د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کندوز سقوط څېرې بربنډې کړې

محمدکريم نور 03.10.2015 10:30

د کندز سقوط نه يوازې د ځينې کسانو اصلي څېرې، ايمانداري، وطنپالي او غيرت بربنډ کړ، بلکې همداسې يې د خبري رسنيو او ځينو دولتي او امارتي ادارو آره پاليسي او کړنلاره څرګنده کړه . تر ټولو ښه ترا دا چې د کندوز د سقوط آر لاملونه يې په ډاګه کړل . دردوونکې دا وه چې هغه خبري رسنۍ چې د مسلکيتوب او بې پلوۍ داوه هم کوي، دومره ذليله ثابته شوه او دومره د وطن، دولت او خلکو پر ضد يې شعارونه ورکړل چې که چېرې افغانستان داسې يو ملک وای چې هلته قانون پلي کېدای، نو طلوع د خربمي په څېر خپله د ځانبمې مرګ اجازه لاسليک کړي وه. خو افسوس چې قانون نه پلی کېږي .

د شمالي ټلوالې د مقاومت لنډه غرانو، که په کوڅو کې ګرځېدل، که په ولسي جرګه کې او که په دولتي اورګانونو کې ناست ول، د چور، غلا او وژن نارې اوچتې کړي چې ګواکي کندوز چور شوی دی، د خلکو کورونه وران شوي، طالبانو بې ګنا خلک وژلي، هغه دي او دا دي وطن وران شو، ولسمشر غني سنګسار کړئ، پر ارګ يرغل وکړئ ...

نه کندوز طالبانو وساته، نه يې ساتلو ته رالېږل شوي ول او نه يې هم دومره غښتلي مټې او پراخه سينه لري . نه کورونه چور شول، نه هم طالبانو بېګنا خلک ووژل شول او نه هم د اردو د سرتېرو له لوري کوم بې ځايه او غيرقانوني کړه وړه او ګډوډي رامنځته شوه . بلا وه، برکت يې نه وو.

تر ټولو ښه خبر دا ده چې د شورای ايزار لنډه غران نه په غټ چور او چپاول بريالي شول او نه هم په دومره قتلونو لکه دوی يې چې پلان نيولی وو. د دوی اصلي څېره، ننګ او غيرت ټولې نړۍ ته مالوم شو .
د کندوز سقوط چې د دوی لخوا پلان شوی وو، ناکام شو. د دوی مخونه تور شول، تورزن خو يې په ډله کې نه ول، خو کوستيزن يې ټول مالوم شول . والي يې وتښتيد، لنډه غر يې د ښځو په چادريو کې مزار ته چارګام ول. يوازې هرجايي سپي يې په کوڅو کې هلته دلته ځغلېدل او غپېدل . له افغانستان سره يې کرکه په خپل د بې ننګۍ په بيرغ سره هم زباد کړه چې د ښار په منځ کې يې وځړوه.

د ولسمشر غني، بې پلوه او هېوادپاله سياسي کړيو او امنيتي ځواکونو لپاره دا څرګنده شوه چې د کندوز د سقوط لامل يوازې دا نه وو چې د شورای اېزار لنډه غرو د چور پلان جوړ کړی وو، بلکې په عامو خلک ظلم، د خلکو پر مال او ناموس تېری، او په زغرده سره له مرکزي دولت څخه سرغړونه د کندوز د سقوط لاملونه دي .

په همدې شپو ورځو کې په ټولنيزو رسنيو کې د شمالي ټلوالې د لنډه غرو فيلمونه ښوول کېږي چې عام خلک د طالب په نامه لوټي، په عزت يې تېری کوي او په قتل يې رسوي. شمالي ټلواله دغه وحشتونه او جنايتونه له کابو ديارلسو کلونو راپديخوا سرته رسوي، خو مرکزي دولت په يوه او بله غلطوي، ښکنځي او ګواښونه ورته کوي . کوم جنايت چې د کندوز له سقوط وړاندې، د سقوط په وخت او وروسته له بېرته نيونې سرته رسېږي، پازه (مسئوليت) يې ټول د ټلواليانو د لنډه غرو او د دوی د تبليغي رسنيو پر غاړه ده . په کدوز کې نه طالب جنايت کوي، نه هم اردو، بلکې د شمالي ټلوالې ځناور او بس.

له حکومت څخه د ولس غوښتنه بايد په لمړي سر کې د شمالي ټلوالې د هرجايي سپيو، نااهله، بې ننګه، بې ايمانه او غلامو مشرانو په ټينګه مخنيوی وي. د هېواد د هر اړخيز ثبات لپاره بايد دولت په خپله ګړندي او پرېکنده ګامونه واخلي . دولت نه يوازې بايد د شمالي لنډه غرو، مسلکي جنايتکارانو او پرديو استخباراتي ترهګرو مخه ونيسي، بلکې همداسې د هغو رسنيو کورونه ور ګډ کړي چې د دولت او د خلکو پر ضد تبليغات کوي . دغه رسنۍ چې د ټولو په سر کې يې طلوع راځي، بايد په کلکه مجازات شي تر څو د ټولنيز ثبات او ملي وحدت پر ضد بيا خلک ونه پاروي او د افغانستان د مظلومو خلکو پر ضد پردۍ توطئې ونه کاروي.