د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایا له فساد سره د مبارزې ځينې طریقې سمې دي ؟

عبدالغني (هاشمي) 22.06.2015 12:18

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او سیمو کې د بېلابېلو جرایمو او ناقانونه کړنو پر وړاندې د مبارزې ډولونه او طریقې د هماغه هېواد یا سیمې د سیاسي، جغرافیوي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو او نورو شرایطو او روان وضعیت په پام کې نیولو سره ترسره کېږي او په بېلابېلو هېوادونو کې په دې موخه له بېلابېلو طریقو، اوزارو او تاکتیکونو کار اخستل کېږي.
دا هم امکان لري، چې ډېری موډلونه په څو هېوادونو یا د نړۍ په یوه پراخه سیمه کې اغېزمن وي، خو برعکس بیا هماغه موډل په یوه هېواد کې، چې د یادو شوو شرایطو له پلوه له هغو هېوادونو سره بشپړ توپیر لري؛ سربېره پردې چې اغېزمن نه واقع کېږي، بلکې منفي اغېزې هم لري.
موږ په هېواد کې په ځانګړي ډول په وروستیو لسیزو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې، سړي تښتونو، ترهګریزو کړنو، اداري او مالي فساد او نورو بېلابېلو جرمونو او ناقانونه کړنو پر وړاندې د مبارزې د ډېرو موډلونو، اوزارو او طریقو د پلي کېدو شاهدان یو، خو له بده مرغه ډېرو طریقو او اوزارو ډېره مثبته پایله نه درلوده .
د نورو جرایمو او ناقانونه کړنو ترڅنک یوه مسئله چې په وروستیو لسیزو کې یې د مخینوي په موخه "دوامداره مبارزه" شوې ده، هغه له فساد سره مبارزه ده، چې دې مبارزې تر اوسه کومه ښکاره مثبته پایله نه درلوده.
د ملي وحدت دولت له رامنځته کېدو سره هم په دې اړه له پیله تراوسه اقدامات ګړندي شوي. که څه هم دا مسئله د حکومت ټول اړخونه نه رانغاړي او په دی برخه کې ټول حکومتي سیسټم نه دی فعاله شوی، خو بیا هم په دې اړه ځينې داسې هیله بښونکې کړنې ترسره شوي، چې سترګې ترې نه شي پټېدای. خو ځینې هغه طریقې او تاکتیکونه چې ددې پدیدې د له منځه وړلو لپاره په دې وروسیتو کې ترسره شول یا کېږي، زما په اند به ښې پایلې ونه لري، که څه هم دا کړنې د ظاهري بڼې له پلوه ښې ښکاري، خو په عمل کې هغه تمه چې د ملي وحدت دولت له دې حرکت او خوځښت څخه کېده، دا کړنې راته هومره ګټورې نه برېښي.
له مړي وړاندې کفن مه څېروئ !
په دفاع وزارت کې د مالي - لوژسټیکي فساد د څېړلو مسئله، د ښار جوړونې د شپږو په فساد اخته لوړ پوړو چارواکو موضوع او د زرو خیالي ښوونځیو په اړه د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې د مرستو د څار ادارې یا سیګار وروستی رپوټ او ... هغه بېلګې دي چې په دې اړه ترې یادونه کېدای شی. خو له بده مرغه په دې او دې ته ورته مواردو کې چې کوم اقدامات شوي، چندان ملموس نه وو آن په ځينو مواردو کې یې منفي اغېز ښندلی دی.
د بېلګې په توکه د ښار جوړونې تورنو کسانو په اړه مخکې له دې چې قانوني کړنې ترسره شوې وې، د بېلابېلو رسنیو له لارې یې په پراخه توګه خبرونه خپاره او پراخ تبلیغات ترسره شول، دا زما په اند په دې معنا ده، مخکې له دې چې موږ د یوه تورن په اړه قانونې کړنې پیل کړو یا په اصطلاح هغه د تور د تثبیتولو او څېړنې په موخه د قانون منګولو ته وسپارو؛ په لوی لاس ورته خبر ورکوو، چې یا خپله چاره وکړي او یا هم د تېښتې لاره خپله کړي. دلته دولت په لوی لاس هغه قانوني کړنې چې باید ددغو تورنو په اړه وشي، افشا کوي، چې دا زما په اند زموږ د هېواد شرایطو ته په کتو ددې پرځای چې مثبت اغېز وکړي برخلاف منفي اغېز کوي
دا سمه خبره ده چې دا کسان ممنوع الخروج اعلان شي، خو پوښتنه داده، چې په داسې یوه هېواد کې چې سرحدونه یې سم کنټرول نه لري، د قاچاقبرانو په مرسته نورو هېوادونو ته د خلکو د تېښتې او فرار سېلاب په درز سره روان دی، ګاونډیو هېوادونو ته خو د ماشومانو تېښته هم له امکانه لرې نه ده، دهېواد په ناامنو سیمو کې پټېدل او بیا له هغه ځایه د مافیايي کړیو په مرسته نورو هېوادونو ته تښتېدل او لسګونه نورې لارې چارې هم شونې دي، نو په داسې یوه حالت کې د هغه چا ممنوع الخروج اعلانول، چې ورباندې د دولت او بیت المال د ملیونونه ډالرو د تاراج ادعا ده، څه معنا لري؟ ایا ددې کړنې منفي اړخ له مثبت اړخ څخه پیاوړی نه دی؟ زما په اند په داسې حالاتو کې لومړی باید تورن کسان د څېړنو او ګروېږنو لپاره د قانون منګولو ته وسپارل شي او وروسته له هغې موضوع رسنیو ته وویستل شي.
