د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مصرد۲۵ جنوری د پاڅون دریمه کلیزه

نجم شینواری 26.01.2014 14:09

د مصر ولس د شنبی په ورځ د خپل پاڅون دریمه کلیږه په داسی حال کی و لمانځله ، چی مصر د سترو ، سیاسی ، امنیتی ، اقتصادی ، مذهبی ، ټولنیزو ، بحرانونو سره مخ دی ، د ۲۰۱۱ کال د جنور ۍ په ۲۵ نیټه ، د مصر ولس ، زاړه ، ځوانان ، انجونی ، ماشومان ، ټول په یوه خوله ، د مبارک د ۳۰ کلن ریژیم د نسکور ولو لپاره د ازادئ په ډګر ( میدان التجریر ) کی راټول شوی وو . هلته د مصریانو تر منځ ، فکری ، مذهبی ، ګوندی ، سمتی ، ډلیز ، یا بل کوم اختلافات ، د دی خنډ نه وو ، چی دوی دی د مبارک په پرځولو کی مذبذب کړی ،
خو دا ځل چی دریمه کلیزه وه ، د مصر و لس یی په لمانځلو ویشل شوی وو ، یوه لویه ډله مصریان د پوځ تر چتری لاندی د ریژيم مخالفین وو ، هغوی پر میدان التحریر منعی وو ، بله ډله چی د نوی ریژيم پلویان وو ، د پوځ او امنیتی ځواکونو په ساتنه د ازادي ډګر ته راټول شو ، د نوی ریژيم پر مخالفینو امنیتی ځواکونو ګولئ ورولی ، چی لسګونه ځوانانو ته مرګ ژوبله واوښته ، بخوا د ریژیم پر ملاتړو د دولت څرخی الوتکو ملی بیرغونه ورول ،
» د ۲۵ جنوری په لنډو کی یادونه
دری کاله پخوا ، د ۲۰۱۱ کال د جنوری ۲۵ نیټه په مصر کی د پولیسو ملس ورځ وه . پولیسو خپله ورځ په جوش لمانځله ، مبارک د پولیسو یوی ستری غونډی ته په ۲۴ جنوری وینا وکړه ، هغه په خپلو خبرو کی داسی وښوده ، چی مصر د تونس څخه ډیر توپير لری ، څه چی تونس کی وشو ، مصر کی یی تکرار ناشونی دی ، خو ولس د مباراک د اټکل برعکس د پولیسو دجیشن او خوښئ ورځ د خپلی غوسی په ورځ یاده کړه ، د مصر په ټولو لویو وړو ښارونو کی ولس پر لاریون لاس پور کړ ، د پولیسو او لاریون کونکو تر منځ اځ او ډب را منځ ته شو ، لسګونه تنه ځوانانو ته مرګ ژوبله واوښته. خو لاریونونه تیت او پرک نه شو ،
» ۲۸ جنوری ۲۰۱۱ ( د غوسي جمعه )
په ۲۸ جنوری د پاڅون ځونانو د مصر په ټولو شارونو کی د ( غوسی جمعی ) تر نامه لاندی پراخه لاریونونه برابر کړل ، پولیسو بیا هم د لاریونونو پر وړاندی د زور نه کار واخیست ، پاڅون کونکو ، د مبارک د ګونډ ټول مرکزونه و سزل، ان د پولیسو پر پوستو او مرکزونو هم بریدونه وشو ، پولیس له ښار او سړکونو ورک شو ، پوځ د امنیت ساتلو لپاره لارو کوڅو ته راښکته شو ، پوځ پر لویو شارونو کی ګرځند بندیز ولګاوه ،
» ۲۹ حنوری ۲۰۱۱
په ۲۹ جنوری باندی حسنی مبارک د تلویژون پر پرده راښکاره شو ، ولس ته یی د پراخه اصلاحااتو ژمنه ور کړه ، د ډاکټر احمد نظیف په مشری کابینه یی ړنګه کړه ، د جنرال احمد شفیق په مشری د نوی کابینی د جوړیدو اعلان یی وکړ. مبارک د خپل دیرش کلن دور به روستیو شپو کی د خبل مرستیال په توګه جنرال عمر سلیمان ټاکنه هم اعلان کړه .
» ۳۰ جنوری ۲۰۱۱
د حسنی مبارک هڅه ناکامه شوه . پاڅون سوړ نه بلکی لاپسی دود شو ، د پاڅون ځوانانو د ملیونیزو لاریونونو د سلسلی اعلان وکړ ، پوځ د بلازمینی قاهری په شمول په ټولو لویو شارونو کی د نورو سرتیرو او پوځی سامان الاتو د ځای پر ځای کولو چاری لاپسی ګړندی کړی ،
» اول د فبروری ۲۰۱۱ کال ملیونیز لاریونونه
په اول د فبروری د پاڅون ځوانانو په ملیونیزو لاریونو پیل وکړ ، په لکونو مصریانو د ازادۍ په ډګر کی په اعتصاب لاس پوری کړ ، مبارک د دوهم ځل لپاره د تلوزیون پر پرده راښکاره شو ، ولس ته یی د خپلو کارنامو یادونه وکړه ، د جذباتی وینا په ترڅ کی یی اعلان کړه . چی نه دی او نه د ده ځوی د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دی ، د مبارک وینا پاڅون کونکی لاپسی غوسه کړه ، خو بلخوا د مبارک پلویان هم راښکاره شوه ، چی د مبارک انځورونه یی نیولی وو، او دملی تلوزیون مخ ته راټول شو،
» ۲ فبروری ۲۰۱۱
۲ فبروری باندی د مبارک د پلویانو او مخالفینو تر منځ د قاهری په ګڼو سیمو کی نښتی وشوی ، د مبارک پلویانو په اسونو او اوښانو سپاره ، په مخالفینو برید وکړ ، او د ازادۍ په ډګر کی کلکه نښته وشوه . لسګونه تنو ته پکی مرګ ژوبله واوښته ، خو د مبارک مخالفینو میدان پرینښود،
« ۴ فبروری ۲۰۱۱ ( د تګ جمعه )
په ۴ فبروری پاڅون کونکو له مبارک و وغوشتل چی واک پریږدی ، دغی جمعی ته یی د تګ جمعی نوم ور کړ ،

