د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په تذکره کې د افغان او اسلام په اړه پوښتنې

محمدکريم نور 19.09.2015 14:54

په تذکره کې د افغان او اسلام د کلمو راوړلو لپاره په لر او بر افغانستان کې خورا سترستر او په وار وار لاريونه وشول چې په ريښتيا سره د يوه ويښ ا و مسلمان ملت نښې څرګندوي . لاريونکونکو په خپلو هلوځلو او غوښتنو سره زباد کړه چې د دوی هر ګام او هره ناره ريښتينې ده او د خپل هويت او دين پلويان او غوښتونکي دي . حقيقت هر ګوره داسې دی چې دغه منډې ترړې او سورې نارې يوازې او يوازې د کاغذ پر سر د افغان او اسلام د کلمو د ظاهري يادښت لپاره وې او دي . دا چې لاريونکوونکو په ريښتيا سره د افغانيت او اسلاميت لپاره په همدې شپو ورځو کې په کړن (عمل) کې څه کړي دي، له لاندې پوښتنو سره به يې مخ کړو .

له هغې ورځې چې د تذکره شخړه پيل شوې ده، د افغان او اسلام لپاره مو څه کړي دي؟
• آيا د ظالم په مخ کې ولاړ ياست که مو په لوی لاس په خپله په يوه بل بې وسه انسان ظلم کړی دی؟
• آيا د الله ج د رضا لپاره مو د نورو مسلمانانو په ضد له نيت بدۍ، توطئو او شومو پلانونو څخه لاس اخېستی دی که مو ان په خپله د خپل ورور مال ته سترګې پټې کړې دي چې څنګه او څه ډول يې ترې غلا کړی؟
• آيا د ګاونډي پت او عزت مو ساتلی دی که په يوه او بل کنج کې پټ ورته ناست يا مو د سترګو تر کونجو ورکتلي دي چې د ناموس ننداره يې وکړئ؟
• آيا د ګاونډي له پټي مو څه غلا کړي دي؟
• آيا د خړوبه کولو (اوبولګولو) په وخت کې مې په خپل وخت او اندازه اوبه ورپرېښې دي که مو تر خپله وسه ظلم او ناروا ورسره کړې ده او ورخ مو ګوډومات تړلی دی؟
• آيا د خدای د رضا لپاره مو د تذکرو د شخړې په وخت کې يو مظلوم او مجبور ته قرض الحسنه ورکړې ده که مو خپل پرونی پور هم ترې د ګريوان په څيرولو غوښتی او اخېستی دی؟
• آيا د افغانستان لپار مو څه کړي دي؟
• آيا له کوم کونج څخه مو يې ساتنه کړې ده؟
• آيا د امنيت، ټيکاو او سمسورتيا لپاره مو څه کړي دي؟
• آيا بيت المال مو ساتلی دی که تر خپله وسه پورې مو هلته دلته غلا او چور کړی دی؟
• ايا په دولتي چوکاټ کې چې کار کوئ او په همدې کار مآمور هم ياست، له بل چا څخه رشوت اخېستی دی چې کار يې پر مخ يوسئ که نه؟

که د دې پوښتنو ځوابونه مې دېرش سلنه مثبت وي، نو بيا مو انشاالله د منړو ترړو بې درېغه ثوابونه شته. د ددې ملت هر بچی ستاسې څخه د لاريونو په کړلو ممندوی دی، خو که ډيره برخه د ځوابونو منفي وي، بيا مو هسې بې ځايه منډې کړې دي، خپل بوټونه مو زاړه کړي دي، خپل ځانونه مو بې ځايه خولې کړې او ستړي کړي دي . بيا نو تاسې نه د افغان په مانا پوهېږئ او نه د دين په اړتيا او وړټيا. ستاسې ټولې منډې ترړې د اېرو په څېر دي چې باد راشي او ټولې تر غرونو رغونو داسې واړوي چې ان په سترګو نه ښکارېږي .