي او د توبې لپاره د ټاکنو ريښتيني او اساسي سمونونه (اصلاحاتو) وړاندې کړي. همدارنګه يوه ټوليزه (جامع) سياسي پروسه پيل کړي په ځانګړې توګه په سياسي پروسه کې هغه ټولنو ته ځای ورکړي چې د ده پلوي نه کوي .
د بهرنۍ پاليسي په انتخاب کې، غني بايد د سيمې د پاشل کېدو ګواښ، د پاکستان ستراتيژيک سنګراو موخې، قوت او زړورتيا وپيزني .

پاکستان ته نيږديوالی (تمايل) به هغې رامنځته شوې او بحراني خبر اترو اوږدې پروسې ته پای ورکړي چې دواړه ملکونو د افغانستان د اساسي کمزوريو د له منځه وړلو لپاره لټولې . په عين حال کې به د پاکستان د فرصت طلبۍ او توسعه طلبۍ مخه هم نيول شوې وي .

د افغانستان د نيږدې سقوط بديل د هغو کسانو يا ټوليو ريښتينی ګډون دی چې يو با ثباته افغانستان غواړي . له نېکه مرغه ډېر ملګري او سرمايه شتون لري او تيار دي چې په افغانستان کې سياسي ثبات وساتي او ځواکمن يې کړي . د افغانستان خلک په خپله په زغرده سره د هغه سياسي نظام پلوي کوي چې له طالبانو څخه وروسته رامنځته شوی دی، که څه هم چې له اوسني حکومت څخه په ټينګه ناخوښه دي .

که څه هم چې افغان امنيتي قوتونه له سترو ننګونو سره مخ دي، خو دوی زباد کړه چې د تکيې وړ، اغېزمن او لايق دي . د دولت د ماشين او سياسي فضا ګډونوال لکه رسنۍ او مدني ټولنې د پام وړ پوخوالي او بلوغ ته رسېدلې دي . په يوه سياسي او اقتصادي پايدراه افغانستان کې سيمه ييزه او نړيواله لېوالتيا شتون لري . او دغه ټولي به اجازه ورنه کړي چې د کابل نظام سقوط وکړي يا تجزيه شي .

په افغانستان کې د رژيم د سقوط د مخنيوي غوره لار دا ده چې د رژيم کړنلارې ته بدلون ورکړل شي . که چېرې داسې ونه شي، بايد روژيم په خپله بدل کړل شي . يو لنډمهاله حکومت به د ټول رژيم د سقوط په پرتله دومره بد نه وي . د دولت د لوړپوړې رهبرۍ بدلون بايد داسې وشي لکه د هغو ټوليو د رهبرۍ بدلون چې له دې مسئلې څخه اغېزمن يا ورسره لېواله وي، نه داسې بحراني بدلون چې پکي بنسټيز تغيرات پېښېږي .

له بده مرغه چې يو ځواکمن لنډ مهال حکومت به هم د اوسنۍ رهبرۍ او دولتي تشکيل په څېر کوم قانوني بنسټ ونه لري، خو تر اوسني حکومت به لږ کرکجن، جلا يا خواته شوی او نفاق اچوونکی وي . دا چې يوه دنده به ولري، نو د دې لپاره به کار وکړي چې هېواد په يوه روا او قانوني لاره سم کړي تر څو په ټول هېواد کې ټاکنې وکړل شي .

د افغانستان د سياسي ممتاز ټولي انکار چې واک په دموکراتيکه توګه وسپاري او د بهرنیو قوتونو انکار چې د افغانستان بشپړتيا ته احترام وکړي، دواړه د افغان جګړې لامل او تېل ګرځي . موږ به له دې ستونزو څخه هغه وخت خلاص او بريالي شو چې لمړی پر دغو ننګونو فکر وشي .
http://www.aljazeera.com/indepth/opinion/2015/06/afghanistan-shaky-foundations-150621123630546.html