» ۱۰ فبروری ۲۰۱۱
په ۱۰ فبروری باندی د مصر د پوځ لوړی شورا لومړی بیان خپور کړ ، په بیان کی پوځ ولس ته ډاډ ور کړ ، چی د مصر پوځ د هیواد او ولس د امنیت د ساتلو لپاره بشپړ چمتو دی ، لږه شیبه روسته مبارک د دریم ځل لپاره د تلوزیون پر پرده راښکاره شو، ټینګار یی وکړ چی واک نه پریږدی ، خپل قانونی مدت پوره کوی ، د مبارک لومړی مرستیال بیا له وپاڅون کونکو وغوشتل چی میدانونه پریږدی ، او خپلو کورونو ته ستانه شی ، عمر سلیمان ځوانانو ته د بهرنیو قوتونو د دسیسو خبرداری ور کړی ، چی ګواکی غواړی مصر ړنګ کړی ، پاڅون کونکی د عمر سلیمان پر خبرو لاپسی غوسه شو ، د پاڅون ځوانانو ګواښ وکړ که مبارک واک برینږی دی ، دوی به د ولسمشري پر ماڼۍ ور ننوځی ،

» ۱۱ فبروری ۲۰۱۱
په ۱۱ فبروری باندی د مصر پوځی لوړی شورا دوهم بیان خپور کړ ، په بیان کی پوځ ژمنه وکړه ، چی په هیواد کی بیړنی حالات به له منخه یوسی ، رڼی ټولټاکنی به تر سره کړی ، د پوځ په د غو ژمنو ځوانانو سر و نه ګراوه ، د و لسمشری ماڼی ته ځوانانو ور ټولیدل پیل شو ، ماڼۍ ته څیرمه یو لک ځوانان جمه شو، په همدغه ماشام د مبارک لومړی مرستیال جنرل عمر سلیمان د تلوزیون پر پرده راښکاره شو ، او د مبارک د دیرش کلن ریژیم د پایی ټکی یی داسی اعلان کړه ، د مصر عظیم ولسه ، په داسی حال کی چی مصر د سترو بحرانونو سره مخ دی ، ولسمشر محمد حسنی مبارک دواک نه د تیریدو اعلان کوی ، او د هیواد چاری د مصر د پوځ لوړی شورا ته سپاری ،