د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشر غني د حکومت پر ضد بغاوت

محمدکريم نور 17.09.2015 12:15

د شمالي ټلوالې او نورو په نامه جهادي مشرانو منډې ترړې، توطئې او په زغرده سره د ولس پر ضد مورچل نيول به دومره کاري نه وي چې د ولسمشر غني حکومت به نسکور کړي، خو د افغانستان د اقتصادي، سياسي او امنيتي ټيکاو (ثبات) د پرمختګ مخه به څه ناڅه ډب کړي او پښې به يې ولړزوي . خو په ټوله مانا سره به د داسې يوې سيلۍ په څېر تېر شي چې وايي بلا وه، برکت يې نه وو . تر ټولو دردوونکي هر ګوره دا ده چې د جهاد اتلان په زغرده سره د خلکو لخوا د بيعت ورکړل شوي اسلامي دولت پر ضد مورچل نيسي، هغه هم د اسلام او اصلاح په نامه .

دوی ښه پوهېږي چې د ولسمشر غني د حکومت پر ضد هر ډول توطئه نيول يا کودتا کول د شريعت پر بنسټ ‌بغاوت دی . خو دا چې د افغانستان د سولې، ثبات او مظلوم ولس تلپاتې غليمان په جګړه او کړکېچ کې خپلې شخصي ګټې ويني، نو د اسلام په نامه له هېڅ ډول جرم او جنايت څخه مخ نه ګرځوي . نو د کړکېچ په اکر کې ولس ته ځواب ورکول هر ګوره د شمالي ټلوالې د خونکارانو او جهادي ټګمارانو پازه (مسئوليت) دی، نه د ولسمشر غني د ټولي .

د ولسمشر غني د حکومت د راپرځولو لپاره که څه هم له هماغه لمړۍ ورځې پرېکنده ګامونه واخېستل شول، خو دا دي تر اوسه پورې هم غني شتون لري او هم يې حکومت، هم يې د شمالي ټلوالې د غلو او خونکارانو د چړې مخه نيولې ده او هم يې د جهادي ټګمارانو د منتر پر ضد خپلې ايماني او هېوادپالې نسخې کارولي دي . د ولسمشر غني ريښتيني پوه پلويان د بې ځايه نيوکو پر ځای په کړن کې هڅه کوي چې د غليم د توطئو ښکار نه شي او د دوی لخوا بل شوي اور ته پکه ونه وهي . خو هغوی چې د ورځې لس ځلې خپل اندواند بدلوي او يا ګرد سره په خپل خير نه پوهېږي، هغوی د نيوکې پر ځای ان ښکنځل کوي او د ټلواليانو دام ته نه يوازې په خپله ځانونه ور غورځوي، بلکې يو څو نور سپين زړي او بې تجربې مظلومان هم .

بلخوا د امريکا او ملګرو شتون يې په خپله د افغانستان په دولتي جوړښت کې يو پراخ اغيز لري چې په اسانۍ سره ترې مخ نشي اړول کېدای . امريکا چې په افغانستان کې د ورځې په ميليونونو ډالره لګښت او په لسګونو کسان سرزيان لري، نو د خپلې پرېستيژ يا مخ ساتلو لپاره دومره سپين سترګي هم نشي زغملای لکه ټلواليانو او ټګمارانو چې پيل کړې ده . بې له شکه چې امريکا به خپله ګټه ګوري، خو د نړۍ د اوسمهاله سياسي کړکېچن اکروبکر (حالت) په پام کې نيولو سره به هېڅ داسې زړه ونه کړي چې د دوی تر اغېز لاندې سيمو کې يو بل کړکېچ رامنځته شي . امريکا پوهېږي چې همدا ټلواليان او ټګماران په افغانستان کې د يو ډول نه يو ډول ناورين او کړکېچ په لټه کې دي او تل يې هم زيږوونکي دي .
تر لمر روښانه دا ده چې امريکا په ټلواليانو او ټګمارانو هېڅ باور نه لري، ځکه چې دوی خپله ريښتينولي، باور او ننګ ثابت کړی دی . امريکا چې په اوکراين کې د روسيې سياسي اغېزه نه مني، نو افغانستان چې هېڅ مذهبي، ژبنيز او توکميزې اړيکې هم ورسره ونه لري، د روسې اجيرانو اوتلپاتې غلامانو ته پرېنږدي . ټلواليان ښه پوهېږي چې هېڅ يې هم په وس نه رسېږي، خو هسې يې مظلوم ولس ډارولی او لا يې ډاروي . نو د ټلواليانو ګواښونه بايد بابېزه وګڼل شي . خو د مظلوم ولس د ويښولو، د دوی د اندېښنو د له منځه وړلو او د دوی د پوښتنو ځوابونو ته بايد د ولسمشر غني کاري ټيم او پلويان تيار وي .

ټلواليان، جهادي ټګماران او د دوی ړانده او اخيستل شوی پلويان بايد پوه وي چې د کړکېچ په وخت کې به د هرې ورانۍ، ټپ او مرګ پازه (مسئوليت) د دوی پر غاړه وي . ځکه چې د اشرف غني د حکومت پر ضد هر ډول عمل ‌بغاوت دی او د بغاوتچيانو مرګ د خره په څېر بې مانا دی . بيا به نه د شهادت لقبونه وي او نه هم د هغې نړۍ حورې .