د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زړه ملګرتيا او دوښمني دواړه تازه شوي

محمدکريم نور 02.11.2015 12:22

د سوريې جګړه نيږدې څلور کلنه شوه . موخه يې په ښکاره سره يوازې يوه وه چې ولس د بشارالاسد له ظالم حکومت څخه خلاص او خپلواک شي، خو په جګړه کې ښکېل لوبغاړي دومره ډېر شول چې توپير او پېژند يې دومره ګران شوی دی لکه د اسمان د ستورو رازونه. تر اوسه پورې نه بشار الاسد له واکه ولوېد او نه هم اسلامي ډلې له پښو وغورځېدې . سوريه هرګوره داسې ړنګه شوه چې تمدن ته يې بېرته راتګ سلګونه کلونه غواري. تر ټولو بده دا ده چې انساني شخصيت او اسلامي اخلاقو يې دومره تزلزل وکړ لکه په دې هېواد کې چې له زرګونو کلونو راهيسې سړيخورو ژوند کړی وي. د جګړې د پای لپاره به امريکا او اروپايي هېوادونو يا کوم پلان نه درلود او يا به د شخړې د حل لاره ترې ورکه شوي وي . له همدې امله جګړه ورو ورو خپله لمن پراخوي او اوږدېږي، سوله او له بشارلاسد څخه خپلواکي هسې يو بې مانا ارمان وخوت.

د بشارالاسد د حکومت په پلوۍ د سوريې په جګړه کې د روسي ځواکونو ښکېل له امريکا، اروپايي او عربي هېوادنو څخه په زغرده د جګړې د پای ټولې لارې، هڅې او نوښتونه واخېستل. د روسيې ولسمشر پوتين ناټو او عربي هېوادونه داسې وننګول چې د پاڼ او پړانګ کيسه يې په پرتله يوه ټوکه ده. که د روسي ځواکونو برياوې چې د خبرونو سرټکي ګرځي، ښه چاڼ شي، مالومېږي چې دا جګړه به د بشارالاسد حکومت د هېواد په ډېرو برخو واکمن کړي او د دولت مخالفين به په کلکه وځپي .

که د سوريې جګړې ته د يوه لوی انساني ناورين په توګه وکتل شي او د بې ګنا او بې دفاع وګړو مظلوميت په پام کې ونيول شي او د يوه حقيقت په توګه ومنل شي، نو په ريښتيا چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يوه نيک چار ته ملا تړلې ده . تر ټولو ښه ترا دا ده چې امريکايي سړيخواره يې داسې هک حيران کړل چې لار ترې ورکه شوه . کله يوې په نامه اسلامي جبهې ته وسلې ور کوي، کله بلې ته. آن تر دې چې امريکايي وسلې اسلامي دولت ته هم په لاس ورغلې .

د سوريې جګړې ته د روسي فوځونو رادانګل کومه وړه ، بې پلانه او داسې پېښه نه ده چې په هر اړخيزه توګه نه وي ارزول شوې او نه به بې ځوابه پاتې شي . دا چې د روسيې پر ضد به ناټو په تېره امريکا چېرته اور بل کړي، د وخت په تېرېدلو سره به جوته شي . خو د افغانستان روان سياسي او نظامي کړکېچن اکربکر (حالت) داسې ښيي لکه امريکا او روسيه چې يو ځل بيا سره په پټه او برلا ښکر پر ښکر شوي دي او زړه دوښمني بېرته تازه کوي.

په دې کې هېڅ شک نشته چې اسلامي يا په نامه اسلامي ډلې ټپلې په سيده يا ناسيده توګه له امريکا سره اړيکي لري او يا هم د اړيکو نيولو لپاره پاکستان او عربي ملکونه کاروي، نو واکمن اندواند دا دی چې په افغانستان کې د طالبانو، داعش، چينايي او قفقازي اسلامي ډلو شتون او وروستي نظامي عمليات او خپلمنځي انډوخر کېدای چې د روسيې د ډارولو لپاره وي تر څو د عراق او سوريې پر ځای په خپلو او د خپلو نيږدې ګاوڼډيو لکه تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان په پولو پام وکړي .

بلخوا روسيه هم پوهېږي چې بايد د همدې اسلامي ډلو څخه د امريکا په څپلو کې ګټه پورته کړي . دوه اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د امريکا اف 16 جيټ الوتکه راولوېده . په ښکاره سره طالبانو ټټر وډبوه چې دوی ويشتلې ده، خو خدای ج پوهېږي چې افغاني طالب به ويشتلي وي که د کې جې بې روسي طالب چې اوس يې خپل نوم هم په "اف سې بې" اړول دی. سربېره پر دې، د شمالي ټلوالې د لنډه غرو زور او زوږ هره ورځ تر بلې هغې ډېرېږې، حال دا چې امريکا او ملګري يې په وړينګه خوله حيران او بې وسه غلي ورته ناست دي . دومره هم نه کوي يا نه شي کولای چې بې پلوه پښتانه په واک کړي او يا يې واک ته د رسېدلو مخه ونه نيسي.

په نړيوال ډګر کې د امريکا او ناټو بله ستره سياسي ماته دا شوه چې اوس اوس د سوريې د جګړې د حل لپاره ښکېل او بې پلوه غاړي له امريکا سره نه، بلکې له روسيې سره په خبرو اترو لګيا دي . ان تر دې چې د خبرو اترو ځای بدل شو. مخکې به دا ډول ناستې په امريکا کې سرته رسېدلې، خو اوس د جرګو خونه اروپا يا خليجي هېوادونه ګرځېدلي دي . يوازې همدغه امتياز چې امريکا له لاسه ورکړ، امريکا ته يوه غاښ ماتوونکې ضربه ده .

بل خوا عراق او افغانستان هڅه کوي چې په ورو ورو د امريکا د وزر له سيوري څخه ځان د روسيې پېتاوې ته وباسي . نه يوازې عراق، بلکې ولسمشر اشرف غني هم له روسيې څخه د نظامي توکو غوښتنه وکړه چې په پوره ګومان سره به روسيه هم مثبت ځواب ووايي. د همدې هلو ځلو په هکله هم د امريکا د بهرني سياست جوړولو مخکښې څېرې لکه جان مکن هم غبرګون ښوولی دی او دا يې د امريکا لپاره يوه ماتې وګڼله . خو د ټول انځور په پام کې نيولو سره داسې احساس پېدا کېږي چې زړه دوښمني او سړه جګړه يو ځل بيا پيل شوه او په همغه ځای کې پيل شوه چې تېره هغه پای ته رسېدلې وه . همداسې زړه ملګرتيا درواخلئ چې افغانستان او روسيه، روسيه او عراق، روسيه او سوريه يې سره پيلوي. اندېښنه هرګوره دا ده چې آيا په افغانستان کې داسې متفکر، ويښ او هېوادپال شخصيتونه شته دي که نه چې هم د امريکا او روسيې له دوښمنۍ څخه ځان وساتي او هم يې له ملګرتيا څخه ګټه پورته کړي؟