د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پر غزه باندی د اسرایلو برغل نور هم تود شوی .

نجم شینواری 17.11.2012 15:50

د اسرایلو د دفاع وزیر یهود بارک ۷۵ زره احتیاطی پوځیانو خدمت ته راغوښتی ، اسرایل د فلسطین د غزی پرتراډه د ځمکنی پراخه برید ګواښ کوی ، اسرایلو زرګونه تنه پوځیان سره دسلګونو ټانګونو او نور درنو وسلو د غزی پولو ته څیرمه پنډ کړی دی، دا په داسی حال کی چی اسرایلو د تیری چهارشنبی د ورځی نه پر غزه باندی هوای بریدونو لړی نوره هم سخته کړی ده ، او تر اوسه د اسرایلو په بریدونو کی ۳۹ تنه فلسطینیان وژل شوی او تر ۳۰۰ زیات ټپیان شوی دی، اسرایلو په غزه کی د فلسطین د وزیرانو د شوار ودانۍ هم په نښه کړی ، د اسرایبلو دغو بریدونه ته په غبرګون کی مصر خپل سفیر د تل ابیب څخه قاهری ته ور غوښتی او د اسرایلو سفیر یی د قاهری څخه تل ابیب ته استولی دی ، د دی ترڅنګ د جمعی په ورځ د مصر د وزیرانو د شوارا ریس ( لومړی وزیر ) هشام قندل غزی ته تللی وو ، او د فلسطینی ولس سره یی د مصر د ولس او حکومت خواخوږی ښکاره کړه ، او د اسرایلو د بریدونو غندنه یی په کلکو ټکو وکړه، قندیل په غزه کی د فلسطین دلومړی وزیراسماعیل هنیه سره ولیدل او د مصر لخوایی د مرستو د ژمنی لاس ورکړ ، قندیل په خبری وینا کی وویل چی مصر پخوانی مصر نه دی ، د مصر حکومت د ولس غږ دی ، او په غزه کی د خپلو ورونو سره په کلکه ولاړ دی ، د بلی لوری نن د شنبی پر سهار د تونس د بهرنیو چارووزیر رفیق عبد السلام د یو لوړ پوړی پلاوی سره غزی ته رسیدلی دی ، او په غزه کی یی د فلسطینیانو پر وړاندی د اسرایلو بریدونه غندلی او له اسرایلو یی غوښتی چی سمدلاسه دی بریدونه ودروی ، ښاغلی عبد السلام ویلی چی د تونس ولس د خپلو فلسطینی ورونو سره په کلکه وړلا دی ، نوموړی د عزی د زیان منو کورنیو سره د مرستی ژمنه هم وکړه ، تونیسی وزیر ووویل چی څه یی په غزه کی لیدلی هغه به د عربی هیوادونو دبهرنیو چارود وزیرانو په ننۍ بیړنۍ غونډه کی وزیرانو ته ووایی ،