بله د بحث وړ خبره له کورنیو او بهرنیو سرچینو د فساد په اړه د رسمي رپوټونو او خبرونو خپرولو طریقه ده. که څه هم ددې طریقو ټاکنه تر ډېره بریده په افغانستان او زموږ د دولت په رسمي مراجعو پورې اړه نه لري، خو د هغوی د مبارزې د هغو طریقو کارونه چې په ځينو مواردو کې زموږ د هېواد په کورنیو مسایلو پورې تړاو نیسي، هم د بحث وړ دي او هم موږ باید د دغو طریقو د ځينو نیمګړتیاوو او معایبو د له منځه وړلو لپاره ځانګړې طرحې وړاندې کړو، آن اړینه ده چې پکې تشبث وکړو، ځکه په ځینو مواردو کې همداسې چې پورته مو ترېنه یادونه وکړه، ددې کار زیان هم تر ګټې ډېر دی، د بېلګې په توګه د زرو خیالي ښوونځیو په اړه په دې وروستیو کې د سیګار رپوټ خپرول په خپله په لوی لاس یې تورنو ته خبر ورکول دي.
پوښتنه داده، چې که سیګار په دوامداره توګه د بهرنیو مرستو د څارنې دنده پرغاړه لري، نو ولې د خپل مسوولیت له مخې هماغه مهال چې فساد او تاراج ویني یا یې تثبیتوي، نو یا دولت او نورو نړیوالو اړونده سرچینو ته رسمي خبر نه ورکوي، یا ولې هماغه مهال د خپلو روښانه او دقیقو اسنادو پر بنسټ یو رسمي رپوټ نه خپروي او په ترڅ کې یې نه غواړي، چې په دغه یا هغه اداره کې او يا هم په ټولیز ډول د شوو نړیوالو مرستو تاراج روان دی، نو باید مرستې ودرول شي څو په دې توګه دا مرستې له بشپړ تاراجه وژغورل شي. چې په دې توګه لږ تر لږه د نور فساد یا ټولیز تاراج مخه ونیول شي او وقایوي اقدامات تر سره شي.
دا کار نور زیانونه هم لري؛ لومړی دا چې دا معلومه نه ده، چې د هېواد شرایطو ته په کتو دولت د رپوټ پر بنسټ ټاکلي تورن دقانون منګلولو ته سپاري که نه؟ له بله پلوه فکر وکړئ دا کسان د قانون منګولو ته وسپارل شول، خو آیا هغه تاراج شوې شته بېرته لاس ته راځي؟. داهم جوته ده چې ډېری تورن کسان مخکې له دې چې د قانون لاس ورباندې بر شي، د همدغو افشاګریو له امله په یو ډول نه یو ډول خپل خلاصون یا تېښتې ته فرصت او زمینه برابروي . زه په دې اند یم چې که دولت د فساد په ګډون د ټولو ناقانونه کړنو په اړه مبارزه کوي، نو اړینه ده چې د هېواد عیني شرایط په پام کې ونیسي او له مخې یې داسې کړنې، تاکتیکونه، اوزار او پلانونه ترلاس لاندې ونیسي او عملي یې کړي، چې تورنو ته د تېښتې لار پاتې نه شي او قانون پرې پلی شي.
د بېلګې په توکه، مخکې له دې چې د فساد د یوې دوسیې د څېړنې په اړه یې ټولې مقدماتي قانوني کړنې او اقدامات نه وي ترسره کړي او مخکې له دې چې د یوه مالي یا اداري فساد د اعلانولو عوارض یې په دقیقه توګه نه وي سنجولي او د له منځه وړلو لپاره یې اړین تدابیر ترلاس لاندې نه وي نیولي، نه باید داسې مسایل افشا او رسنیو ته وباسي. په همدې حال کې دولت کولی شي د هغو نړیوالو مراجعو لپاره چې په افغانستان کې ددغې ښکارندې پر څېړنې بوخت دي او په افغانستان کې د نړیوالو مرستو د مصرفولو او لګولو څرنګوالی تر خپل څار لاندې لري، طرحه ورکړي، چې د داسې مواردو له افشا کېدو وړاندې د خپل رپوټ موضوع یا مسئله له افغان دولت سره شریکه کړي، تر څو یې په اړه داسې اړین مقدماتي اقدامات ترسره شي، چې دا څېړنې مثبتې پایلې ته ورسېږي.
له دې پرته زما په اند له وخته وړاندې افشا کوونه، رسنیو ته د داسې موضوعاتو ایستنه او د نورو نا اړینو اوزارو او طریقو کارول، ددې پرځای چې هدف ته ورسېږي، د فساد جرړو او له قانون څخه د تېښتې ناوړه دود لاپسې پیاوړی کوي.